زموږ په کلي کې یو سړی ؤ هغه به هر وخت ویل چې زه د تېر کال په پرتله سږ کال ډېر هوښیار شوی یم. خو اوس اوس داسې ته ښکاري، چې هغه ډېر هوښیار سړی ؤ، ځکه چې په مناسب وخت کې یې له خپلو تېروتنو درس اخیست او په راتلونکي کې یې هغه نه تکرارولې ځکه له مړینې وروسته افسوس کول ګټه نه لري. خو متاسفانه زموږ د وروستیو کلونو سیاستوال بیا ټول برعکس وو. په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې هر چا ته ډېر ژر ژر فرصتونه په لاس ورغلل خو ډېر ژر یې د خپلو تېروتنو له کبله له لاسه ووتل او له خپل سیاسي ژوند وروسته یې دا درک کړه چې تېروتنه یې کړې ده.
تاسې هم هغه څوک یاست چې ډېر وروسته مګر په خپل ژوند کې مو دا درک کړه، چې ستاسې پخوانۍ کړنلارې ډېر بدلون او سمون ته اړتیا لري، دا مو درک کړه چې افغانانو دری ځله له انګریزانو جګړه وکړه، بیا مو روسانو سره جګړه وکړه، بیا مو په خپل مینځ کې د مجاهدینو په نامه جګړه وکړه، بیا مو د طالب او مجاهدینو په نامه جګړه وکړه، بیا مو له امریکې او ټولې نړۍ سره را وخیسته!! آخر تر کله!! آیا دغه ولس د نورو ولسونو په څېرسولې او آرام ژوند ته اړتیا نه لري!! ان زموږ پلرونو چې کله له انګریزانو لومړۍ جګړه وګټله باید په دې یې فکر کړی وای، چې موږ جګړه په نره مو وګټله خو دا جګړه باید نوره زموږ ولسونو ته را نه شي!! خو افسوس چې داسې ونه شوه.
تاسې چې اوس په داسې هېواد کې اوسېږئ چې شپږ پیړۍ یې په اسلامي نړۍ حکومت کړئ. په همدې وطن کې د عثماني خلافت حکومت تېر شوی، مګر اوس یې بڼه ډېره بدله ده. زه په دې ډاډه یم چې په ترکیه کې اوسېدو تاسې ته ډېر داسې څه درکړي، چې پخوا مو په ذهن کې نه ګرځېدل.
موږ د عادي افغانانو په توګه، په خدای قسم کوو چې دې پوښتنې ته ځواب نه دی موندلی چې یو څوک راځي زموږ په کلي کې د ښوونځي جوړول نه پرېږدي، د کلینیک پرېښودل نه پرېږدي، د سړک جوړول نه پرېږدي، خلک په حکومت کې کار کولو ته نه پرېږدي، چې یوه ګوله ډوډۍ خپلو اولادونو ته راوړي. چې طالب ته څه ووايې، هغوی وايي "چوپ تاسې لکه چې کافر شوي یاست!!!" کله کله مو دا خبره هم غوږونو ته را رسېږي، چې هغه د پلانکي زوی او د پلانکي ورور مجاهدینو د جاوسوسۍ یا په کومه پروژه کې د کار کولو له امله وژلی!! مګر ددې په مقابل کې همدې وروڼو موږ ته څه راکړي!!؟ د یوه مجهول مستقبل په لور چې څه طالب را ته وايي سره ورته ښوروو، چې صېب ښه وایاست!
ستاسې وروستۍ مرکې او لیکنې وینو او اورو او کله چې ستاسې لخوا د سولې خبره واورو په ذهن کې مو یوه هیله را وټوکېږي خو بېرته ژر ګل شي ځکه چې ډېر پرمختګ پکې نشته. نو له تاسې څخه مو هیله ده چې د سولې په اړه خپلو هڅو ته ادامه ورکړئ. کوندې وي، چې ستاسې لخوا د سولې هڅې رنګ راوړي:
- لومړی خو دا چې په کوېټه، کراچۍ، پیښور او میرانشا کې خپلو موجوده ملګرو سره خپلې راشه درشه ډېر کړئ. خو پام مو وي، چې پاکستان هېڅکله داسې طالب ژوندۍ او یا آزاد نه پرېږدي، چې له وچې جګړې پرته بل فکر ورسره پیدا شي.
- له کنړ څخه نیولې تر پکتیکا، او له کندهار، فراه، او اروزګان څخه په تېرېدو تر بادغیس پورې ټوله سیمه د علم او پوهې له خدماتو محرومه او یا هم پوهنه له کلک ګواښ سره مخ ده. نو تاسې په دې اړه ځینې پیغامونه خپاره کړئ کوندې وي چې کرار کرار یې اغېز زیات شي. ځکه له علم څخه د ځوانانو او ماشومانو منع کول د هغوی د مړینې به مانا ده.
- ښايی تاسې په آزادۍ سره خپله وینا څرګنده کړئ. نو هیله ده چې کله کله له جنګی طالبانو هیله وکړئ، چې د عامه تاسیساتو مخنیوی ونه کړي.
- اوس دا دي ټولټاکنې روانې دي، ښاغلي حکمتیار له خپلو خلکو وغوښتل چې له امریکایانو سره به ددوی مبارزه دوام لري مګر په هېواد کې د سمون لپاره باید دوی د سمو چارواکو په ټاکنه یې ونډه واخلي، تاسې هم دېته ورته اقدام وکړئ. که دا خبره ښه نه درته ښکاري مګر دا په یاد ولرئ، په لس ګونه زره خلک هره ورخ ملکي ادارو ته ورځي نو هلته باید د فساد کچه ټیټه وي. نو ترڅو چې ستاسې د خوښې حکومت راځي خلک باید په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ نه شي.
- ولس علم ته وهڅوئ او له جنګي طالبانو وغواړئ، چې له پوهنې سره مرسته وکړي.