په تیرو دولسو کلونو کې دوه ځلې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې
ولسمشر کرزی د دوو دورو لپاره د افغانستان جمهور رئیس انتخاب شو.
څنګه ټاګنې تر سره شوې ؟
په دې خبرې نه کوو.
خلكو چاته رایې ورکړې ؟
په دې اوس خبرې نه کوو.
څنګه شو او څنګه ونه شو ؟
په دې خبرې نه كوو.
څه کارونه وشول او څه باید شوې وې ؟
په دې هم خبرې نه کوو.
پوښتنه دا ده چې :
څوک ولسمشر ټاکي ؟
فکر کوم هر څوک په دې پوهیږي چې :
دا کار د ولس دی
دا کار د خلکو دی
دا کار د هر افغان دی .
که دا ځوان دی او که زوړ دی
که دا سړی دی او که ښځه ده
که دا پیغله ده او که ځوان دی
لنډه دا چې د هر افغان رایه د هغه رایه ده او دا ورته قانون ورکړې ده.
نو اې افغانه !
ته څه غواړې ؟
ته نه غواړې چې دا غریب هیواد دې ترقي وکړي ؟
ته نه غواړې چې ته له دې درپه درۍ او پریشانۍ څخه خلاصون ومومې ؟
ته نه غواړې چې په هیواد کې دې قانون تطبیق شي ؟
ته نه غواړې چې هیواد کې دې امنیت ټینګ شي ؟
ته نه غواړې چې حق او عدالت قایم شي ؟
ته نه غواړې چې ملي وحدت مینځ ته راشي ؟
ته نه غواړې چې خلکو ته کار او روزګار بیدا شي تر څو هر څوک وکولای شي کار وکړي او یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي ؟
ته نه غواړې چې د وطن اولادونه په آرامه فضا او د امنیت په فضا کې تعلیم وکړي ؟
آیا ته نه غواړې چې د افغانستان نوم په جهان کې له فساد څخه پاک یو هیواد وګڼل شي؟
ته نه غواړې چې په هیواد کې اجتماعي برابري او مساوات په خپلو سترګو ووینې ؟
ته نه غواړې چې ستا د خوښې یو ملی دولت حوړ شي :
داسې دولت چې پکښې تنظیمي منافع وجود ونه لري. داسې دولت چې پکښې سمتي تمایلات موجود نه وي . داسې دولت چې پکښې مذهبي اختلافات ځای ونه لري . داسې دولت چې پکښې قومي منازعات ګنجایش ونه لري.
داسې دولت چې ټول ملت ته په یو سترګه وکوري . داسې دولت چې د چا حق پکښې تلف نه شي .
داسې دولت چې د هر قوم شرف پکښې وساتل شي . داسې دولت چې پکښې د هر قوم د ژبې احترام وشي .
داسې دولت چې د ملی ژبې او رسمي ژبو حقوق پکښې خوندي وي .
شاید دا به مبالغه وي چې په هیواد کې به داسې یو دولت مینځ ته راشي چې دا هر څه به وکړي او سرته به یې ورسوي خو بیاهم امید لرو چې داسې وشي ، او دا کار هغه وخت امکان پیدا کولای شي چې ملت خپل ولسمشر وټاکي نه چې ولسمشر په ملت وتپل شي.
ددې لپاره چې ښه ولسمشر وټاکل شي نو هر افغان باید له ښه فکر څخه کار واخلي.
افغانانو هر څه ولیدل . د کمونستانو له وخت نه نیولې تر اوسه یې ډیرې لوړې ژورې ولیدې ، ښه او بد یې ولیدل ، پریشانۍ ، در په درۍ ، ګړاوونه ، زجرونه یې ولیدل ، خلک یې وپیژندل ، تجربه یې حاصله کړه .
هر افغان پوهیږي چې:
چا څه وکړل ؟
چا په افغانستان نظامي تیری وکړ ؟
چا جهاد وکړ ؟
چا کورنۍ جګړې پیل کړې؟
چا د خلکو په سرونو میخونه وټومبل ؟
چا د ښځو سینې پرې کړې ؟
چا د خلکو غوږونه او پزې پرې کړې؟
چا زمونږ دوه ملیونه افغانان شهیدان کړل؟
چا کابل په ویرانه بدل کړل ؟
چا په زرکونو کابلیان قتل کړل؟
چا زمونږ مکتبونه وسیزل ؟
چا زمونږ نجونې او هلکان له تعلیم څخه محرم کړل ؟
کومو هیوادو زمونږ په کورنیو چارو کې لاس وهنې وکړې؟
چا د یو ښه نظام د منځ ته راتلو لارې وتړلې؟
چا د افغانستان اردو دړې وړې کړه ؟
ټول هر څه خلکو ته معلوم دي
په دې یولسو کسانو کښې چې د ولسمشرۍ څوګۍ ته کاندید دي ، په دوي کې یوهم داسې نه دی چې کامل دی اویا د فرشتې صفات لري . هر یو یې که مثبت اړخونه لري نو منفي اړخونه هم لري.
همدا یولس کسان په میدان کې دي.
اوس نو دا په خلکو پورې اړه لري چې فکر وکړي ، له خپل عقل څخه کار واخلي او په ښه درایت او هوښیارۍ . بې له کومې شخصي طمعې او شخصی ګټې د خدای د رضا او د ولس د رضا په خاطر خپله رایه استعمال کړي او هغه چاته یې ورکړي چې واقعا کولای شي یو نظام جوړ کړي.
په هیواد کې د نظام جوړول ضروري دي. ولسمشر کرزی دا غوښتل او دایې هیله وه چې یو ه قانوني نظام جوړ شي خو شا او خوا خلکو ورسره جفا وکړه، دا چې څنګه جفا یې وکړه ، دا یو بیل بحث دی ، په دې اړه به بیا کوم وخت ډیر څه ولیکل شي.
زمونږ هیوادوال باید هغه چاته رای ورکړي چې دا لاندنۍ خبرې په نظر کښې ونیسي او هغه عملي کړي.
چې یو نظام جوړ کړي ، داسې نظام چې :
قانون تطبیق کړي.
د قانون به تطبیقولو امنیت راولي.
د امنیت به راوستلو سره خلکو ته کار او روزګار پیدا کړي .
د کار او روزګار په پیداکولو د هیواد اقتصاد پیاوړی کړي.
داخلي او خارجی سیاستونه عیار کړي.
د تعلیم په برخه کښې اساسی کار وکړي.
په روغیایي چارو کې خاصه توجه وکړي .
د زراعت په برخه کې سم ګامونه اوچت کړي.
هر کار د برنامو په اساس مخ ته یوسي .
کار اهل کار ته وسپاري.
اهداف وټاکي .
اقتصادی ، سیاسي ، فرهنګي ستراتیژي جوړه او عملي کړي.
د بریښنا او ابو په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي.
د ملکي او ټولیزو خدماتولپاره آمادګي ونیسي.
ملي اردو جوړه ګړي.
ملي پولیس وروزي.
امنیتي ارګانونه تقویه او په پښو ودروي.
او د عام المنفعه چارو د سرته رسولو لپاره او د خلکو د هوسايۍ لپاره هغسې برنامې لاس لاندې ونیسي چې لازمې دي.
نو زما افغانه اوس وایه چاته رای ورکوې ؟
هغه چاته رای ورکړه چې ستا زړه یې غواړي او ستا ضمیر او وجدان درته اجازه درکوي.
نور بیا ...
استاد فضل الله رشتین