کاندیدانو احتیاط!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58639

دخبریدو نیټه : 2014-02-14

   
زموږ ولس له لسیزو راهیسې د یوه اوبه وړي انسان حیثیت لري. د هغه اوبو وړي چې څپو را ګیر کړی وي، نور د لاس او پښو خوځولو وس نلري او هر چا ته د مرستندویه په سترګو ګوري.
دا سیلاب چې ولس یې په مخه کړی، د وینو سیلاب دی چې له جګړې سرچینه اخلي. د فقر سیلاب دی چې له جګړې او اداري فساده سرچینه اخلي او د نا امنیو سیلاب دی چې بیا هم له جګړې سرچینه اخلي. ولس نور ستړی دی. ولس کې نوره شیمه نه ده پاتې او ولس نور...
د واک مینانو هم د خلکو دغه ستونز درک کړې ده. له دې مجبوریت نه یې خبر دي او همیشه یې په ډیره سپین سترګۍ له همدې مجبوریته ناوړه ګټه اخیستې او یوازې شخصي مفاداتو لپاره یې ترې استفاده کړې ده.
د بیلګې په توګه: ولس د سرو یرغلګرو ظلم او وحشت نه شو زغملای. د سرو او د هغوی د پلویانو له ظلمونو تر پوزې راغلی وو او هره خوا یې ناجي پسې سترګې ګرځولې. تش په نامه ناجیان پیدا شول. کړیدلی ولس یې تر شا ودرید، سرونه یې نذرانه کړل، خو چې ناجیان واک ته ورسیدل، په ټوپکو کې پاتې مرمۍ یې د همدوی پر سینه خالي کړي. د همدوی جایدادونه یې لوټ کړل او د همدوی عزتونه یې وپلورل.
ولس نور خپلو پخوانیو ناجیانو ته د شر او فساد په سترګه کتلې او په دې تمه و، چې کوم سپین لښکر به یې د ظلم له دې تیارو را وباسي؟ وخت داسې راغی چې همداسې لښکر را مخې ته شو. د عمري خلافت او عمري عدالت شعارونه یې پورته کړل. ولس چې عدالت پسې یې سترګې وړندې شوې وې، پرې را ټول شو. دا لښکر تر ارګه ورسید. خو لښکر یوازې د ځان په غم کې شو. یوازې د خپل لښکر عسکر ورته ولس ښکاره شو. له عامو خلکو سره یې واټن پیدا کړ او د هغوی بېشماره ستونزې یې نالیدلې پریښودې.
خلک د زورواکه نظامونو له کړنو زړه تورن شول. هغوی نوره نشوه زغملی چې هم وډبول شي او هم ورته د ژړا اجازه نه وي. دوی د داسې نظام تندې را واخیستل چې د خلکو په رایو جوړ شوی وي. ولسمشر د دوی په خوښه وي. په دولت کې د دوی استازي وي او دا استازي د دوی له دردونو پوره خبر وي او ښه ترجماني یې وکړي.
په نوي نظام کې همداسې وشول. د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو لپاره څو پهلوانان را پورته شول. ولس ته یې د خدمت شعارونه ورکړل. د ولس هغه دردونو د علاج خبرې یې وکړې، چې ډیر ترې کړیدل. همدا لامل و، چې له هر ډول ګواښ سره، سره خلکو د ټاکنو مرکزونو ته ورمنډې کړې. د سر خطر یې ومانه خو خپله رایه یې وکاروله او د خپلې خوښې مشر صندوق ته یې رایې ورسولې. خو افسوس! بیا هم پخواني شعارونه لکه په یخ کرښې وې چې د قدرت حرارت اوبه کړې.
د ناکامه او خود غرضه پالیسیو له کبله د ولس ستونزې په ډیریدو شوې. داسې حالت راغی چې ولس له هر نوي کال څخه تیر بدبخته کال غوره ګڼي او یو ځل بیا سرګردانه او په خپلې راتلونکې بد ګومانه دی.
دا دی اوس بیا د واک ګټلو سیالي روانه ده.د واکمنۍ خوب لیدونکي د ولس ستونزې یاداشت کړي دي. په خپلو خبرو کې د همدې ستونزو د اواري لپاره غوړې غوړې ژمنې کوي. او خلکو ته داسې ذهنیت ورکوي چې که په رایو یې بریالی شي، نو د کلونو ټپونه به یې ټکور کړي. له هغو خوني څپو به یې وچې ته را وباسي، چې هره لحظه یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي. ولس مجبور دی. بل بدیل نلري، په همدې شعارونو اتکاء وکړي او یوځل بیا په خپلو رایو قیمار ووهي.
د ولسمشرۍ ښاغلي کاندیدان که څه هم نوې څیرې نه دي، په ګڼو دولتي څوکیو ازمایل شوي دي، خو ژمنې یې نوې دي. د خیالي جنتونو نخچې کاږي او دې جنتونو ته د ورتګ کیلی د خلکو رایې ګڼي.
بې اعتمادي او بې باوري یوه لویه ستونزه ده. دغه ستونزه که همداسې بې درمله پاتې شي او لا هم غښتلي شي نو خطرناک عواقب به ولري. هیڅوک به د چا په خبرو باور نه کوي، هر څه به ورته تش شعارونه ښکاري او د هیچا ملا به نه تړي. د دې کار پایله به د هر ډول پرمختګ او تغیر مخه ډب کړي. ځکه د پرمختګ او بدلون لپاره یو ایمانداره او رښتیني زړه خوږي رهبري ټیم ته اړتیا ده او دا ټیم هله ځواکمن کیدای شي چې د خلکو ملاتړ ور سره وي خو خلک به نور د چا ملا نه تړي.
یادو ستونزو ته په پام، د ولسمشرۍ ټول ښاغلي کاندیدان باید حسابي خبرې وکړي. داسې ژمنې وکړي او داسې شعارونه ورکړي چې که واک ته ورسیږي د عملي کیدو امکانات یې وي. کاندیدان باید په خپلو ژمنو او شعارونو کې پوره صادقان اوسي. د خلکو له رایو څخه دې یوازې د واک ګدۍ ته د ختلو د زینې په توګه کار نه اخلي. که خدای مکړه، دا ځل هم ګټونکی کاندید خپلې ژمنې او شعارونه هیر کړي او یا واک ته له رسیدو وروسته د خپلو ژمنو په خلاف عملونه شروع کړي، نو دا به د هیواد د تباهۍ لپاره ګام اخیستنه وي.
دغه شان واکمنان به د ملت له نفرین او د تاریخ له قضاوت نه خوندي پاتې نشي. نو که کاندیدانو ته خپل شخصیتونه ګران وي، هیله ده چې دا ځل ملت تیر نه باسي، دا ځل خپل کړیدلی ولس بې باوره نکړي او دا ځل...
محمد نعمان دوست، جلال اباد