( دریمه برخه )
ایا د ځوانانو د خیر ښیګڼې لپاره ، د دوی د سر نوشت لپاره څه پلان په نظر کې لرئ ؟
آیا د هغو په زرهاو متعلمینو د سرنوشت د ټاکلو لپاره څه ستراتیژي لرئ کوم چې د کانکور په آزموینه کې نه بریالي کیږي او همداسې بې سرنوشته پاتې کیږي؟
آیا د ښځینه معلمینو د تربیې لپاره مو د دارلمعلمینو د جوړولو لپاره څه فکر کړی دی ، چې په دې دارالمعلمینو کې ښځینه معلمین وروزل شي او د معلمۍ دندې ته آماده شي ؟
آیا د ښځو د حقوقو د تامین لپاره کوم پروګرام لرئ ؟
آیا د وزیرانو ، والیانو ، سفیرانو د ادارو د مسؤلینو د ټاکنو لپاره کومه لايحه به جوړوئ او که نه همداسې به د روابطو څخه کار اخلئ او په دې اړه به هیڅ فکر نه کوئ چې ضوابط بر لاسه شي ؟
آیا په یو وزارت کې چې وزیر یې په یو قوم پورې اړه ولري ، اجازه ورکوئ چې د وزارت ټول ریاستونه د قوم پورې مربوط خلکو ته ورکړي او یو قومي وزارت جوړ کړي ؟
آیا ضواد ولست دبطو ته به په روابطو د ترجیع ورکولو لپاره کوم فورمول لرئ ؟
آیا د پوهنتونو د علمی سطحې د لوړولو لپاره کوم عملي پلان لرئ ؟
آیا له عربی هیوادو او نورو دوستو هیوادو سره د اړیکو د لا ټینګتیا او دوستانه اړیکو د دوام لپاره چې ډیرې مهمې دی څه پالیسي لرئ ؟
آیا په سفارتونو کې د سفیرانو او دیبلوماتانو په تقرر کې څه خاصه برنامه لرئ او که سفیران او دیبلوماتان به د روابطو په اساس ټاکل کیږي؟
آیا د داسې سفیرانو د ټاکنې په اړه کوم فکر لرئ چې د افغانستان منافعو ته متعهد او خپلو مسؤلیتونو ته متوجه وي ؟
آیا د داسې والیانو د تقرور لپاره څه پروګرام لري چې له مرکز څخه اطاعت وکړي او په ولایاتو کې ځانته مستقل حکومتونه جوړ نه کړي او ستاسو له اوامرو سرکشي ونه کړي ؟
آیا تاسو داسې پلان لرئ چې مرکز له ولایاتو سره په یو زنځیر ونښلوئ او د ولایاتو چارې و څارئ او پرې نږدئ چې والي په خپل سر کارونه وکړي او بهرني میلمانه د باندنیو چارو د وزارت له خبرتیا او اجازی پرته ولایاتو ته دعوت کړي ؟
آیا د معادنو د استخراج په برخه کې کوم مهم پلانونه لرئ ؟ او آیا ملت به په دې خبروئ او ډاډ به ورکوئ چې ددې معادنو د استخراج کارو نه چیرته ورسیدل او کله به خلک ددې کانونو څخه استفاده کوي ؟
(نور بیا )
استاد فضل الله رشتین