راتلونکی ولسمشره ولس او وطن ته به څنګه خدمت کوې ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58647

دخبریدو نیټه : 2014-02-13

دوهمه برخه )

 د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۱ نوماندان په میدان کې دي. کیدای شي چې یو څو تنه یې له دې درنې او خطرناکې لوبې له میدان څخه ووځي او له نورو سره یو ځای شي.
خو زه یو څو پوښتنې او خبرې لرم.
تاسو محترمو نوماندانو چې ځانونه مو دې لوړ مقام ته کاندید کړي دي ، آیا تاسو پوهیږئ چې دا څومره له مسولیتونو څخه ډګه دنده ده ؟
 آیا تاسو په ځان کې دا توان ، طاقت او همت وینۍ چې دا د ولسمشرۍ ستر مسؤلیت پر غاړه واخلۍ ؟
 آیا تاسو د هیواد اوسنیو اقتصادی ستونزو ته د حل لپاره لارې او برنامې لرئ ؟
 آیا تاسو په ځان کې دومره پوهه او درایت وینئ چې د بیلابیلو سیاسي ، امنیتي ، اجتماعی ستونزو د حل لپاره پلانونه جوړ او هغه عملي کړئ ؟
 آیا تاسو کې دومره وس شته چې د هیواد په داخلي چارو کې د همسایه هیوادونو لاس وهنې بندې کړئ ؟
 آیا تاسو کولای شئ د افغانستا ن د خارجي او داخلي سیاستونو لپاره پراخې ستراتیژۍ جوړې کړئ ؟
 آیا تاسو کولای شئ په هیواد کې د ملي وحدت د تامین لپاره عملي اقدامات وکړئ ؟
 آیاد تاسو کولای شئ د قومي ، سمتي ، ژبنیو ، مذهبی تعصباتو د سرطاني بیمارۍ د علاج لپاره کومه نسخه ولیکئ او دارو ورکړئ؟
 آیا تاسو کولای شئ چې د پوهنې په برخه کې د هیواد د ماشومانو د تعلیم او د راتلونکي لپاره هغه اقدامات وکړئ او هغه پروګرامونه جوړ کړئ چې واقعا د هیواد اولادونو لپاره د یو ې ښې او روښانه آیندې ضمانت وکړي ؟
 ایا داسې پروګرامونه لرئ چې د محصلینو او متعلمینو لپاره په ښوونځیو او پوهنتونو کې تعلیمي ټول وسایل برابر کړئ ؟

 آیا تاسو کولای شئ د هیواد په لرې لرې پرتو سیمو کې د ولس د ژوندانه ضرورتونه ، احتیاجات او وسایل برابر او د ولس په اختیار کې یې کیږدئ ؟
 آیا کولای شئ په دولتي ادارو کې د خپور شوي پراخ فساد مخه ونیسئ ؟
 آیا کولای شئ د هیواد قضايي قوه په خپلو پښو ودروئ او یوه پاکه او په خپلو مټو متکي د قضا اداره منځ ته راوړئ ؟
 آیا کولای شئ چې په واقعي معنی یو ملي اردو په پښو ودروئ چې وکولای شي د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ساتلو ضمانت وکړي ؟
 آیا کولای شئ داسې ملي پولیس ولرئ چې د خلکو د امنیت خرابولو پر ځای د خلکو امنیت وساتي او محفوظ یې؟
 آیا کولای شئ چې داسې استخبارات په پښو ودروئ چې هر ډول دسیسې خنثی کړي او پرې نه ږدي چې په کابل او نورو سیمو کې څوک ځانمرګي بریدونه سرته ورسوي او زمونږ د بیګناه هیوادوالو د وژلو سبب شي ؟
 آیا کولای شئ چې روغتیایی داسې پروګرامونه جوړ او عملي کړئ چې زمونږ بیمارانو ته صحي خدمات ورسیږي او خارج ته د علاج لپاره مجبور شي ؟
 آیا داسې پلاونه لرئ چې د هیواد روغتونو ته توجه وشي او ټولې چټلئ ترینه لرشي ؟
 آیا داسې پلانونه لرئ چې په روغتونونو کې د بیمارانو په مقابل کې د ډاکټرانو او نرسانو د بې تفاوتۍ مخه ونیول شي او د مکافاتو او مجازانو قانون په ټولو تطبیق شي ؟
 آیا داسې پروګرام لرئ چې هیواد ته د قاچاقي بې کیفیته دارو ګانو د واردیدو مخه ونییول شي او په دې ډول زمونږ د ډیر شمیر هیوادوالو د وژل کیدو مخه ونیول شي ؟
 آیا تاسې داسې پروګرامونه او پلانونه لرئ چې د ځمکو غصب کوونکي د قانون پنچو ته وسپارۍ ؟
 آیا تاسو داسې نیت لرئ چې قانون به ټولو یو شان تطبیق کړئ ؟ آیاد د تجارت د ودې لپاره کوم مشخص پروګرامونه لرئ ؟
 آیا د زراعت په برخه او د بزګرو د ژوند د ښه کیدو په اړه څه په پام کښې لرئ ؟
 آیا د مخدره مواد و د کرګیلې ، قاچاق او تجارت د مخنوی لپاره څه پلان لرئ او که نه ؟
(نور بیا )
استاد فضل الله رشتین