ټولو ته څرګنده ده، چې امریکا د لس ګونو کلونو راهیسې له پاکستان سره مرستې کوي او ښې سیاسي او نظامي اړیکي لري. امریکا او پاکستان د روسانو د جګړې پرمهال کلک متحدین ول او کله چې روسانو ماتې وخوړه. همدغه پاکستان او امریکا په ډېر مهارت سره د مجاهدینو د حکومت د رامنځ ته کېدو مخه ونیوله او پرځای یې طالبان راپورته کړل. داسې نه چې په دې سیمه کې د مجاهدینو لخوا پراخ بنسټه اسلامي حکومت رامنځ ته او په پای کې د اسلامي نړۍ د یووالی باعث شي.
طالبانو د پاکستان د استخباراتو په مدیریت، د سعودي عربستان په پیسو او د امریکا په پالیسۍ ډېر ژر په افغانستان ولکه ټینګه کړه. خو حکومت ته د طالبانو رسېدل هم د پاکستان او هم امریکا ته د منلو وړ نه وو. بیا همدغه پاکستان له امریکا سره بېرته د طالبانو د ورکولو مټې را ونغښتې او ټولو ولیدل چې پاکستان ترپایه له امریکا سره متحد پاتې شو. مګر د پاکستان مصلحت په دې کې ؤ، چې طالبان باید د یوې پټې قوې په توګه وساتي ترڅو یې د خپلو مصلحتو او ګټو لپاره وکاروي. امریکا هم په دې مصلحت کې ورسره موافقه وه ځکه د طالب د نشتوالي په صورت کې د امریکا حضور ته اړتیا نه لیدل کېږي.
د طالبانو وروستۍ لس کلنه جګړه د امریکا او پاکستان په ګډه موافقه پر مخ ځي، د جګړې رهبریت او مشري همدا اوس د پاکستان د استخباراتو په لاس کې ده. پاکستاني جنرالان د "ملا هغه آخوند" او "ملادغه آخوند" په نامه د افغانستان جګړه رهبري کوي. امریکا ددې ټول جریان په زور او زېر خبره ده. که ورسره موافقه نه وای نو همدا اوس په کوټه کې د طالبانو غټې غټې حویلۍ فعالې دي او په زرګونه افغاني طالبان کې اوسېږي. دطالبانو مختلف کمېسیونونه فعال دي. د طالبانو لخوا د افغانستان د ۱۹ شااوخوا والیانو دفتر فعال دي. ملا عمر په کراچۍ کې اوسېږي او ترڅنګ یې ملا متقی او نور راټول شوي، چې نور طالبان هېڅ ډول ورسره نه شي لیدلی. په میرانشا کې د انتحاریانو مراکز ټولو ته څرګند دي، طالبان په کې په رڼا ورځ ګرځي او له هغو موټرو ګټه اخلي، چې له افغان ځواکونو یې نیولي دي. د پېښور طالبان هم په رڼا ورځ غونډې کوي او هغه طالبان چې د آی اس آی په مېلمستونو کې اوسېږي هغه لاډېرو ته نه ده معلومه. ځینی طالبانو ته پاکستاني پاسپورتونه ورکړل شوي، چې د نړۍ هېوادونو ته سفرونه کوي.
په ورته وخت کې امریکا د پاکستان په موافقه په پاکستاني طالبانو پسې را اخیستې او هرځای بمبارۍ کوي. دا الوتکې ولې په وزیرستان کې پاکستاني طالبان وينی مګر، کوټې، کراچې، مرانشا او پېښور ته سر نه ورښکاره کوي؟ امریکا په افغانستان کې یوازې هغه طالبان وژني چې امریکا ته یې صدمه رسېږي. او پاکستان یوازې هغه طالبان بندیانوي یا وژني، چې لږ څه نا څه هوښیار فکر ورسره پیدا شي. بېلګه یې ملا معتصم آغاجان دی. نوموړی تر هغو پورې د پاکستان او امریکا په ګټه ؤ، چې له بې هدفه جګړې پرته یې بل فکر نه کاوه، حکمتیار، یاسر او دېته ورته خلکو ته د سم مسلمان په سترګه نه کتل خو کله چې را ویښ شو، چې دا جګړه د چا لپاره؟ او ترکله جګړه؟ نو په همغه ورځ یې د وژلو پلان جوړ شو.
که چېرې په افغانستان کې جګړه نه وي نو په ریښتیا هم د امریکا حضور ته اړتیا نه لیدل کېږي. ټوله نړۍ او ډېر افغانان وايي چې تړون لاسلیک کړئ، ځکه د افغانستان حکومت د طالبانو له ګواښ سره مخ دی. مګر طالبانو ریښتیا هم د امریکا د حضور ملاتړ نه کولی په څرګنده یې ویلی شوای، چې "زموږ جګړه د امریکا د حضور پر ضد وه، کرزی دې تړون نه لاسلیکوي، موږ افغانان په خپلو مینځو کې سره جوړېږو!". مګر موږ وینو، چې امریکايي ګوډاګیان په رسنیو کې چیغې وهي چې کرزی باید امنیتي تړون لاسلیک کړي او طالبان بیا د خپلو حملو، جګړو او شخړو په خوله وايي چې امریکا دې نه ځي او کرزی دې تړون لاسلیک کړي.
څرنګه چې نړیوالو سروې ګانو څرګنده کړې، چې هره جګړه ۸۰٪ اقتصادي موخې لري نو هېڅوک باید داسې فکر ونه کړي، چې طالبان د اسلام او افغانستان لپاره جګړه کوي، که داسې وای طالبانو به د ولسی وګړو په مړینه خواشیني څرګندولی، دوی به د کلیو او خلکو له مینځه جګړه نه کولی، دوی به د علم او پوهې مخه نه نیولی، دوی به د هېواد د رغونې مخه نه نیولی، بلکې له هغو څخه به یې ملاتړ کاوه، ځکه د ولس هوساینه باید دوی خپله بللی. دوی باید د ملت دردونه درک کړي وای چې د ۳۵ کاله جګړې کوو، څه پایله مو ترلاسه کړې؟ آیا د جګړې لارې باید بدلې نه شي؟ خو څرنګه چې پاکستان د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی طالبان هم مجبور دي، چې دا پرمختګ ونه زغمي او له وچې جګړې پرته بل فکر ونه کړي.
ولسمشر کرزی په دې ټولو جریانونو ښه خبر دی، ځکه خو امریکې ته وايي چې د افغانستان د جګړې او سولې واک ستاسې په لاس کې دی. امریکا او پاکستان ته وايي چې تاسې باید خپل مصلحتونه د افغانستان په جګړه کې نه بلکې د افغانستان په سوله کې ولټوئ، مګر دا غوښتنه ښايی یا د امریکا او یا هم د پاکستان د مصلحتونو خلاف وي نو ځکه طالبان باید آګاهانه او یا غیر آګاهانه د امریکا او د پاکستان د مصلحتونو ساتنه وکړي. نو له همدې ځایه ده، چې ټول باید په دې پوهه وي، چې د طالبانو پیل امریکايي ؤ. پایښت او دوام یې امریکایی دی او پای به یې هم امریکايي وي او تر هغو به دا پدیده موجوده وي ترڅو چې د پاکستان او امریکا مصلحتونه خوندي نه شي.