زموږ رایه زموږ برخلیک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58676
بشرمل پسرلی
دخبریدو نیټه : 2014-02-16

                                                                                        

دا مهال زموږ هېواد له لاندې اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی:
1. د هېواد ۵۴.۴ سلنه خدماتي اقتصاد جوړوي، چې ۱۵.۷ ‎سلنه افغانان یې مصروف کړي دي، ۲۵.۶ سلنه صنعت اقتصاد چې ۵.۷ سلنه افغانان په کې کار کوي او ۲۰ ٪ زراعتي اقتصاد جوړوي چې حتا ۷۸.۶ ‎سلنه افغان وګړي په ډېره لوړه کچه په کلاسیکه بڼه په کې بوخت دي.
2.  د لوړو کورنیو ظرفیتونو او نړیوالو مادي مرستو سره سره، د هېوادوالو د سړي سر کلنی عاید ۷۰۰ امریکايي ډالر او غیر عادلانه وېش هم جداً د پآم وړ دی، په ګران هېواد کې ۳۶ فیصده وګړي بېکاره او ۳۶ فیصده وګړي د فقر کرښې لاندې ژوند کوي!
3. د هېواد کلنی عاید ۲.۲۴۳ بيلیونه امریکايي ډالره دی، خو مصرف مو ۶ بيليونه امریکايي ډالره دی، د صادراتو ارزښت۳۷۶ ميلیونه امریکايي ډالره جوړوي، خو واردات مو ۶۳۹ بېلونه امریکايي ډالره دي!
4. د هېواد د نارینه وو او ښځینه وو اوسط عمر ۵۰ کاله دی، هر کال په هرو زرو هېوادوالو کې ۱۴.۵۹ وګړي مري او د ماشومانو مړینه ۱۲۶.۶۳ ده، ۷۹ فیصده وګړي مو په کلو کې ژوند کوي او صرف ۲۸ فیصده وګړي مو با سواده دي!
5. د ډېرو امکاناتو سره سره، د معتبرو، شفاخانو، پوهنتونونو، هوايي ډګرونو، برېښنا بندونواو لویو بنسټیزو پروژو څښنان نه یو. اوس هم زموږ هېوادوال د کال بېلونونه افغانۍ په خپل صحت په بهرنیو شفاخانو کې مصرفوي او هوايي شرکتونه مو د نړۍ معتبرو هوايي ډګرونو ته د پرواز جواز نه لري.
6. د نړۍ په ۱۹۳ هېوادونو کې چې د د ملګرو ملتونو غړيتوب لري، موږ صرف په ۴۲ هېوادونو کې سفارتونه او قونسلګرۍ لرو او ډېر لږ شمېر هېوادونه زموږ په ګران هېواد کې سفارتونه یا قونسلګرۍ لري، حتا هغه هېوادونه یې هم نه لري، چې امنیتي ځواګونه یې زموږ په هېواد کې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې فعالیت کوي.  د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره تړونونه وشول، خو ملي ګټه ترې ډېره کمه پورته کېږي او حتا د مطلوبو پایلو تعقیب یې نشته، د نړۍ همکارو هېوادونو ته د دښمن او غیرهمکارو هېوادونو ته د دوست په سترګه کتل کېږي. له همدې امله مو بهرنۍ پالیسي نړۍ ته ډېره غیر عاقلانه ور پېژندل شوې. افغان پاسپورټ لرونکی په هر هوايي ډګر کې په څو ځله کتل کېږي او افغان مهاجرینو سره ناانساني چلند ډېره عادي کار ګڼل کېږي.
7. ملي او سراسري ګوندونه نه لرو، ولایتي، سیمه‌يیز، قبایلي، قومي مذهبي او سمتي تمایلات په خپل زور پاتې دي او قومي ټیکه داران په درز سره امتیازات اخلي.
8.  وسلوال ځواک مو یواځې کورنیو امنیتي ستونزو ته جوړ شوی، هوايي ځواک نه لرو، چې له هوايي حریم نه دفاع وکړي. په اردو کې د تجهیزاتو کمښت او تنظیمي او قومي ملحوظات شته والی لا هم محسوس او مشهود دی. له القاعده، وسله والو مخالفانو او محلي جنګسالارانو او بهرنیو لاس وهنو سره مخامخ یو. د جنايي پېښو ګراف هم لوړ شوی، حتا په رڼآ ورځ مو سوداګر تښتول کېږي. قومي، جهادي، دیني مشران مو وژل کېږي.
9. ډېری دولتي او شخصي ملکیتونه غصب شول، ډېری جایدادونه شرعي قبالې نه لري، زورواکي، غاصبین او قاچاقبران سرلوړي او په خلاص مټ ګرځي.
10. ملي مصطلحات، ملي اتلان، ملي ارزښتونه مو تر پښو لاندې کېږي، رېښتینې ملي او مذهبي ورځې نه لمانځل کېږي، په یو ملت کې د ملتونو د جوړېدو کوښښونه کېږي، د هېواد د تجزې دسیسې روانې دي او حتا د هېواد له نوم سره مخالفتونه کېږي.
11. سیاست مو ګوندي نه دی بلکې هر فرد په خپل ځای کې ګوند دی، له بهرنیو هېوادونو سره ځینې چارواکي په خپل سر لیدنې کتنې کوي، د ځینو احزابو، مېډیا او مدني ټولنو مالي سرچینې نامعلومه دي، د قانون د حاکمیت پر ځای مضر مصلحت په پام کې نیول کېږي، د دولت ثبات او د ملي ټولنې جوړولو ته رغنده ګامونه نشته، ولایات مو په مختلفو درجو وېشل شوي او د ضوابطو پر ځای روابطو ته ترجح ورکول کېږي او له کورنیو بشري ظرفیتونو څخه لازمه ګټه نه پورته کېږي. 
12. په ټوله کې، د نړۍ په کچه په اداري فساد کې دویم مقام لرو، قانون په سمه توګه نه پلی کېږي، له اوبو څخه مو حتا د نړیوالو قوانینو سره سمه ګټه نشو پورته کولی، د حکومت لازم حاکمیت په ټول هېواد نشته، د مستقلو ریاستونو صلاحیتونه له منځه تللي او د ثلاثه قواوو ترمنځ د صلاحیتونو تفکیک نشته.
دا په داسې حال کې چې داخلي ظرفیتونه شته او د نړۍ مادي او مالي توجه له موږ سره وه او ده! په داسې شرایطو کې، هېواد وال باید په پسیفو، بې کفایتو، بې ارادو، له علمي نظره ضعیفو، بې پلانه، بې پروګرامو او ازمایل شوو نوماندانو خپله رایه ضایع نه کړي.
ممکن د ځینو سیاسي ملحوظاتو او شخصي اغراضو په موخه، دولس کاله خاموشي، غیر قاطعیت، خپل سري او دهوايي مهربانۍ او بخششونو لړۍ روانه وه.  راتلونکې پنځه کاله باید نور افغانان بایللی وقار تر لاسه کړي، ملت او هېواد مو لکه د نورو هېوادونو او ملتونو په څېر په نسبي سوله، امنیت، ثبات، عدالت او نسبي پرمختللې او قانونمندي فضا کې ژوند وکړي.
په قوي امکان، موږ هله پورتنیو ستونزو او ننګونو ته نسبي مثبت ځواب پیدا کولی شو او د یو مثبت تحول شاهدان کېدای شو، چې افغانان په هغه چا اعتماد وکړي، چې  اقتصادي، سیاسي، ملي او نړیواله پوهه ولري، محسوسې لاسته راوړنې ولري، د هېواد هرې برخې ته بشپړ پلان ولري او له تېرو کړنو څخه یې د پلانونو د تحقق اراده، قاطعیت، صداقت او مدیریت له ورایه ښکاره شي، په فساد ککړ نه وي او د افغانانو په وینو یې لاسونه سره نه وي او د تنظیمي، سیمه يیزو، قومي او سمتي علایقو په ځای  ټول هېواد او افغان ولس ته وفاداره  وي.
که چېرې ګران هېوادوال په خپلو رایو خپل برخلیک ونه ټاکي او له پورتینو ستونزو او ننګونو څخه د، وتلو تا بیا ونه کړي،  د چا په تحریک، پیسو، ډوډۍ، څوکۍ تمې او د نورو ملحوظاتو پر بنسټ خپله رایه وکاروي، د راتلونکو بدمرغیو مسولان به په خپله وي.


یادونه:  لیکل شوي ارقام له معتبرو ملي او نړیوالو منابعو څخه اخیستل شوي دي.