تیره ورځ می یو نفر چی ولچک یی په لاسونوکښی او ذولنی یی ورته په ښپو کښی اچولی وی۰ او د تداوۍ لپاره یی شفاخانی ته روان کړی وه ۰او څلور پنځه ساتونکی ورڅخه مخکی وروسته روان وه ۰ ولیدو۰ نو سودا می شوه۰ نود ساتونکو څخه می اجازه واخستله ۰او دنوموړی بندی څخه می پوښتنه وکړه۰چی ای ځوانه نوم دی څه دی۰اود کوم ځای یی او جرم دی څه دی! بندی راته وویل ۰ نوم می ګلبت خان دی۰ د بټی کوټ داولسوالۍ اوسید ونکی او جرم می دادی چی د املوکو په تول کښی تللی یم ۰ ما ورته وویل هغه څنګه! بندی راته وویل ۰ د خدای تعالی یو غریب بیوسی بنده یم۰ یوه مور او دوه وړی خویندی لرم ۰ پلار می تیر کال د غازی اباد په فارم کښی لرګی خاشاک ټولول۰ چی یو ښخ شوي مین پری وچاودیده۰ او ځای په ځای بی ګناه شهید شو۰ د یوی مور او دوه خویندو نفقه راپه غاړه شوه۰ دغریبۍ له وجی می مکتب ندی ویلی۰خپل کور نه لرم۰او د بټی کوټ په کلی کښی همسایه یم۰ خپلی موراو خویندو ته می د یوی مړی حلالی ډوډۍ پیداکولو لپاره یو لاس ګاډی واخستلو ۰او د بټی کوټ په بازار کښی می پری مزدوری او غریبی کوله۰نوچی کومه ورځ به د میله وه۰ نو زما به په هغه ورځ باندی ښه کاربرابر وه۰ د پنجشنبی ورځ سهار وختی د کوره د خپل لاس ګاډی سره راووتلم ۰اود میلی ورځ وه۰ د بازار په لور راروان شوم۰لاری ته ګورم چی په لاره کښی یوسیم کارت پروت دی ۰نو ما بد بخته ناخبره دا سیم کارت د ځمکی څخه را واخستلو ۰او په خپل مباییل کښی می انسټال کړو۰ چی ګورم ښی ډیری روپۍ په سیم کارت کښی موجودی دی۰ او نمبر هم ډیر ښکلی وه۰د خوشحالۍ نه می خپلو خپلوانو او ملګروته ته می پری زیات زنګونه ووهل۰او هرځای ته چی می زړه وه۰نو هلته می پری خبری وکړی۰یو ساعت وروسته یو نااشنا زنګ راغللو۰ چی می اوکی کړلو ۰ نو راته یی وویل ۰ چی دا ستانمبر دی۰ ما کم بخت ورته وویل ۰چی هو دا زما نمبردی۰نوراته یی په نرمه ژبه وویل ۰چی وروره نوم دی څه دی ۰ ما ورته وویل ۰چی نوم می ګلبت خان د شربت خان زوی د بټی کوت د اولسوالۍ اصلی اوسیدونکی اوبټی کوټ اولسوالۍ په بازارکښی په یو لاس ګاډی باندی غریبی او مزدوری کوم۰ دی راته وویل ۰ زه صحراف یم ۰ غواړم چی له تا غریب سره یوڅه نقدی پیسی کومک وکړم ۰ نوتا چیرته لید لی شم ۰ نوپه زړه کښی ډیر خوشحاله شوم۰ ما ویل ځه ګلبت خانه لکه نیستی دی وشکیدله۰ نو د خوشحالۍ نه می ورته وویلی ۰ چی ګرانه وروره د بټی کوټ اولسوالۍ د میلی بازا رته راشه ۰ زه به درته انتظار یم ۰ دوی زما ټولی خبری ریکارد کړی وی۰خبر نه یم چی ددی صحراف زوی چا تښتولی دی۰ اود پلارڅخه یی احتتاف ګرو لس لکه ډالر غوښتی دی ۰ او خبری یی په همدی سیم کارد سره کړی وی ۰ او وروسته د خبرو څخه یی دا سیم کارد پر ځمکه ګذار کړی دی۰ لږه شیبه وروسته یو لوکس لنډکروزراو څلور رینجری راورسیدلی۰چی غسکر او صاحب منصبان او د جنایی کارمندان پکښی وه ۰ د خپلو موټرو را ښکته شول ۰ زما سودا شوه ۰چی خدایه خیر پیښ کړی ۰ کوم راپور د طالبانو ورغلی دی او که کومه بله خبره ده ۰ نو پدی وخت صحراف راته زنګ وواهه ۰ چی ګلبت خانه چیرته یی ! چی کومک می د رته راوړی دی ۰ بیا می هم اعصابو کار ونکړو ۰ او ورنیژدی شوم ۰ ورته می وویل ګلبت خان خو زه یم ۰نو بس فوراً قومندان ته یی ایشاره وکړله ۰او غاجل یی ولچک او ذولانه کړم ۰ نور یی د ومره ووهلم ۰ چی داغونه می اوس هم په بدن باندی معلو میږی۰ او بیا دی الله تعالی د څارندوی د قومندانۍ د نظارت خانی د وهلوڅخه ساته! ما چی هر څومره ورته وویلی ۰ چی ما دا سیم کارت د ځمکی څخه را جګ کړی دی ۰ نو دوی راته بدل کښی داسی ویلی چی مونږ ته بازی مه راکوه۰ خپل اختتاف ګرانډ یوالان او ملګری دی راته وښایه۰ ځکه چی ته د بټی کوټ د نا امن اولسوالۍ څخه یی ۰ ټول اختتاف ګران شر انداز په همدی اولسوالۍ کښی دی۰ما چی هرڅه قسمونه ورته وخوړل۰ چی زه یو غریب مزدورکار یم ۰نو په چا یی منی ۰ځکه چی زما ریکارد شوی کسیت ټولو ځایونو ته رسیدلی وه ۰ د تحقیق په ورځ باندی د صحراف د زوی مړی د بټی کوټ او لسوالۍ په ساخه کښی پیدا شو۰ چی دا هم زما د بد بخته لپاره یو بل کره ثبوت وړاندی شو ۰ نو څارنوالۍ او محکمی راباندی دا شپږ میاشتی کیږی ۰ چی د اغدام فیصله صاد ره کړی ده۰ او مرکز ته یی لیږلی ده ۰ د مرګ په انتظار کښی شپی او ورځی سبا کوم ۰ پیسی هیڅ غمخورنلرم ۰ چی قاضیانو او صحراف ماما ته قناغت وکړی۰ مور او خورګانی می کور په کور ګرزی او خیراتونه غواړی۰ او خپلی شپی او ورځی پری سبا کوی ۰ نو زما ټولو خلکو ته دا درخواست دی ۰ چی هییڅکله پردی سیم کارد د ځمکی څخه راپورته نکړۍ ۰ او چا د پردی سیم کارد نه په خپل مباییل کښی کار
غو واخستلو ۰نو زما غوندی به د املوکو په تول کښی لاړ شی ۰بیا ډیر کۍ ارمانونه۰