تلوېزیوني مناظرې او د نوماندانو رېښتینې څېرې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58698
بشرمل پسرلی
دخبریدو نیټه : 2014-02-17

            

تلوېزیوني مناظرې نوماندانو ته د ټاکنیزو هلوځلو ښه فرصت دی. پر همدې بنسټ نوماندان دې مناظرو ته حاضريږي، څو دهېوادوالو پام خپلو پروګرامونو ‎ته راواړوي. لازمه ده، ددې مناظرو لنډ جاج واخلو، چې په بېلابېلو ابعادو کې راته د ولسمشرۍ  د نوماندانو اسلامي، سیاسي، اقتصادي، ملي او نړیواله پوهه، کړنې، ویناوې، پلانونه او ارادې را ته روښانه شي.
۱: یو شمېر نوماندان په شعاري توګه هغه خبرې کوي، چې د ملت خوښېږي، خو په ګټه یې نه دي. ممکن په سیاسي مبارزو کې، کله نا کله سیاستوال د خلکو په خوښه خبرې وکړي، خو د افغانستان حالاتو ته په کتو، دا هېواد او سر لوړی ملت له دې حالته د وېستو په موخه، باید نوماندان هغه څه ووايي، چې د ملت په ګټه وي. د بېلګې په توګه، که چېرې یو ووايي، چې موږ باید خپل هویت یعنې حیثیت تثبیت کړو، ترڅو وشو کولی په سیمه‌يیزو او نړیوالو معادلو کې د یو مستقل دولت او سرلوړي ملت په توګه ځای او موقف ولرو، خو سیال نوماند بیا په دې برخه کې د نیوکې په توګه وایي، چې موږ د هویت په بحران کې نه یو، بلکې یو موټی ملت یو! له یو لوري څخه به دا ومنو چې موږ یو موټی ملت یو، خو حتا ډېر لږ لوستي وګړي په دې پوهېږي، چې د نوماند موخه د هویت او حیثیت د تثبیت څخه د یو ځواکمن دولت او ملت جوړول دي. ددې ترڅنګ، که یو نوماند ووايي چې زموږ ملي اردو کې تنظیمي او قومي ملحوظات شته، خو مقابل سملاسي نیوکه کوي او وايي، چې زموږ اردو کاملآ معیاري ده او هېڅ ستونزه نه لري. یا هم که یو ووايي، چې زه غواړم اسلامي ارزښتونه لا په ملي اردو کې پیاوړي کړم، بیا ځیني وايي چې زموږ اردو اسلامي ده او اسلامي کېدو ته اړتیا نه لري! که چېرې خبره داسې وي، نو موږ اړتیا نه لرو، چې په ښوونیز نصاب کې دنیات، تفسیر، فقه او حدیث ولرو ځکه، چې ټول مسلمانان یو، نو دې مضامینو ته څه اړتیا ده؟ که چېرې د ځینو نوماندانو په اند، هرڅه سم دي، نو بیا د اصلاحاتو او سازنده ګۍ شعارونه د څه لپاره؟
۲: یو شمېر هغه خبرې کوي، چې تېرو کړنو ته یې په کتو، د وینا او عمل تر منځ یې لوی توپیر ليدل کېږي. ټاکنو ته د رسمي نوم لیکنې څخه وړاندې، حکومتي مامور و، خو د کار په خپله لس کلنه دوره کې د کوم مهم کار هېڅ څرک نه ښکاري. د بېلګې په توګه، وايي چې فساد له منځه وړم او د ښایسته سالارۍ پر اساس افراد په پُسټونو ګمارم، خو په خپله دوره کې یې په اداره کې هم فساد وو او هم بې کفایتي.
۳: یو شمېر نوماندان کوښښ کوي، چې له ډول ډول نومونو څخه په ګټې اخستنې خپل ځان مطرح کړي او د هېوادوالو پام ځان ته راواړوي. د بېلګې په توګه، جهاد د افغان ولس ویاړ دی، خو ځینې دا ځان پورې منحصر ګڼي، یو شمېر خپل ځان نه زیات د خپلو مرستیالانو په تخصص ویاړي، یو شمېر په کړنو کې په خپلې خاموشۍ او بې کفایتۍ ویاړي او دا د ځان امتیاز ګڼي.
!
۴: یو شمېر نوماندان د پلان په درلودلو او په خپلو تېرو کړنو ډېر ویاړي، خو کله چې ترې پوښتنه وشي، بیا وايي چې هیله لري چې داسې وشي هاسې وشي. خپلې راتلونکې کړنې به په هيلو او ارمانونو پورې تړي. کله چې د تېرو کړنو پوښتنه ترې وشي بیا وايي چې څوکاله مې دلته کار کړی او څو کاله مې هلته کار کړی خو د لاسته راوړنو باره کې به د ویلو څه نه لري.
۵: یو شمېر په خپلې پوهې ویاړي، خو کله چې ترې کومه تخنیکي او پرځای ملي پوښتنه وشي، نو د یو عادي وګړي په څېر ځواب ورکوي او حتا ۲ دقیقې د خبرو ځانګړی وخت هم نشي پوره کولی، خو که سیال نوماند د ملت په ګټه کومه خبره وکړي، بیا سملاسي نیوکه کوي.
۶: ځیني نوماندان بیا د اصلاح ادعا کوي، خو په روان حالت د ځینو د خوشالولو لپاره نیوکه نشي کولای. بعضې يې ډېر عقده یې نیوکه کوي او هرڅه ته له منفي زاوې څخه ګوري، خو ځینې بیا مثبتو ټکو ته مثبت وايي او منفي ټکو ته منفي او د حل لارې یې هم وړاندې کوي.
۷: ځینې د هرې پوښتنې په ځواب کې داسې عمومې غږېږي، چې تر پایه نه ښکاري، چې د پوښتنې ځواب یې څه وو او څه غواړي، خو داسې هم شته چې هر کار ته شمېره وار خپل پلان وړاندې کوي او د تحقق لپاره یې خپله اراده هم څرګندوي.
۸: یو شمېر نوماندان په خبرو کې د مثبت مصلحت غوښتونکي دي، خو ځینې د هغه مضر مصلحت پر بنسټ غږېږي، چې تقریبآ په یو فرهنګ اوښتی او هرڅه په خپل سر پرېښودل ورته سم کار ښکاري. د بېلګې په توګه، که یو نوماند ووايي، چې زه اراده او پلان لرم چې خپل فرهنګ سرلوړی کړم، خو بل فکر کوي فرهنګي مسایلو باندې بحث ښه نه دی ځکه، چې بعضې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ به ناراضه شي.
۹: د اساسي قانون د شپاړسمې مادې پر بنسټ، پښتو او دري د هېواد رسمي ژبې دي. ټولو هېوادوالو ته ښايي، چې په دواړو ژبو پوه شي، خو د هېواد ولسمشر باید او باید په دواړو ژبو پوه شي، ځکه چې ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده، کله چې دوی سره وسیله نه وي، دا هېواد به څنګه اداره کړای شي.؟
۱۰: ځینې نوماندان د هېواد او ملت د اقتصادي پرمختګ خبرې یا په ارادي او یا هم په غیر ارادي توګه کوي، خو که ترې وپوښتل شي، چې په کومو امکاناتو؟ بیا ټوله تکیه یې د نړیوالو کنفرانسونو په ژمنو وي، خو یو شمېر بیا ددې ترڅنګ له کورنیو امکاناتو څخه په ګټې اخستنې هم تاکید کوي او په دې برخه کې ځانګړي پروګرامونه وړاندې کوي.
که روانو حالاتو افغانان وځپل خو له نېکه مرغه سیاسي شعور یې هم اوچت شو. پر همدې بنسټ، افغانان به هېڅکله د ولسمشرۍ په هغه نوماند اعتماد ونه کړي، چې اسلامي، سیاسي، اقتصادي او ملي پوهه، تېرې کړنې، پلانونه، پروګرامونه، سیاسي اراده او ولسي ملاتړ او نړیوال شناخت یې تر پوښتنې لاندې وي.