اکسپرټ اهلکار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58699

دخبریدو نیټه : 2014-02-17

     صفی الله باران

 طالبانو تازه د ملایي پټګي تړلي وو، نور نو د افغانستان په مدرسه کې د طالب په نوم څوک نه پیدا کېده، يو نيم يې که کلي کور ته تللی هم وو، هڅه يې کوله تر څو يې څوک په تير ورسره ډېر ونه غږيږي.
امريکا تازه د افغانانو د وژلو جواز له خپلې محکمې تر لاسه کړی و، تازه يې خپل عسکر د پرکتيک دورې ته راويستلي وه، او تازه يې د اسلحو ازمويل پيل کړي وه، زه او زما يو څو ملګري يو څه موده د حورو او غلمانو په تمه د پوهنتون په انګړ او د حصارشاهي په دښتو کې وګرځېدو خو، ښايي موږ د دې نه وو چې د شهادت لوړه مرتبه دې را په برخه شي او ښايي امريکايان هم لکه روسان کم عقل نه وو چې په خپله د جګړې ميدان ته را ودانيږي.
جلال اباد مې پريښود او د پيښور چهارصدې ته لاړم، هلته له يوه ملګري سره د چهارصدې د تنګي په لور روان وم، په لاره پوليسو ودرولو، له ما څخه يې د شناخت کارت پوښتنه وکړه، ما ويل: جي! شناخت کارت را نه کور پاتې ده، وي د کوم کلي يې؟ ما وې د الينګار د کوخي، وي ډېره ښه ده، کوخي نه د بره کوم کلی دی؟ ما وې: جي! کوم خواته؟ ګس خواته او که راست خواته؟ وي نه ګس خواته يې راته ووايه، ما وې جې ګس خواته خو يې ژګوڼ دی، وې ټيک شوه خفه نه شي.
موټر روان شو تر څنګ مې ناست سړي پخوانی ريټايرډ پوځي افسر ښکارېده، په بريتو يې لاس را تير کړ، وې بچی دا ملک داسې اکسپرټ اهلکار غواړي. وګوره څومره په مهارت یې له تا تپوسونه وکړه، ما وې جې نو ما خو هم په ډېر مهارت ځوابونه ورکړه، سړي په خپل پوليس د افتخار په توګه خوله چينګه کړه، او ما پرې د رشخند په توګه، ځکه ما ورته ټول نومونه د خپل کلي (لغمان – الينګار ولسوالي) اخيستي وو.
زما تر څنګ ناست ملګري مې له خندا په خوله کې دستمال منډلی و.
د پنجشنبې په ورځ راته د دفتر لخوا د شنبې ورځ د افغانستان مجاهد ولس په مټ له افغانستان څخه د سره لښکر د شړلو د پنځه ويشتمې کليزي په مناسبت رخصتي اعلان شوه، له کابل نه لغمان ته وخوځيدم، په ټوله لاره مې د وروسانو منحوسې څهرې تر سترګو اوښتې- را اوښتې، کله نا کله به مې د کمونيستي نظام د عسکرو غټ-غټ بريتونه سترګو ته ودرېدل، کله به مې د هغه دور د جلال اباد-کابل لارې کيسې ذهن کې را پورته شوې، او کله به مې د مجاهدينو، خړ پکولونه او اوږدې څڼې په سترګو کې ترسيم شوې، په همدې سوچونو کې، ماښام قضا د تيرګړيو پله ته چې مهترلام ښار ته په څلور کيلومتره کې پرته سيمه ده ورسېدم، په دې سيمه کې د پوليسو يوه پوسته ده، په دې پوسته کې معمولاً دا وخت څوک نه ښکاري، خو نن يې ټول موټر ودرول، ځکه سبا ته د جمهوري رياست کانديد قيوم کرزی لغمان ته راتللو.
زموږ موټر يې هم ودراوه، يو لوړ شاړ پاړ پوليس چې اوږده بريتونه يې پريښې و او له ږيرې يې تاز يو پل جار کړی وه، را مختې شو، زه چې تيار د تيرو دورو په سوچونو کې وم، د وحشت او قربانيو کيسو مې ذهن کې انقلاب جوړ کړی و، د پو ليسو په ليدو دیرش کاله وړاندې زمانې ته لاړم، خو ډېر ژر مې ځان قابو کړ.
پوليس مخکي سيټ کې ناست سړي څخه د ځای پوښتنه وکړه؟ هغه ورته وويل، د (سمتودې) کلي يم، بيا يې ترې پوښتنه وکړه چې سمتودې ته مخامخ کلی څه نوميږي؟ هغه ځواب ورکړ (شمټي) پوليس بيا پوښتنه وکړه له شمټيو دوه کلي مخکې پرېږده، درييم کلی څه نوميږي؟ هغه ځواب ورکړ (کچور). ما فکر وکړ چې ښايي پولیس د همدې سيمي وي ځکه دومره دقيق مالومات غواړي.
پوليس له مخکي سيټ کې ناست سړي څخه د جغرافيې امتحان واخيست او شا ته سيټ ته را تاو شو، مانه يې د ځای پوښتنه وکړه، ما ورته وويل، زه د الينګار ولسوالي يم. وې الينګار کې د کومې ولسوالي يې؟ ما وې الينګار خو خپله يوه ولسوالي ده، وې ښه د کوم کلي یې؟ ما ويل د کوخي، وې د کوخي نه مخکې درې کليو نومونه واخله، ما وې (سخره، ګمبه، برکوټ)، وې له کوخي ښکته دوه کلي پرېږده، درييم کلي څه نوميږي. ما ورته وويل وروره زه جغرافيه کې لکه تا تکړه نه يم او په کلي کې مې هم ډېر وخت نه ده تير کړی نه پوهيږم، وې زه به يې اوس در وښييم، راکوز شئ. له موټر نه راښکته شو، مخکې له دې چې دی په نورو چټياتو سر شي، ځان مې ور وپېژنده، او ورته مې وويل ته د کوم ځای يې؟ ته د ټول لغمان کلي پيژنې؟ که تاته څوک غلط نومونه واخلي ته پرې څه پوهېږي.
يو بل يې رامخته شو، وې، وروره خفه نشې، دا زموږ مسلکي پوليس دی او موږ د ده په قومنده کې يو، دا پوښتنې دی د مسلک له مخې کوی. نو پوه شوم چې موږ، چې کله د خپلو پوليسو د مسلکي توب خبره کوو، موږ پوليسو ته دغه مهارتونه ورښوولې وي، ځکه خو د پوليسو له مسلکی کېدو سره حالت نور هم خرابېدو لور ته روان دي.
هماغه د چهارصدې (اکسپرټ اهلکار) راياد شو، ما وې: زموږ پولس د خارجیانو په روزنه ايله دولس کاله وروسته د پاکستانيو پوليسو هومره اکسپرټ اهلکار شوه که تنها موږ ته را پاتي شي څه به ترې جوړ شي