کله چې موږ په مخدره موادو بحث کوو نو پکار ده، د دې ناوړه توکي له کارولو څخه ځان او خپل ملګري خبر او وساتو، ځکه دا ناروا بوټی څرنګه، چې زموږ دین او ټولنې منع کړی او وايي هرنیشه کوونکی څیز حرام دی نو چې کله حرام شو باید له هغه څخه ځان او خپله کورنۍ هم خوندي کړو ترڅو په دغه ناعلاجه ناروغۍ اخته نه شو چې بیابه راڅخه د ژوند تر اخري سلګۍ پورې خلک کرکه کوي.
هغه ځوانان چې په داخل او بهر کې په نیشه یې موادو روږدي شوي، تاسو ته بهتره معلومه ده، چې هغوی نور د کار او کسب نه دي د ژوند د بریاو ټولې دروازې د هغوی په مخ تړلې دي او کورنۍ یې هم ورسره د غم په ټغر ناسته ده، ټوله ورځ او شپه د هغه ځوان په غم کې سبا کوي او په دې فکر او سوچ کې دي چې دغه کس به بیا کوم ناوړه او بیباکه کارونه په خپله ټولنه او له خپلو بیکاره ملګرو سره ترسره کړي وي؟
دا بیا خپله یوه بدبختي او په ټولنه کې د یو فساد په اصطلاح ټولنه په ناسم لوري ورسره درومي دلته له ټولنې او د هغې له جوړولو څخه زموږ موخه داده، که یو ځوان په خپل ځان او خپل کار باندې متکي نه وي نو ټولنه به څنګه په هغه ځوان باور وکړي او څنګه به ورسره د پرمختګ او بریا په لور ګامونه واخلي؟
د دې خبرې د سپيناوي او مخنیوي لپاره دلته زه یو څه پړه په شته حکومت او د هغه ځوان په کورنۍ اچوم هغه ځوان چې په دغه ناوړه توکي روږدی شوی، د دې ناوړه ناروغۍ د اخته کېدو عوامل که موږ ترڅېړنې لاندې ونیسو نو څرګنده به شي، چې دغه کس به د بیکارۍ او وزګارتیا له کبله دې ناروا کار ته مخه کړې وي او یا به په نورو بهرنیو هېوادونو لکه، پاکستان او ایران کې په دې کار روږدی شوی وي.
د حکومت خبره مو چې یاده کړه دلته ولې دغه اداره د مخدره موادو کارو باریانو ته یوه درنده سزا نه ورکوي؟ ولې هغوی په ابدي بند باندې نه محکوم کوي؟ ولې هغه د کابل په ښار کې نه زړندوي؟ ترڅو د نورو لپاره د عبرت یوه لار وګرځي. بل هغه ځوانان چې موږ هره ورځ د کابل د سیند په غاړه وینو ولې د تداوي لپاره نه را ټولوي او د هغو درملنه نه کوي؟ هغوی باید خلکو ته ور وپيژندل شي د هغوی بدبختې نورو ځوانانو ته په ګوته شي ترڅو نور ځوانان د هغوی له دې ناروغۍ څخه خبر شي او له دې کار نه لاس واخلي او هم ورسره په راتلونکي کې په دې کار اخته نه شي.
اکثره دغه ځوانان چې څومره مالیدلي او یا مې د خلکو له خولو څخه اوریدلي نو همدا خبره هغوی کوي او کړې ده، چې وايي ولا نو دغه کسان په دغو دوه هېوادونو کې وخت تېرکړو ځکه په دې ناروغۍ باندې هلته اخته شوي دي او دا ده اوس خپل ناوړه عملونه دلته هم ترسره کوي او خلک او ټولنه ورسره په ستونزو کې را ګیرده.
که اصلي ټکي ته را شو نو دلته بیا خبره هماغه د کار او کسب په لور درومي چې دا ټول کارونه له وزګارتیا څخه رامنځ ته کېږي ځکه دغه ځوان هغه هېواد ته په خوارۍ او مزدورۍ پسې که نه وای تللی نو نن به په دې ناروغۍ نه وه اخته او که چېرته د یوه ځوان دنده او کار معلوم وي نو هیڅکله به په دغه ناعلاجه ناروغي اخته نه شي او نه به دې کارته وخت پيدا کړي خو له دې څخه څرګندیږي، چې اکثره دغه ځوانان له هغو بیکاره ځوانانو سره ګرځي چې نن ورځ په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
دلته زه له هغو ځوانانو دا هیله کوم او زموږ ځوانانو موخه او هدف هم لاسته راوړنې او بریاوې دي نو کله چې دا شیان موږ غواړو پکار ده، چې د دغه ناوړه توکي له کارولو څخه خپل ځانونه او د ټولنې نور ملګري وساتو هغوی په دې خبر کړو، چې دا کار په راتلونکي کې کومه ښه پایله نلري بیغیرله دې چې ټولنه او کورنۍ مو را څخه نفرت وکړي.
که چېرته موږ د دغو بیکاره کارونو مخه نیول وغواړو نو حکومت ته هم پکارده، چې دغه دروند بار له خپلو اوږو څخه لرې کړي او په هېواد او سرحدونو کې د مخدره موادو د نیولو او کنترول په اړه نوي پروګرامونه په لار واچوي ترڅو ورسره د دغو پروګرامونو په پلي کولو د دغه ناوړه توکي د کار سطحه راټيټه شي او د دې توکو کارکوونکو ته په ابدي حبس سزا ورکړل شي ترڅو نور قاچاقبران د دغه ناوړه کار ګټې ته سترګې په لار نشي. او هم په خپله ټولنه کې د هېواد ځوانان تر کنترول لاندې راولي.
یوه ورځ هم ما یو افغان چارواکی ونه لیدلو چې هغه دې د کابل له سیند څخه په مخدره موادو د روږدو کسانو په راټولولو امر کړی وي او یا یې د مطبوعاتو له لارې خپل غږ اوچت کړی او ویلي وای راځې چې نن له دغه ځای څخه دغه کسان را ټول او هغه یوې ښې لارې ته رهبري کړو او حال دا چې هره ورځ زموږ لوړ پوړي چارواکي سهار او ماښام په همدغه لار خپل دفتر او کورته روان دي، چې ويلي وایی دغه کسان راټول کړی د هغوی لپاره د تداوي یو مرکز او روغتون جوړ کړی دا خو په ټولنه او خلکو یو بوج دی او خلک ورڅخه نفرت کوي،چې دا څومره بیکاره ځوان دی چې نن ورځ په دې ناوړه ځای کې دا خپل پاتې عمر تېروي کله ورباندې د سیند اوبه راغلې وي او کله هم سیلابونو په سره اخیستي وي.
دلته ضروري دا ده ،چې په نیشه موادو د روږدو کسانو ځایونه باید ټوله ورځ کنترول شي چې دغه ځوانان پیسې له کومه کوي؟ او له کوم ځای څخه دغه مخدره مواد دوي اخلي هغه پلورونکي ته چې په دوي باندې دغه ناوړه توکي پلوري هغوی ته باید یوه درنده سزا ورکړل شي دوکان او کاروباری باید وسوزول شي ترڅو دغه ناروا توکي دوي را پيدا نکړي او هم ورسره په نشې روږدي کسان را کم شي.
که چېرته موږ ځوانان له دې وروسته د دغه توکي کارولوته متوجې نه شو نو له دغو کسانو څخه به زموږ حال بدتر وي په خپلو سترګو یې موږ وینو ،چې حکومت او ملي سوداګر د دغو کسانو په درد ونه خوړل، نو زموږ به څنګه پوښتنه وکړي موږ باید عبرت واخلو په خپلو منځونو کې دا پرېکړه وکړو، چې دا کار کومه ښه پایله نلري موږ باید خپلې کورنۍ او خپل ژوند ته په درنه سترګه وګورو وخت بې ځایه تېر نکړو نن ورځ چې کومه موقع او فرصت زموږ په لاس کې دی هغه به سبا نه وي ځکه له یوې خوا پرموږ وخت تېریږي او له بلې خوا مو کار مخ په وړاندې نه ځي موږ باید په کم وخت او کم عمر کې خپل ډېر کارونه مخ په وړاندې بوزو موږ باید له تېرو څلور لسیزو جګړو نه پند او عبرت واخلو موږ ځوانان یو، چې ټولنه، هېواد او کورنۍ را باندې ښه ښکاري کله چې پرموږ ټولنه ښه ښکاري نو موږ هم باید ټولنه ګل او ګلزار کړو.