څرنګه چې اقتصاد د یو انسان په ژوند کې ډېر مهم او په اصطلاح د هغه د ژوند ټولې چارې ورپورې تړلې دي او پوهانو هم د اقتصاد په اړه ډېر جامعه او په زړه پورې نظرونه ورکړي، تردې پورې چې د هغه پيژندلو په اړه ځوانان ماسټري او دکتورا ترلاسه کوي، چې هغه وپيژني او د ښه کولو په اړه یې له مختلفو لارو څخه کار واخلي چې هغه جوړ، په ښه کولو او پورته بیولو سره یو ځوان وکولای شي خپله ټولنه، کورنۍ او د کورنۍ ټول غړي ورسره د پرمختګ په لور روان کړي.
خو د اقتصادي ستونزو د حل کولو لپاره څه پکار دي؟ او څنګه موږ کولای شو په خپله غریبه ټولنه کې خپل اقتصاد پیاوړی کړو؟ ترڅو ورسره موږ د بریا په لور چټک ګامونه واخلو. دلته که موږ وګورو نو د تل لپاره زموږ وګړو دا خبره بار بار کړې او ویلي دي ،چې افغانستان یو ډېر بې وزله هېواد دی، زه دا خبره بلکل نه تایید وم، موږ هر څه لرو، موږ د کانونو ډېرې ښې زیرمې لرو، موږ ډېر ښه ښه سیندونه لرو، موږ ډېره ښه د کرنۍ لپاره وړ ځمکې لرو، باید له هغو څخه ګټه پورته کړو ترڅو له دې لارې وکولای شو دا خپل کمزوری اقتصاد پياوړی کړو.
د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره ځوانان باید له ډول ډول لارو او طریقو څخه کار واخلي، لومړی له هرڅه نه وړاندې پکار ده، چې د زده کړې له سرته رسولو څخه وروسته د خپل ځان لپاره د کار د پيدا کولو په لټه کې شي، ځکه کار کول زموږ لپاره ذهني ارامتیا رامنځ ته کوي او له بلې خوا مو ورسره خپل اقتصاد هم پياوړی کېږي که چېرته زموږ اقتصادي حالت ښه وي نو څرګنده خبره ده، چې هرځوان به ورسره د بریالیتوب په لور روان وي.
کله چې د کار او دندې په ترسره کولو سره زموږ اقتصادي حالت ښه شو نو موږځوانان کولای شو، چې خپله شته سرمایه هم په کار واچوو او یو څه ګټه د خپلې کورنۍ لپاره را پيدا کړو او که چېرته خپل کار او سودا ګرۍ ته ورسره پراختیا ورکړو نو بیا کولای شو د خپلې کورنۍ او یا ټولنې نور ځوانان هم له خپل ځان سره په کار کې شریک او یا مصروفه کړو، چې د دې کار په کولو سره خو به دغه ځوان له یوې خوا نور ډېر ځوانان له وزګارتیا څخه خلاص کړي وي او له بلې خوا به د هغو ځوانانو اقتصادي چارې ورسره د پرمختګ په لور روانې شي.
خو که د یوې کورنۍ او یا د یوه ځوان اقتصادي حالت خراب وي نو هغه نشي کولای، چې د ژوند خوشحالي او بریالیتوب هم ترلاسه کړي او په هیڅ ډول به دی د منصب او چوکۍ خاوند هم ورسره نشي خو هدف دلته له ټولو پورته ذکر شو خبرو څخه د یو ځوان لپاره کار کول دي، چې دغه ځوان باید په دا یویشتمه پیړۍ کې وزګار پاتې نشي ځکه وزګارتیا هم یو لوی مرض دی، چې له یوې خوا به ورته کورنۍ ور له غاړې وي او له بلې خوا به یې ورځ په ورځ اقتصادي حالت د خرابیدو په حال کې وي، خو د اقتصاد د ښه کولو په اړه موږ باید ښه په کلکه مبارزه وکړو ترڅو هغه جوړ او د خپل ژوند ټولې چارې مو ورسره سمې کړو،که موږ په خپل ذهن کار وکړو نو زموږ په ذهنونو کې ډېرې زیاتې نظریې او فکرونه شتون لري هغه باید د خپل اقتصاد د ښه کولو لپاره په لار واچو.
که موږ ځوانانو د ځوانۍ په مرحله کې خپل اقتصاد جوړ کړو نو د ژوند تراخیري سلګۍ پورې به بیا خراب نشو حتی چې جنت او دوزخ به مو هم ورسره ګټلی وي هغه په دې معنی که چېرته زموږ اقتصادي حالت ښه وي موږ کولای شو ،له خپلو دوستانو ،ګاونډیانو او نورو غریبو او غربو سره مرسته وکړو او یا نور د خیر کارونه ورباندې وکړو یا یو مسجد اباد کړو او یا یو روغتون ورباندې جوړ کړو چې دا به په قبر کې هم زموږ لپاره په ګټه تمام شي.
لکه څنګه مو چې په خپلو خبرو کې د دوزخ خبره یاده کړه له خپل اقتصاد او مال څخه ناوړه ګټه واخلو په زنا باندې خدای نا خواسته خپلې پیسې او شتمني مصرف کړو ذکات ورنکړو او نور هغه ناوړه کارونه ،چې د هغه په سبب له موږ څخه خپل خدای او رسول خفه کېږي نو څرګنده شوه، چې د دوزخ لار مو ځان ته هواره کړه.
خو په هر صورت دلته زموږ له لیکنې او د ځوانانو له تشویق کولو څخه موخه او هدف یوې ښې لارې ته د هغوی رهبري کول او یو څه لاس ته راوړل او هغه پرځای پکارول دي، چې څنګه موږ ځوانان د ځوانۍ په مرحله کې خپل ژوند جوړ او ورسره د ښه اقتصادي حالت خاوندان ووسو.کله چې موږ د اقتصادي حالت په اړه خبرې کو نو همدومره په ژوند او د ژوند په ټولو چاروکې مهم دی، چې هغه باید جوړ کړو، که چېرته خپل ژوند او اقتصادي حالت د ځوانۍ په مرحله کې جوړ نه کړو نو فکر نه کوم چې بیا دې هغه د بوډا توب په وخت کې جوړ شي، ځکه بیا نه هغه قوت په سړي کې وي او نه یې زړه غواړي چې کار وکړي.اوکه زموږ اقتصادي حالت جوړ وي نو له موږ سره به د نورو ډېرو ملګرو اقتصادي حالت هم جوړ شي، چې هغه ملګري به وکولای شي زموږ له نیکو مشورو نه یو ښه ګټه پورته کړي هغه مشورې ،چې له هغې لارې موږ دا خپل کمزوری اقتصاد پیاوړی کړی دی.
او یا هم باید هغه ته د خپلو پیسو یوه څه برخه پور ورکړو ترڅو هغه ځوان وکولای شي هغه زموږ په ورکړو پیسو د خپلې وسې او توان په اندازه د ځان لپاره یو کار برابر کړي، چې د هغه د کار په ښه کیدلو سره هغه کولای شي، نور دوستان او ملګري له ځان سره په خپل کاروبار کې شریک کړي او یایې د مزدور کار په توګه له ځان سره ونیسي، دلته هدف ترې کار کول دي څومره چې زموږ اقتصادي حالت ښه کېږي هماغومره مو ورسره دوستان په ټولنه اوکورنۍ کې ډېریږي او هم مو ورسره ټولنیزې اړیکې پراخیږي ځکه، انسان خپله یو ټولنیز مخلوق دی دی باید په ټولنه کې ټولنیز کارونه مخ په وړاندې بوزي.
که موږ خپل اقتصادي حالت، مسؤلیت او خپلې دندې ته وفادار ونه وسو او سهار تر ناوخته پورې ویده او د کار په پيدا کولو او د ژوند په جوړولو کې همداسې بې پروایې وکړو، له پوه او رسیدلو خلکو سره خپلې اړیکې ونه ساتو نو فکر نه کوم، چې په کور کې به موږ خپل اقتصاد پیاوړی کړو خو دا هرڅه کار کول غواړي، موږ ځوانان باید په خپل لاس کې دوخت د ویشلو لپاره یوه طرحه ولرو ترڅو د هغې په عملي کولو سره خپل ژوند او کارونه مخ په وړاندې بوزو