په سوداگری نړیوال سازمان کی غړیتوب په اوسنی حالاتو کی زموږ په تاوان دی:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58724
ډاکټر نجیب الله بارکزی
دخبریدو نیټه : 2014-02-19

 

 

څه موده مخکی می د رسنیو څخه واوریده چی افغانستان په نږدی راتلونکی کی د « نړیوال سوداګریز سازمان» یا «WTO» غړیتوب ترلاسه کوی. د دی خبری په اوریدلو سره راته د خوشحالی یو احساس را پیدا شو.  ځکه وروسته له اوږدی جګړی او انزوا، موږ افغانان د هغه زیری اوریدلو ته ناکراره یو چی زموږ ګران هیواد افغانستان ته اقتصادی ټیکاواو نړیوالو ته دنږدیوالی حکایت وکړی.  بیا می وغوښتل د فرصت څخه په استفادی سره ځان پوه کړم چی «WTO» یا د تجارت نړیوال سازمان څه دی؟ او د افغانستان اوسنی عینی حالاتو ته په پام سره، د افغانستان غړیتوب په دغه سازمان کی څه ښیګنی را منځته کولای شی، څه آسانتیاوی برابروی، او د د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کی څه مؤثریت درلودلای شی.  په دی هکله د لږ مطالعی وروسته دا خبره راته بربنډه شوه چی تراوسه افغانستان هغه وړتیا نلری چی د دغه سازمان د غړیتوب د امتیازونو څخه ګټه پورته کړای شی. لږترلږه لس کاله نور، هغه هم د امنیتی ټیکاو، با ارادی، قاطع او زړسوانده حاکمیت په لرلو سره، لازم دی ترڅو وکولای شو د دغه سازمان د امتیازاتو څخه د افغانستان په ګټه کار واخلو. برعکس، اوسنی حالاتو ته په پام سره چی افغانستان سوداګری ( تجارت) د یو شدید منفی بیلانس سره مخامخ دی (۹۵ فیصده واردات او ۵ فیصده صادرات)،  چی د دی سازمان په غړیتوب سره باید ډیر سخت تاوانونه وزغمی.
دافغانستان د سوداګری او صنایعو وزارت چارواکی سربیره پر دی چی د افغانستان د عینی شرایطو په ټولو واقعیتونو خبر دی، مګر یواځی د دی لپاره چی دا موضوع خپل په لاسته راوړنو کی ثبت کړی، په دغه کار اقــــــــــدام کوی.
نړیوال سوداګری سازمان ( په انګلیسی کی WORLD TRADE ORGANIZATION)( په مخفف WTO) یو نړیواله ســــــازمان دی چی د سوداګری نړیوال قوانین تنظیموی، د غړیو په منځ کی اختلافاتو ته د حل لاری پیدا کوی. د سوداګری نړیوال سازمان غړی هغه هیوادونه دی چی د دغه سازمان هوکړه لیکونه ( د ۳۰ هوکړه لیکونو په شا او خوا) امضاء کړی دی. د غه نړیوال تجارتی سازمان په [ژنیو، سویس] کی موقعیت لری. د دغه سازمان ترټولو نوی او آخرنی غړی د تاجکستان هیواد دی.
هغو هیوادونو ته چی د [ بازار اقتصاد] سیستم او قوانین یی پخپل ملک کښی پلی کړی وی، د دغه ســــــــازمان غړیتوب اخیستل ډیر آسانه دی، یعنی افغانستان د اقتصاد بازار د سیستم په درلودلو په آسانی سره کولای شی د دغه سازمان د غړیتوب شرایط برابر کړی. ځکه اکثراْ هغه اصول او شرطونه د دی سازمان غړی باید په پام کی ونیسی ټول د [ اقتصاد بازار سیستم] په قوانینو کی شامل دی.

بعضی عمومی شرایط او اصول چی هر هیواد د دغه سازمان د غړیتوب لپاره باید برابر کړی، په لاندی ډول خلاصه کیږی:
1. د بهرنی تجارت آزادول
2. د ټولو صنعتی او کرهنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو آزادول
3. پر وارداتو باندی د محدودیتونو لغو کول
4. د صنعتی او زراعتی محصولاتو پر وارداتو باندی د ګمرګی تعرف لری کول ( حذفول).
5. د مالونو او خدماتو د نرخونو آزادول
6.  د دولت د ټولو حمایتی مالی یا تشویقی مرستو(Subsidies) منع کول یا حذف کول
7. د سود د نرخونو آزادی
8. د اسعارو د نرخونو آزادی
9. د دولتی او خصوصی انحصار لغو کول
10. د معلومات د جریان آزادول
11. د دوو مفهومونو ( قتصاد او ټولنیزتأمینات) بیلتون او جلاکول
12. د اقتصاد په ډګر کی د عامل دولت پرځای ناظر دولت را منځته کول
13. د څو ملکونو سره د دوه اړخیزو تجارتی قراردادونودرلودل
 
 پورتنی آسانو شرایطو ته په پام سره، په امطینا سره ویلای شو چی د افغانستان لپاره د نړیوال سوداګری سازمان یا WTO غړیتوب کومه لاسه ته راوړنه نه ده.

هغه ګټی او تاونونه چی افغانستان د نړیوال سوداګری سازمان د غړیتوب په بدل کی تمه کولای شی په لاندی ډول خلاصه شوی دی،

فـــــــــــــرصتونه:

هغه فرصتونه چی دغه سازمان خپل غړی هیوادونو ته برابروی په لاندی ډول خلاصه کیږی:

1-  د نړی د هیوادنو پر افغانستان باندی د تحریمونو د پلی کولو ناتوانی.
تبصره: افغانستان په اوسنی شرایطو کی د بهرنی تحریمونو په خطر کی ندی.
2-  د سوداګری د جریان آسانتیا او نړیوالو بازارونو ته لاره پیدا کول، په دی مفهوم چی د داخلی اوبهرنی خدماتو د وارداتو او صادراتو چاری د تولیدونکو او عرضه کوونکو هیوادونو په منځ کی نوره هم آسانه شی.
تبصره: د افغانستان د صادراتو د حجم د لږوالی اصلی لامل، د نړیوال بازار ته نه لاس رسی نه بلکه د خارجی او داخلی پانګونی د آسانتیاوو نشتوالی دی( د امنیت، ثبات، راتلونکی ته بی باوری او نا هیلی، په اداره کی د پراخ فساد شتون، په حاکمیت کی پانګه والو د حمایت د ارادی نشتوالی او داسی نور)، او بالاخر د تولیداتو اومحصولاتو د کیفیت او کمیت ټیټوالی دی.
1. د نړیوال سازمان د مشورو، مرستو، خدماتو او سیستمونو څخه د ګټی اخیستنی شونتیا، او د نړیوال تجارت د مقرراتو په چوکاټ کی د سوداګری اختلافاتو  حل او فصل کولو آسانتیاوی.
تبصره: د دغه امتیاز څخه د ضرورت پروخت یو څه استفاده کیدالی شی
2. د بهرنی او داخلی پانګه والو په مخ کی د پرتی ستونزی او موانعو رفع کول
تبصره: افغانستان د قوانینو له اړخه د بهرنی او داخلی پانګه والولپاره تر ټولو لږ محدودیتونه لری، او اصلی موانعو ( د امنیت، ثبات، راتلونکی ته بی باوری او نا هیلی، په اداره کی د پراخ فساد شتون، په حاکمیت کی پانګه والو د حمایت د ارادی نشتوالی او داسی نور) په لری کولوسره، دغه موخی ته رسیدلای شو، ځکه د تجارت نړیوال سازمان زموږ د دغو مشکلاتو د حلولو پخاطر کوم تعهد او واک نلری.
3. په نړیوال بازار کی د افغانستان د ونډی ډیروالی.
تبصره: اوس مهال افغانستان نړیوال بازارته د وړاندی کولو لپاره شی په لاس کی نلری، باید ترهر څخه د مخه تولیدی بنسټونه را منځ ته شی، د صنعت، زراعت او معادونو په برخه کی د لوړ کیفیت لرونکی تولیدات شروع شی چی وکولای سی په نړیوال بازارونو کی رقابت وکړی، او بیا په هغه وخت کی افغانستان کولای شی چی د دغه امتیاز څخه ګټه پورته کړی.
4. د متقابلی اقتصادی امنیت ډیروالی:
تبصره: یو مصرفی هیواد، چی ۹۵٪ سوداګری یی پر وارداتو تکیه دی، د نړیوالو سره څه ډول دوه اړخیزه (متقابل) اقتصادی امنیتی ستونزی درلودلای شی؟  په تجارت کی یوه معقوله ده چی  وایی « خریدار پاچا دی، اویا مشتری همیشه حق په جانبه دی»
5. د کار د فرصوتونو برابریدل:
تبصره: یو مصرفی هیواد څرنګه د کار کولو زمینی مساعده کولای شی؟ په داسی حال کی چی د تجارت نړیوال سازمان کی په غړیتوب سره، پر وارداتی اقلامو باندی د تعرفی رفع کول، او د تولید او صادارتو د تشویق لپاره سبسایدی اویا جبرانی دولتی  تمویل منع کول، اوسنی هغی ټولی پانګونی چی د زراعت او صنعت په برخه کی شوی دی، ټول به فلج شی او د بیکاری کچه به ورسره نوره هم لوړه شی.
6. نوی تخنیک او تکنالوژی ته لاسرسی:
تبصره: کیدلای سی په دی برخه کی څه ګټه پورته کړو...
7. د صادراتو ډیروالی:
تبصره: پریږدی د هرڅه څخه مخکی نړی ته  د صادرولو لپاره یو شی ولرو...
8. د پانګو جذبول:
تبصره: د کورنیو ستونزو په لری کولو سره د نړیوال تجارت د سازمان غړیتوب پرته هم پانګونی جذبوالی شو.
9. د غړو هیوادونو بازارونو ته لاس رسی( نږدی ۱۶۰ هیواده) چی په لږو تعرفو باندی زموږ د محصولاتواو تولیداتو څخه استقبال کوی:
تبصره: بیا هم وخت راکړی چی موږ با کیفیت تولیدات او محصولات د زراعت، صنعت او کانونو په برخه کی ایجادکړو، بیا به نړیوال بازارونو ته د لاس رسی ضرورت پیداکوو. دا اوس اوس په ډیر آسانو شرایطو سره د نړی د ټولو هیوادونو دروازی زموږ د محصولاتو [ که ولرو]  لپاره خلاصی دی.

تهدیدونه:ََ

1. د وارداتو لا ډیروالی «د ګمرګی تعرفی د حذفولو، پر اسعارو د نه کنترول» اود هغه د ناوړو پایلو په نتیجه کی.
2. د هیواد د صادرات د لا ډیر او شدیده تکیه وارداتو ته، یعنی افغانستان نور هم د تجهیزاتو، امکاناتو او د تولید لپاره لمړنی(خام) توکو واردولو ته احتیاجه کیږی.
3. د صادراتو د کسر زیاتوالی د وارداتو په مقابل کی، د صادراتو په مقابل کی د وارداتو د زایاتوالی په پایله کی.
4. دتولیدی بنسټونو( خصوصی او دولتی) دیوالیتوب ( ورشکستګی) په مختلفو ساحاتو کی اوپه پایله کی د بیکاری د کچی لوړیدل.
5. د تکنالوژی او تخنیکی علومو کمزوری،  لکه د مارکتینګُ،تبلیغات، او بعد له خرڅه خدمات...
6. په سوداګری نړیوال سازمان او نړیوال اقتصاد کی د حضور او تطابق په برخه کی د افغانستان ناتوانی
7. د تکنولوجی، حرفوی زده کړی او تجهیزات له پلوه په بریښنایی تجارت کی لکه د ترمینلونو، آزادی ساحی، حمل او نقل او بانکی خدماتو کموالی په برخه کی د افغانستان کمزوری.
8.  امنیتی، اقتصادی بی ثباتی، دفساد پراخ موجودیت په اداراتو کی، د مافیایی اقتصاد حاکمیت په ټولنه کی، د ګروهی سمتی، ژبنی او تنظیمی جنجالونو شتون په هیواد کی او دغو خطرونو په پایله کی د پانګی او پیسو فرار د هیواد څخه او په نتیجه کی د پانګونی د جذب کمزورتیا
9. د داخلی صنعت د رقابت نه وړتیا او یا کمزورتیا د بهرنی مشابهو تولیداتو په مقابل کی
10. په وارداتی اجناسو باندی د تعرفی او مالیات ممنوعیت او یا کمووالی په پایله کی د دولت د عوایدو کمیدل
11. د پر مختللو او پیاوړو اقتصادی هیوادونو رول او اغیزه د دغه سازمان د سیاستونو په جوړښت، د قوانینو وضع کول، او د هدایاتو په ورکولو کی
12. د لږو عوایدو په پایله کی د عمده شرکتونو او کارخانجاتو د دیوالیتوب او په پایله کی د بی روزګاری زیاتوالی
13. د دولت د تقویوی پروګرامونو په مخکی خنډ چی د خصوصی سکتور د تقویی لپاره لازم دی ( د دولت لخوا سبسایدی ګانو ممنوعیت، د ضرورت پر وخت د وارداتی تعرفو لوړول اوټیټولو ممنوعیت، چی د هیواد د داخلی تولیداتو دپیاوړتیا په خاطر باید په پام کی ونیول شی).

افغانستان د خپل د پاشیدلی اقتصادی نظام د پیاوړی کولو لپاره باید یو لړحمایتی پالیسی را منځته او عملی کړی،  لکه د داخلی تولیداتو زیاتول، د صادراتو د حجم زیاتول، وارداتو د حجم کمول او د معادنو د استخراج او داسی نور.   په دغو پالیسیو کی تر ډیره بریده هغه چاری شامیلیږی چی د نړیوال سوداګری سازمان د اصولو او پالیسیو سره په ټکر کی دی، د بیلګی په توګه:
1. د صادراتی او کورنی تولیدی توکو د تقویی لپاره د دولت لخوا ( جبرانی) سبسایدی ګانی ورکول، د بهرنی تجملی اوغیر ضروری وارداتی اقلامو اویا  هغه اقلام چی په داخل کی تولیدیږی، پر وارداتو باندی یی د وارداتی تعرفی لوړول د ضرورت پر وخت.
2. پر هغو اقلامو باندی د وارداتو مخنیوی چی په داخل کی یی تولید خودکفایی حد ته رسیدلی وی.
3. همدارنګه د کاپی رایت قانو کولای شی یوه غټه ستونزه زموږ نوی را منځته شوی خصوصی خدماتی سکتور ته را پیدا کړی (په ځانګړی توګه د انځوریز، غږیز، چاپی رسنیو، مطبوعاتو او د کتابونو د چاپ شرکتونو په برخه کی).
افغانستان په اوسنیو حالاتو کی د صنایعو او داخلی تولیداتو په برخه کی دومره کمزوری دی چی د هیڅ بهرنی هیواد د تولیداتو او محصولاتو سره رقابت نشی کولی. د نړی تقریباْ د ټولو هیوادونو دروازی زموږد د کورنی تولیداتو او محصولاتو په مخ کی خلاصی دی.  دبیلګی په توګه د امریکی متحده ایالات زموږ سره د تجارت په برخه کی یو غټ امتیاز افغانستان ته قایل شوی دی. د افغانستان اکثراْ کورنی تولیدات او محصولات په امریکی کی د واراتو د تعرفی او مالیاتو څخه معاف ګرځول شوی دی چی د [ جی اس سی] په نامه یادیږی.  همدارنګه هندوستان هغه ملک دی چی د افغانستان ټول وارداتی اقلام د تعرفی څخه معاف کړی دی. دا چه موږ د دغو امتیازاتو څخه استفاده کولای نشو او د عرضه کولو لپاره شی په لاس کی نلرو، نو بیا د نړیوال سوداګری سازمان د غړیتوب په لاسته راوړلو سره هم په یقین سره به د دغه امتیازونو څخه ګټوره استفاده ونګړای شو. تقریباْ د تجارت د نړیوال سازمان ډیری امتیازات د پیاوړو اقتصادی هیوادونو چی د با کیفته صنعتی او زراعتی محصولاتوغټ تولیدونکی او عرضه کوونکی دی، په ګټه طراحی شوی دی چی کولای شو ورته د [ نوی اقتصادی استعمار] نوم  ورکړو، دبیلګی په توګه چین په نړی کی داخلی تولیداتو لمړنی صادرونکی هیواد او دویم واردونکی هیواد دی، د چین صادرات ټول د دوی داخلی تولیدات، صنعتی اوکرهنیز ټوکی او واردات یی اکثراْ نوی ټکنالوژی، انرژی او خامی توکی دی. نو په دی صورت کی ویلای شو چی چین شاید او باید په دغو ۱۵۹ غړو کی د نړیوالی سوداګری سازمان د غړیتوب څخه ترټولو ِغټه ګټه پورته کړی.
د کورنی تولیداتو او محصولاتو حمایتی پالیسی د دولت لخوا چی په سوداګری نړیوال سازمان کی ډیر محدودیتونه رامنځته کوی، ډیر با ارزښته دی.  د مثال په توګه د ۱۹۶۰م تر ۱۹۹۰م کال پوری د جنوبی کوریا، جاپان او تایوان هیوادونه د دولتی حمایتی پالیسیو په پایله وکولای شو چی خپل کورنی تولیدات په ډیر سرعت سره پیاوړی کړی، د دوی دغه چټک اقتصادی انکشاف په نړی کی د [آسیایی معجزی] به نامه مشهوره شوه.   دوی د خپلی کورنی صنعت د ملاتړلپاره مختلفی حمایتی بستی په کار اچولی وی، لکه اوږمهاله پورونه په کمو بانکی ټکټانه باندی، پر وارداتی توکو باندی د تعرفی لوړول، د صاداراتو تشویق، د څیړنی او پراختیا په برخه کی مرستی، سبسایدګانی او داسی نور...او وکولای شو چی دغو هیوادونو اقتصادی انکشاف ډر چټک کړی.
افغانستان په یو ډیر خراب موقعیت کی قرار لری، زموږ  انرژی او خام مواد به صنعتی هیوادونه د افغانستان څخه په سهولت باندی رانیسی، اود پروسس اوپخولو وروسته د [اخری توکی] په حیث بیرته په څو برابره بیه افغانستان ته وارد کړی. په دی هکله ښاغلی  «عبدالجبار صافی» د افغانستان د صنعتکارانو د اتحادیی مشر ّپه یوه مرکه کی چی د " دوچی ولی" د رادیو سره کړی ده،  داسی وایی " اوس مهال د افغانستان د صنعتی فابریکو خام مواد په پاکستان، چین او ایران کی په کمو بیو د افغانستان څخه برابریږی، مګر تولید توکی او اقلام په لوړه بیه بیرته افغانستان ته را واردیږی»
بعضی هیوادونه د سوداګری د ممانعتونو د لیری کولو پخاطر د نړیوالی سوداګری سازمان غړیتوب ته لیواله دی، د بیلګی په توګه « ایران» سربیره پردی چی پوهیږی چی د دوی غیر نفتی تولیدات او محصولات د کمیت او د کیفیت له اړخه په نړیوالی تجارتی بازارنو که رقابت نشی کولی، صرف د نړیوالو تحریمونو د ممنوعت د امتیاز څخه د ګټه اخیستلو پخاطر په دغه اقدام لاس پوری کړی دی.
سر بیره پر دی چی د افغانستان اکثریت د اقتصاد پوهان او متخصصین په اتفاق سره دا منی چی د سوداګری نړیوال سازمان غړیتوب په اوسنی حالاتو کی د افغانستان په تاوان دی، او وایی چی موږ لا ډیر وخت ته ضرورت لرو چی د دغی نړیوال سازمان د ښیګنو څخه ګټه پورته کړو. بیا هم د ســــــــــــوداګری او صنایعو د وزارت چارواکی د دغه سازمان غړیتوب د افغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه بولی او په دی ټینګار کوی چی په لنډ وخت کی به دغه غړیتوب حاصل کــــــــــــړو.
 ښاغلی «آذرخش حافظی» د سوداګری د خونو د نړیوالو اړیکو رئیس  د فارس د خبرګزاری سره په مرکه کی پدی هکله داسی وایی« په نړیوالی سوداګری سازمان کی د افغانستان غړیتوب په اوسنیو ښرایطو کی کومه شاخصی مثبته اغیزه نشی درلودلای، ځکه زموږ هیواد په اوسنی حالاتو کی یو مصرفی هیواد دی، او تولیدات او صادرات یی ډیر په لږه پیمانه  ده. نو په دی حالت کی که چیری افغانستان د دغه سازمان غړیتوب حاصلوی نو بیا به افغانستان  د نورو هیوادونوڅخه د توکو د صادرولو او مصرف مرکزی وګرځی»
ښاغلی «سهراب بهمن»،د اقتصادی چارو افغان متخصص، د راه نجات د اخبار سره په یوه مرکه کی دا تائیدوی چی دغه سازمان ته د افغانستان غړیتوب د افغانستان په تاوان دی، او په دی هکله داسی څرګندونه کوی «کله چی افغانستان د نړیوال تجارت سازمان غړیتوب حاصل کړی په دی معنا ده چی نور هیڅ ډول تکس او ګمرکی عوارض په وارداتی توکو باندی ایښودلای نشی، او دا د دی لامل کیږی چی افغانستان په یو وارداتی او مصرفی هیواد بدل شی»
ښاغلی «حمیدالله فاروقی» د کابل پوهنتون استاد و د اقتصادی چارو متخصص، بیا په دی هکله یوه محافظه کارانه موقف نیسی او بیاهم په غیر مستقیم، په اوسنی حالاتو کی دا کار د افغانستان په ګټه نه بولی، او افغان حکومت د دغه امتیاز څخه د ګټی اخیستلو لپاره مسوؤل بولی، او داسی څرګندوی « د افغانستان غړیتوب په دی سازمان کی ډیر مهم دی، مګر دا زموږ حکومتی چارواکو ته اړه لری چی د دغه امتیاز څخه څرنګه ګټه پورته کولای شی، باید د معیاری او با کیفیتو توکو پر تولید باندی کوښښ وکړی»
 د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد، «سیف الدین سیهون» په عقیده د افغانستان غړیتوب په نړیوالی سوداګری سازمان کی که د تجارت د راکړی ورکړی او د ظرفیتونو د رامنځته کیدلو له اړخه بعضی فرصتونه برابرولای  شی، مګر ورسره ستونزی هم را منځته کوی، استاد سیهون داسی وایی «غړیتوب په دغه سازمان کی افغانستان د خپلو مقرراتو او سیستمنو ساده کولو ته اړ باسی، ګمرګی تعرفی باید کښته کړی،او خپل دروازی د نړیوال اقتصاد او د توکو راکړی ورکړی په مخ خلاصی کړی، چی دغه حالت په یوه پس پاتی هیواد کی د توکو د واردولو او د سرمایی او ظرفیتونو د وتلو سبب ګرځی».
ښاغلی «استاد مسعود»  د افغانستان پیژندل شوی اقتصادی کارپوه، د( اقتصادی پراختیا، د تولیداتو پراختیا...) د پیش شرطونو په حیث یادونه کوی چی افغان دولت باید نړیوال سوداګری سازمان ته وړاندی کړی چی تر دوه کاله پوری باید ورته لاس رسی پیداکړی، د هغه په وینا « که چیری افغان دولت وکولای شی چی د دغه سازمان قناعت حاصل کړی زموږ دداخلی تولیداتو حمایت وکړی، نو دغه سازمان ته غړیتوب به مو په ګټه وی او که نه نو دا کار به یو ډول [ د اقتصاد سره لوبه] وی.»
 زموږ اصلی مشکل نړیوالو بازارونو ته لاسرسی نه، بلکه په اداره کی مو کمزوری، د هیواد عینی شرایطو ته په پام سره د مؤثرو اقتصادی پالیسیو نه جوړونه او نه تطبیق دی، دصنعت، زراعت او کانونو په برخه کی د دولت لخوا نه ملاتړ او د امنیت او ټیکاو نشتوالی دی.  په زراعت کی دومره وروسته پاته سیستم لرو چی په هیڅ صورت باندی د خارجی کرهنیز محصوالاتو سره رقابت نشو کولای. زموږ ډیری صنایع او کارخانجات چی نوی په فعالیت شروع کړی دی د سقوط په حال کی دی.  د کار او شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د «حرکت مؤسسی» په مرسته د غالیو د تولید او بازار د څرنګولی به اړه یوه سروی یی په لاره اچولی ده، د دغی سروی پر بنسټ، اوس اوس ۹۸ سلنه د افغانستان تولید شوی غالی د پروسس د امکاناتو (قیچی او منځل) د نشتوالی په دلیل دهیواد څخه بهر انتقالیږی. ویل کیږی چی اوس پاکستان په نړی کی د ایران څخه وروسته د غالیو په صادرولو کی دویم ځای لری. دا هرڅه په دی معنا نه ده چی پاکستان کولای شی غالی تولید کړی، بلکه افغانی غالی د دولت د نه ملاتړ  او د آسانتیاوو نشتون په وجه د پاکستان د آسانتیاو څخه په استفادی سره، د پاکستان تر مارکی لاندی بهر ته صادریږی.  د افغانستان د سوداګری او صنایعو د خونی  د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کی د ټول ۴۰۰۰ تولیدی فابریکو له جملی څخه یواځی په تیرو دوو کلونو کی ۱۲۰۰ تولیدی فابریکی سقوط کړی دی. ښاغلی آذرخش حافظی د تجارت او صنایعو د خونی د بهرنی چارو مسوؤل د حمایوی سیاست او برنامی د نلرو پخاطر پردولت نیوکه کوی.
د افغانستان ډیری صنعتی او او تولیدی ښارګوټی د فساد موجودیت، بی امنیتی، د حمل نقل د آسانتیاو کموالی، د ملاتړی پالیسی ( سبسایدی او پرخامو توکو د تعرفو د رفعی پالیسی او داسی نور) نشتون، د تجارانو نه خوندیتوب، او د معافیایی کړیو او اختطافونو موجودیت په پایله کی تړل شوی یا د سقوط په درشل کی دی.

په سل هاو تولیدی فابریکی د هرات په صنعتی ښارګوټی کی تړل شوی او یو شمیر یی خپلی کارخانی ایران ته انتقال کړی دی ترڅو وکولای شی د هغه هیواد حمایوی سیاستونواو پروګرامونو لکه سبسایدی ګانوڅخه ګټه پورته کړی او تولید شوی مواد بیرته افغانستان ته وارد کړی.
زموږ د کانونو صنعت تر اوسه ندی فعاله شوی ترڅو وتوانیږو د نړیوالی سوداګری سازمان د امتیازونو څخه د ځان په ګټه کار واخلو( د تیلو او اسلحی صنعت د سوداګری نړیوال سازمان د اقلامو څخه بهر دی یا ندی پکښی شامل) .
د کرهنی په ساحه دومره ناتوانه یو چی اوس لا اکثریت زراعتی توکی د پاکستان، هند او چین څخه واردوو.
د سوداګری نړیوال سازمان په غړیتوب سره، افغانستان د خصوصی سکتور د مزد او نرخونو د لوړولو په برخه کی ناتوانه کیږی چی په خپل وار سره د هیواد د غیر رقابتی کیدلو سبب ګرځی.

پایلــــــــــــــی:

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت او په ځانګړی توګه د افغانستان د سوداګری او صنایعو محترم وزارت که څه هم په ټولو مسائلو پوهیږی خو په ډیرو ضعیفو دلایلو سره په دی ټینګار کوی چی دسوداګری نړیوال سازمان سره غړیتوب د افغانستان په ګټه دی، او غواړی دا کار خپل په لاسته راوړنو کی حساب کړی.  د اوسنی ستونزی چی د افغانستان د اقتصاد او تجارت په مخ کی پراته دی، په پاملرنی سره افغانستان لږ تر لږه لس کالو ته ضرورت لری تر څو وکولای شی ځان د اقتصادی اړخه د نړی سره همګامه کړی، او وتوانیږی د دغه سازمان سره په غړیتوب د دغه سازمان د امتیازونواو آسانتیاو څخه ګټه پورته کړی. هغه هم که په دغو لسو کلونو کی په افغاسنان کی یوه پاکه، با اراده حاکمیت،  امنیت او ټیکاو موجود وی. د هرکار لپاره باید لمړی هغه سانتیاوی او مناسبی زمینی مساعدی شی، پرته لدی بی له شکه چی د دغه کار تاوانونه به تر ګټی ډیر وی. د افغانستان غړیتوب په سوداګری نړیوال سازمان کی یو ډیر مهم او حساسه مسئله ده او په اوسنی شرایطو کی یو غټ تهدید دی چی باید یی مخه ونیول شی، غړیتوب په دغه سازمان کی د یو طوفان په څیر دی چی زموږ د ټولو شتو نویو رامنځته شوی تولیدی او زراعتی موسسو بنسټونه به له بیخه وباسی.
د معلوماتو په اساس دغه سازمان ته غړیتوب باید د غړی هیوادونو د پارلمان څخه هم پاس شی، د ولسی اومشرانو جرګی د ښاغلیو غړو څخه هیله کوم چی دا مسئله د تصویب څخه مخکی په جدی او هر اړخیزه توګه وڅیړی، او د احتمالی تهدیدونو او مزایاو ته په پوره پاملرنی سره ارزیابی او مطالعه کړی.