خپلی رایی پر یو وخت ډوډۍ مه پلوری !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58725

دخبریدو نیټه : 2014-02-19

پداسی حال کی چی ستاسو یوه رایه ستاسو ، ستاسو د کورنۍ ، ستاسو د هیواد او د ټولو افغانانو سرنویشت ټاکی نو لطفآ د خپله رایه په یو وخت ډوډۍ مه پلوره ، پر ځای یی استعمال کړه او قدر یی وکړه او داسی یو چاته یی ورکړه چی هغه هم ستا د رایی په اهمیت پوهیږی، تا او ستا رایه نه پلوری هیواد نه پلوری او ایمان نه پلوری، جګړه مار نه وی په وینو یی لاسونه نه وی سره او افغانان یی نه وژلی، د ولس ځمکی او شتمنۍ یی نه وی لاندی کړی، په کار پوهه وی، په ولس او هیواد یی زړه درد یږی او په کوم ځانګړی ګروپ او ډله نه وی تړلی ملی شخص وی او د نړیوالو سره ژبه جوړولی شی.
نو د راتلونکی کال د ولسمشرۍ چوکۍ لپاره پدی ۱۱ کاندیدانو کی به کوم یو کاندید دا پورتنی شرایط پوره کړی چی موږ خپلی رایی ورکړو؟
 لکه چی موږ پوهیږی لدی ۱۱ کاندیدانو څخه څلور یا پنځه کسان مطرح دی او دا پاتی نور یی هسی د وخت ضایع ده او غواړی چی په اخیر وخت کی او یا وروسته له ټاکنو خپل ځانونه پر نورو وپلوری تر څو په راتلونکی کی یوه چوکۍ تر لاسه کړی او زه غواړم د دی مطرح کاندیدانو لکه ( ډاکټر اشرف غنی، ډاکټر زلمی رسول، ډاکټر عبدالله او عبدالرب سیاف) په تیر تاریخ لږ شانته رڼا واچوم نور قضاوت پر تاسو.
لومړۍ به راشو ډاکټر عبدالله عبدالله ته، ښاغلی ډاکټر عبدالله په ملی روحیه ندی روزل شوی بلکی تر نن پوری یی د یوی ډلی ګټی ساتلی دی چی هغه د جمعیت بیا په ځانګړی ډول د شورا نظار ډله ده. همدغه جمعیت اسلامی او شورای نظار وه چی له ۱۹۹۲ کال څخه راورسته ټولی بدبختۍ د دوی په غاړه دی دا ځکه چی کله خو ربانی په ارک کی د ولسمشرۍ په چوکۍ باندی کشیناست او کومه دوه کاله موده چی نوموړی ته ټاکل شوی وه بسنه ونکړه بلکی له چوکۍ یی پښی راتاو کړی جګړو له ورځی بلی ته زور واخیست کابل یی ټول وران کړ په زرهاو بیګنا او بی دفاع افغانان ووژل شول، بی عزتی او بیجابی خلکو ته ورسیدی او د کابلیانو ټول کورونه وران او شتمنۍ یی لوټ شوی، چی بلاخره خدای پاک طالبان پری رانازل کړل کابل او ټول افغانستان یی د شر او فساد څخه پاک کړ او ډاکټر عبدالله د خپلی شر او فساد د ډلی سره تر ګلاپ وتښتیدل او د خپل پخوانی دوست روس او ایران غیږی ته یی سیمه وروړه او تر هغه ورسره روس او ایران کومک کاوه تر څو چی امریکایان پر افغانستان ناجایز تیری وکړ او همدغه عبدلله عبدلله او د شر او فساد ډلی بیا ځانونه د امریکایانو اجیران کړل او په میلیونونو ډالر یی له امریکا څخه واخیستل او اشغال ته یی شرایط برابر کړل او افغانستان یی پر امریکایانو باندی وپلوره.
نو ایا تاسو خپله رایه ډاکټر عبدلله عبدلله ته ورکوی؟
 ور پسی به راشو عبدالرب رسول سیاف ته چی د جهاد په وخت کی یی د اتحاد اسلامی تنظیم رهبری کوله او وروسته چی د ډاکټر نجیب الله حکومت له منځه لاړ ښاغلی سیاف او تنظیم یی د کابل په جګړو کی فعاله لکه د جمعیت اسلامی په شان چی پورته یی یادونه وشوه، ونډه درلودله چی په هغه جګړه کی کابل په مکمله ډوله وران شو او ډیر بیګنا او بی دفاع کابیلیان پکشی په شهادت ورسیدل. خو کله چی طالبان راغلل او کابل یی ونیو او طالبانو د شر کمپله ورټوله کړه نو سیاف له جګړی لاس وانه خیست بلکی د د احمد شاه مسعود د شر او فساد د ډلی سره یو ځای شمال ته فراری شو او خپلی جګړی ته یی تر هغه دوام ورکړ تر څو چی د امریکایانو په زور کابل ته د شورا یی نظار او نورو سره یو ځای راغی او له امریکایانو یی غوښتل چی غټ، غټ بامونه پر طالبانو وغورځوی.خو کله چی سیاف په کابل کی د امریکایان په زور ځای پر ځای شو نو په شخصی او دولتی ځمکو یی چور ګډ کړ چی ټولی پروژی یی ولس ته لکه د لمر روښانه دی چی غصب کړی یی دی.
نو ایا تاسو خپله رایه سیاف ته ورکوی؟
 ولسمشرۍ ته بل کاندید ښاغلی ډاکټر زلمی رسول دی چی نه جګړهمار دی او نه یی لاسونه د ولس په وینو سره دی او نه تر اوسه چا پری د رشوت تور لګولای دی، ښه سړی دی که خدای پاک ته ښه وی خو د تاریخ پدی اساسو شیبو کی د ځینو دلایلو پر اساس وړ شخص ندی چی د افغانستان ولسمشر شی دا ځکه د افغانستان ننۍ وضعیت ته په کتو افغانستان یو تیره او قاطع ولسمشر ته اړتیا لری او دا اړتیا یی ډاکټر صاحب زلمی رسول نه شی پوره کولای او بل دلیل یی دادی چی که زلمی رسول ولسمشر شی نو ټول کار به د افغانستان فعلی ولسمشر کرزی کوی، پداسی حال کی چی د کرزی صاحب له څیری نور افغانان ستړی شوی دی او ډیره به ګرانه وی چی نور د کرزی صاحب سیاستونو او کړنو ته حوصله ولری.
نو ایا تاسو ډاکټر صاحب زلمی رسول ته خپله رایه ورکوی؟
 پاتی کیږی یو شخص چی هغه عبارت له ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی څخه دی.دا شخص ټولو افغانانو ته ښه معلوم دی چی نه جکړه مار دی او نه رشوت خور نه یی کابل وران کړی دی اونه یی د ولس او دولت ځمکی چور کړی دی. لوړه پوه او د پلان ګدارۍ په نړیواله سویه تجروبه لری او نړۍ منلی دی چی دوهم مبتکر شخص دی البته د ټولی نړۍ په سویه.پر ولس یی زړه سوځیږی او تر اوسه یی بی له تنخوا هیواد اوولس ته کار کړی دی. او د دی قابلیت لری چی یو ښه کاری ټیم جوړ کړی او په کار یی واچوی.کار اهلی کار ته وسپاری او هیواد مو له مذهبی، قومی، سمتی او ژبینو ناروغیو چی بدبختانه دا اوسنی اکثرآ د افغانستان تش په نوم سیاستوا ل پری اخته دی راوباسی.او بل دا چی ډاکټر صاحب اشرف غنی د نړیوالو سره په ژبه تر نورو کاندیدانو ښه پوهیږی.
نو ایا تاسو خپله رایه ډاکټر صاحب اشرف غنی ته نه ورکوی؟
 نو که چیری افغانستان او افغانان د جګړه مارانو، غلو او د بشر د حقوقو تیری کونکو خلاصول غواړی نو خپله رایه پر یو وخت ډوډۍ مه پلوری داسی شخص له دغه پورته کاندیدانو خوښ کوی چی بیا تاسو خوښ کړی. 

 ډاکټر ګل مرجان منګل

 

یادونه:

دا او دې ته ورته لیکني چي د ټاکنوپه هکله خپریږي؛ د لیکوالو نظرونه دي، د ادارې همږغي ورسره شرط نه ده.

د بېنوا ویبپاڼي اداره