د ښوونځي په لومړيو ټولګيو کې وم، د ګس لاس ګاونډ کې مې د يوه ټولګيوال کور و، هر سهار به ښوونځي ته په ګډه تللو، ټولګيوال مې يوه زړه انا لرله چې موږ ټولو به ورته انا ويله، له چرګو سره يې ډېره علاقه وه، هميشه به يې په کور کې د چرګانو ګله ګرځېدله، يوه سره چرګه يې لرله چې چنګ کاکل او پنډې پښې يې وې، پښې يې هم په بڼکو پوښل شوې وي، دا چرګه به له نورو چرګو جلا تل د چرګانو په خونه کې ګوره ناسته وه، يوه ورځ مې په لکړه وسيخله، ګورم لس-پنځه لس هګۍ يې سينې لاندې دي، ماويل: انا چرګې دې يو بلا هګۍ اچولې، ويل يې ځويه ((سر دې دا پنډوره وخوري، دا کوړکه ده په پرديو هګيو ناسته وي او ککړې وهي، هسې يې زموږ له خوراکه باسي)).
تيره ورځ ډاکټر عبدالله – عبدالله د خپلو کمپاينيزو مبارزو په ترڅ کې په ننګرهار ولايت کې يو ډله خلکو په ډېر جريت سره اعلان وکړ چې، که چيري ريس جمهور شي نو، په ننګرهار ولايت کې به يو زر بستريزه روغتون جوړوي، د کابل – جلال اباد سړک به دوه سړکه کوي، د کونړ پر سيند به د بريښنا بند جوړوی، لغمان کې به پوهنتون جوړوي او د بهسودو پل به جوړوي.
ښايي د قدرت هوس يې سترګې ړندې کړي وي او دا دومره مخلوق په سترګو کې ځای کوی شي ځکه له يادو پروژو څخه: په ننګرهار ولايت کې د ((زر بستريز روغتون د تدارکاتو چارې نږدې اويا سلنه بشپړې شوي دي، د ټولګټو د وزير په وينا د کابل – جلال اباد دوهم سړک د سل کيلومتره لپاره بوديجه برابره شوې ده، د کونړ پر سيند د سور تاخ بند د پاکستان او افغانستان له خوا په ګډه جوړيږي، د لغمان پوهنتون دا نږدي دريیم کال ده چې د محصلينو د جذب وياړ لري او د بهسودو د پل سروې تکميل شوې او د تدارکاتو په پروسه کې ده)). او يا خو د انا د کوړکې چرګې خبره ده، په پرديو هګيو ناست دی او ککړې وهي