انتخابات که سیکولوژی او ذهني فراډ؟‏

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58752
پوهنیار نبي حبیبی کاناډا
دخبریدو نیټه : 2014-02-22

 

ورونو انتخابات نشته.
 د انتخاباتو  دا هله گوله د فيسبوك ټرت پرت، دا انلاين ډلى، دا چيغي او سوري دا ټولى هغه سياسي نسخي دي چى د افغانستان مريض (بي تعليمه) او بي وسى ولس ته په تدريج وركول كيږي. او ددوی سيكولوجي او ذهن هماغه كس چى لوبغاړي يي غواړي آماده كوي.
دا واړه سياست مدارن  بياد تلى زور ته گوري او هماغه خوا خپله انرجي مصرفول شروع  کوي کوم طرف ته چی توله درنه ښکاري.
په كال ٢٠٠٣ كى زما پيش بيني داوه چي د بوش نه باد به د أمريكي ولسمشر تور پوسته وي. زما ا ټكل درست وخات. اگرچى د اوبا نوم هم ما نه پيزانده. او نه د هغه باره کی عامو امریکایانو ته کوم اضافه معلومات ورکړل شوي وو.
خوهالي ووډ د امریکایانو ذهنو باندۍ کار وکړ، یو سیریال یا ډرامه یی د څلورویشت ۲۴:۰۰ په نامه هر ورځ خپروله. چی سپین پوستي یو تور پوست د امریکي ولسمشر ټاکي. بیا د تورپوستي ولسمشر زحمتونه ښایي چی امریکا د تروریستانو د پنجو ژغوري، او ددۍ تور پوستی امریکایی ولسمشر د امریکایانو ته یو ځانګړی او پیاوړی هیرو ښکاره کوي. دی ډرامی  د عادي امریکایانو ذهنو باندی دومر آثر وکړ چی آخر هم د بوش نه بعد یو تور پوستۍ د امریکی ولسمشر شو.
د امریکي په هغه تکنولوجیکی عظمت کی هم په انتخاباتو کی درغلۍ کیږي. پاکستان، مالیزیا، فلیپین، اندونیسیا، یا داسی نور ممالک چی د انتخاباتو سره له مونږه او تاسۍ ډیره تجربه لري، بیاهم هماغومر درغلۍ پکی کیږي او شفاف انتخابات چی د دیموکراسي اصلي ریښه ده، تر اوسه کوم ملک پدی ندی توانیدلی چی شفاف انتخابات وکړي. نو واي به حالی ما !!!!

د افغانستان د عالي تحصیلاتو د وزارت د کانکور امتحان د آي ټي بخش مسئول پدۍ وتوانیده چی د څو ولایاتو ناکام محصلین کامیاب او د په عالي نمرو په سستم کی داخل او کامیاب کړي. چی دی مسلی د افغانستان نور ولایات محصلینو مظاهری وکړی او د عالي تحصیلاتو د وزیر مقابل کی راجګ او حتی وزیر پارلمان استیضاح کړ. دا هغه مثال دۍ چی مونږ ته په ښکاره سره د اینده انتخاباتو د شفافیت باره کی یوه ښه آیډیا را کوي.
ملت څه پوهیږي چی ایلکشن کمیشن کی څوک دي او چاته کار کوي؟ د ا چا معتمد کسان دي؟ او ددوی تنخواوي څوک ورکوي؟ اعتماد نشته، ځکه د اعتماد پوړۍ خرابی شوي. دوی به صفرونه چاته اضافه کوي؟ او د چا به یی کموي، او د څه شي مقابل کی؟

د ملت یوه برخه په جنګ کی مصروفه ده، بله د انتخاباتو د نسخۍ په پیله کولو کی بوخت دۍ. اصلي ووټ به کیږی کنه؟ اصلي ووټ به شمیرل کیږي کنه؟ اصلي ووټ به څوک اچوي او کنه؟ خو یوشی معلوم دي، هغه داچی د انتخاباتو دۍ نسخي زمونږ په ذهنو کار کړۍ، زه او ته یی دی ته آماده کړي یو چی انتخابات به کیږي، او بیا مو ذهن دی ته هم آماده دی چی څوک به یی وړي.
نور مهمه نده چی انتخابات به شفاف وي او کنه؟ دا هم مهمه نده چی دری څلورو پښتون نشینه ولایاتو کی به د هغوي د انتخاباتو کڅوړي د هغو په نوم ډکیږی اوبیا پلورل کیږي. مهمه داده چی کیږي به.....نو زه هم فکر کوم انتخاب خه دي که چیری واقعا انتخابات وشي.