د مونجي له خولې هسې ووتل خدايه ته دخپل پزل (فضل) له رويه دومره دولت راکړه چې په راټولولو يې ستړی شم ، په مۍ وريجې شنه بونډۍ ږيره يې لاسونه راکښل او له جای نمازه راولاړ شو، ټوله شپه يې دپاچاهۍ خوبونه وليدل سهار وختي يې نيم ګيلو هيروين په خپلې پګړۍ کې تاو کړل او شمله يې د کندز پر لورې نېغه کړه ، دقرانکريم څه اياتونه چې يې زده ول ټول يې سل سل ځلې په هرې تالاشۍ کې په ځان له وېرې چوف کول کله به پرې دخوب څپه راغله او خيال پلوونو کې به ورک شو يوځل خو په کې حج ته هم ولاړل ، سترګې يې وغړولې د سوارلۍ بس يې دکندز ښار ته بې خطره ورداخل شوی و، مونجی مسکی شو او ځان سره يې وويل \" اوس به نو خلک راته حاجي موجيب خان حاجي صاحب وايي٠
د ماښام لمونځ کابو قضا و چې مونجی د کندز په ښار کې دسوارلۍ له بس نه کښته شو او مسافرخانې ته ننوت شپه وه کټ ته وخوت پرېوته او په درانه خوب کېوت ، څه ګوري چې يوه لويه درخته ده او ټولې څانګې يې له شنو لوټونو ډکې دي ، بس حاجي صاحب موجيب خان حاجي ته خدای ورکړه وچ ټيک يې په لمده شو ، په درخته کې يې يوه پاڼه هم پرېنښوده نازکې څانګې خو لا څه چې ان ددرختې منډان يې هم مات کړل دخدای شکر يې ادا کړ او په ټولو يې خېټه واچوله ٠
خوشحاله و او ويل يې خدای يې چې چاته ورکوي اصل او نسب يې نه پوښتې او نه ترې تذکره غواړي همدې خبرو کې په درد له خوبه راپورته شو څراغ يې ولګاوه ګوري چې خپله ټوله شنه چکې ږيره يې له بېخه ويستې ده او دمنډانو او ښاخونو په ګمان يې خپل مخامخ غاښونه هم ټول مات کړي دي٠
سرته يې ټس ورکړ او ويل يې\" مونجی خو وې اوس کنډاس او ګنجی هم شوې٠