د افغانستان بانک وژغوری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58777
دلاور خان
دخبریدو نیټه : 2014-02-24

لوی افغانستان اونيزه:


د افغانستان بانک  په هيواد کې د ټول مالي  سيستم په سر کې ځای لري چې د هيواد ټول مالي سیستم رهبري کوي او په هيواد کې د مالي سیستم  څخه څارنه کوي خو له بده مرغه د هيواد مالي سيستم د داسې اشخاصو په لاس کې دی چې تل ورسره دخپلو شخصي ګټو غم وي د هيواد د مالي سيستم هيڅ پروا نلري. دا به د بانکونو په تاريخ کې لومړی ځل وي چې د يوه هيواد مرکزي بانک سقوط سره  مخ  کيږي ځکه په نړۍ  کې د بانکونو د جوړيدو له تاريخ سره سم د نړۍ په هيوادونو کې ډير سوداګريز بانکونه سقوط کړی چې ښه بيلګه زموږ په هيواد کې د لوی سوداګريز بانک یا کابل بانک سقوط وو خو د نړۍ د بانکونو په تاريخ کې هيڅ کله هم د کوم هيواد مرکزي بانک سقوط نه دی کړی خو په دې وروستيو کې يو شمير اشخاص غواړي چې دا تاريخ په هيواد کې را جوړ کړي .د هيواد په مالي سيستم يوه داسې ډله حاکمه ده چې د بانک په نامه يې تش په  نامه  مضمون لوستی او نه د بانک په ټولو چارو پوهيږي خو له بده مرغه زموږ ټول مالي سيستم بيا د داسې اشخاصو په لاس کې دی .تاسو پوهيږی چې افغانستان له يو ډير نازک حالت څخه تيريږي او که دا ځل په هيواد کې  يو سوداګريز بانک له سقوط  سره مخ شو نو زموږ دا غم ځپلی هيواد به هيڅ وخت هم د مالي سيستم څښتن نشي په هيواد کې به بیا هيڅوک هم په مالي سيستم باور ونکړی لکه څرنګه چې دې خوار ولس د کابل بانک به سقوط کې تر يوه مليارده ډالره زیان وموند نو دا ځل به دا زيان په څو چنده وي او زموږ خوار ولس به بيا دا زیان له کومه کړي او له چا به خيرات غواړي له بلې خوا نړيواله ټولنه هم نه غواړي چې له موږ سره مرستې وکړي ځکه کله چې په هيواد کې لوی سوداګريز بانک یا کابل بانک سقوط وکړو د پيسو نړيوال وجهي صندوق هم پر افغانستان خپلې مرستې ودرولې ځکه نړيوال هم نه غواړي خپلې مرستې بې ځايه او بې موخې په لګښت ورسوي .
د افغانستان بانک د ټولو مشر چې په نړيوال سوداګرۍ کې ليسانس دی او د بانک په اړه مسلکي زده کړې نلري خو بيا هم په زده کړو کې  له نورو يو څه ښه دی ځکه نړيواله سوداګري هم  په اقتصادي برخه کې راځي خو کوم کارونه چې تر سره کوي هغه په رښتيا هم چې ډير دردونکي دي.  ډير بې مسلکه خلک يې مقرر کړي چې ښه بيلګه د ده په خپل رياست کې د حعفر سادات يو کار کوونکی کار کوي چې زمين شناسي يې لوستې ده . ددې تر څنګه یې په بانک په لسګونو خلک مقرر کړي چې په نورو ليکونوکې به يې نومونه او د تحصیل درجه ټول ولس ته روښانه کړم .اوس يې يوازې د امتياز يادونه کوم چې په د هيواد په ټولو رياستونو کې سارۍ نلري:د نور الله دلاوري میاشتنی معاش يوازې ۴۱۴۵۰۰ افغانۍ دی
د افغانستان بانک لومړی مرستيال خان افضل هډه وال نوميږی نوموړی تر دې دمه بکلوريا دی اسناد يې د لوړوزده کړو وزارت له خوا په رسمي ډول نه دي ارزيابي او  تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې ایا د ده اسناد  اصلي دي او که جعلي ځکه د افغانستان بانک په  ډيټا بیس کې د ښاغلي خان افضل هډه وال د اسنادو په اړه يې داسې ليکلي دي (بکلوريا/ليسانس معادل ماستري اسناد هایی تحصیلي شان رسما طی مراخل نګرديده) که دا اسناد سم وي نو دا ښاغلی ولې خپل اسناد په رسمې توګه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لارې د افغانستان د  لوړوزده کړو وزارت د قانون له  مخې طی مراحل نکوي له بلې خوا تاسو پوهيږئ چې پاکستان په نړۍ کې د جعل له کبله نوم  لري  د هيواد د ټاکنو کارتونه په کانکور د شامليدو جعلي کارتونه او نور په سلګونو کارونه په جعلي توګه په پاکستان کې تر سره کيږي. ښاغلی هډه وال تر دې دمه د بکلوريا امتياز اخلي :
تخصصي معاش ۲۸۹۸۰۰ افغانۍ جمع امتياز تحصلي ۲۵۰۰چې ټول کيږي ۲۹۲۳۰۰زره افغانۍ
د تعجب خبره خو دا ده چې په خپله بکلوريا او د دفتر امر یې ليسانسه دی (نور الحق قانع) خو بیا په دفتر کې دوه نور کارکونکی هم لري چې له ده سره معادل دي يو يي بنارس خان خپل اوښی او بله د سعدیه په نوم سکرتران دي.
همدرانګه په ټول هيواد کې د مالي موسيساتو (صرافيانې، بانکونه ) د څارنې مسول چې هغه هم تر دې دمه بکلوریا دی او تر لاس لاندې یې په لسګونو ليسانسه او ماسټران کار کوي  تاسو پوهيږي چې د هيواد په ښونځيو کې د بانک په اړه يو عادي عنوان هم نشته نو دې به څنګه د ټول هيواد مالي سيستم اداره کړي خو معلومه خبره ده چې له کاسې لاندې نیم کاسه شته ده.خو کله چې بهرنۍ سفر راشي نو لومړی په کې خپل نوم ليکي د سفرونو په اړه خو د خفګان خبره دا ده چې څو موده وړاندې د امريکا د محتده ايالاتو يو  ټرنګ راغلی وو  چې  د دې ډلې يو شمير ملګري ور معرفي شوي ول خو دا ټرننګ  لنډې مودې لپاره وځنډول شول چې  له دې ډلې نه دوه ملګري پراخستل شوي پاسپورټونو امريکا ته وتښتيدل اوس هلته دي خو کله چې دا ټرننګونه بیرته پيل شول داسې خلک يې ورته نور معرفي کړل چې يوه مياشت مخکې له هندوستان هيواد څخه راسته شوی وو خو دلته بيا داسې خلک هم شته چې څو کاله يي تير کړي تر اوسه یی يو ټرننګ هم نه دی اخيستی .
په دې ليکنه ما غوښتل چې يوازې په رياست او لومړي مرستيال وغږيږم دا چې د نظارت خبره مهمه وه نو ځکه مې دلته ياد کړو د ټول نظارت په اړه چې د افغانستان بانک د نظارت په امریت کې څه تيريږي  او څومره بکلوريا په مسلکي ليسانسو امريت کوي او د افغانستان ټول مالي سيستم څو بکلوريا نفر چلوي راتلونکې ليکنه به پرې په مکمله توګه وکړم .زما د ليکونو يوازينۍ موخه د خپل هيواد او مالي سیستم ننګه ده او په دې غريب هيواد مې زړه ډير درديږي چې د هيواد ټول مالي سيستم دې يو څو بې کفايته خلکو په لاس کې دی.په افغانستان بانک کې څومره بکلوريا خلک کار کوي زه د بکلوريا خلاف نه يم ښه خبره ده چې کار کوي خو تاسو پوهيږي چې هر کال په هيواد کې څومره  مسلکي خلک فارغيږي له هغوي سره څومره ظلم دی له بلې خوا همدا بکلوريا بيا په ماسترانو او لسانسو امريت کوي د دوی په زړه به څه تيريږي او تر ټو مهم خبره  خو دا ده چې بکلوريا نور نه غواړي  خپلې زده کړې وکړي ځکه وايي چې زما لاس لاندې ليسانسه  او ماسټران کار کوي نو علم څه پکار دی .
زه له خپل ولس سره وعده کوم چې په راتلونکو ليکونو  کې به  د افغانستان بانک د ټولو بکلوريا کار کوونکو او امتيازاتو په اړه د هيواد ټولو رسنیو او ویب پاڼو ته ور وپيژنم او نومونه به يې افشا کړم  تر  څو د يو افغان په توګه خپل ملي رسالت ترسره کړم .


درنو لستونکو ما په تيره ليکنه کې له تاسو سره ژمنه کړې وه چې زه به د افغانستان بانک کې د روانو  چارو په اړه تاسو ته  معلومات درکوم له ژمنې سره سم  دا دی  د افغانستان بانک وژغورئ تر عنوان لاندې دويمه ليکنه کوم هيله ده د افغانستان حکومت د دې ډول اشخاصو په اړه ډير ژر پريکړه وکړي. له تيرو څو کالو راهيسې چې د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري ټاکل شوی دې ښاغلي په بانک کې يوازې دوه کارونه تر سره کړي لومړی کله چې د افغانيو ارزښت را ټيټ شي د دې لپاره چې د افغانيو ارزښت بيرته لوړ شي دی بازار ته ډالر عرضه کړي دا په دې مانا چې د بانک چارواکي په دې نه پوهيږي چې په بازار کې څومره افغانيو ته اړتيا ده تر څو بازار ته عرضه شي  ځکه که دوی  پوهيدلی بازار ته يې ډيرې افغانۍ نه عرضه کولو او په دې ډيری افغانان پوهيږي چې د افغانيو ارزښت د هيواد په سياسي استحکام پورې تړاو لري په دې نه چې د هيواد په بازارونو کې ډير افغانۍ شتون لري موږ او تاسو وينو چې د هيواد په ډير سيمو کې د افغانيو پر ځای بهرني اسعار چلښت لري . د افغانستان بانک  د قانون د 33مادې له مخې د هيواد دود پيسې افغانۍ دي چې په AFسره ښودل کيږي .خو د افغانستان بانک چارواکي بيا په دې اړه هيڅ ډول اقدام نه ترسره کوي. او دویم کار يې د بانک د کارمندانو تبديليدل او راتبديلدل داسې خلک شته چې په تير يو کال کې دري يا څلور ځله تبديل شوي. یو کارمند هيڅ ارتقا نه کوي دا په داسې حال کې ده چې ښه وړتيا به یې لري خو څوک يې پوښتنه هم نه کوي خو يو شمير نور بيا ډير ژر ژر ګرېډونه تبدلوي. (يو انجلی ده د افغانستان بانک په مالي برخه کې کار کوي  لومړی په دريم ګريد کې وه له لږ وخت وروسته پنځم ګريډ ته لاړه او بيا اووم ګريد ته لاړه اوسمهال اتم ته لاړه او دا ټول ګريدونه په څه کم يو کال کې اخيستي).د افغانستان د اساسي قانون د دولسمې مادې له مخې د افغانستان بانک د دولت مرکزي او مستقل بانک دی چې مشر يې د ولسمشر په امر د ولسي جرګې په تائيد ټاکل کيږي .دا ښاغلي د همدې مادې څخه په ګټې اخيستنې سره څه چې زړه غواړي تر سره کوي او داسې فکر کوي چې هيڅ قانون اجازه نلري تر څو د افغانستان بانک تر خپل نظارت لاندې راولي خو د افغانستان بانک د هيواد مرکزي بانک دی او دا بانک د افغانستان د ولس بانک دی نه د يو څو ځان خوښو او خود غرضه خلکو .
 د  افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې د قانون د دريمې مادې شپږمې فقرې له مخې (له دندې ناوړه ګټه پورته کونه ) بايد دا چارواکي  د هيواد عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شي.
افغانستان بانک په سلګونه بکلوريا (د خطراتو
امر،لومړی مرستيال،بشري منابع،خدمات،مالي امر او يو شمير لوړ رتبه مامورين ) کارکونکي کار کوي او ډيری يې د اوسنۍ ادارې له خوا مقرر شوي. همدرانګه د هيواد په ټولو ادارو کې د کار کوونکو معاشونه د خپل اړوند امر لخوا لوړيږي (په افغانستان بانک کې دا پروسه يوازې د هغو کارمندانو لپاره ده چې د افغانستان بانک له چارواکو سره اړیکې نلري ) په ځانګړي توګه د لوی ریس او د لومړي مرستیال خو دلته د دې پروسې خلاف د افغانستان بانک چارواکي په خپله خوښه چې چا ته خوښه وي معاش لوړوي او ډیر معاشونه هغه چاته لوړیږي چې د ریس او یا لومړي مرستیال سره اړيکې ولري  او دا خلک ډيری بکلوريا دي چې د افغانستان د کار قانون د نهه پنځوسمې مادې د څلورمې فقرې له مخې: په مزد کې هر ډول تبعض جواز نلري . خو دا چارواکو دا ټول قوانين تر پښو لاندې کړي او په خپله خوښه کار کوي .
د افغانستان بانک د ټولو مشر د امريکا د متحده ايالاتو  کې اوسیږي که خدایی مکړه په هيواد کې مالي سيستم  له ناورين سره مخ شي  دا ښاغلی کولای شي په اسانۍ سره امريکا ته لاړ شي او د عبدالقدير فطرت په څير به هلته خپل ژوند غوره کړي بيا به يې هيڅوک د محاکمه کولو وس ونلري ښه به دا وي چې دا چار واکي سم د لاسه عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي تر څو هيواد له يو لوي مالي ناورين څخه وژغورل شي . درنو لوستونکو  په راتلوونکو  ليکنو کې به د افغانستان بانک په ټولو  څانګو کې د کار کوونکو نومونه در ښکاره کړم هر څانګه به جلا وڅيړم د څانګې دندې او د چارواکو  زده کړې به يې هم درته روښانه کړم او د لومړي مرستیال په بې کفایتۍ به هم پرته له کوم شخصي ستونزې رڼا واچوم او کړنې به یې لکه څنګه چې په خپل وار سره روښانه کوم دا پروسه به دوام لري د لوی افغانستان اونیزې نه مننه چې د حقیقت په خپرولو کې خپلواکه رسنۍ ده له هیچا څخه ډار ویره نه لري او په نره زما لیکنې خپروي زه هم د لو افغانستان اونیزې سره ژمنه کوم چې هېڅ خبره به بې اسنادو نه وي څه چې لیکم د اسناد پربنسټ به یې لیکم.