د افغانيو په وړاندې د افغانستان بانک بې کفايتي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58778
افغان لټون
دخبریدو نیټه : 2014-02-24

لوی افغانستان اونيزه

په نړۍ کې د مرکزي بانک له شتون څخه وړاندې بيلا بيلو ادارو پيسې نشرولو خو کله چې په نړۍ کې د پيسو د نشر په اړه ستونزې را پيدا شوې نو د نړۍ هيوادنو دا پريکړه وکړه چې پيسې بايد يوازې د هيوادونو مرکزي بانکونه نشر کړي او د نړۍ ټول هيوادونه په دې مکلف شول تر څو يو مرکزي بانک ولري . افغانستان هم د نړۍ د هيوادنو له ډلې يو هيواد دی چې په کال 1381ه ش کې مرکزي بانک رامنځته کړی دی چې د افغانستان بانک نوميږي که څه هم  د افغانستان بانک له تاسيس سره سم د هيواد لپاره ډيرې چوپړتياوې تر سره کړي خو په د وروستيو کې په خپلو دندو کې پاتې راغلی په ځانګړې توګه په هيواد کې د افغانيو د پړسوب د مخنيو ي په برخه کې پاتې راغلی چې  د افغانستان بانک د ناسمې رهبرۍ له کبله د هيواد د کرنيسو حقوقي شخصيت  هم ډيرې وخت تر پوښتنې لاندې راځي ځکه کوم تعريف چې د اقتصاد پوهانو له خوا د پيسو لپاره وړاندې شوی په افغانيو نه تطبيقيږي د ساري په توګه پيسې بايد عامو خلکو ته د منلو وړو خو په داسې حال کې چې  د هيواد په ختيځ او سهيل کې پاکستاني کالدار ،لويديځ کې ايراني تومن په مرکزي سيمو کې ، ډالر د افغانيو پر ځاي د تبادلې په توګه کار ول کيږي.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د قانون د 33 مادې پر اساس د افغانستان  دود  پيسې افغانۍ  او ״AF״سره ښودل کيږي . د دې تر څنګه پيسې بايد د تبادلې په وسيله هم وي خو په هيواد کې ډيرې تبادلې په بهرنيو پيسو ترسره کيږي . هغه لاملونه چې  د هغو په سبب افغانۍ په کې ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي غواړم په لنډه توګه اشاره وکړم :
1) په ټول هيواد کې په تبادلاتو کې ،د پورنو د ورکړې په برخه کې  ،د ارزښت د ساتلو په برخه کې او عامو افغانانو ته د افغانۍ نه منل .
2) دويمه مهمه موضوع چې افغانۍ په کې ورځ تر بلې ټيټيږي هغه دا چې په هيواد کې ډير بهراني حالتو شتون درلود کله چې په هيواد کې نوې افغانۍ چاپ او نشر شولې افغانستان بانک يواې دا خبره په غوږ کې ونيوله چې تر څو افغانۍ دود کړي وخت ته اړتيا ده چې دا هم اوس دولس کاله تير شول خو څوک پرې غوږ نه ږروي.
3) د افغانستان بانک دنده لري تر څو په ټول هيواد کې د پيسو د دوديدو لپاره هلې ځلې وکړي خو له بده مرغه په افغانستان بانک کې هم معاشونه په ډالرو ټاکل کيږي چې زه يې درته يو څو بيلګې راوړم :
i. ناظر کل 4000 زره امريکايي ډالره او د هغو معادل په افغانيو
ii. حقوقي مشاور 4000 زره امريکايي ډالره او د هغو معادل په افغانيو
iii. د مالي شخرو دحل د فتر مشر 4120 زره امريکايې ډالره او د هغو معادل په افغانيو
iv. د پيسو د سياست د امر 4542 زره امريکايي ډالره او د هغو معادل په افغانيو.
v. د مالي خطراتو امر 4000 زره امريکايي ډالره او د هغو معادل په افغانيو
vi. د بشري سرچينو امر 3500 زره امريکايي ډالره او د هغو معادل په افغانيو
vii. د مالي او محاسبې امر 4800 زره امريکايي ډالره او د هغو معادل په افغانيو
4) د افغانستان بانک د لوړ رتبه مامورين د افغانيو پړسوب ته  ليوالتيا ځکه هغوی تل هڅه کوی چې افغانۍ په بازار کې د توکو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړي  د همدې بهانۍ په وجه خپل معاشونه نور هم لوړ کړي خو د دې خبرې تړاو بيا ټيټ رتبه مامورينو ته نه ورکوي .
5) د افغانستان بانک له خوا د پيسو د د سياست په وجه  د افغانستان کې په هيواد کې د پيسو د کنټرول لپاره د ازاد بازار يا د مارکيت له سياست څخه کار اخلي چې دا ډول سياستونه په نړۍ که لڼد مهاله موخو د تر لاسه کولو لپاره نيول کيږي .ګرانو لوستونکو ستاسو د ښې پوهيدنۍ په موخه غواړم تاسو ته دا ډول سياست توضيح کړم : د ازاد بازار سياست د پيسو د سياست په چوکاټ کې ډير ګټور سياست دی چې د دولت له لورې د مرکزي بانک په وسيله په دوامداره نه بلکې په  ځانګړو وختونو،او مسلسله توګه په ډيرو مواردو کې داسياست لنډ مهال وي چې دبانک د اوږدمهالو سياستونو په چوکاټ کې ترسره کيږي :د ازاد بازار سياست عبارت له يو شميرټوليزو تدابيرو او اقداماتو څخه چې په معقولو لارو  د پيسو د نظم د ساتلو په موخه د مرکزي بانک د مخامخ او نامخامخ  ډول د پاڼو خرڅلاو يا ،د پور دولتي او خزانې  اسنادو دوباره اخيستل  تر څو مطلوب حالت  رامنځته شي  . چې افغانستان د پور دولتي اسناد نلري دا په دې مانا چې په يو واده کې شاه او ناورې نشته خو واده تر سره کيږي .
6) په افغانستان کې سياسي بې ثابتي هم د پيسو په ارزښت باندې مخامخ اغيزه لري .ځکه په هيواد کې د د سياسي بې ثابتي په وجه  هيواد وال په د افغانيو پر ځای نور بهرني اسعار له ځانه سره زيرمه کوي .چې په دې برخه کې افغانستان بانک سياست هم ناکام دی ځکه کله چې  د افغانستان بانک بازار ته بهرني اسعار وړاندې کړي هيوادوال په بازار کې افغانۍ له اسعارو سره تبادله کوي اسعار له ځانه سره ساتي افغانۍ د افغانستان بانک ته تسليميږي چې لږ وخت وروسته افغانستان بانک مجبور دی تر څو بازار ته افغانۍ عرضه کړي خو ډير کم خلک حاضريږي چې افغانۍ د اسعارو په مقابل کې واخلي  خو کله چې افغانۍ څوک نه اخلي ارزښت يې لاپسې کميږي .خو دا ډول سياستونه افغانستابانک د ډير وخت لپاره نشي تر سره کولی ځکه افغانستان يو وارداتي هيواد دی او په دې برخه کې تل اسعار له لاسه ورکوي چې ډير ژر به افغانستان بانک اسعاري زيرمې هم له کمښت سره مخ شي .