پس له ډېرو هلوځلو او ډېرو منډو ترړو میدان وردګ ولایت په دې وتوانېده، چې په دې ولایت کې د حکومتي پوهنتون ډبره کېږدي، دا هغه لوی خبر دی، چې ددې ولایت ټولو اوسېدونکو ته پرمختګ، هوساینه او سوکالي را منځ ته کوي. په نورو ولایتونو کې ټول په یوه خوله په پوهنتون پسې منډې وهي ترڅ، یې چارې ژر پر مخ یوسي او دغه د خیر او برکت مرکز د خپلو ځوانانو لپاره چمتو کړي مګر په دې ولایت کې خبره ټوله سرچپه وه.
ددې ولایت لپاره د حکومت لخوا پوهنتون منظور شوی او له پیله داسې ځای ورته ټاکل شوی ؤ، چې له تخنیکي لحاظه مناسب او سم ؤ، مګر ددې ولایت مشرانو وکیلانو، قوماندانانو او رئیسانو د خپلو شخصي ګټو په منظور د پوهنتون د اصلي ځای په اړه ګڼې ستونزې را ولاړې کړې. دعام ولس په منځ کې یې د سمت پالنې روحیه پیاوړې کړه او ترشا یې خپلې شخصي ګټلې پاللې. که څه هم د ټوپ دښته لویه سیمه او حکومتي ملکیت دی مګر اصلي ستونزه له دې ځایه راپورته شوه، چې ددې ولایت ځینې مشرانو، پخوانیو قوماندانانو لکه قوماندان مظفرالدین، مولوي شرین، د ولایتي شورا غړیو او نورو زورواکانو دغه ځمکه له پخوا څخه په زور نیولې وه او په یوه او بله بانه یې په خلکو کې دا روحیه پیاوړې کړه، چې پوهنتون باید په میدانښار کې وي. دا موضوع د حلیم فدايي د ولایت پرمهال همداسې لانجمنه پاتې شوه، او نوي والي خوږیاڼي په راتلو سره دغه موضوع بیا را پورته شوه.
والي صاحب خوږیاڼي پرته له دې چې په تخنیکي لحاظ د پوهنتون د ځمکې د ځای موضوع حل کړي، او پرته له دې چې د همدغو قومي مشرانو، وکیلانو، او قوماندانانو له شخصي اهدافو خبر شي. د ۱۳۹۱ د تلې په ۲۷مه د میدان او وردګو مشران راټول او په غونډه کې یې پچه واچوله په پچه کې د پوهنتون د اصلي ځای پرځای د میدانښار د خیري سیمه وټاکل شوه او په دې سره د هغو خلکو ارمان پوره شو، چې د ټوپ دښته یې غصبه کړې وه. او هم د حضرت جانان او نورو میداني چارواکو د شخصي ګټو ارمان پوره شو، چې په دې سیمه کې یې ان د فدايي صاحب له وخته پلان کړې وې. خوږیاڼی صاحب چې له خپل ولایت پرته د بل څه په غم کې نه دی کله د میدان د مشرانو په تله کې ځان اچوي او کله چې له وردګ مشرانو څخه ویره احساس کړی بیا له هغوی سره سر خوځوي.
څرنګه چې دخیري دښته د پوهنتون لپاره مناسبه نه وه، د مسلکي خلکو لخوا بیا په دې ټینګار وشو چې پوهنتون باید د ټوپ په دښته کې جوړ شي او همدغه موضوع پرمخ لاړه او تردې چې تېره اونۍ د پوهنتو ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه او دوه زره جریبه ځمکه ورته تشخیص شوه خو دا کار د دواړو لوریو د مشرانو او قوماندانانو له شخصي ګټو سره په تضاد کې دی نو دوی بیا هم آرام ناست نه دي. همدغو مشرانو به د پوهنتون په اړه په هره غونډه کې ګډون کاوه او په ښکاره به یې ځان ډېر مخلص ښکاره کاوه مګر په حقیقت کې یې له خپلو شخصي ګټو پرته نور څه نه پالل او کله چې په دې پوهه شول چې ښايي پوهنتون د ټوپ دښتې لاړ شي نو په نخشه کې یې هم ورته ډېرې ګوټې ووهلې ترڅو یې له خپلو ځمکو چپ او د هغو خلکو شخصي ځمکو ته یې تمبه کړي، چې شرعي قبالې یې لري.
اوس اوس چې پوهنتون په رسمي ډول پرانېستل شوی، همدغه قومي مشران، وکیلان او قوماندان (د وردګو او میدان دواړو خواوو) په خپلو کې سره جوړ او ښه ملګري دي، مګر ولسونه په شخړه کې اچوي او نفرتونه را منځ ته کوي، د پوهنتون موضوع ته د سیمې او سمت رنګ ورکوي. ځکه چې ددوی د شخصي ګټو خلاف ځای وټاکل شوی خو په اصل کې د یوې خوا مشران غواړي، چې خپل ښارګوټي او فارمونه جوړ کړي او د بلې ډلې د شخصي ځمک ارزښت کښته شو نو خبره د سړکونو سر ته را وباسي او ښايي چې په یوه او یا بل نامه د عامو خلکو لاریون سړک ته راوباسي. ټول دې خبر وي، چې هرڅوک مخالفت ته راوځي هغوی له اصلي موضوع څخه خبر نه دي مګر اصلي خبره د پارلمنان او ولایتي شورا د وکیلانو، قومي مشرانو او قوماندانو شخصي ګټي دي. والي صاحب هم د خپلې بقا په خاطر هېڅ هم نه شی کولی.