موږ ملامت یو!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58785
هارون حکیمي/ هندوستان
دخبریدو نیټه : 2014-02-25

 

سهار وختي مي د ګورګان څخه خپل مېلمه ملګری عبدالله کاکړ د اندراګاندهي تر هوایي ډګره ورساوه، هغه اوس نو کابل ته رسېدونکی دی او زه د پنجاب پوهنتون پر خوا؛ اوس په پاني پت کي روان یم. له یوې خوا مي د افغان اردو پر سرتېرو د پاکستاني برید ګروم هیلي په بدبینۍ رابدلوي ( چي ولي او څنګه ممکن سوی؟ او خدای مه کړه بیابه هم داسي پیښیږي؟ ) له بلي خوا مي د سړک پر غاړو د لویو لوحو لیکلي کرښي بې موراله کوي چي موږ خپله څومره ملامت یو!
 هوایي ځواکونو! تاسو د اسمان ساتونکي یاست، سلام سرتیري ته، پولیس د ټولني وقار، د سرتېري ورځ مبارکه، د سمندري ځواکونو سره یوځای سئ،  د پولو ساتونکي؛ د حاکمیت ساتونکي. دا او دې ورته نوري ژوري خبري لولم.
 د راتلونکي حکومت ګټلو دپاره پر میدان لوبېدونکي ګوندونه ( کانګرس ) او ( بي جې پي ) هم د خپلو نوماندانو؛ راحُل ګاندهي او نرندهر مودهي عکسونه په دا ډول پیغامونو ښکُلي کړيدي.
مورال، احساسات، حماسې، تحرُک، ننګوني، اغېز، ملاتړ، ذهنیت او کیفیت د بقا او پیاوړتیا لپاره دا ډول اکسیر غواړي. دا ارزښت دی چي یوه فرد ته د سرتېرۍ روحیه ورکوي.


خیر؛ موږ به د هندوستان سره د افغانستان تر مقایسې په دې لا تېر سو چي؛ د پاکستان لخوا د کشمیر پر پوله د دوو هندي سرتېرو وژلو د اونیو دپاره د هند د ټول دوولس سوه، لس مېلیونه نفوس د عکس العمل چیغي را پورته کړې؛ خو! موږ د پاکستان سره د ځان پر خلاف تر دې څو چنده خونړۍ پېښه کي خپله مرسته ورسره وکړه او داسي ذهنیتونه لا هم راپکښي سته چي باندي غمجن لا هم نه دي.


څه چي موږ ته ډېر ضرور ول او تر اوسه مو بیخي هیڅ نه دي کړي هغه؛  زموږ د امنیتي سرتېرو د ملاتړ ذهنیت جوړول او د دغه ارزښت سمه پېژندګلوي ده. ماته د پروسږ کال یوه خبره راپه یادیږي چي یوه ملګري مي راته وویل چي د اعلاناتو کمپنۍ جوړوي او د ملي دفاع وزارت؛ د ملي اردو د هڅوني په موخه ډېره لویه اعلاناتي پروژه ورکوي، خو وروسته یې په ډېره نا امیدۍ وویل ( بسم الله خان مي تر ګټه ډېره فیصدي د ځان دپاره راڅخه وغوښته نو! ما ونه سوای ګولای چي دا کار وکړم، بیرته ځم، دا کار پاته سو).


 د بسم الله خان تر بېسوادۍ او نا اهلۍ به د هغه سره د یوه سفر یادونه وکړم؛ ۲۰۱۱م کال وو، د افغانستان، امریکا او پاکستان د درې اړخیزو خبرو دپاره د افغانستان په استازیتوب د وخت د ملي دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ او بسم الله خان چي هغه مهال د کورنیو چارو وزیر وو، د خبرو دپاره  واشنګټن ته تلل. د دوبۍ هوايي ډګر څخه د امریکا پر خوا دروازې، په تلاښیو کي مي د لاین شاته وکتل چي بسم الله خان هم پکښي ولاړ دی. تورپوستي تلاښي کوونکي چي بوټونه او اوسپنه لرونکی کمربند راباندي وکښل، راته وویل چي لاسونه پورته ونیسم او پر خپل ځای یو سل و اتیا درجې ګرز وکړم یعني بیرته لاین ته مخ ور وګرځوم. په دې توګه مي تلاښي وسوه، خو دې پوښتني چي وزیر صاحب مو ولي په دغه لاین کي راسره ولاړ دی ودرولم، ورته کتل مي چي د وزیر صاحب نوبت راغی؛ کټ مټ زما غوندي تلاښي ورته کتل خو د وزیر صاحب چي په هغه لنډه لنډه امریه انګلېسي سر نه خلاصېده او نه یې خپله څه ویلای سوای، په دري ورته وویل ( مه وزیر استم ) تلاښي کوونکی چي په دري نه پوهېده بیایې خپله خبره ورته تکرار کړه. خو په خبرو یې سر سره ورنغی نو!  توري؛ مو وزیر تر لاسونو ونیاوه او کیڼ ګرز یې باندي وکړ، بوټ یې هم په پښه ور وواهه چي معنا وې کاږه. وزیر چي د تلاښۍ څخه راتېر سو؛ خورا بد الفاظ یې کارول چي ما روغبړ ورسره وکړ. وروسته پوه سوم چي ده؛ پر خپل شخصي پاسپورټ د امریکا ویزه لګولې وه، لکه چي دا امتیاز یې هم پر سیاسي پاسپورټ هغه چي دی یې هر وخت د ځانه سره نه سي ساتلای نه پېرزو کېده. دا صحنه مي پر زړه داغ سوه، چي ولي زما د هیواد حیثیت د داسي نا اهلو تر جهالت قربان سي؟
دا صحنه مو د وزیر د نااهلۍ او د ملګري د سوداګرۍ موضوع یې د فساد یو دوه کوشني ثبوتونه دي. د سیمه ییزم او ګوندیزم ثبوتونه خو یې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه دي.


نو زموږ د امنیتي ځواکونو د مورال، پیاوړتیا او عامه ذهنیت ملګرتیا؛ د داسي یو چا تر فساد قربان سوې ده.
موږ ملامت یو؛ ځکه چي زموږ حال، زموږ د اخلاقو محصول دی.