ځانمرګی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58792
اېمل افغان
دخبریدو نیټه : 2014-02-25



 

 له څلور لسیزې جګړې نه وروسته ځوانان افغان حکومت او په میلاردونو ډالر بهرنۍ مرستو ولاړې ادارې ته سترګې په لار و، که خدای کول یو نظام او اداره به په افغانستان کې جوړېږي او نور به ور سره د وینو تویولو، د هېوادوالو له بې ځایه وژلو او ورانیو څخه به خلاصیږو، خو کله، چې افغان سیاسي لوبغاړو او ترڅنګ یې بهرنیو په دې خاوره خپل حکومت پيل کړو نو څرګنده شوه، چې دې ادارې هغه جنایتکاران په خپله غیږ کې ونیول، چې دا څلويښت کاله یې هېوادوال بې ځایه وژلي، ښځې یې ورته بې عزته کړې وې، د انسانانو غوږونه او پزې پرې کړې وې، ځوانان ژوندي په خاورو منډل شوي وو، خو دې ادارې ورسره هیڅ ډول محاسبه ونکړه، بلکې نور امتیازات او لوړې چوکۍ یې هم هغوی ته ورکړې او خلکو هم د دې کار په کولو سره له حکومت نه خپله لاره او تګلاره بېله کړه همدا ټکی وه، چې د ولس او دولت ترمنځ په دا څوارلس کلونو کې يو پراخ واټن را منځ ته شو.
د دې واټن په را پيدا کېدو سره هلته په پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې زموږ د نیکونو دښمن او قاتل چې پورته یې یوه یادونه وشوه، او د ډاکټرصاحب نجیب الله غوندې یو شخص لاسونه یې هم په وینو سره ، چې هغه پاکستان او ایران او ترڅنګ نور هیوادونه دي ،چې نن ورځ زموږ په کورنیو چارو کې لاس وهنه هم کوي، چې په نتیجه کې اوس راته ځان مرګي ځوانان تربیه او را پيدا کړل او له سرحد څخه خامه اوسپینه خوله ځوانان دیخوا را اړوي او په افغانستان کې خپلو ځانونو ته په واټونو او ښارونو کې د خپلو شومو موخو او اهدافو لپاره چاودنې کوي، چې په پایله کې ورسره مظلوم هېوادوال وژل کېږي، نورمالي تاوانونه چې خلکو ته اوړي د هغو خو له سره حساب نه کېږي او نه هغه څوک اوس په حساب کې راولي.
دا ټول هغه کم عمره اوسپینه خوله ځوانان دي، چې کله د افغان حکومت له خوا نیول شوي نو همدا وینا او اقرار کوي او وايي، چې د پاکستان په ښارونو کې موږ د دې ناوړه کار لپاره تربیه او زده کړې ترلاسه کړي او د دې لپاره یې موږ تربیه کړلو، چې لاړشو په افغانستان کې ځان ته چاودنې ورکړو ،ځکه هلته جهاد دی، دوزخ دی ،جنت دی، او حورې دي خو موږ په دې نه و خبر چې دا ټول د پاکستان او ترڅنګ یې د نورو هېوادونو ناوړه سیاستونه دي او د تاریخ په اوږدو کې له موږ سره دوی جفا کړې او تل مدام یې موږ غولولي او دې کار ته یې هڅولي یو.
زه په دې خپله ګوډه او ماته لیکنه کې په ټولو هغو ځان مرګو ځوانانو غږ کوم، که هغه هر چېرته ژوند کوي، خو دا ورته وایم راځی له دې څخه به بل غټ جهاد او بریا نن ورځ په دین ،سیاست، افغانستان او نړۍ کې نه وي ،چې موږ خپل اولادونه د زده کړې په ښکلې ګاڼه سمبال کړو، د هغوی لپاره یوه مړۍ حلاله ډوډۍ را پيدا کړو، پردی مال ونه خورو ، زنا ونکړو، شراب ونه خورو، مسجد آباد کړو نو دا به له ځان وژلو څخه په افغانستان کې زما په نظر یو بهتره کار او غوره لار وي.
اوهم له دغو کسانو څخه دلته زه یوه پوښتنه لرم، کله چې دغه ځوانان دې کار ته غاړه ږدي او له یوې چاودنې سره دومره ورانی له ځان سره را وړي، دوی که لږ له خپل فکر او عقل څخه ګټه او کار واخلي او له دې خپل جنتي مشر او رهبر څخه د دې پوښتنه وکړي او ورته ووايی، چې د کوم پیغمبر په وخت کې ځان وژنه شوې، چې موږ ځان وژنه وکړو او په دې ځان وژنې سره څومره مسلمانانو ته موږ مالي او ځاني زیان اړو، موږ خو دا کار کوو او ستا خبره منو ،راځه زما مشره لومړی ته خپل ځان په یوځای کې والوزه وه او ځان ته چاودنه ورکړه، چې موږ خو ستا دا فدا کاري او مېړانه وګورو ،نو بیا به زه له هغه څخه وروسته دا کار ترسره کړم، زه خو هم پدې پوی شم ،چې ولا په دې کار کې ګټه شته، هغه ده زما مشرخپل ځان ته چاودنه ورکړه او له دې نړۍ څخه سیخ د جنت په لور بې ډز او ډوزه روان شو.
خو دا ټول دروغ دي دا یو ناوړه سیاست دی ،چې د افغانستان دښمنانو د دې هېواد د ورانولو او بربادولو لپاره په دا خل او بهر کې دا کار په لاره اچولی، دا کارونه ټول په هغو کم عمره ځوانانو ترسره کوي، چې د هغوی ذهنونو دومره پراختیا نه ده کړې، ترڅو د داسې عمل په وړاندې دوی فکر وکړي، اکثره دغه ځوانان چې دا کار کوي دا ټول زموږ د دښمنانو او د هغه هېواد له خوا نیشه کېږي، هغوی ته پیچکاري ورکول کېږي، چې په پایله کې دې کار ته غاړه ږدي او ځانونو ته چاودنې ورکوي.
یو ځوان که چېرته په رښتینې توګه د اسلام، د مسلمان او ټولنې له حقوقو او احکامو څخه خبر وي او خپل لمونځ او اودس یې په ښه توګه زده کړی وي نو فکر نه کوم، چې هغه دې په داسې ناوړه او ورانو کارونو لاس پورې کړي، چې هره ورځ د لسګونو کسانو د مرګ ژبلې سبب کېږي او له بلې خوا مو ورسره خوږ افغانستان هم د شاه تګ په لور روانېږي، چې نور افغان ولس دا ناوړه کړنه ښه نه شي ګڼلی، ځکه دا هېواد هم پرموږ ځوانانو حق لري، ترڅو وکولای شو د بریا او پرمختګ په لور یې روان کړو.
په افغانستان کې په دا څلور لسیزو کې چې څومره سیاسي لوبغاړي تیر شوي او خپلې سیاسي لوبې یې روانې کړي او اوس هم په سیاست کې لوی لاس لري، یو هم ما ونه لیدلو چې دی دې د اسلام په لار کې وژل شوی وي تش په نوم یې د اسلام ناره اوچته کړې، خو بیا وروسته پاتې شوې.
زه افسوس په هغو ځوانانو او خلکو کوم، چې له دوی سره یې په سپين زړه جهاد، مبارزه او د خپل هېواد ساتنه وکړه او د پاتې نورو کړنې او اعمال چې موږ دلته ولیدل نو که وژل شوي دي هغه به د خپلې چوکۍ او خیټې ډکولو پرسر وژل شوی وي. او یا که نن ورځ له شته نظام څخه خفه دي او هېواد ته شاه کړې، ټوله ورځ د نظام او خلکو په اړه تبلیغات کوي، خو دا ټول د خپلو سیاسي ګټو او موخو د ترلاسه کولو لپاره دي او که نه وي نو ځوانانو تاسو په دا څلور لسیزو فکر وکړی، چې د کوم سیاستمدار، رهبر او یا وکیل زوی د دین او اسلام د ګټلو په موخه وژل شوی، که چېرته وژل شوی هم وي نو هغه به د خپلو سیاسي ګټو ښکار شوی وي او یا به یې په افغانستان کې ډېرې مورګانې د غم په ټغر کینولې وي، چې نن ورځ وژل شوی او سر یې ورته پښو ته ايښی.
دا ټولې هغه بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ دي، چې پرموږ او تاسو یې بهرني او دا خلي سیاستمداران د خپلو شمو ګټو او اهدافو لپاره عملي کوي، راځی چې نور د داسې ناوړه مرګونو ښکار نه شو ،موږ ځوانان سیاست او دین په ښه توګه ترڅېړنې لاندې ونیسو، په هغه باندې ځان، خپل ملګري او خپله کورنۍ پوی کړو او بیا د ځان مرګو په اړه له هغوی سره د هغوی په لاس ته راوړنو او ورانکاریو خبرې وکړو، موږ باید هوښیار او ويښ ځوانان ووسو، ترڅو په راتلونکي کې د یوه ښه مدیریت وړتیا ترلاسه او هغه مخ په وړاندې بوزو.
نه چې دیوه ملا او طالب په یوې خبرې سره مو ځان ته له بمونو غټ او ډک واسکټونه غاړې ته اچولي او چاودنې په لور روان شو، ځکه دا به د پرمختګ، ابادۍ او دین ګټلو لار څومره چې زه فکر کوم نه وي. د ملا او طالب کلمې زما په نظر ډېرې پاکې او سوتره کلمې دي، ځکه موږ ټول طالبان او ملایان یو لمونځونه کوو، روژې نیسو، زده کړه کو خو دا به له دې نومونو څخه ناوړه ګټه پورته کول وي.
زموږ لپاره ښه لاس ته راوړنه په کار کولو، ادارې په چلولو او نور ځوانان له داسې ناوړه کړنو څخه منع کولو کې ده، نه چې یو ځوان دومره ژر خپله حوصله له لاسه ورکړي او په دې کم عمر کې دی خپل ځان ته چاودنه ورکوي او ټول هېوادوال په وینو له ځان سره رنګوي، دې ته مبارزه نه وايي. یو ځوان باید ډېره پياوړې اراده ولري، د دین او سیاست په ګټلو کې دی باید د یو انسان ژوند ښه کړي ،نه چې خپل ځان په داسې لږ وخت کې له لاسه ورکړي ،ځکه که موږ ځوانان په ځان وژنو کې خپل ځان له لاسه ورکړو نو د دې دین او مبارزې ګټل به څه خوند ولري، چې په خپلو سترګو یې موږ ونه ګورو نو دا به یو غلطه پالیسي وي، زموږ د ځوانانو په نظر چې دې خلکو په لاره اچولې ده.