افغان روښنفکران هرچيري اودنړۍ په هرگوټ کښي چي اوسېږي بايد په خپل ملي قوت اوتاريخی رسالت پوه سئ!
دافغانستان دپرمختگ تاريخي بهيرته په کتوسره هرلوستونکی او څېړونکی پدې باوري کيږ ي چې دافغانستان داقتصادي ،علمی اوسياسي بهر پرمختگ دنړ يوالو دوزبرځواکو (شوروی اتحاد اوامريکا) دنړيوالوگټودخپله ولوپه موخه سياليو قرباني وو.افغانستان لکه نن دخپل شتون له لمړۍ ورځې جيوپوليتيک اودنړيوالي څلورلاري ارزښت لري ،ځکه خودنړی ټول پرمختللی اوداقتصادي سياليوجوگه هيوادونه غواړي په يوه اوبله پلمه دلته ددي ولس او هيواد سره يوډول اړېکي ولري . په تيرو نړيوالو سياليوکي دافغانستان روڼ اندي له امانی نهظت نه رانيولې بياترنن پوري دغربی هيوادونودلاس وهنی اومدا خلي قربانی سوی دی .دليل داوو ،چي افغانستان په جغرافيايي لحاظ تربل هرغربی هيواد دهغه وخت پخوانی شوروی اتحادته نږدي پروت وو اوپه رشتياسره دشوروی نظام دسياسي اوټولنيزو تغير تر تاثير لاندي راتلۍ اوسياسی خوځښتونه يې هم ترډيره بريده دشوروی نظام دسياسي جوړښت اونړيوالو هحوتر تاسثير لاندي راتلئ ، ځکه خو دغربی نړۍ په ځانگړې توگه امريکا لپاره دمنلو وړنه وه چي په افغانستان کي داسي مثبت اقتصادي ،علمی اوسياسي بدلونونه راسي په کوم کښي چې دپخواني شوروی اعتبار لوړه وي . همدا دليل وو چي په افغانستان کي هر مثبت بدلون پر خلاف حرکت دمذهب ،دينی عقايدو اوافغانی دود اودستورنه په ناوړه سياسی استفادي سره دغربی هيوادوپه نېغه مداخله اولاسوهنه چې هغه دپاکستان اودپهل:وی کورنۍ دحاکميت په وخت کي دهغوي لخوا اوبياکله چي ايرانی اخوندانورهبران یې له فرانسي نه ايران ته صادرکړه دايرانی اخوندانو اوددي هيواد ددولتی چارواکو اواستخباراتی ادارو په مټ پرمخ بېول کېدل .اوداپروسه همدا اوس هم په يوه اوبله بڼه روانه ده اودزبرځواکو هيوادونوله گټوسره ددي دوگاونډو هيوادونودچارواکوگټې هم ورباندي ايظافه سوی دي .
دبېلگې په توگه هغه وخت چې غازی امان الله خان په سياسي ،اقتصادي ،علمی اوپوځی برخوکي دهيوادجوړونې ته لاس ورواچاوه او دافغانستان دنړيوالو اړېکو دپراختيا اومرستو ترلاسه کولو اوجلبولو په موخه يې بهرملکونوته خپله سفرونه پيل کړه ،هغه دچاخبره ددې سفرولانه وو راگرځېدلئ چې دافغان ولس دبهرنيو دښمنانوپه لمسون دهغوي دروزل سوو نوکرانولخوا دمذهب نه په ناوړه سياسی استفاد ې سره ،هغه له هيوادنه فرارته مجبورسو .داچې تر هغه نه راوروسته دټولونهظتونواوحرکتونوپر خلاف دهمدې هيوادوداستخباراتی کړيولخوادهمدي مذهبی تبليغاتونه ناوړه استفاده وسول اوافغان ولس دبې ځايه اوبې مفهومه غروردېگدان ته ورټېل وهل سو ،دادئ تر نن ورځې دا بېچاره ولس دسياسي واک دترلاسه کولو پدي لعنتی ديگدان کي سوځی . دټولنيزژوندپه يوه برخه کشي هم نه يوازي داچې دهمدې گاونډيانوسره سيالی نسي کولاي دنړۍ ترټولوشاته پاته هيواد بلل کيږي .
دغوناخوالوته په کتوسره ددې هيواد رښتيانی روڼ اندي بايد خپلو ملي مسوليتونو ته جدي پام راواړه وی ،ديووالي اوملي تفاهم په روحيه ،په يومټ او يوه اواز دنړيوالي ټولنې اوهغوچي دلته په افغانستان کي زموږ ولسته ددوکراسی ،ټولنيز عدالت ،اقتصادي غوړېدو وعدې ورکوي ،پام ځانته راواړول سي اوداورته په گوته سې چې پدې دڅولسيزوناوړه سياست خودادی دبرياترڅنگ دناکامی پر لور روان ياست ؟اودليل همدا ووچې دوي زموږ دټولنې دټولنيز اوسياسي جوړښته درست اوسالم درک نه درلود .پر هغویې تکيه کول اوتراوسه کړې کوم چې دشوروی نظام دشتون په وخت کښي ئي دشوروی دنفوذ دپراختياپر خلاف په افغانستان اوسيمه کي روزلي وه .متاسفانه عملأ تراوسه داسي ښکاري چي امريکا اونړيواله ټولنه دافغان روښنفکرانوپر وړاندي دپخواني سياسي تعصب پيروی کوي . سره له دې چې هغه وخت او اوس ددوي درک اوفهم دغوڅ اکثريت افغان روشنفکرانوپر وړاندي دقيق ابوکره نه وو. که امريکا اونړيواله ټولنه په رښتيا سره غواړي دافغانستان دې غميزي ته په معقوله بڼه دپاي ټکی کښېږدي اړينه ده چې افغان روڼ اندومرستې ته مراسجعه وکړي اودهغوي نه دافغانستان ددې ستونزي دحل لپاره مرسته اوگډه همکاری وغواړي .
ددې ترڅنگ افغان روڼ اندي هم ملي او اسلامي مسوليت لري هرڅومره ژر چي کيږي ټول سليقوی ،غير علمي او غيرمنطقی اختلافات اوبې گټې نظرې هيری او دافغانستان دنجات اودې ولس ته دملي چوپړپه خاطرسره يواودنړيوالو سياسي ځواکونودعلمی اوسياسی تجريبونه په استفادې سره دټولواختلافاتو اوشخصی يايوازي خپلي گوندي طرحي نه تيرديوې ملي اجماع ( لوي سياسي کنفرانس ) په جوړېدوسره پداسي روحيه چې ويودبل ته دغوږنيولو،طرحو اورېدلو اوسالم مشرتابه ټاکلو لارخپله کړي . پدې کنفرانس کښي بايد داسي کړنلاره تصويب شي چې دهيواد راتلونکی سياسي او اقتصادي خپلواکي ته درسېدولار لنډه کړی اودبلئ خوئي پلئ کول ساده اودټولوملي خوځښتونودقبول وړوي .
ضرورنده چي موږ دهرکس اوناکس سره ددې په خاطرچي داهيواد دزبرځواکو دسياليودبل سوی اورپه لمبوکي سوځې دقناعت سر وښوروو. موږ دخپل سياسي اوټولنيز ژوند رغنده اوسپېځلی تاريخ لرو. داچي ځانته ئې سپېڅلي ويل اوس سرمايداران اولکپتيان دی . ټول افغانان ئې دسرپه سترگو گوری چې يوعادي بيسوادقوماندان چي په کوم تنظيم اويا په پاکستان اوايران کي جوړسووپه اصطلاح حزبونوپوري اړه لرل اوس ميليارډردی .دخپلو بنگلو حساب نلري ،خو چي خبره راسي بيا ځانته مجاهدوايي . کله چي دپاکستان ، ايران او افغانستان بازارونوته راووزو نودمجاهدينو اولادونه اوکونډي خيرات ټولوی .خو ددې سوداگريز جهاد مشران چي دپردوپه مټ اوپيسه دپردودموخولپاره پر افغانانوتپل سوی وو،په کابل ،ډوبۍ،قطر،تاجکستان ،ترکمنستان ،ازبکستان اودنړئ يوشمېر نورو هيوادونو کي قصرونه لري ،دجمعې شپې په ډوبۍ اومنځنۍ اسياهيوادونوکي تېره وي .داچې دبهرنيانودسرمايې نه یې دانجوپه نوم څومره استفاده کړې يو خداي پر ې خبردی . ددې نازولو دنورو عياشيواوکړنو درسوا کېدوپه خاطر به دقلم عفت دساتلو اوديوچاپرده کولوداسلامی اصولوله مخې ډډه وکړم .
رښتيا،رښتيادی اوس له نېکه مرغه هغه بازار سو ړسوی چي دډالروپه مټ افغان وژنې ته هغه درېگن خبره جهاد ويل کېده ،هغوچي دا ډالر یې مصرفول اودډالرو ليوال یې يوې اوبلي خواته لېږل اوس پري پوه سوی چي دويته صادق ندي اونه هم بشری تمدن منلاي سي . اوس دازبرځواک پدې پوه دی ، که دخپلو موخولپاره دغو کسانوته اړتياپيداسول نورانيول ئې ساده خبره ده ،چي ډالر وي دوي ورته دهرډول خدمت لپاره حاضر دي .
ځکه خو بايد تاسو افغان باشهامته اوآزمويل سووته مراجعه وکړم !
تاسو هغه افغان رو ڼ اندی اوپر وطن مين ليکوال ،سياستوال اديبان اوشاعران دي تل ژوندی اوسي،کوم چې په رښتياسره مو بېله هر ډول سيمه ايزو ،قومی اوژبنی اړېکو نه هرڅه ددي زورېدلي ولس ته دخپلو امکاناتوله مخې خدمت کړئ . وياړپه تاسو چي بيله کوم تعصب اوسمپتۍ نه مو دخپل ولس داقتصادي ،سياسی او فرهنگی حقوقو ملاتړاودفاع دقلم اوتوری په ژبه کړې .افسوس دهغو پرحال چې ستاسوپر خلاف پر تور دېگ مښل سوی تورلاسونه ستاسوپر پاکه لمن مږی،په همدې سيمه او هيوادکي په ډيره سپين سترگۍ ستاسو پر خلاف سياسي سوداگري کوي،خوله نېکه مرغه اوس افغان ولس ددوي پدې نوکرصفتو هڅواوپردوته دچوپړ په ټول تاکتيک اوموخوپوهيږ ي . پدې باوری يم چې ددې ډلو،ټپلو او اشخاصو په پوره پېژندگلوی سره به يوه ورځ ددې هيواد رښتيانۍتاريخ رابربنډ اوقضاوت به پرې وکړي .
همدا اوس یې وخت دی،هغه چي په رشتيادي ولس ته وفاداردي بايدخپل هيواد دکورنيو اوبهرنيو مخالفينوپر وړاندي خپل تاريخي رسالت سرته رسولولپاره سره نږدې سي .که په يوشمېرهيوادونوکي دپسرلی په نوم بخملی انقلابونه وه ؟ نوولي زموږ په هيوادکي دافغان انسان او انسانيت نه ددفاع په نوم حرکت پيل نسی؟
تاريخ ثابته کړې چې ددې وطن روښانه راتلونکی ته لوری تل روڼ اندو ورکړئ ،سره له دې چي پخوا دنړيوالوسياليوله مخې ددې لوري ورنکو پر خلاف له بهرنه مخالف را زېږېده ، اوس اميد واريو چي ټول نړيوال زبرځواک دخوارو اوشاته پاته هيوادونو دهغوهڅوملاتړ وکړی کوم چي ددموکراسی اوتمدن سره بي ساري علاقه لري.
اميد واريم چې افغانانواونړيوالي ټولني يوازي دشعارونواوخبرو وطنپرستان په خپلوکړنو اوپيسوپيداکولوهم پېژندلي وي .
زه اوبېشمېره افغان روڼ اندي پدي باوردی چې دافغانستان دنجات لپاره يوې ځانگړي نړيواله پروژې طرحه کولوته اړتياسته کوم چې يوازي او يوازي دافغان ټولنې دخصوخصياتواوددي هيواد داوسېدونکو دطرزتفکرپربنياد مخته ولاړه سي . پکارده چي هلته دټولوهغو لاسونه لنډ وي کوم چي په خوله يوڅه اوپه عمل کي بل څه کوي اودبلي خوانړيوال ټولنه په افغانستان کي دپرمختگ بهير نه په عملی بڼه دفاع اوملاتړ به د۱۴ پېړۍ په دود،ددېن ،مذهب ،دودو او دستور په نوم په افغانستان کي دسولي،دموکراسی اوټولنيزعدالت دپروسې دپلي کولوسره دمخالفت ډلي بې واکه کړی .
ديوه داسي علمی اوعملی سياست په رڼاکښي چې افغان ولس دکورنيو زبرځواکو له تورومنگلونه نجاتومومی اودويته دکار ،تعلم اوروغتيايي امکانوتوزمينه برابره سې ،دسولي اوثبات راوستلودپروسې اواقتصادي پرمختگ سره بېسارې مرسته وکړی . ومن الله التوفيق