که څه هم چې د نشنلېزم په اساسي کتابونو او په ځانګړې توګه د افغاني نشنلسټاتو په تاليفاتو کې د نشنلېزم تعريف داسې شوی چې دا يو استعمار-ضد مفکوره ده او په دې مفکورې سنبال افراد او حرکتونه استعمار-ضد دي او ددې ترڅنګ يي ځېنې اصول هم وړاندې کړي لکه د مقدساتو، هويت، کلتور، تاريخ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتل، خو متاسفانه تر دې دمه او په ځانکړې توګه بيا د غربي استعمار په دوره کې ټول ملي او قومي نشنليټان چپ ناست دي او د استعمار په اړه حتی يوه کليمه هم نه کاروي، حتی ددوی په خپرونو او وينا ګانو کې د اوسني ښکېلاک ته د استعمار نوم هم نه دې ورکړل شوی.
دا مفکوره که له يوه پلوه د اسلام سره په اکثره نقطو کې متضاده ده او په اسلامي چوکاټ کې نه شي ځایيدلی، ځکه اسلام د ملت، هېواد او قوم پالنې لپاره خپل اصول لري، له بله پلوه د هېواد پالنې او ملتپالنې ريښتنی احساس هم ورسره نشته. ځکه که د هېوادپالنې خبره شي نو بايد نشنلېسټان او حرکتونه يي د هېواد د يووالي او تينګ ساتلو لپاره هسې وکړي ترڅو د تجزيي مخه ونيول شي، خو بدبختانه چې په دې مرض اخته کسان که په هر قوم پورې اړه ولري د هغوی روا او ناروا ګټې پر نورو مهمې ګڼې او نور سره يي حتی پرتله کوي هم نه چې دا خپله د هېواد د تجزيي لامل ګرځي. د افغانستان د عدليي وزارت سره اوسمهال ډېر زيات شمېر ګوندونه د نشنليزم په اساس ثبت دي او هم ډېرې څېری شته چې د نېشنلېزم چغې وهي خو د استعمار لپاره کار کوي او هېوادوال سره په خپلمنځو کې په جنګ اخته کوي خو کله چې بيا د ګټو وخت راشي سره يوځای کيږي، لکه اوس چې د اتخاباتو ورځې دي تاسو وګورئ چې حتی دوه داسې څېرې چې يو ځان د پښتنو مشر ګڼي او بل يي د تاجکو او دواړو ستر نشنلېسټان او متعصبين دي خو د يو کانديد څخه ملاتړ کوي او ورته کمپاين کوي ترڅو په راتلونکي حکومت کې ځانته چوکۍ خپلې کړي.
نشنلېسټان خو د افغانستان د اوسني دولت ترڅنګ ولاړ دي، چې دا به ګناه ونه ګڼو خو د غربي پوځي او فکري ښکېلاک څخه يي ځان غافل نيول ستره جفا ده، هم په اسلام او هم ددوی په مفکوره کې. خو چون جنګ د ګټو دی نو دوی ورته هم غلي دي. دوی خو په کونړ او نورو سيمو کې د ملي اردو د پوځيانو وژل ښه کلک وغندل خو بيا چې هره ورځ د افغانستان په کلو او ولسواليو کې لسګونه تنه د امريکايانو لخوا وژل کيږي، چې رسنۍ يي هم نه راپوري، دوی پرې سر هم نه ګروي؟ دوی سره د افغانستان د ستونزې اصلي حل هم په فکر نشته، دوی بايد د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو غوښتونکي شي ترڅو امريکايان او حکومت تر فشار لاندې شي او خبرې پېل کړي او دا وينه توييدنه بنده شي ځکه دولت اکثره له همدوی څخه جوړ دی او که په فکري لحاظ دا خبره وکړي نو قوي تاثير کولا شي. که هېوادپال وي بايد د امريکا سره د هېواد خرڅونې د تړون په کلکه مخالفت وکړي ترڅو د دايمي جنګ مخنيوی وشي. خو داسې ښکاري چې په نشنلرېم کې دې شيانو ته ځای هم نشته او شخصي ګټې پر هرڅه لوړې دي.
ورونو او خوېندو د نړۍ په ټولو سيمو کې د نشنلېسټانو همدا حال دی، په پاکستان کې يي وګورئ د خپل هېواد د ساتنې او د ډېورېند د کرښې لپاره زما او ستا وينه تويوي، دا بل څوک نه بلکې نشنلېسټان دي چې د پاکستان په پوځ، استخباراتو او حکومت واکمن دي. نو نشنلېزم د استعمار يوه بله څېره ده، ترې ګټه اخلي او ما او تا مسلمان پرې سره بېلوي او وژني. نن د همدې نشنلېسټانو له وجې افغانستان د پاکستان له وېرې کفري هېوادونو لکه امريکا او هند ته پناه وړي. دا يوه رټل شوې مفکوره ده.
له بله پلوه په کابل کې اسلامي ګوندونو او ټولنو شمېر هم ډېر دی چې د نومو يي د اسلامي او انقلابي څخه نيولای تر اصلاح او مقاومت پورې رسيږي خو د افغانستان او د امت د بچولو لپاره کار نه کوي، د نېشنليزم په خلاف حرکت نه کوي، او د هېواد څخه د جنګ له منځه وړلو لپاره روغې جوړې ته يي هم کلکه ملا نه ده تړلې. پای