ړانده د خدایه دوه سترګی غواړی۰ کاڼه د خدایه نه غوږونه غواړی۰ وږي ډوډۍ او تږی اوبه او بی کوره د کور په طلب کښی دی۰ او همدارنګه مریض د خدای تغالی نه د روغ صحت دغاوی کوی۰ او که بازار ته لاړشو ۰نو وبه ګورو چی څوک یو خوا او څوک بله خوا لالهانده سرګردانه په منډو دی۰ او هر چا خپل ځانو ته یومعلوم هدف ټاکلی دی۰ او پسی ځغلی! په دی ټولنه داسی خلک هم شته۰ چی دا هرڅه لری۰ خو بیا هم دوی ددی په هوس کښی دی۰ چی په روا او یا ناروا لارو خپل شهرت حاصل کړی ۰ او ددی شهرت حاصلولو لپاره رنګارنګ کارونه کوی۰ د پورتنیو ذکر شوو طبقو نه غلاوه یوبله داسی طبقه هم موجوده ده ۰چی هیڅ شی نلری۰دوی دولت نه غواړی شهرت نه غواړی- مګر ددوی سره په زړه کښی یو درد موجود دی۰ چی دا د رد د پتنګانو په شان د دوی زړونه سوزوی ۰ چی هغه د وطن سره مینه ده۰ او دی مینی دوی دومره په خپلو سوچونو کښی ډوب کړی۰ چی
دوی وایی ۰چی ولی زمونږ وطن د نورو ملکونو نه وروسته پاتی دی۰ او ولی مونږه خپلی فیصلی خپله نه شولی۰ او ولی مونږ په خپلو ډیرو سرو اوسپینو کښی احتیاج او مختاج یو ۰ تاسو لوستونکو څخه زما دا هیله او ارزو ده ۰ داسی خلک پیدا کړۍ۰او خپلی رایی داسی خلکو ته ورکړۍ۰ چی هعوی په اینده کښی ستاسی ریښتنی خد متګاران واوسی ۰ تاسی په دی برخه کښی خپله ایمانی اسلامی او افغانی وجیبه اجرا کړۍ تر څو پدی وطن ترقی او پرمختګاو سوله را منځته شی ۰ او د نورو ملکونو سره د سیالۍ شو۰