هر ځل چې افغان دولت له طالبانو سره د سولې د خبرو راپورونه ورکړي نو د کویټې شورا اعلامیه خپره کړې چې دا خبرې له دوی سره نه ترسره کیږي او دوی يې ملاتړ نکوي. اوس یې د دوبۍ د خبرو په اړه هم همداسې ویلي. طالبانو سره د سولې خبرې کول خپل سر په تیګه وهل دي. د طالبانو هدف (د پاکستان لپاره) د ټول افغانستان واک ترلاسه کول او هلته د خپلې خوښې نظام پلي کول دي. طالبان لدې نه په کمه نه راضي کیږي او افغان دولت دغه څه چې طالبان یې غواړي، نه ورکوي.
کلونه کلونه همدا د پیشو او موږک لوبه روانه ده او تر څو چې مونږ د مشکل جرړې یا ريښې ونباسو نو ډیر کلونه نور به هم دا لوبه همداسې روانه وي. د دولت مشکل دا دی چې د جګړې له غلط طرف سره د سولې خبرې کول غواړي. طالبان د پاکستان د اردو تر مستقیم کنټرول لاندې دي او د دې آزادي نلري چې د افغانستان له دولت سره پخپل سر دومره مهمې خبرې وکړي. دا لنډ تاریخ شاهد دی چې هر هغه طالب چې له دولت سره یې د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی هغه له مینځه تللی او که کوم له مینځه تللی هم نه دی نو د هغه ادرس بدل شوی او طالبان یې نور خپل نماینده نه ګڼي.
پاکستان لا نه غواړي چې طالبان (خپله ستراتیژیکي سرمایه) له لاسه ورکړي ځکه نو هیڅکله به هم دوی پرینږدي چې له افغان دولت سره سوله او یا هم د سولې په اړه خبرې وکړي. افغان دولت هم باید نور د سولې کچکول وغورځوي او دا ومني چې د سولې کیلي له پاکستان سره ده او طالبان ورسره د سولې په اړه حتا د خبرو کولو اجازه هم نلري.
دولت همدارنګه باید نور ملت د سولې پدې پرمصرفه، اوږدې او بې نتیجې ډرامې ونه غولوي. د سولې شورا هم هیڅ کومه ستره لاسته راوړنه نلري او په دا څو کلونو کې يې له طالبانو سره یو ځل هم داسې خبرې نه دي کړي چې کومه نتیجه ولري. هغه لږ ډیر طالبان هم چې خپله سلاح ږدي هغه د اردو، پولیسو او نورو ولایتي او قومي مشرانو په وینا او یا هم د خپل افغاني احساس په وجه دا کار کوي.
د سولې شورا د افغان دولت او ملت لپاره یو بې ګټې اقتصادی پيټۍ دی او باید منحله شي. مونږ د سولې شورا ته نه بلکه د طالبانو او پاکستان په اړه یو واضح دریز ته ضرورت لرو. د سولې د بې نتیجې خبرو په ځای دې دولت هغه طالبان چې غواړي افغان وژنه او افغانستان ورانونه جاري وساتي، د افغانستان دښمنان وبلي او د دوی په ضد دې د سختو نظامي عملیاتو اعلان وکړي.
په افغانستان کې د دوامداره سولې لپاره د مرکزي دولت قوي والی او د طالبانو نه شتون حتمي دی. د طالب د ورکولو لپاره د افغان مهاجرو بیرته راتګ ، له پاکستاني مدرسو څخه د افغان زده کوونکو جبري راغوښتل، په کوکنارو مکمل بندیز او د افغان ځواکونو دوامداره عملیات کول اړین دي. همدارنګه په ګاونډیانو د فشار راوړلو لپاره د افغانستان د اوبو کنټرول، په دغو هیوادو کې د دولت ضد جنګیالیو سره اړیکې، د غرب شتون او یا هم له غرب سره ښې اړیکې درلودل مهم دي.
تر څو چې د جنګ لپاره خام مواد (افغان مهاجرین) په پاکستان او ایران کې پاتې وي په افغانستان کې به جنګ دوام لري. دولت باید تر ټولو د مخه له پاکستان او ایران څخه د ټولو مهاجرینو د جبري راستنیدو په اړه اقدام وکړي. کله یې چې کورونه د پاکستان او ایران په ځای په افغانستان کې دننه وي نو ډیر کم افغانان به وغواړي چې د دولت په ضد له طالبانو سره ودریږي. همدارنګه هغه پیسې چې افغان دولت، نړیواله ټولنه او نورې خیریه موسسې په مهاجرو په پاکستان او ایران کې لګوي اویا یې د پاکستان او ایران دولت ته ورکوي، باید په افغانستان کې دننه ولګول شي.
دولت کولای شي چې د مهاجرو راستنیدو ته د ۸ میاشتو نه تر ۱ کال پورې وخت ورکړي. هغه مهاجر ین چې نه راستنیږي هغوی دې جریمه شي. وروسته لدې چې بیا کوم مهاجر پاکستان او ایران ته ځي حتماً باید پاسپورټ ولري او باید د یو خاص هدف او یو معین وخت لپاره هلته لاړ شي. همدارنګه پاکستان او ایران ته سفر کوونکي باید خپل تګ، هلته خپل موقعیت، د تګ هدف او نور جزیات له افغان دولت سره ثبت کړي.
کوم افغان زده کوونکي چې په پاکستاني مدرسو کې زده کړې کوي باید ژر تر ژر بیرته افغانستان ته را وغوښتل شي او وروسته لدې باید هیڅ افغان دا اجازه ونلري چې په پاکستاني مدرسو کې زده کړه وکړي. دولت کولای شي چې د سولې د شورا په نیمايي کلنۍ بودیجه په افغانستان کې دننه داسې مدرسې جوړې کړي چې زده کوونکي پکې د دیني علومو تر څنګ ساینسي علوم هم زده کړي او په وطن مین دیني عالمان ترینه فارغ شي. که څه هم زه شخصاً د مدرسو د جوړولو پلوي نه یم او باید لوړې دیني زده کړې وروسته له ښوونځي څخه په پوهنتون کې ترسره شي، خو ډیر افغانان غواړي خپل ماشومان د ښوونځی په ځای مدرسې ته ولیږي، چې باید د دوی دا غوښتنه ومنل شي.
دولت دې د اخر ځل لپاره طالبانو ته د عامې بښنې اعلان وکړی او یو څو میاشتې وخت دې ورکړي تر څو خپله سلاح دولت ته تسلیم کړي. دا کار به له هغو طالبانو سره چې ريښتیا هم غواړي جنګ بس کړي او په خپل وطن کې د یو عادي افغان په حیث ژوند وکړي، مرسته وکړي. هغه طالبان چې غواړي جګړه جاري وساتي باید له هغوی سره د دښمن په څیر چلند وشي او هیڅکله هم باید ورته وروڼه ونه ویل شي.
دولت دې په طالبانو فشار زیات کړي او د دوی د له مینځه وړلو او کمزوري کولو لپاره دې د افغان ځانګړو ځواکونو د شپې او ورځې عملیات ډیر کړي. د طالبانو سره د جګړې لپاره بهترینه سلاح مجهز ځانګړي ځواکونه دي. دوی کولای شي چې په ډیر کم وخت کې هدف ته ځان ورسوي، له مینځه یې یوسي او بیرته ژر خپلې قرارګاه ته راشي.
همدارنګه هغه کليو او اشخاصو (ملایان، ښارمیشتي ږیر خریلي او ږیرور طالب پلوي لکه مژده، حاجي فرید او نور) ته چې طالبان حمایه کوي باید اختار ورکړل شي چې دا کار نور ونکړي او د سرغړونې په صورت کې دې قانوني سزا ورکړل شي. په هغو کلیو کې چې طالبان حمایه کیږي باید پراخه عملیات ترسره شي تر څو دغه خلک مجبور شي چې طالبانو ته په رضا ډوډۍ او د شپې ځای ورنکړي. دولت باید د طالبانو د فعالیتونو او امنیتي پيښو د راپور لپاره په نا امنه ځایو کې د ۱۱۹ شمیره فعاله کړي، تر څو خلک وکړای شي په وخت دولت ته د پيښو په اړه مالومات ورکړي. همدارنګه دولت باید د طالبانو پواسطه د رالیږل شویو سپین ږیرو په خبرو عمل ونکړي.
د طالبانو د مصارفو یوه زیاته برخه د مخدره موادو د کرلو او قاچاق څخه لاسته راوړل کیږي. افغان دولت دې د مخدره موادو کرل په مطلق ډول بند کړي. که څوک یې بیا هم کري باید نه یوازې کښت یې له مینځه یوړل شي بلکه سخته قانوني سزا هم ورکړل شي.
د طالبانو له منیځه وړل یا کمزوري کول او د امنیت راوستل لوی کارونه دي ځکه نو دولت باید د دې کارونو کولو لپاره لویې فیصلې وکړي. که څه هم ځینې دغه کارونه لکه په مخدره موادو بندیز او یا هم د افغان مهاجرینو راستنیدل به د لنډ وخت لپاره د ډیرو افغانانو اقتصادي مشکلات زیات کړي، خو د امنیت په نتیجه کې به په ټول افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګې اچونې په سبب دغه مشکلات ورک شي. همدارنګه دا هم باید هیر نکړو چې دغه مهاجرین به یوه ورځ هسې هم بیرته راستنیږي او د مخدره موادو کښت نه یوازې حرام بلکه یو غیر قانوني کار هم دی. په بله مانا دا کارونه خو به هسې هم یوه ورځ کوو نو که اوس وشي بهتره به وي ځکه اوس به د امنیت په راوستو کې ستر رول ولوبوي.
افغان دولت باید د پاکستان په دولت او اردو د پاکستاني طالبانو، بلوڅ آزادي غوښتونکو، سیمیزو بدماشانو او نورو جنګي ډلو پواسطه فشار راوړي. همدارنګه افغان ځانګړي ځواکونه چې اوس په نړیواله کچه منل شوي ځواکونه دي، دې هم کله کله د ډیورنډ بلې غاړې ته د مهمو عملیاتو لپاره لیږي. که ایران خپل ځانګړي ځواکونه پاکستان او افغانستان ته د عملیاتو لپاره رالیږلای شي او که پاکستان خپل پوځیان د طالبانو په جامو کې افغانستان ته رالیږلی شي نو د نړیوالو قوانینو په اساس افغانستان هم دا حق لري چې په دښمن پسې د پاکستان او ایران خاورې ته خپل سرتیري واستوي. همدارنګه افغانستان د خپلو اوبو پواسطه هم په ایران او پاکستان یو څه فشار راوړای شي.
افغان دولت همدارنګه باید د پاکستان او ایران په اړه یو قوي سیاسي دریز ولري او نور باید په نړیوالو کنفرانسو کې د ایران او پاکستان د مشرانو په وړاندې عاجز ونه دریږي. افغان دولت باید وروسته لدې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان له دریز څخه په کلکه دفاع وکړي او لکه څنګه چې له امریکایانو سره چې ان دا دولت یې جوړ کړی، جدي کیږي همداسې باید له پاکستان او ایران سره هم جدي شي. افغان مشران باید نړیوال پدې قانع کړي چې د تروریزم جرړه په پاکستان کې ده او افغانستان یې تر ټولو ستر قرباني دی. د پاکستان په اړه دا ډول خبرې کول چې ((مونږ به د امریکا او پاکستان د جنګ په صورت کې د پاکستان ملاتړ کوو)) د یو قوي دریز په نه درلودلو دلالت کوي او باید هیڅکله هم ونشي.
مونږ باید نور دا حقیقت ومنو چې طالبان دومره خپلواکي نلري چې له افغان دولت سره د سولې په اړه خبرې وکړي. د دوی د جوړښت هدف د افغانستان بې ثباته کول او د پاکستان تر لاس لاندې راوستل دي، نه د افغان دولت قوي کول. ځکه نو افغانان باید نور له طالب سره د سولې خوبونه لیدل پریږدي او د سولې د بدیل په اړه فکر وکړي.