رايه چا ته ورکړي !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58819
ع ،شيرزوی
دخبریدو نیټه : 2014-02-27

اافغان ولس دزيادو کم دريو لسيزو په بهير کې د بهرنيو استخباراتې کړيو د مسستقيمې لاسوهنې او د پردې پالو په عملې برخه اخيستنه کې وطن وران او په کنډواله بدل شوه . افغانانو د خپل په دې موده کې د تنور په سرو لمبو کې وسوزيدل او لا تر اوسه سوزي ، د افغانستان د خلکوغميزه د هغې ورځې څخه راپيل شوه چې د پخوانې شوروې اتحاد سرو لښکرو د مدرنه تخنيکې او تخريبې وسايلو سره جوخت د افغانستان په پاک حريم يرغل وکړ . افغانان يې د ژوند په هره ساحه کې وکړول په سياسي ،اقتصادي او بشري برخو کې يرغمل کړل ، د افغانستان هره کوټ او هره ډبره يې دافغانانو په پاکو وينو سره کړه ، په زرګونه افغانان يې د مهاجرت ديار ته مجبور او په زرګونه يې د تورو تمبو شاته واچول ، په لکونه لکونه يې د مرګ تورې کندې ته ورټيل وهل . د ګران وطن توليدې ماشين په تپه ودريده ، هغه د پاکو احساساتو لرونکې افغانان چې مهاجرت ته اړ شوي وه د پرديو لاسو ولويدل ، زمونږ د وطن قسم خوړونکو دوښمانانو تر خپلو ځنکو کيښنول اوښکې يې ورپاکې کړي . ددې نه خبر نه و چې دپردې شاته د وطن د بربادې او تباهې سناريو په لاره ده ، ددوي مغزونه يې ورته داسې پريمنځل چې ګواکې دا وطن نور زمونږ ندي ، روسانو نيولې او دهغوي سره جګړه فرض عين ده ددې راګير شويو انسانانو په منځ کې داسې خلکو هم شتون درلود چې لا پخوايې د وطن د خرڅلاو معامله يې د پاکستان د اې ، ايس ، اې او دايران د ساواک سره لاسليک کړي وه . دا هغه کسان و چې د سردار محمد داود خان د جمهورې نظام سره يې د پرديو په لمس په علنې ډول مخالفت وښود د وطن څخه وتښتيدل د ای ، ايس ، ای لمن ته ځانونه ورواچول هغوي ته يې د پيښور په بلا حصار کې مجللې خونې سره د ټولو ملحقاتو برابرې او ددوي په چوپړ کې ورکړي ، د پاکستان د مليشاو کالۍ يې ورواغوستل او چراټ په سيمه کې نظامې زدکړې د پاکستانې جنرالانو لخوا ورکول کيدلې پدې هيله و چې کله موقع پلاس ورشي د افغانستان د خرڅيدو بشپړ سند به ورامضا کړي . افغانستان کې د يوې سياسي تحول په رامنځ ته کيدو سره يې دهمدې فراری کتلې څخه ای،ايس ، ای پوره ګټه پورته کړه د افغانستان د تباهې او بربادی پلان يې د همدو فراريانو په لاس ورکړ او په اصطلاح د مجاهيدنو د رهبرانو نوم يې ورته تعين کړ هغه افراد چې د يو لړ مجبورو په اساس مهاجر شوي وه په مختلفو ميتودو يی د ځان سره کړل او ددوي د پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړه ، دا لښکر د ای ، ايس ، ای په مستقيمه لارښونه د ګران وطن د ورانولو او ويجاړولو په مقصد دهمدو نام نهادو رهبرانو په لارښونه« د پردې شاته اي ، ايس ، ای » وطن ته راليږل کيدل تر څو د وطن پلونه ، سرکونه ، ښونځې ، پوهنتونونه ،روغتونونه ،د برښنا بندونه او نورې ټول ګټې موسسې لوټ او ويجاړې کړي چې همداسې وشول . د وطن يو لوی قشر په لوی لاس د سواد د نعمت څخه بې برخې او دې ته اړ ايستل شول چې د پرديو پدې نا مقدسه جګړه کې د خپل ګران وطن په بربادې کې برخه واخلي ، ددې مجبورو او بې وسو ليکو څخه د سون د موادو په توګه ګټه واخيشتله چې نن د نوم ورکو او حقيقې مجاهدو په نوم ياديږي او اولادونه يې په بازارونو کې موټرشويې او سپيلنې دود کوي خو د رهبرانو سرمايو د تراکم په لحاظ د هيواد څخه بهر او په پردو بانکو يې ذخيره شوي . همدې رهبرانو د پاکو مجاهيدنو په سرو داسې سودا وکړه چې ځانونه يې د قصرو او ملياردو ډالرو څښتنان کړل . يو شاعر وايې : چې ژرندې چا خر نه ورکوله ــــــ نن سالار د قا فلې او د کاروان دی دهمدې رهبرانو په لار ښونه په کابل او دوطن په نورو ښارو راکټې حملې پيل د وطن بې دفاع او مظلوم خلک يې هره ورځ په وينو لمبول دي پردې پالو او ددوي بادارنو به ورڅخه خوند اخيسته چې ددې ړندو راکټو په پايله کې تر نميايې زياد افغانستان ړنګ او په کنډواله بدل شوه داسې ورځ به نه و چې خلک د وير په ټغر کښينني ، دا وطن ددوي په لاسو داسې ويجړ شوه چې لکه د زورور طوفان څپه پرې راغلې وي او هر څه يې د خاورو سره خاورې کړي وي د وطن شيرازه له منځه لاړه داسې کورنۍ به شتون ونلري چې ددوي دلاسه يې په ښکل د اښکالو د زهرو ګوټونه نه وي تير او د غم په ټغر به ناست نه وي . پدغه بدمرغه بهير کې نړۍ وغوښتل چې يو نسبې سکون د ملګرو ملتو په وجود کې د بيننسيوان تر مشرې لاندې رامنځ ته کړی تر څو د افغانستان دي در په دره ولس ته د سا اخيستلو زمينه برابره شي خو په تاسف سره د کشميرې ببرک کارمل او د جميعت اسلامی ګوند د نا مقدس ايتلاف په پايله کې دا پلان د يوې منظمې او رهبرې شوې کودتا په نتيجه کې له ماتې سره مخامخ شوه د اوګونو او اته ګونو تنظيمو رهبرانو ته د کابل د لوټ او تالان منظم پلان د پاکستان او ايران داستخباراتو لخوا ورکړل شوه ، دا پردې پال د خپلو بادارنو په لارښونه د کابل ښار ته د منظمو او تربيه شوو لښکروسره راننوتل په راننوتو سره جوخت ښاريې په بشپړه لوټ او تالا کړ ،طبعې ، ملې ،تاريخې ، او کلتورې زيرمې يې د موزيمونو په ګډون د دوښمانو پليتو لاسو ته ولويدل د دفترونو شيشې ،کوټبندونه ، ميزونه ،چوکۍ او نور د بيت المال پر وسايلو رحم ونشوه د ښار په بازارونو کې د سګرټو او جرسو په بدل کې خرڅ شول ، په لوې لاس د روغو ټانکونو لاندې بمونه کيښودل شو چودنه ورکړل شو ټوټې يې پر پاکستان خرڅې شوي کله چې د دفترونو او د خلکو د کورونو لوټ او تالان ختم شو بيايې د پاټکونو په جوړولو پيل وکړ دوي داسې د قدرت تږې وه چې ډي ډير لږ وخت کې د مادې نعماتو د ويش پرسر داسې يو د بل پر ځان ولويدل چې يو دبل پر ضديې سنګرون او مرجې جوړې کړي د کابل ښار پر محلونه او پاټکونو باندې وويشل شوه . د ښار هر محل ددوي په ولکه کې پريوت د لوټ پر محال د وړو سلاحو څخه واخله بيا تر درنو وسلو پورې د کابل پر بې دفاع خلکو استعمال شوی چې په پايله کې ښار په کنډواله بدل شو ، د مجاهيدنو د رهبرانو په مستقيمه لارښونه د درندو او سپکو سلاح ګانو د کارولو په پايله کې ۶۵۰۰۰ بې کناه کابليان شهيدان شول د کابل ښکلې ښار د اوسيدونکو له پاره په جهنم بدل شو د ښار اوسيدونکې د جګړې په ډګر کې اسيران شول ، کابل د مومنانو په قتل ګاه بدل او د قربانې ځای ونيوه . د جګړې فرمان ورکونکې د لوټ او تالان په پايله کې د قارونې شتمنيو، اومجللو قصرونو خاوندان شول په بيسوادو ځانويې د قهرمانې او مارشالې منصبونه ځانوته وټمبل و وطن هستوبود يې په خپلو منځوکې وويشه کابل داسې کومه جګړه د خپل شتون په تاريخ کې په ياد نلري دا جګړه د بهرنيو استخباراتې کړيو ارمان او د پردې پالو په لاسو عام وژنه د نسلونو وژل کيدل و چې يواځې د افشارو په جګړه کې ۵۰۰۰ بې ګناه انسانان د مرګ کندې ته ورټپل وهل شول د مظلمو ښځو تيونه د همدو جګړه مارو او د قدرت د تږو په لاسو پرې شول چې مستند فلمونه يې ټولې نړۍ وکتل د ۱۳۷۵ == ۱۳۷۱ لمريز کالو په بهير کې دا پردې جګړه د کابل په زړه کې دشت برچې ، ميرويس ميدان ، دريمه او څلورمه کارته ، دهمزنګ ،دارالامان ،چهل ستون ، چارآسياب ، شيوکې ،بکرامې ،او د کارتې نو سيمو کې خوره شوه . دجګړه مارو په لاس د جګړې تورې لړې د هيواد په کوټ کوټ کې خورې د لوټ او تالان په پايله کې همدې ټوپکمارو او د جګړې قوماندانانو د خپلو خرڅ شويو رهبرانو په دستور او هدايت داسې په وينو لړلې سرمايې لاس ته راوړلي چې د کورونو ، سرايونو ، بانکونو ، ښارکوټو ، پمپ ستيشنونو ، او هوايې کرښو څخه ووتلي او د بهرنيو بانکونو په زړه کې يې د ځان له پاره ځاې پيدا کړ د هغه قومې ، سمتې ، مذهې او ژبنيو سيالۍ چې زړيې د همدو پرديو په لاسو ددوي په زړونو کې کرل شوي وه يو د بل په قسم خوړونکو دوښمانانو باندې بدل شول هر تنظيم به د کابل فتح د خپل بريليتوب سنګر باله پر کابل بريليتوب د ټول افغانستان د بريليتوب په معنی و . ګرانو وطن والو خويندو ورونو ! دغه پورته ناخوالې او نادودې چې پرديانو زمونږ د وطن په بې ګناه ولس په پاکو وينو خپل پليت لاسونه سره کړل او د وطن هره ډبره ددي حقيقت ويونکې ده زما يادونه ددې ناخوالو څخه په دې معنې ده چې د لوې سمندر څخه د يو څاڅکې حيثيت لري دا زمونږ د ولس په وينو لړلې تير تاريخ د هر افغان د زړه په کور کې هک شويدې . اوس همدغود افغانستان د خللکو قسم خوړونکو دوښمانانو او د ولس وينو څښونکې يو ځل بيا په ډيره بې شرمې سره غواړي چې بيا د ولس په سترګو کې خاروې وشيندې د خلکو په مخ کې بيا ودريږي او د ملت څخه د اعتماد را يه واخلي ملت بيا اغوا کړي تاسو ټول ملت ددوي پيل وليده چې د داود خان د جمهوريت څخه فراری او پاکستان ته و تښديدل او انجام يې هم تاسو ګوري چې قارونې سر مايې لاس ته راوړلي او د افغان ولس په وينو لړلې سرمايو ته غزونه ورکړي . زه د کوم ځانګړی نوماند څخه ملاتړ نه کوم او يا ولس ته منفی ذهنيت ورکول نه غواړم ددې پورته کړنو يادول زمونږ د ټولنې يو عينې واقعيت او د ټولنې په يوه برخه بدل شويدي چې هيڅ څوک ورڅخه سترګې نشي پټولي ، افغانانو د تاريخ په اوږدو کې هر ډول کورنې او بهرنې سياستونه وازمويل اوس ولس ډير ښه پوهيږي چې غل څوک او مل څوک دی ؟ خو په ډير تاسف سره بايد ووايم يو څو نومورکې او بې پته انسانان راپيدا شوي چې د يو وخت ډوډۍ او يا د يو څو په وينو لړلو پيسو په بدل کې ځانونه پر پدې پالو ، انسان وژونکو ، وطن ورانونکو باندې خرڅ کړي او د هغوي څخه همدا پيسې اخلي د ګاوې يک موې په حساب اړ او محتاج انسانان وغولوي او د هغوي او د اعتماد رايه واخلي ، دا بې پته او افغان دوښمنه انسانان غواړي د خپل بادارنو تور عيبونه او بشرې ضد عملونه پخپل وړکوټې څادر کې راونخاړي ، خو اولس ويښ شوې ددوي په هره دسيسه باندې ښه پوهيږي دغه انسان وژونکې او په ساديږم اخته مريضان يې ډير ښه پيژندلي نور نشي کوالاي د قوم اوسپنيز هوټ بدل کړي . ګرانو وطن والو ! بيا هغه چاته رايه مه ورکوي چې ۱ : هغه چاته رايه مه ورکوي چا چې دا وطن په کنډواله بدل کړ . ۲ : هغه چاته رايه مه ورکوي چې ۶۵۰۰۰ بې ګناه کابليان يې د مرګ کندې ته ورټيل وهل . ۳ : هغه چاته رايه مه ورکوي چې پدې مظلوم ولس يې د مړې رقصونه اجرا کړل . ۴ : هغه چاته رايه مه ورکوي چې د خلکو په سرونويې ۶ انچه ميخونه ورټکوهل . ۵ : هغه چاته رايه مه ورکوي چې د ښځو څخه يې بوجې بوجې سينې پری کړي . ۷ : هغه چاته رايه مه ورکوي چې د وطن ملې افتخارات يي په ډير بې شرمانه او تعظيم کنان په دواړو لاسو جنرال حميد ګل او نصيرالله بابر ته تسليم کړل ۸ : هغه چاته رايه چې د پنجشير زمرد يې د محراب ا لدين مستان په وساطت د فرانسې او اروپا په بازارونو کې خرڅ کړل . ۹ : هغه چاته رايه مه ورکوي چې دا جنت نشان وطن يې په مذهبې ، ژبنې ، قومې ، سمتې مرضونو اخته کړ او اوس د خير په غونډې ناست دي د قوم د بې اتفاقيو ننداره کوي او ددي څخه خپل مطلب اوچتوي . ۱۰ : هغه چاته رايه مه ورکوي چې د قوم د وينو څخه يې قارونې سرمايې پيدا کړي او اوس دا سرمايې د بهر په بانکونو کې پرتې او نوره سرمايه پرې راټړلوي . ګرانو وطنوالو ! کچيرې حق او عدالت حاکم واي د دغه نوماندانواکثريت په ځای ددی چې د خپلو کړغيړنو اعمالو سزا يې ليدلې واي او نړيوالې محکمې ته ورپيژندل شوي وي په ديره سپين سترګې غواړي دا ملت يو ځل بيا اغوا کړي او په سترګو کې يې خاورې وروشيندي . داسې يو نوماند ته رايه ورکړي چې لاسونه يې د چا په وينو سره نه وي ،متقې او پرهيزګاره وي ، دي وطن ته متحد وي ، د ټولو ورونو قومونو ګټې دده په وجود کې خوندې شي . داسې يو چاته رايه ورکړي چې هغه پوه وي،دخلکو د درده څخه با خبره وی هم د مديرت ،شجاعت او تدبير خاوند وی ددې بعضو تقلبې او په پيسو رانيول شويو شهادت نامو ته مه ګوري چې هر يو وايې چې زه ډاکتر يم ، ما د يوه هم صنفې په افغانستان کې ونه ليده چې ويلې وي دغه يا هغه ډاکتر زما هم صنفې وه زه نيوهيږم چې يو تعداد ځانونه ډاکټران معرفې کوي دوي چيرته زدکړې کړي او دا داکټرې يې څرنګه لاس ته راوړي . قومونه په چيغو او سورو خپل تقدير نشي بدلولي ددي له پاره عملې او اوسپنيز ګامونه اوچتول په کاردي که غواړي چې هوساينې په لور مو کاروان حرکت وکړي ،ددي فتنه ګرواو سړې وژونکو څخه خلاص شي د خپل وجدان په حواله خپل رايه وکاروي . د يو موټې او سر لوړ افغانستان په هيله.