په زابل ولایت کې چي کله دټاکنو منډي ترړي پيل سوي نوهغه روش خورو اوچاپلوسانو چي مخکي يي هم په بوټ پاکۍ کې دوکتورا درلوده یوځل بیایوڅو ځان پروشان کابل ته له ځان سره یووړل اوهلته يي درګاه په درګاه وګرځول ترڅو به یو چاورته دراتګ بلنه ورکړي وي دقانوني نیټي سره سم چي دټاکنو کمیسون ورته ټاکلي وه په لمړۍ ورځ يي فقط دیونوماندان کمپاین پیل سوزه هم دروش په هوا اونشه کي وم سترګي مي پټي وي اودي ټاکنیز کمپاین دفتر ته لاړم کوټي ته دننه سوم اوڅو سیاسي روش خواره مي ولیدل چي پر شونډو يي لادروشونو غوړپاتي ول په خندا يي وویل والله ګوره پلانکي ته يي دپلانکي نوماند دفتر ورکړي خو تراوسه يي لافعال کړي ندي له دودرو ورځو ورسته دګردو نوماندانو ټاکنیزي مبارزي پیل سوي اوپه ډیرجوش سره رواني دي دلته اوس فقط څوسمبولیک شخصیتونه دي چي په هرڅه کي ددوي ونډه ده چي دغنمو دویش ورځ سي هم دوي ترګردو غریب خلکو مخته په لمړي قطار کې وی اوکه دولایت په سطحه کومه مهمه پریکړه کیږي هم دخرڅ سوي تش په نامه مشران ناست وي زموږ داستر رو ش خواره دولایت مقام له لوري تقربیا دمیاشتي یاپه پنڅه بولکه دمرستي په غنمو او یاهم لس زره ۱۰۰۰۰نغدوافغانیواخیستل سوي دي اوخولي يي ورکنډل سوي دي ددوي وجدان اوغیرت داروسره منلی چي په دي لس زره افغانیوباندي خپل هرڅه خرڅ کړي نودجمهوري ریاست نوماندانوته داویم چي تاسوبه هم کاږه له خیاله ګرځۍ چي څومره پر نفوسه مشران مو خپل استازي ټاکلي دي خو زه يي دابیلګه دوي ته پریږدم چي پر دي چاپلوسانو اوروش خورواوس خلک عادت سوي دي له دوي نه صرف وچه ډوډۍ خوړل هم غنیمت ګڼي اوزمواوستاسي په وطني لحجه ورباندي لار وهي په زابل کي چي ټاکنیزي خوني ورباندي ډکي وي هغه هم څو محدود کسان دي او هغو ته ګوره چي هر وخت دیوي جلسي یادغونډیو دځاي پوښتنه لاکوي چي هسي نه بیا ورڅخه دغرمي ډوډۍ یا دماښام روش بي ځای نسي زلمی رسول به فکر کوي چي ځه په زابل کي خو مي دومره پلویان واشرف غني به هم همداسي فکرکوی او شیرزي خو يي بیخي دځان بولي ځکه ددوي په فکرخپل استازي يي دقومونو له منځه ټاکلي دي خو دلته واقعت بل څه دي مو ږ داروش خواره چاپلوسان چي خپل هرڅه يي خرڅ کړي اودولس هیڅ حقوقوته نه ګوري په زابل کي دټولوستونزو زیږنده بولواوداپه ډاډسره ویلاسوچي کچیري زموږ له سره څخه داروش خواره اوخپل ځان خرڅوونکي لیري سۍ نوزابل چي نن په دریم درجه ولایتونوکي رازي په لمړۍ که نه وي په دوهم درجه ولایتونو کي خوبه راسي زموږ والي چي دجمهورریس لخوا ورته زابل ولایت دپنځو کلونو لپاره په ټیکه ورکړل سوي ودځنیو ریښتینو کسانو له خواڅخه په ډیر هلوځلوچي میاشتي يي په برکي ونیولي تبدیل سوخو کله چي دي ځان خرڅوونګوته هغه دال هغه پنځه بولکه غم یادسول اولس زره افغانۍ يي ترسترګو داسي داسي کیدي دستي يي خپل روش خوره او چاپلوسه کابینه راغونډه کړه او دکابل پر لوريي حرکت وکړ هلته له رسیدوسره سم يي بادارانو ددوي دخطاایستو لپاره پشوبازي پیل کړٍي اوڅه ناڅه وعدي يي هم ورسره وکړي ماښام يي ښه په روش ماړه اودارګ دروازي ته په سترواوغولوونکو دروغو سمبال کړل چي دادروغ ددوي دبادارانو لپاره وهلي کلاوه سهار چي ارګ ته لاړو نو چي هریوبه ولاړسودوالي صیب څخه به يي پرشته جوړه کړل خو بالاخیره يي بیرته دخپلي چاپلوسی په زوردوالي صاحب دواک ګدۍ اوږده کړه او بیايي دخپل ځان اووالي صیب لپاره دچړچواومیلولاره پرانیستله اووالي صیب هم دخپل موقف نه په ګټي اخیستوسره ددي ټولوټاکنیزوکمپینونوچاري خپل دي چاپلوسواووالي پلوه اشخاصوته ورکړي نو هيڅ یو نوماند دي په راتلوونکي ټاکنو کي دزابلي ولس څخه درایه غوښتونکی نکیږي ځکه چي دوي هرڅه په چاپلوسانواوروش خورووخوړل نوګوتي اوپوزي به دغریبانو غوڅیږي زه ددي لاري نه په دي ویدو : نوماندانوږغ کوم چي ویښ شي اوپرخپل کړنلاري اوتګلاري مو بیرته له سره غور وکړي په ولایاتوکي خپل استازي په سپارښتنه نه بلکي دخلکوپه خوښه وټاکۍ او کوم امتیازات چي تاسو په دي لاره کي لګوي هغه غریبانوته دکار په مقابل کي ورکړي ترڅوتاسوته ریښتوني خلک دملګرتیا لاس درکړي کچیري پر دي روش خوروچاپلوسانو باندي داروشونه بند اوډالر ورنکړي نو معلومه خبر ده چي سهار ډول پسي درراخلي اووايي چی پلانکي عیسوي دي پلانکی سم سړی ندي اورایه مه ورته ورکوي که مي ګوته پریکیږی نوزه ریس جمهورنه ټاکم ځکه ماته ترخراب انتخاب خپله ګوته سل چنده بهتره ده