ګرجستان:
د ۲۰۰۸ زیږدیز کال په اګست میاشت کې روسیې له ګرجستان څخه بیلتون غوښتونکي هیوادونه ابخازیا او سهلیي اوسیتا په رسمیت وپیژندل. اخوا ګرجستان چې دناټو غړیو هیوادونو ملا تړ په هوا کړی وو، له عراق نه یې خپل ۲۰۰۰ عسکر خپل هیواد ته راوبلل او غوښتل یې په دغو هیوادونو باندې خپل اغیز وساتي او په سیمه کې دناټو پالیسي پلي کړي.
ګرجستان چې له ډیر پخوا یې دناټو دملاتړ دلرلو په هوا کې له روسیې سره خوله اړوله او کله کله یې دروسیې په بي پیلوټه الوتکو بریدونه هم کول.
دګرجستان له داسې کړنو څخه روسیه نوره پوزې ته رسیدلې وه او اړ شوه چې د ۲۰۰۸ زیږدیز کال په اګست میاشت کې د ګرجستاني پر امنیتي تاسیساتو پوځي برید وکړي.
له یوې خوا روسیې غوښتل چې خپلې نوې مدرنه وسلې او تکنالوژي و ازمایي او لویدیځ ته خپل قوت وښیي او له بلې خوا یې غوښتل چې په خپل شاو خوا کې دناټو لاس وهنو ته دپای ټکی کیدي.
Gleb Garanich/Reuters
دبرید په ترڅ کې ګرجستاني سرتیرو او او عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته اوخلک دخپل دخپلو کورونو پریښودلو ته اړ شول.
دامریکې متحده ایالات او نور لویدیځو هیوادونه له ناټو سره یواځې په غندلو کې برخه واخیسته او له روسیې یې وغوښتل چې اوربند دوکړي. دامریکې متحده ایالاتو یو څه ډیر جرات وکړ او دهغه مهال دبهرنیو چارو وزیرې له روسیې وغوښتل چې خپل سر تیري دې په شاکړي ، خو روسیې خپل کار ته ادامه ورکړه او خپل سرتیري یې په شا نه کړل.
هغه مهال روسيې خپلو پو ځونو ته امر کړی وو چې هر ډول مقاومت مات کړي، خو له هیڅ ډول مقاومت سره مخ نه شول او په هرځای کې به یې له ګرجستاني سرتیرو نه په داسې ډول وسلې ټولولې او سترګې به یې ورته تړلې چې تا به ویل ددوې وسلې ډزې نشي کولای.
دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې اوس نو جګړه پیل شوه ، خو دناټو او ولویدیځ په ګډون یې هیځ پوځ مقابلې ته ونه دریده او جګړه دروسې په ګټه پای ته ورسیده. روسیه په تدریجي ډول له ابخازیا او سهیلي اوسیتا په خپله خوښه ووتله او په دواړو نویو هیوادونو کې یې دناټو لاسوهنې ته دپای ټکی کیښود. او بالاخره ، روسې وښودل چې پوځ یې څومره پیاوړی او په نویو تکنالوژیو سمبال دی.
اوکراین:
په اوکراین کې هم له څه مودې راهیسې خلک ددولت په ضد پاڅونونه پیل کړي وو چې په ترڅ کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوخته او پاڅون دې حد ته ورسید چې مظاهره کوونکو په لسګونو پولیس برمته کړل. ددې مظاهرو په پایله کې داوکراین ولسمشر چې دروسیې ملاتړ ورسره و خپلې پښې سپکې کړې او تر یوې اونۍ په یوه نامعلوم ځای کې وو. هغه پرون په یوه خبري ناسته کې راڅرګند شو او ناټو او لویدیځ هیوادونه یې دخپل هیواد په تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن کړل او هغوی یې ددې ټولو ناورینونو تر شا وبلل.
په اوکراین کې دناټو او لویدیځ پلوه کسانو واګې په لاس کې واخیستې او نوی حکومت یې اعلان کړ، هاخو داوکراین دکریمیا په نوم ښار کې چې روسې تباره وګړي پکې ډیر میشت دي هلته روسیې خپل سرتیري ولیږل او واګې یې په خپل لاس کې واخیستې.
داوکراین نوي حکومت له ملګرو ملتونو وغوښتل چې دامنیت شوری راوبلي او په دې اړه پریکړه وکړي، ولسمشر اوباما وویل چې داوکراین دخپلواکي تر پښو لاندې کول به روسیې ته ناوړه عواقب ولري.
خو له حالاتو داسې معلومیږي چې داوکراین برخلیک به هم د ګرجستان په شان وي، دابخازیا او سهیلي اوسیتا په شان به د کریمیا ښار هم د اوکراین له لاسه ووځي او نه به ناټو او نه به هم امریکا دروسیې په مقابل کې کوم پوځي ګام پورته کړي.
دحوت یوولسمه