د نوې نړۍ معيار پر فکر او زړه حکومت کول دي، د يو چا فکر جوړول او بيا په خپله ګټه کارول د نن ورځي معياري تګلاره ده. نو معنوي ژوند هم د ځانګړې واک او اصولو لرونکی دی. په معنوي لحاظ د خلکو ژوند او مرګ بنسټيزه خبره ده. هغه خلک چي په معنوي لحاظ مړه وي، په نوې نړۍ کي د هغو مادي مرګ ته اړتيا نسته.
کله چي د يوه ولس فکر او ذهنيت په انحصار کي راوستل سي او په فکري لحاظ بنديان کړل سي يا ددوی په منځ کي د جوړوني او پرمختګ فکرونه له منځه ولاړ سي او يا هم د علميت او معنويت پروسه يې کمزوري سي، نو دا خلک او ولس د معنوي مرګ سره مخ کيږي. کله چي ولس په معنوي لحاظ مړ سو، نو بيا خاين اقليت (حکومت) ورباندي مسلط کيږي او داسي سياسي تګلاري غوره کوي، چي نه يوازي د ولسي ګټو ساتونکي نه وي بلکي نور هم د ولس په زيان وي او ولس نور هم د تباهۍ کندي ته ور اچوي.
په نړيواله کچه پر ژوندو ولسونو حساب کيږي، هغه ولسونه چي معنوي ژوند ولري، هغه د نړۍ د لويې ټولني مهمه کړۍ جوړوي. هغه ولسونه چي په معنوي لحاظ هم ژوندي او هم ويښ وي او هم د نورو د ژوندي کېدو لپاره هلي ځلي کوي هغه په مخکي کتارونو کي ولاړ وي.
نو معنوي ژوند د ولسي پياوړتيا مهم بنسټ ګڼل کيږي. هغه ولس چي د معنوي مرګ پر تخته پروت وي، هغه خپلي ګټي نه پيژني، هغه ملي پرمختګ او ملي پياوړتيا بيخي نه پيژني، ولسي ويښتيا او ژوندي کېدل د خلکو په پرمختګ کي مهم رول لري.
دا ډول مرګ موږ په خپله افغاني ټولنه کي ښه وينو، موږ مادي ژوند لرو، خو په معنوي لحاظ د مرګ کندي ته لويدلي يو، پر دي ولسونه راځي موږ ويښوي، خو موږ لا په خپلي ويښتيا او ژوند نه پوهيږو. موږ ژوند ته مرګ او مرګ ته ژوند وايو، موږ لا تر اوسه مرګ او ژوند سم ندي تعريف کړي او د ژوند په ارزښت او د مرګ په زيان لا سم نه يو خبر.