معیارونه اوخصوصي روغتونونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58853
ډاکټرجاوید الکوزی
دخبریدو نیټه : 2014-03-03

 د تېرې یوې لسیزې په اوږو کې په افغانستان کې بیا په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د خصوصي روغتونونو شمېر په ډېره چټکتیا په لوړه روان دی. له دې سترګې نشي پټېدای، چې خصوصي روغتونونه د روغتیایي خدمتونو په چمتو کولو او رسولو کې له حکومتي سکتور سره د پام وړ مرسته کولی شي. خو پوښتنه دلته پیدا کېږي، چې آیا دغه خصوصي روغتونونه ددولت له معیارونو سره برابر او که نه؟ د خصوصي روغتونونو د بېلابېلو ستونزو له منځه څو هغه ستونزې چې ډېرې د پام وړ دي، د روغتونونو د ودانیو جوړښت دی، یعنې فزیکي معیار، د ډاکټرانو او نورو روغتیایي کارکوونکو وړتیا یا تخصصي معیار، د ناروغانو له اقتصاد سره برابر د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول یا اقتصادي معیار، له ناروغانو او پایوازانو سره د کارکوونکو چلند یا اخلاقي معیار او د روغتون د مدیریت څرنګوالی یا مدیریتي معیار دي.
د فزیکي معیار په برخه کې ددې یادونه اړینه ده چې هغه ودانۍ چې خصوصي یا شخصي روغتونونه پکې فعالیت کوي، د روغتون لپاره ندي جوړ شوي او ډېری یې په داسې ودانیو کې چې د استوګنې لپاره چمتو شوي او یا هم په سوداګریزو ودانیو کې چې یا د هوټلونو او یا هم د نورو سوداګریزو موخو لپاره چمتو شوي دي، فعالیت کوي. د کابل په یوه روغتون کې هم د لېفت آسانتیا په پام کې نده نیول شوې، خونې يې داسې ندي چمتو شوي، د امکان تر حده پکې زیات لمر ولګېږي، زینې یې داسې ندي برابرې شوي، چې بیړني ناروغان ورته په ګرځنده چپرکټ کې پورتنیو پوړونو ته یوړل شي، د ګرمولو او سړولو فعال سیستم نلري، د خونو لوړوالی، اوږدوالی او سور دځانګړو واردونو لپاره په پام کې ندی نیول شوی.
تخصصي معیارونه د فزیکي معیارونو په پرتله زیات د پام وړ دي، هر خصوصي روغتون له بهرنیوهېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډ څخه د پروفیسور، پوهاند، ایم بي بي ایس او داسې نورو په نامه ډاکټران رابللي دي، خو دا لا معلومه نده، چې آیا دوی رښتیا هم دغه تحصیلي درجې لري او که نه. ځینو روغتونونو خو لا آن د خصوصي او دولتي طبي ښوونځیو محصلین د ډاکټرانو په نامه ګومارلي داسې کارکوونکي چې ان د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو جواز هم نلري، د معالجو ډاکټرانو په توګه په کار استخدام کړي دي.
تر ټولو زیاته د بحث وړ موضوع د اقتصادي معیار موضوع ده، یعنې هغه قیمتونه چې په خصوصي روغتونونو کې کارول کېږي او هغه لګښتونه چې په دې روغتونونو کې په ناروغانو راځي، په رښتیا هم هغه لګښتونه دي، چې باید روغتون یې هم د ناروغانو په هوساینه لګوي او که یواځې د ناروغانو له روغتیا سره تجارت کېږي. دیوې عادي ناروغۍ لپاره که خدای مکړه، کوم روغتون ته دننه شې، نو باید دیوه دولتي مامور دیوې میاشتې تنخواه په جېب کې ولرې. که څه هم د درملو لګښت هم د درمل دکیفیت په پام کې نیولو سره ډېره لوړه ده، خو بیا هم ډېری لګښت په درملو نه، بلکې په بیځایه معایناتو باندې راځي. دیوې عادي ناروغۍ لپاره ناروغ مجبورېږي، څو دوینې د سرو کرویاتو، سپینو کرویاتو، کولسترول، تراګلسرایډ، د تشو متیازو څو بېلابېلې معیانې، د غایطه موادو معیانه، اکسرې او داسې نورې معاینې تر سره شي.
په دولتي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو پر کیفیت ډېر نه راڅرخېږو، ځکه چې هغه خوهسې هم دولتي دي، خدمات یې وړیا دي، دولت مو له اقتصادي پلوه کمزوری دی. همدومره چې کوي، بیا یې هم کور ودان. خیر دی، که روغتیایي کارکوونکي یې د نیمې ورځې لپاره کار کوي او بیا ټول روغتون څو نوکریوالانو ته سپارل کېږي، خیر دی، که یو اندازه پیسې پکې ښکته پورته کېږي، آخر د ډاکټرانو تنخواه کمه ده، شپه او ورځ ناروغانو ته خدمت کوي، خیر دی، که له میلیاردونو ډالرو مرستې سره سره اوس هم ځینې دولتي روغتونونه د پایوازانو لپاره ځای نلري، آخر پخواني روغتونونه د کابل د څلور سوه زره وګړو لپاره په پام کې نیول شوې وې او اوسې یې نفوس تر پنځو میلیونو زیات دی، په اوسنیو ځایونو کې د روغتونونو د پراخولو شونتیا نشته او نورې دولتي ځمکې خو د غاصبینو له لاسه پاتې ندي، چیرې به یې پراخې کړي، خیر دی که اوس هم ناروغ د ډاکټر د بې غورۍ له امله ومري، همدومره تنخواه همدومره خدمت.
د روغتیا محترم وزارت په دې دولسو کلونو کې ددې وړتیا پیدا نکړه، چې روغتیایي خدمتونه په خپله وړاندې کړي، روغتیایي خدمات تر ډېره بریده د پلي کوونکې موسسو لخوا وړاندې کېږي، چې ددې موسسو خاوندان د تېرې لسیزې په اوږدو کې دمیلیونونو ډالرو خاوندان شول، هغه ناروغ چې خپل نازولی ماشوم ددرملنې په موخه روغتون ته راولي، ددرملو نیمې پیسې یې د موسسو د خاوندانو جېبونو ته لوېږي. خو د روغتیا وزارت دا لس کاله کېږي، چې لا هم د پالیسیو په چمتو کولو بوخت دی. خلک اوسمهال پالیسو ته نه کار ته اړتیا لري، که چیرې کار له پالیسې پرته وشي، دومره به بد نه وي، لکه پالیسي چې بې له کار کولو چمتو شي، آیا د روغتیا وزارت ځان د خصوصي روغتونونو په اړه مسوول ګڼي او که نه، آیا د خصوصي روغتونونو د بهرنیو پروفیسرانو اسناد کتل کېږي، آیا ددې روغتونونو د خدماتو کیفت څارل کېږي، آیا کله ددې پوښتنه شوې چې په خصوصي روغتون کې په یوه عادي ناروغي څومره لګښت راځي، آیا کله هم په خصوصي روغتونونو کې د درملو کیفیت ارزول شوی دی، آیا کله هم له ناروغانو یا ناروغدارانو پوښتنه شوې، چې په روغتون کې ورسره څه ډول چلند کېږي، آیا کله هم د وزارت کوم مسوول شخص روغتون ته سر ښکاره کړی، چې حفظ الصحه یې تر کومه حده په پام کې نیولې ده، او سلګونه داسې نور آیا او آیا