شعار ته په انګريزي ژبه کي Motto ويل کيږي. شعار هغه لنډه او با مفهومه جمله ده چي په لنډ ډول زيات او لوی مفهوم وړاندي کړي. په شعار کي د خپلي تګلاري ټوليز انځور وړاندي کيږي. شعار د تګلارې لپاره ډير اړين ګڼل کيږي، ځکه چي په شعار کي عمومي تګلاره پرته وي. نو شعارونه توپير لري هره تګلاره ځانته ځانګړې شعارونه لري.
شعار په مبارزه کي ډير مهم دی هغه که سياسي، ټاکنيزه، د خپلواکۍ، د بېلتون، انقلاب يا کودتا لپاره او يا هم د ادبي، تعليمي او نورو برخو لپاره وي. نو په شعار کي بايد خپلي موخي او تګلاره په ښکاره ډول وړاندي سي.
لکه څرنګه چي اوس ټاکنيز کمپاينونه پيل سوي دي هر نوماند ځانته ځانګړې شعارونه يا شعار لري، چي د هغو په يادولو سره خلکو ته خپله ټوليزه تګلاره وړاندي کوي. نوماند سياسي ټاکنيزه مبارزه کوي دی هڅه کوي چي دخلکو څخه رايې راټولي کړي او دخلکو ارادي د ځان کړي همدارنګه دی د ټولني لپاره کار کوي او د سياسي قدرت د لاسته راوړلو لپاره هلي ځلي کوي، نو ځکه دی خپل شعارونه د خلکو په ګټه او د خلکو د عيني غوښتنو پر بنسټ جوړوي.
هر نوماند که د ولسمشرۍ، ولسي جرګي او يا هم د ولايتي شورا وي، بايد د خلکو د غوښتنو او هيلو سره سم شعارونه جوړ کړي. ځېني شعارونه شخصي اړخ لري او ځېني بيا ټولنيز او په خلکو پوري اړوند ګڼل کيږي.
ښي خبري ډيري دي خو هغه څه بايد وړاندي سي چي د خلکو پام ځانته را واړوي او خلک تابع کړي، خلک د هغه رهبر يا نوماند سره خپله مينه ښکاره کوي، چي ددوی د عينی ستونزو لپاره غوره تګلاره ولري او ددوی د ستونزو لپاره ملهم سي. نو ځکه بايد هڅه وسي چي د خلکو ملاتړ د ځان کړل سي نه دا چي د خپل ځان ستايني خلکو ته وړاندي سي او د خلکو په منځ کي خپل ځان و غټول سي.