بسم الله الرحمن الرحيم ط
سره تر دې چي ژوند پخپل څنګ کي دخوږو تر څنګ ترخې هم لري ولي ،داسي هم وی چي ځيني تر خې ئې دزغم او ځيني خوږې ئې تر وس وزي ځکه نو موږ دژوندانه دلړۍ پيل او پاى يو ډول جريان ته نسو ور اچولاى او نه هم داسي کېداى سو چي دژوند دپيل او پاى پړاو دي يو شانته تېر کړو ، يا په دې معني چي : ژوند دخاطراتو قاموس دى هره خاطره چي هر څومره جذابه وي په هماغه اندازه ددې قاموس دخاطراتو دفهرست په لړ ليک کښي لوړ ځاى نيسي .
ځکه نو ويلاى سو چي دژوند هر ه ورځ يوه پاڼه او هره پاڼه ئې له ځانه سره نوې يادَوَنه لري ، کله چي زه دا ليکنه کاږم نو ددې ليکني داړوندي شاعر ((شهيد حاجي مولوي عبدالرازق شېرزاد)) سره د نوي شناخت هغه ورځ مي جګه سترګو ته درېږي په کومه چي دکندهار ښار دشپږمي ناحيي په انګړ کښي په روحاني پطرول پمپ (( اوسني تاج محل صالون )) کي مي ورسره وليدل خو، دا په دي معني نده چي له نوموړي سره مي مخکي نه وو ليدلي دشوروي جګړې پر مهال دافغان حريم دساتني په موخه دهغه مسلح جهاد او متانت هغه ته داسي يو شخصيت ور کړي وو چي په خلګو ځان وپېژني ځکه د ولس په غړو کي يو هم زه يم چي دخپل کشرتوب پر مهال مي دهغه څېره ليدله ، ولي له هغه سره دناستي ولاړي ، مجلس او بيا په مشاعرو کي ګډون ددې لامل سوچي شناخت مو سره زيات او زړونه سره پېوند کړو .
دروند شېرزاد صاحب يونه هېرونکى څوک دى چي ښايي زما سره دهغه دشخصيت دښه تحليل او پېژندني تومنه کمه وي ولي په ناسته پاسته کي دهغه کرکټر ، دمشرانو او کشرانو سره دمتقابل احترام توان ساتل ، په غور او دقت سره په سړه سينه يوې خبري ته جواب ويل ، په متبسمه او خندانه څېره سره دمجلس توجه جلبول ، پر ځاى پريکړه ، افغاني کلتور ، معاصر کندهارئ لباس او پوښاک ، او درسول الله صلي الله عليه وسلم پر طريقه ئې دځان برابري هغه نخښي دي چي بايد ملګري ئې هير نه کړي .
دسږ ١٣٩٢ لمريز کال دروژې هډو ١٧سمه نېټه وه چي دهغه درانه کشر ورور همدا ټولګه دکتني لپاره راکړه ، زه خوارکي چي تر اوسه پوري په يوه او دوه لا ځان نسم پوهه ولاى ځنګه به وکولاى سم چي دهغه په شاعرانه درنښت پوه سم او دهغه په شعر کي پيغام ، ښکلا ، تجنيس ، فورم ، ظرفيت ، جذابيت او شاعرانه سبک او مکتب په اړوند څه ووايم ، خو دنوموړي ناز پر مځکه نسم ورغوځولاى له همدې امله لاندي څو کرښي ستاسي درنو ته په وړاندي ږدم په دې اميد چي ګرم مي ونه بولى .
زموږ ځيني شاعران په شاعرانه نړۍ کي پيغام ته خو ډېر شاعران مو په شعر کي ښکلا ته ارږښت ورکوي ، داد دوئ کار دى چي څه ډول او پر کوم لور خپل فکر بيايي : خو قرانکريم دشعرا سورت په وروستيو ايتونو کي ددې دواړو اړوخونو په اړوند خپل پيغام لري هغه شعرا چي پر وچه مځکه کشمير جوړوي چي څه نه ئې دوي ئې وايي په يخ ژمي تود دوبى ، له ساړه مني رنګين پسرلى جوړ کي دفراه له تبجني دښتي دپغمان سمسوره دره او دننګر هار دګلو هاره د ((ګوبي صحرا)) جوړوي د ((غاون)) په نوم ياد کړي او هغه څوک چي بشريت ته دبشريت داصيل ماهيت اهميت ورښوي د((تلاميذ الرحمن )) په نوم نومولي دي
شهيد شيرزادچي يو دصوفي شاعرانوڅخه دى دشعرد ژبي په تصوفي اړخ کي دپښتو ژبي دصوفي شاعر عبدالرحمن مومند دسبک پيروي لري خو په سميزو او معاصرو اصطلاحاتو کي ئي دشعر په بڼه کښي نوى رونق ورکړي دى .
بيټ نيکه په ستاينه کي الله جل جلاله ته دخپل اولاد دزيادښت دعا دمناجات په الفاظو کړې (( لويه خدايه ! لويه خدايه ! دا وګړي ډېر کړې خدايه ))
عبدالرحمن بابا پخپل دېوان کي په ساده الفاظو او ساده فورم کي سليس بيتونه دلوى خداى په ستاينه کي وايي :
(( ګوره هسي کردګاردى رب زما
چي صاحب دګل اختيار دى رب زما))
شهيد شېرزاد په ډېرو رنګينو الفاظو دغزل په فورم کي دخداى جل جلاله دقدرت ستاينه دهغه دکائناتو دپيدايښت په اړوند په ډېرو رنګينو الفاظو کوي :
په ذره ذره مخلوق کښي ښکاري ستا دجلا ل نښي
دسپوږمۍ ښکلي وجود کښي وينم ستا دکمال نښي
وئې ګورئ په (( ذره ذره )) کي دساينس وروستۍ پلټني د((electron , proton ,neutron)) کوچنيو ذراتو ته توجه کوي خو دمخلوق په کلمه کښي دالله جل جلاله په اراده سره دټولو ژونديو او مړو موجواتو يادونه او دهغوئ دمالکيت انتساب الله جل جلاله ته داقرار په ډول يادوي د(( جلال )) دکلمې په ليکنه سره دالله جل جلاله دلويي يادونه ئې په زړګي کي نقش ده او د(( سپوږمۍ)) يادونه ئې دکائناتو په منځ کي دښکلا او ښايست رنګين سيبمول په داسي هنر دشعر په غېږه کي ځاى کړى چي دذهني عياشۍ هيڅ ډول څرک په کښي نه ښکاري ، د((کمال )) دصفت په کارونه سره نه يوازي دهمدې حمد لمړئ بيت پوره کوي بلکه د اکمال او پورايني دثبوت لپاره دژبي داقرار دقلم ژبه دکاغذ سينه دشاهدينو په توګه دځان دمؤحد ثابوتولو په توګه راوړي دنوموړي دشعر دا لمړۍ ټوټه بسنه کوي ؛ دهغه دپاته لمړي شعر په اړوند زما ليکونکي دمات قلم ليکه تر ډېره تر جماني ونکړاى سي خو دهغه دکتاب ددې لمړي شعر په څېړنه که ور سره بوخت کېږ ي کېداى سي ليکنه مي هم يوازي همدى لمړي شعر ته ځانګړې سي .
دنوموړي ددې شعري غونډ په دوهم شعر کي دحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم په اړوند دهغه روح ته ددرود لېږلو په دود يو نعت لري چي دسعدي شېرازي د:
((بلغ العلي بکماله ،، کشف دجي بجماله))
اودمعاصر خوږ ژبي انقلابي شاعر روح الله ساقيار ثم ((عرفان)) ددې شعر :
((جهان واړه رڼا سو په جمال دمحمد (ص)
ظهور دربوبيت دى ستر کمال دمحمد
احسن او مشرف دي ټول خصال دمحمد
صلاة پر محمد او هم پر آل دمحمد ((ص))
په پليوني داسي ليکي :
ټول جهان رڼا سو رڼا په جمال دمحمد
اسمانونه مځکي نور سوه په ځلا دمحمد ((ص))
دنوموړي دشعر په غونډ کي دزماني بېلابېلي تر خي او رنګينۍ نغښتي دي هغه دتاريخ په لړ کي دخپل زورېدلي او ساده ولس له کړاوونو او دګران کندهار وران او کنډواله حالت ارآم ندى پرې ايښئ او دوخت دوروستيو لړزاندو شرايطو تر جماني او انځورګري ئې په ساده او بسيطو الفاظو کړې :
خفه سوې مو له خولې څخه خندا ده
کندهاره څخه جوړه کربلا ده
جنازې دي غلبلې ديتيمانو
په کورنو کي مو وير دى او ژړا ده
يا لکه داسي :
زموږ بهارونه را نه وړي دخزان سېليو
دګلو څانګي ماتوي پردي بادونه راغلل
زموږ جونګړي ورانوي دسېلابونو څپې
چي له کوم بحره څه ياغي خړ طوفانونه راغلل
ارواښآد يوازي دخپل وران کندهار دوخت تصوير خلګو ته نه وړاندي کوي بلکه، دملي روحيې په توسن هم دزړه درد دشعر په وړاندي کوي :
چي مي خيال ته راښکاره سې يو تصوير دبلا راسي
رڼا مړه سي ، خندا مړه سي جادوګره نڅا راسي
دمحکوم شيطان په امر دکاله منځ کي وي ناسته
الفت مړ سي ، مينه مړه سي په يرغل چي وبا راسي
غرور مړ سي ، همت مړ سي چي سي بند زمري په جال کي
په ځنګله چي جوړ خوښي سي مکاران په انګولا سي
دنورو شعراؤ تر څنګ ارواښاد شهيد شېرزاد هم په ځينو شعرونو کي دنورو پخوانيو شاعرانو مردفه يا مضموني لاره تعقيب کړې دهغه داکار داښيي چي نوموړي دشعر په کور کي ډېره مطالعه لرله لاندي څو امثال ئې وګورئ :
عبدالرحيم ((هوتک))
خونخواري سترګي دي نن بيا کوي دزړو ښکارونه
زلفو دي واچول پر غاړه دسپوږمۍ دامونه
شېرزاد :
لا دي په سترګو غورځنګ کوي خنکار پوځونه
په زور له زړونوڅخه اخلي داقرار باجونه
خوشحال بابا وايي :
چي ګټل ، خوړل ، بخښل کا ځوان هغه
چي توره لري دتوري خان هغه
شهيد شېرزادئې درديف په تغير دانساني صفت يادونه په بله بڼه کوي :
په ښايست سره انسان کله انسان سي
چي عمل ئې دانسان وي انسان هغه
تصوف دهغه مسلک وو په همدې اساس ئې پخپل شعر کي دنورو صوفي شاعرانو غوندي له تصوفه برخمن بيتونه او شعرونه ليکل هغه د قرانکريم په غېږه کي د((المزمل )) سورت دپيلامې اړوند داسي اشاره کاروي :
چاته راته وويل ژر سه ،پاڅه دوصال شېبې دي
دنيمي شپې په زړه کي بلي دجمال دشېبې دي
په ځينو مواردو کښي ئې شعر وچ پيغام له ځانه سره لري او دشکوې په شکل ليکي :
ديوه خوار مين پر حال دعا کړه
داغيار زومړي ژوند لره ښېرا کړه
قيدخاني دي ، توري شپې دي ، زولني دي
ژوند مي وژغوره اشنايه لږ وفا کړه
خو په ځينو شعرونو کي ئې دپيغام تر څنګ ښکلا هم ښکاري :
دا منم چي جهان مينه خومين ور پکښي لږ دي
په ظاهر څوک ليداى نسي چي دميني کړي اظهاره
منصوري جنون ته زما هم اسمان اوښکي را توى نکړې
دحلاج غوندي رسوا سوم اخر زه پر سر دداره
دنوموړي شاعرانه طبعي عيار رنګ در لود ځکه ئې نو دميني حماسې او تصوف تر څنګ دخپل محيط پخوانى فولکلور او کلتور هم په ذهن کي نڅا کوله :
ادمه ! شرنګ ورکړه رباب ته ويده خلګ کړه ويښ
درخو ئې وايي پرشهباز يوه خوږه سندره
ياغي هلمنده طوفاني څپې دي ليري يو سه
بس که رابيا وايي دميني ښه درنه سندره
شپېلۍ کي پوه کړه او غرو ډبري ونڅوه
دزابل شپونه پکښي ووايه شپنه سنده
پر وچ ډګر دميوند جام ستړي ايوب ته ورکړه
ملالۍ پاڅه راته ووايه ځيږه سندره
هغه دهغو شاعرانو څخه شاکي وو چي دشعر په ژبه دانساني عفت انګړ ته دبې حيايي څړيکه ور ننه باسي او انسان دذهني عياشۍ پر لور ور سموي :
حميد مړ سي رحمان مړي سي دبربنډ نوښت په توره
چي دشعر له ادابو شاعر خپله بې پرواسي
په مجموع کي ددې شهيد شاعر شاعرانه نړۍ که په دقت سره وکتل نه يوازي ئې په مقفا ډول شاعري کړې بلکه دمعاصر ازاد شعر له کوره سره هم بلد وو او ددې شعر دفورم په غېږه کي نه يوازي Image ياانځور ته ځاى ور کړي بلکه ، پيغام ئې له ورايه پکښي ښکار ي
هو !
همداسي ده په ډېرو مواردو کښي په مقفا شعر کي صنعت ، توازن، ښکلا ، بحري روان والى ئې اړين صفات وي ولي دازاد شعر ځانګړنه به دا وي چي پيغام په رسا او ساده توګه پکښي منعکس وي ددې شعر غونډ په ليکو کي تاسي د((حيا ،ميکدې ، ربه !، منم ، هغه لاره )) نظمونه وګورئ .
دنوموړي له شاعرانه طرز څخه دا څرګندېږي چي هغه دشعرلوستلو سره له ډېره وخته علاقه لرله خو په شعري ليکنه او وَيَنه کي ئې له لږه وخته لاس پوري کړى وو ، که له نوموړي سره ژوند جسماً ياري کړې واى ليري به نه واى چي هغه څخه به ستر شاعر جوړ سوى واى په ځينو مواردو کي اړ تيا ددې وه چي هغه شهيد پخپله دخپل شعر بحري او څپه يز رنګ او حالت ور سُتره کړى واى
خو دا پدې معني نده چي دهغه په شعر کي کوم نقص يا نيمګړتيا موجوده ده
دهغه پر ژبه دهغه شعر دهغه ــ هغه غنا وه چي نن موږ ته دزړه ارمانونه دشعر په ليکو راته څرګنده ده چي ددې شعري ټولګي له لاري سپړل کېږي .
خلاصه بايد وويل سي چي نوموړى دوخت يو ترجمان شاعر وو ، او په شعر کي دښکلا ، بازاري توب ، او مارکيټنګ په پرتله پيغام ډېر پروت چي البته ديوه مسلمان شاعر بايد صفت همدا وي .
درنو !
هغه څوک چي ددې شعري غونډ دچاپ او کمپوز په اړوند ستړيا ګالي نه يوازي ددوئ ديوه ((شېرزاد)) حق ئې ورادا کړى بلکه ديوه حقدار او مومن مسلمان شاعر ((شېرزاد)) درد ئې تر راتلونکو نسلونو پوري پري يښئ دى
زه ورته دعا کوم پر ځواني دي ئې برکت وي پدې اميدهغه څوک چي فرهنګي ادعاکوي برلاسي کسان دنوموړي په اړوند ديوه پراخ سيمينار تابيا ونيسي .
په درنښت
ورور مو ن قرانمل
کندهار ،غريبک کتابتون
١٣٩٢دلوه ٢٦ماخستن ١١ بجې