په دې وروستیو کې افغاني لوبې ښه وده څرګندوي، افغان ملي کرکټ ټیم ښې لاسته راوړنې درلودې په نړۍ کې یې ډېرو مشهورو هیوادونو لکه امریکا ، کاناډا ، هالند، عربی متحده امارات ، چین ، هانګانګ... او نوروته ماته ورکړې اوورستۍ بری یې هم دادی په آسیا جام کې یې دکرکټ وتلي ټیم بنګلادیش ته په خپل هیواد کې ماتې ورکړه اوهم د۱۹ کلونو ټیم په ټوله نړۍ کې اووم مقام خپل کړ، چې دغو ټولو بریو دهیواد لپاره ستر ویاړونه کمایی کړل.
دغه راز دافغانستان فوټبال هم په آسیا کې ښه وده درلوده اوډېرو ټیمونو ته یې ماته ورکړه او په سویلي آسیا کې اتل شو، دبدن په ښکلا، جودو، او یوشمېر نورو لوبو کې هم ښې لاسته راوړنې لرو، زموږ دټکواندو ټیم دالمپیک په لوبو کې ښه وځلید او افغانستان ته یې مډالونه ترلاسه کړل. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان دنړۍ په کچه له اقتصادي اړخه یو ډېر بیرته پاتې هیواد دی دغه راز اوږدو جګړو او بدمرغیو هم زموږ دهیواد ډېرو برخو ته تاوانونه اړولي دي داچې افغانستان غوندې هیواد په المپیک کې مډالونه ترلاسه کوي او یا داچې په کرکټ کې داسې هیوادونوته ماتې ورکوي چې په لسګونو کلونو یې دغه لوبه کړې او په نړۍ که شهرت لري دا یوه ستره لاسته راوړنه ده .
چې دغه سترې بریاوې چې ملی ویاړنې دي باید موږ لا ملي یووالی او پیوستون ته وهڅوي او د بیلتون ناغوښتلی مزې باید وشلوي.
حقیقت دادی چې افغانان نه بېلدونکی دی او دا باید هرافغان درک کړي چې په بهر کې که هغه په هرقوم پورې اړوند دی افغان بلل کېږي ، که هرافغان په بهر کې ویاړ ترلاسه کوي نو هغه په ټولو افغانانو پورې اړه پیدا کوي . له دې نه ثابتېږی چې ملی ویاړونه او په تېره بیا سپورت یوه ښه زمینه ده چې دافغانانو په ملی یووالی کې ښه رول لوبولی شي او ټول سره یو کولای شي خوپه دې شرط چې ښه پاملرنه ورته وشي او په دې لاره کې نورهم ښه ویاړونه ترلاسه کړي .
داسلام په سپېڅلي دین کې قوي مسلمان تر کمزوره غوره بلل شوی او هم که چېرې مسلمانان په فزیکی لحاظ پیاړوﺉ وي او په لوبو کې نوروته ماته ورکړي دغه ویاړ به په ټولو مسلمانانو پورې اړه پیدا کړي
افغانان چې له هروخت نه اوس خپل ملی یووالی ته اړتیا لري او نور افغان ولس له جګړو ستومانه شوی ښه دادی چې دخپلو ملي ویاړونو دترلاسه کولو لپاره خپل لاسونه سره ورکړي. هم افغان دولت هم خلکو اوهم ټولو سیاسی او مخالفو ډلو ته په کار ده چې دخپلو ملي ویاړونو دترلاسه کولو لپاره په ګډه سره هڅه وکړي خپل لوبغاړي تشویق کړي ، خپل ځوانان وهڅوي چې ورزش وکړي او هغه استعدادونه تشخیص شي چې کولای شي په نړېواله کچه سیالي وکړي او افغانستان ته ویاړونه ترلاسه کړي. نه یواځې ورزش بلکې په ټولو برخو کې که هغه علمي وي یا اقتصادي او فرهنګي او تخنیکي دخپل هیواد د سرلوړی لپاره په ګډه سره کار وکړو.
افغانان په ورزش کې هم کولای شي دنړۍ په کچه سترو هیوادونو اوورزش کوونکو ته ماتې ورکړې او خپل هیواد ته ویاړ ترلاسه کړي نو ثابته ده چې په نورو برخو کې هم ورته کار سرته رسولی شي.
دا د نویو ځېرویو پیل دی دا دسالم رقابت او نړېوالو سیالیو یو پیل دی انشاالله موږ افغانان که چېرې په خپل هیواد کې په سوله بریالی شو او یو منظم او مستحکم سیاسی نظام ولرو چې ټول افغانان په هغه کې ځان ومومی له شک پرته به لانور بریالیتوبونو په لورګامونه واخلو.
یو ه خبره چې داندېښنې وړده هغه بیحده احساسات ښودل دي موږ کله چې دآسیا په جنوب کې دفوټبال په برخه کې اتلان شو او یاهم کله چې مو د کرکټ دبرخې دبشپړ نړیوال غړي هیواد بنګلادیش ته ماتې ورکړه نو په خوښیو او جشنونو مو لاس پورې کړ کوڅو او ښارونو ته راووتو او هوایی ډزې مو وکړی ، دخوښې څرګندونه ښه عمل دی او کولای شو په دې توګه خپل غمونه یو څه هیر کړو او خپلې هیلې دراتلونکې لپاره تانده کړو خو تردې حده هم نه چې په هوایی ډزوکې مو خپل هیوادوال ټپیان کړو. درپوټونو له مخې چې په دغو دواړو پورته یادشوو لمانځنو کې زموږ یو شمېر هیوادوال ټپیان شوي چې په دې توګه لمانځل دستایلو نه دي او باید چې مخنیوی یې وشي.
موږ که په فوټبال کې پاکستان ته ماتې ورکوو او یاهم په کرکټ کې ستروهیوادونو ته ماته ورکوو دویاړ ځای دی خو باید دې ته هم وګورو چې نن دپاکستان صنعت څومره وده کړې ان چې اتومي بم لری ، نن امریکا او هالند او نور هېوادونه چې موږ ورته په کرکټت کې ماته ورکړې څومره پرمختګونه لری موږ که دبنګلادیش هیواد ګورو سمه ده چې له اقتصادی اړخه دغه هیواد دومره پرمختللی نه دی ولی دغه هیواد دافغانستان دنږدې اته برابره نفوس سره په سوله او آرامی کې ژوند کوي او هلته پراخې جګړې نشته خو موږ که په سپورت کې بریالی کېږو بیا نور پرمختګونه دومره له بده مرغه نه لرو.
ګوری چې دلوبې ګټل څومره خوند لري څومره زموږ ویاړ زیاتوی دغه ډول په ټولو برخو کې بریاوی خوند لري او ژوند سرلوړی کوي ، افغانانو ته لازمه ده چې دغه سپورتی بریاوې دنورو هڅونو لامل شي او موږ وکولای شو په ټولو برخو کې له نورو هیوادونو سره سیالی ترسره کړو.
افغانانو ته دسپورت په ډګر کې دمبارکې په ویلو سره چې په یووختکې به یې نه پاسپورت ارزښت درلود اونه هم بیرغ اونه نوم خو اوس دادی دسپورت له برکته له نړېوالو سره سیالۍ کوی. خدای دې وکړي چې په ټولو برخو کې له سیالانو اوچت شو. او داپه زحمت او محنت سره ترلاسه کېدلای شي څه ډول چې زموږ سپورتی ټیمونه پوره خواری وکړه او تمرینات یې ترسره کړل او بریاوې یې لاسته راوړې ټول افغانان باید دسولې پرمختګ او هیواد ته دیوالی او سرلوړی لپاره تمرین وکړي لرې نه ده چې په زیارونو سره خپلو ټولو دغو هدفونو ته دخدای په مرسته سره ورسېږو