نن سهار په ټول هېواد کې د ۱۳۹۳ کال ولايتي شوراء ټاکنو لپاره رسماً ټاکنيزې مبارزې پيل شوې، چې يوه مياشت به دوام ولري، او ټول نوماندان به د ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې خپل دريځ او راتلونکي پلانونه له خپلو پلويانو او همفکرو سره شريک کړي.
سهار چې د وظيفې پر لور روان شوم، د کابل ښار د ولسمشرۍ کانديدانو تر څنګ چې يوه مياشت وړاندې يې خپل انځورونه ځړولې ول نن د ولايتي شوراء د نوماندانو له لوري هم په ورته کاغذونو رنګ و، هر نوماندان خپل کاغذ (پوسټر) ته ځانګړی رنګ ورکړی او په مختلفو سټايلونو کې يې انځورونه اخيستي و، هر نوماند ورسره د خپل شعور د سطحې سره سم اهداف ليکلی و، خو د اداري فساد سره د مبارزې ټکي يې ګډ و.
د طلوع نيوز راپور سره سم، چې د عامه خلکو سره يې مرکې کړې وې، ويلي چې که څه هم د نورو ټاکنيزو مبارزو پرتله روانې مبارزې کمرنګه دي، ولې بيا هم نوماندان کوښښ کوي، چې په وړو او لویو پوسټورنو د کابل ښار رنګينه کړی، زه ټولو نوماندو ته په درنه سترګه ګورم او هيله مې دا ده، چې هر هغه څوک څوکيو ته لار پيدا کړي، چې واقعاً د افغان ولس د درد دوا شي، ولې تېرو تجربو دا جوته کړې، چې دوی به بيا لکه د تېرې شورا او یا هم د ملي شوراء د غړو په څیر په هغه بې قانونه لارو چارو لاس پوري چې هېواد د ودانۍ پر ځای ورانۍ لور ته روان کړي.
کله چې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره کېدې، هلته هم نوماندو ولس ته غرونه غوښې او سيندونه ښوروا کړې و، هر يو يې د خپلې خولې او شعور څخه ليرې خبرې کولې ولې تر اوسه دوی نه يوازې چې مستحقو هېوادوالو ته څه ونکړل بلکه هېواد يې له ژور بحران سره مخ کړ، د ولسي جرګې غړي تر اوسه لاندې لاسته راوړنې لري.
اداري فساد ته رسمي بڼه ورکول: درنو لوستونکو که تاسو خپله له وزارتونو، مستقلو رياستونو او لویو حکومتي ادارو سره مستقيمه او يا غیرمستقیمه رابطه لرئ خپله يې وګورئ او يا يو ځل له چا څخه پوښتنه وکړئ، چې دوی له وزیرانو او نورو چارواکو څخه څومره پيسي اخلي، دا پيسې په دې نوم ورڅخه اخلي، چې ګواکې وزیران او چارواکي به دوی ولسي جرګې ته نه غواړي او د اعتماد رايه به ورڅخه نه اخلي.
په ادارو کې ګمارنه: له اولې ورځې چې ولسي جرګې غړو يادې جرګې ته لار موندلې د خپلو نږدې پلويانو په ګمارنه يې لاس پورې کړی، دوی همېشه کوښښ کړی، چې په کليدي او مهمو ادارو کې خپل نږدي دوستان او خپلوان پدې خاطر مقرر کړي، چې تر راتلونکو ټاکنو پورې د دوی پلوي وکړي او د دوی په پلوۍ تبليغات تر سره کړي، او بيا ورسره د راتلونکو ټاکنو پر مهال مرستې وکړي، دا ګمارنې د شايستګۍ او لياقت پر بناء نه بلکه د روابطو پر بناء کېږي او دا خلک چې بيا د روابطو پر بناء مقرر شي هېڅ نشي کولای چې ملت ته کارکوونکي وسي، دوی به يوازې هغه چا ته کار کوي چې مقرر کړي يې دي.
کمېشنکاري: زما يو ډېر نږدې دوست دی، چې د شرکتونو يو ګروپ لري، چې پکې د لوژستيک، رغونې او تجارتي شرکتونه ځای لري، په لنډ وخت کې د ډېرو سرو سپينو خاوند شو، هغه وخت چې دی به ما سره د ښار په لس روپۍ ګي موټر کې ګرځېده او کله به يې چې موبايل ته ۱۰۰افغانيو کارت جمع کړ ډېر به خوشحاله و، نن د کال ماډل په موټر کې ګرځي، درې ايفون موبايلونه لري، مياشت کې يو ځل خامخا دوبۍ ته چکر وهي، ما يې چې حالت وليد ما ورڅخه پوښتنه وکړه، چې څنګه دې دومره پيسې پيدا کړي او څنګه په لنډه موده کې دومره پورته وختې، ډېره په نرمه او موسکۍ لهجه یې راته د خپل ولايت دوه وکیلان ياد کړل، چې د هغوئ برکت دی، هغوئ راته قراردادونه له وزیرانو نيسي، هغوئ ته هم پکې سهم ورکوم او زه خپله هم پيسې ګټم.
د اخلاقي فساد زياتوالی: لوستونکو به ډېر د اخلاقي فساد په اړه له خلکو اورېدلې وي، مګر دا چې څومره باور پرې لري پدې نه پوهېږم، زه هم په لومړيو کې داسې وم، چې ما ډېر په پورته ذکر شویو خبرو اعتبار نه کوو، خو کله مې چې له نږدې هر څه وليدل داسې راته حقيقتونه څرګند شول لکه د لمر ځلا، هغه ملګري (اوسني تجار) کیسه مې چې درته ذکر کړه، دوه اونۍ مخکې يې راته داسې انځورونه وښودل، چې په ليدو يې حيران شوم، ای افغانانو باور وکړئ، چې زما ضمير دا نه منله چې زه دې داسې انځورنه وګورم، دا انځورونه د ځينو وکیل صاحبانو و، چې په دوبۍ کې يې هغه مهال اخيستي و، کله چې په نشه کې ډوب و، او له هغه وروسته یې اخلاقي فساد ترسره کړی و، ملګري مي ویل چې په هغه وخت کې چې دوی نشه ډېره کړې وه، پر ځان نه پوهېدل، ولې چې کله مې ورته عکاسي وښوده بيا يې پر يو بل شاهدي ويله، چې فلاني ځای کې و فلاني ځای او فلانی ځای کې .....
د پورته ذکر شويو نقطو تر څنګ نورې ډېرې خبرې دي، چې که ذکر شي چې ساعتونه ساعتونه اخلي، د ملي شورا په ځانګړي ډول ولسي جرګه په مرکز کابل کې پر وزیرانو او چارواکو فشارونه راوړي او د خوښې کارونه کوي ولې په ولاياتو کې بيا د ولايتي شوراء وکیلان دي، چې پر ولايتي ادارو او رياستونو فشارونه راوړي، او کله يې چې غوښتنې پوره نشي بيا لاريونونه کوي او پر ادارو کلکې کلکې نيوکې، که د دوی غوښتني د ولس غوښتنې وي، واقعاً چې هره يوه غوښتنه به يې د امکان تر حده پوره شي ولې که دا غوښتنې د ولس غوښتنې نه وي او يوازې پکې شخصي ګټې نغښتي راتلونکي پنځه کاله به مو بيا همداسې لالهنده او سرګردانه وي، لکه څنګه چې دا پنځه کاله تېر شول.
له ټولو نوماندانو هيله لرم، چې يوازې هغه څه هدف وټاکي چې پوره کول يې هم په توان وي او هم يوازې د ولس ګټې پکې نغښتي وي، د شخصي ګټو څخه د خدای په خاطر لاس واخلي.
د جوړ افغانستان په هيله