د امنیتي تړون د نه لاسلیک ترشا څه پټ دي، اود ټول ټاکنواغېزې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58881
انجنیرعبدالصبورساپی
دخبریدو نیټه : 2014-03-05

داسې حال کې د افغانستان ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي چې د امنیتی تړون پرسرلا تراوسه ناندرۍ روانې دي او ولسمشر کرزی په خپل دریځ ټینګ ولاړدی او وائي تړون به هغه وخت لاسلیکوی چې د د شرطونه پوره شي، آیا داشرطونه پررښتیا هم همداسې دي چې ښاغلی کرزی ئې واېي اوکه ترشائې نور رازونه پټ دي چې اوس محال ښاغلی کرزی ویلوته ئې جوګه نده، امریکا چې تراوسه په افغانستان کې ئې هیڅ کله ملی اوبین المللی قوانینوته غاړه نه ده ایښې اوس څه شوي چې د امنیتی تړون لاسلیک ته دومره ټینګ ولاړ دی، په تېرو دولسو کلونوکې ښاغلی کرزی د امریکې ټولې غوښتنې د یو ښه متحد په حیثیت په ډېره سمه توګه پرځای کړي حتی د لوې جرګې په افتتاحیه غونډکې ئې هم په خپلو خبروټول استازي د تړون نه دملاتړ لاپاره وهڅول خو په سبائې بیا خبره بدله شوه او نور شرطونه ئې رامنځته کړل، معلومه نده چې په یو ورځ کې څه تغییر شول چې داسې یو لوی بدلون دې منځته راشي، که واقعاْ د ښاغلی کرزی دا دریځ د افغانستان د ګټولپاره وي؛ ټولوته د منلو وړ ده اوټول غواړي چې باید په افغانستان کې دې سوله راشي وجګړې دې بندې شي، ځنې بیا داسې وائي چې ښاغلی کرزی د ځان د ګټولپاره دا تړون نه لاسلیکوي ، که لږ څه سوچ وکړو نو بیا یو خبر مو ذهن ته راشي چې د ښاغلی کرزی شخصي ګټې خو پدې کې دي چې له امریکې سره خپلې اړیکې ښې وساتي نه دا چې په یوه بې ارزښته خبریعنی د کرزي پلوه کاندیدنه دامریکې ملاتړکول یانه کولو پرسر دخپلې اړیکې له بېخه سیندکې لاهوکړي، هیچا ته دا دمنلووړ خبره نده چې ښاغلی کرزی د ولې خپلې اړیکې دومره خرابې کړي چې راتلونکی به ئې شخصاً ښاغلی کرزي ته ډېرګران تمام شي، نو دلته دوې پوښتنې منځ ته راځي؛ ملی ګټې یا سیاسي لوبه:

۱- کېدای شې د وطن ملی ګټو ته دامریکا لخوا داسې ګواښ چې دافغانستان بقاء په خطرکې واچوي اود ښاغلی کرزي پښتونولي غرور زیامن کړي؛ موجوده وي، دغه راز واس مهال ښاغلی کرزی نشي برالا کولی نو ځکه له تړون نه انکارکوي، د دغه امنیتي تړون په لاسلیک کې د شخصی ګټو خبر اصلاً منځته ته نشي راتلی، دا ځکه چې دکرزي شخصي ګټې هېڅکله د داکتر سپنتا ، فهیم، خلیلی او بسم الله محمدي ګټې ندي؛ داکتر سپنتا هم په خپلو خبروکې د ښاغلی کرزي له دریځنه ملاتړ کوي، او دا نورهم له ولسمشر نه ملاتړ کوي، دښاغلي کرزي شخصي ګټې په دې کې دي چې دامریکې سره دښو روابطو په اساس سبا چې له کاره ګوښه کېږي په امریکا کې ئې ژوند خوندي وي، خو د ښاغلی کرزي موجود دریځ د امریکې سره دښمني ده، که داسې ده نوبله خبر څه ده؟ چې کرزي دُمره ټنګ ولاړ ده دا مسئله په دوهم بندکې څېړو۰

 ۲- که داسې فرض کړو چې امریکه د افغانستان ملي ګټوته ژمنه ده، شخصې ګټې ئې هم ایجابوي چې باید د امریکې سره اړیکې وساتل شي، نو د امنیتی تړون نه لاسلیکول بیا یوه داسې لوبه ده چې د امریکې له خواه جوړه شوې ترڅو خپلو وتلولپاره یوه با عزته لار ومومي، اولکه د وېتنام په شان له خجالت سره مل نه وي، اوس د کابل واکداران د دغې لوبې یا لوبغاړي دي یا ښاغلي کرزی ته داسې ذهنیت ورکړی شوی دی چې ښاغلی کرزې دا معاهد دملی ګټوخلاف او دافغانستان بقا څرنګه چې پورته مې ویل په خطرکې ويني اوهم دخپلې کورني بدنامي ئې بولي، ډېرامکان لري چې کرزی اوشاوخوائې د پردې شاته د دغې لوبې لوبغاړی وي چې دا به د وخت تېرېدوسره ثابته شي۰

 له کومې ورځې چې امریکا سیمې ته راغلې تراوسه پورې نه یواځې داچې په تروریزم کې کمی نده راغلې؛ تروریزم نورهم زور اخیستی اولا پیاوړې شوی ده، دا خبرکېدای شي چې یو پلانشوی عمل وي افغانستان د ماتولو او د سیمې جغرافیه بدلون لپاره، اوکېدای شي چې یوه سیاسی اونظامی تېروتنه وي، په تېروتنوکې هم شک نشته ځکه داسې تېروتنې په دا نږدې کلوکې امریکا په لېبیا، عراق او مصر کې هم کړي دي، هلته حکومتونه راوپرځول شول خو هیڅکله هم سوله تأمین نشوه، په هر صورت، که امریکا نیت د افغانستان لپاره نیک او دخیرنیت ده او په ريښتیا د تروریزم او القاعده دلمنځه وړلوته ځان ژمن ګڼي، ښه به وي چې له افغانستان اوسیمې نه په دې شرط ووځي چې د افغانستان دپیاوړي کېدو لپاره ژمن پاتې شي او خپلې ټولي مرستې له بشپړ وتلو نه روسته هم جاري وساتي دملی اودموکرات ځواکونونه ملاتړ وکړي، که داسې ونکړي او خپلې مرستې خپل پاتې کیدوته مربوط کړي، نو معلومه ده چې امریکه د سیمې بې ثباتي ته راغلې ده او پاتې کېدولوتې ئې هیڅ اړتیا نشته که څه هم افغانستان ته به د اقتصادي پلوه ګرانه تمامه شي، ښه ده چې امریکه له سیمېنه ولاړه شي، خو په داسې حال کې افغانانوته په کارده چې خپل یوموټيتوپ لا پسې پیاوړې کړي او پرېنږدي چې افغانستان د دغو توطئیوښکارشي ، د امریکې وتل دافغانستان اودسیمې په ګټه دي خوکه خپلې مرستې بندي وی دا نه یواځې د شیکاګو اوتوکیو دتوافقاتو خلاف یوعمل دي دا لاندي پایلې به افغانستان اوسیمې ته ولري:

۱- د وتلو وروسته که امریکاخپلې مرستې بنده وي دا به د بشپړې ماتې په معنی وي اوهیڅ بله توجې ورته نشته که څه هم هره لوبه په هره سطح او ژوروالي ترسره کړي۰
 ۲-دامریکې دوتلو روسته د مرستوبندول به دافغانستان دخرڅولوپه معنی پاکستان ته وي، برالا خبر دا ده چې په دغه صورت به د امریکې اوناټوځاي پاکستان ډکوي په دې صورت افغانستان یا به د پاکستان غلامي ته سرټيتوي اویا به پاکستان هم دهغې بلاسره سرکېږي چې انګلیسان، روسان او امریکایان ورسره سر شوي وه؛ او دي، له بله خوا دا سیمه به ټوله له داسې یو ناورین سره مخ شي چې وړاندوینه ئې نشي کیدلی۰
 ۳- دافغانستان بدلیدل د بین المللي تروریستانو اوالقاعده په ځاله۰
 ۴-په سیمه کې د تروریزم پیاوړتیا چې لمن به ئې اروپا او امریکې ته هم ورسېږي۰
 ۵- سیمه کې بې ثابتي او د پاکستان اټومې زراد خانه د تندلارولاسته ولېدل به ئې پایلې وي۰
 پدې توګه افغانستان به بیا دې یوې لوې بې ثباتي لور ته هله روان شي چې د ګاونډیو لاس وهنی افغانستان کې دوام ومومي او افغانان هم دغو لاس وهنوته لارې هوارې کړي، ښه خبر به داوي چې ټولې خواوې اوهم طالبان دغه اساسه مرحله درک کړي او دیووالي لاس د نوره سره ورکړي اوپدې توګه د یو ملي وحدت حکومت بڼڅټ کېښودل شي اوځان هم له پاکستان اوهم له غربیانونه خلاص کړي او په خپل مټ آبادي ته ملا وتړي۰

 ټول ټاکنې، طالبان اود پښتنوبرخه لیک:
دافغانستان په تاریخ کې به دلمړي ځل لپاره دولتی قدرت که هر څه په سمه ټوګه په مخ ولاړ شي له یوکس نه وه بل ته په سولیزه توګه واستول شي، دا کاربه د یو ستر سیاسی ،اجتماعی اواقتصادي بدلون په معنی وي چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نلري، خو له بده مرغه یولسو داسې کسانو ځانونه کاندید کړي دي چې اکثریت ئې په مستقیمه توګه په افغانستان کې د ورانیو قتلونو انفجارونواو په خلکو د راکټونو د اورولومسببین دي یوشمیرې هم په فساد کې لاس لري اوپه تېرو حکومتو کې ئې هم له خپل ځانه بدې کارنامې پریښي ،اویوزیادشمیرې دې یو رهبرپه حیث کاري صلاحیت نه بهرمن ندي، نوپه کارده د فارسي ضرب المثل په نظرکې نیولوسره سم چې وائي (سرمهٔ آزموده را آزمودن خطا است) خپلې رايې وکاره ؤ، بدبختي خبره خو دا ده چه افغانستان کې هریو فکرکړي چې ریاست جمهوری یعنی (امرکول کارخوبل څوک کوي) ولی دی پدې نه پوهېږي چې امرکول هم پوه اولیاقت غواړي، د حیرانتیا ځای خو دا ده چې هریوځان دغه لوړ مقامته د رسېدلو وړبولي سره له دې چې پوهېږي د دغه مقام لیاقت نلري او ډېرې کمې رای اخیستی شې، او که دتیرو انتخاباتو سره ئې پرتله کړو په تېرو انتخاباتوکې داسې کاندیدان ول چې هغه شمیر امضاګانې چې خپل د کاندیتورۍ لپاره د انتخاباتو کمیسون ته سپارلې وې په همهغه اندازه د رایو په اخیستلو بریالي نشول، معنی داچې همهغه لس زره رايې چې هغه وخت نوماندۍ ته شرط وهم جعلی جوړې کړې وې، په تېراونۍ کې یوه سل کسیزه جرګه د ښاغلو قیوم کرزی ، ګل آغاي شیرزي او زلمي رسول ترمنځ د وحدت د رامنځته کول هڅې وکړې چې خبرې هم تر ارګ پورې ورسیدلې، دا پدې مفهوم ده چې کرزي په حقیقت کې خلکوته خپل کاندیدئې معرفی کړ چې باید چاته رای ورکړي، که څه هم ښاغلی کرزی له دې خبرې نه انکارکوي، زما مقصد دلته دا نه ده چې کرزی له چا نه ملاتړکوي یانه کوي، زما مقصد دا ده چې څوک ده دغو او نورکاندیدان ترشاه دي چې نوماندان خپل ځانونه دومره ډاډه ګڼي اویوبل ته د تېرېدولو اراده نلري، که داسې فکر وکړو چې ښاغلي کرزي به هریو کاندید ته دا خبر کړي وي چې دی د ځان کاندیدکړي او دی (کرزی) به ئې ملاتړ وکړي ، خو که داسې وای نو دا اتحادبه جوړشوی و، خو د دې خبرې ترشا دخارجیانولاس ده همهغه سې چې د ریاست جمهوری په تیرشوې انتخاباتو کې لاس وهونې وکړې او نن ورځ دغه اعمالونه د امریکې د دفاع پخوانی وزیر «رابرت ګېتس» پرده پورته کړه، ځنې کاندیدان خو دا وائي چې هیڅ رقیب نلري دا چې په کوم ډاډ داخبره کړي او دڅه دپاره ئې کړي زما په اند دغه شخص یواندازه حق لري چې داخبروکړي ځکه هغه پوهېږي چې د پښتنو پرضد توطئیه روانه ده او د پښتنو رايې باید و ویشل شي دا ټول د پښتنو سیمو پورې تړاو لري، د رایو وشېل کېدل د پښتنونوماندانو ترمنځ یعنې د پښتنو اغېزې په سیاست کې کنګل کولو په معنی دي، اود بلې خوا په تلویزونو فیس بوک او رنګارنګ لیکنوکې په پښتنو کاندیدانو پسې ناجایزه پورپاګنډې روانې دي، اوس که په پښتنې سیمو کې د ځینو وسلوالو له خوا هم خڼډونه رامنځته شي چې پښتانهٔ ونشي کولی د رایو مرکزونوته ولاړ شي دابه د پښتنو سره نه بښونکې جفا وي، ځکه بیا مشکله به وي چې یو پښتون کاندید دې رامنځته شي اوکه راشي هغه به ډېرلږ اکثریت ولرې، او په دې ترتیب به د ایران لاس د افغانستان په فرهنګي چاروکې نور هم آزاد پاتې شي او دا کاربه د پښتو ژبې، کلتورو فرهنګ ته سخته ضربه ورسوي، همدا اوس هم د ښونځیواو پوهنتونونه نیولې بیا ښارکې د کتاب پرولنځي د ایراني فرهنګ تراغېز لاندې دي په تلویزونوکې ایرانی اصطلاحات کارول کېږي او پښتو ژبه په تنګنا کې مخ په تیارو روانه ده، دا عمل د پاکستان د استراتېژۍ سره سم یوعمل ده چې د «آی اس آی» د پخوانی مشر «اخترعبدالرحمن » له لورې جوړه شوې ده، خیبر پښتونخواکې له پښتوسره «اوردو» ژبه او انګرېځي ژبه ګډه شوې ده او افغانستان ئې دایران فرهنګې ښکېلاک ته پريښی، پښتنو سسیموکې ښونځي اومدرسې سوزول کېږي ټول پښتانه دلیک لوست نه محروم شوي دي، چېرته چې بېسوادي ده؛ فقراوفلاکت وبدبختي ده؛ د پښتنو په سمیه کې ده، ډېر دشرم خبرده چې پاکستان غواړي د خیبرپښتونخوا د« داسو» په سیمه کې «کابل سین» باندې د برق بند جوړکړي، د خدای لپاره دا په کوم زور، په کوم تضمین او په کوم اطمینان جوړه وي هیڅ فکرهم نکړي چې دغه اوبه له بل ملکه راځي، دې دغو اوبو چینه په بل ملک کې ده او اول هغه حق لري چې ترې نه ګټه واخلي، دا ځکه چې زموږ بې اتفاقی او بې سوادي او غوړه مالي نورو ته دومره زیاته شوې ده چې اصلاْ پښتنوته اوس «پاکستانی » حکومت اهمیت هم نه ورکوي، طالبان اونورې وسلوالې ډلې د دې خبرې درک نلري اوهېڅوک ورته خپه ندي، طلبان اوټولې وسوالې ډلې که ځان وطنپال بولي باید پوه شي که انتخاباتوته خنډ کېږي په دې کارکابل دولت نشي پرځولی، فقد پښتانه برباده وي او پاکستان خوشاله کوي او د ایران فرهنګي ښکیلاک ته لا نورهم میدان پراخوي، لږ په دې خبر غور اوسوچ بکار ده پښتانهٔ باید دې خبرې ته پام وساتي کله چې رایې تفاوت کم وي ناکامول وکامیابول دیوکاندید هم اسانه خبر کېدلای شي، پښتانه باید دخپل راتلونکي ته وښیار اوسي په پراخه کچه او یو موټې له داسې یو کاندید نه ملاتړ وکړي چې هغه لوړه پوهه ولري ،عالم شخصیت وي اولاس ئې په فساد او دخلکو په وینو ککړ نوي او وشي کولای د یو پوخ رهبر او سیاستوال په توګه وطن له دې سیاسی او اقتصادی کړکېچه را وباسې او د خلکو ژوند مثبت تغییر ومومي.
په درناوي