داکوم انصاف دی !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58885
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2014-03-05

نن مې په ډله ايزورسنيوکي ولوستل چې دچې دپاکستانی رسنيودخبرله مخې د کعبې شریفې امام شیخ صالح بن حمید په پاکستان کې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې د مسلو د حل کولو غوښتنه وکړه .دې شيخ د پاکستاني طالبانو ته په یوه ځانګړي پیغام کې ویلي ،چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي. د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د کعبې امام طالبانو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د مسلمانانو په هیواد کې د وینې بهېدا روا نه ده. ډيره جالبه خوداده چې دې شيخ صاحب دکرزی دټولو منډوترړواوافغان ولس دکړاونواوزورونې سره پدې ۱۳ کاله پر طالبانو اويادانوروتنظيموداډول ږغ ونکړ لکه چې اوس یې دپاکستانی چارواکوپه غوښتنه ددې مقدس مقام نه په استفادې سره دومره دوه مخی کړې . په خپل پيغام کي وايي ،(( دمسلمانانو په هیواد کې د وینې بهېدا روا نه ده .)) زموږ افغانانو سره داسوال پيدا کيږي،شيخ صاحب ! مگر افغانستان يواسلامی هيواد نه دی ؟ مگر افغانان مسلمانان نه دی ؟ مگر داهر کال دا تردېرش زره افغانان دحج دفريضې داداکولولپاره دپاکستان ئخه درځې ؟ دپاکستان پر قانون خوهمدا ستاسوترحمايي لاندي طالبان اومشران یې گوتنيونه لري چې اساسی قانون ئي اسلامی ندی ،داچې دئ اوکنه داپه موږ پوري اړه نلري .خو بل لوری ته له نېکه مرغه خبره داده چې دلته ده زموږ دهيوادپر اساسی قانون پدې نوم هيڅوک نيوکه نلري . هغه داسلام او اسلاميت خلاف کړڼې چې په پاکستان کښي کيږي زموږ ولس ورنه کرکه لري اوهيڅکله به دهغوکړنوسرته رسول واجازه چاته ورنکړي ،د اخلاقی لحاظه زه دداسي ډيروکړنو نومونه پر ژبه نسم راوړاي . خوپه افتخارويلاي سم زموږ په هيوادکي بيا اسلام او انسانيت ته درناوي داسي بې شمېره بېلگې سته چې افغانستان دنړئ يوه له هغوهيوادونه بللاي سوچې داسلام مقدس دين او اسلامی مقدساتوته دنړۍ ترډيرو اسلامي هيوادونوورته زيات درنښت کيږي . ايادلته له پاکستان څخه دپاکستانی جنرالانو اوبنسټپالو په نېغ ملاتړ په دروغجن نوم اوبهانه افغان وژنه ،دښوونځيو، مسجدونو،مدرسو ،هټيو،ورانول دماشومانو بېگناه په شهادت رسول ،دځانمرگی بريدونوپه درشل کښي چې ان په مسجدونوکي ترسره سوی اوپه لسهاووجلده قرانکريم اونوردينی کتابونه سوځول ،يوانسان ځان وژنې ته هڅول اوداسي نوري نارواکړنې زموږ په اسلامي هيوادکي تاسو، روابولئ ؟ ؟؟ ولې موپه همدا اويابېل پيغام کښي داټول دې ټکی ته ندی متوجه کړي ،کوم چې دپاکستاني استخباراتوپه اصطلاح يوازي مو پاکستاني طالبان دپاکستان ددولت سره خبرو اوجوړجاړي ته رابللې دي ؟ اميد مې داده چې له کعبې مرکمې دمقدع مقام اومکان څخه دامامت دمسوليت نه په استفادې سره ،دومره بې انصافی ته دپاي ټکئ کښېږدئ اوداسلام مقدس دين له سياسي کيدونه ډډه وکړی . نورتاسو درانه افغانان دخپل هيواد اوهيوادوالو سره دکړنوپه هکله قضاوت وکړئ . اوکه داشيخ په خپلو عالمانه او اسلامي نظرياتوخپلې تېروتنې ته متوجه کړئ دابه مو خپله ملي دنده سرته رسولې وي . ومن الله التوفيق