د مرسل احمدزۍ دشعرارواپوهنیزه جوله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58897
شریف الله دوست (سرواني)
دخبریدو نیټه : 2014-03-06

 


ډېر کله دځینو مېرمنو پر شعري نړۍ کتنه ، سپړنه اوشننه کیږي خو لکه څومره چي اړتیا ده هغه ډول معنوي ځیرنه پرې نه کیږي ، دشعر معنوي اړخ ته نه کتل کیږي یوازي لفظي صنایعو ته کتنه سوې وي .
معلومه ده چي ښځینه جنس له نارینه سره په جسمي ، رواني او عاطفي توګه توپیر شتون لري ،  همداسي باید ښځینه ذات پر ادبي او هنري اړخ ژوره تیوریکي ، تخلیقي ، عاطفي کتنه وسي او که وغواړو په ځانګړې توګه دښځینه تخلیق او خلاقیت او پنځوني ځانته ښکاره کړو او تر څنګ يې ډېر په فنون او پښېله (قافیه) کي لار ورکي نه سو ، د شعر منځپانګه کي عاطفه ، احساس او رواني شاعرانه انځورونه تر نظر او فکر تېر او وچوڼو ، هله به مو له یوې خوا د شاعري رښتنی رښتی ( حق ) ورکړی وي او له بله پلوه به مو دښځینه شاعرۍ آر یا اصل تکړښت او ارزښت ځانته معلوم کړی وي نو اړتیا ده چي دښځینه پنځ (تخلیق) و ښځینه ارواپوهنیزي اډانې ته ور واچوو دشاعرۍ عاطفي او احساسي شیره را باسو او دمینه والو مخي ته یې کښېږدو ، ښه خو به دا وای چي په دې لاره کي زموږ پښتني ټبراو ښځینه کهول په خپلو مینځو کي دیوې  بلې خور پر شاعرۍ کتنه او ځیرنه کړې وای ، خو دا ارمان مو لا لکه چي بشپړ نه دی پوره سوی .
د ښځینه شاعرۍ ارواپوهنیزاړخ :
ښخينه ارواپوهنه د مېرمنو عواطف ، احساسات ، ادراک ، دروني کړه وړه ، فکر او تخیل ، انګېزه او هیجان هوښ او حافظه ، شخصیت او روحي میلان ، اندک رنځي او زوکلېده ، مینه او نفرت ، فطرت او جنسیت ، مصروفیتونه او محرومیتونه ، کورنې او بهرنۍ انګېزې او اوازې ، روحي فشارونه او دې ته ورته نور... څخه ږغیږي .
کله چي پورتني اروايي عوامل له مېرمنو سره مله او تله وي شک نه پیدا کیږي چي دا ډول حالات د انسان پر شعري او شعوري قریحه هم ژرو اغېز ښندي  پدې رواني کاروان کي زموږ دهیواد یوه تکړه پښتنه شاعره اغلې مرسل احمدزۍ حبیبي خور هم یون کوي دا دی بحث ته یې راګډوو :
اغلې مرسل دهغو ګوتو په شمار مېرمنو څخه ده هغه چي خپلي شاعرۍ ته يې دحقیقي خیال او حال  ښځینه عواطف ، احساس او مینه ور کړې ده راسئ له عاطفي نړۍ څخه يې راپیل کړو .
دمرسل عاطفي شاعري :
په ټوله کي ووایو انسان دوه اړخیز موجود دی چي یو اړخ يې جسم او دوهم يې روح . کولای سو چي دعلومو په مرسته دانسان جسمانی ډول وپېژنو ، خو دانسان د روحي اړخ بشپړه پېژندنه شونې نه ده ، ځکه روح دالله ج ځانګړی مظهر او دنهایت کمال اړوند دی هغه چي ژوندیو اجسامو ته يې ورکړی دی او بشپړه پېژندنه يې هم یوازي الله ج ته معلومه ده نه بشر ته ، ځکه نو دتاریخ له پیله تر اوسه دانسان بشپړه روحي او نفسي پېژندنه دانسانانو لپاره یومعما ده .
له دې سره څنګ کي بیا هم ځیني قراني آیتونه او نبوي حدیثونه او ارواپوهنیزي څېړني سته چي دعاطفې څه نا څه څرک او درک ورڅخه څرګندیږي :
عاطفه همدا محبت او مهرباني ده او کېدای سي دبیلابیلو عواملو لکه مینه ، حس ، ښکلا او مهر له مخي را څرګنده سي چي تام پام يې مقابل لوري ته وي .
له اسلامي لیدلوري عاطفه دانسان له مثبتو او فطري ځانګړنو څخه شمېرل کیږي چي مؤمنان یې په لرلو ترغیب سوی دي ، ځکه نو عاطفه د انسان پېژندني له بنسټونو څخه بلل کیږي .
الله [ج] د رعد سورة په (۲۸) آیت کي فرمايي :
ژباړه " هغه څوک دي چي ایمانونه یې راوړي دي او زړونه يې د الله ج په یاد مطمئن دي خبر اوسئ چي یوازي دالله ج په یاد او ذکر سره زړونه ډاډمن کېدای سي . "
د دې سره ځینو فیلسوفانو او ارواپوهانو هم عاطفې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده .
هغه څیز چي انساني عاطفه ځواکمنوي ، دمیني او محبت انساني چلند ، شناخت او کړنلار د دیني زده کړو څخه سرچینه اخلي .
د ارواپوهني پلار زیګموند فروید (۱۹۳۶ز ۱۸۵۶ز) وايي : عواطف او هیجانونه زموږ د حسي موندنو یوه پراخه ټولګه ده چي په ځانګړو شرایطو کي هغه تجربه کوو اوزموږ پر کړنلارو ژور اغېز ښندي .
احساس د حسي کورتکس(دمغز لوړ قشر) په لور دعصبي پیغام لیږل بلل کیږي خو ادراک دحسي اطلاعاتو ترکیب دی هغه چي دتفکر د میکانیزم له لاري راپیداکیږي .
دعاطفه پالو له لید لوري هر هغه څه چي د انسان عواطف ډاډمن کوي او هر هغه چلند چي عاطفي وي که کورنۍ او یا ټولونیز عواطف وي اخلاقي لوړاوی لري ، په وړاندي يې هره هغه کړنه چي انساني عواطف زخمي کوي اخلاقي شر بلل کیږي . دانسان پېژندي په نفسي او روحي اړخ کي چي کله دښځینه او نارینه جنس خبره کیږي دوی کي ښځینه تر نارینه عاطفي دي ، دا یو منل سوی او ټولنیز باور دی چي علمي بنسټونه هم لري په دې اړوند ارواپوهان یو څه په جرئیاتو او ژورو کي بوخت دي او کتنه کوي ، د دوی په اند چي نارینه کولای سي پېچلي عقلاني او احساسي پېښي یو له بل سره بیل کړي ، خو ښځینه بیا په خپل وار سره هري چاري ته عاطفي کتنه کوي او په منطقي بحث ژر احساساتي کیږي .
عصاب پېژندونکي وايي : د دې قضیې او چاري دلیل کېدای سي دا وي چي په نارینه و کي دعاطفې مرکز دمغز په ښي (راسته ) خوا کي دي په داسي حال کي چي په ښځو کي دعاطفې مرکزونه د مغز په ښي او کیڼ دواړو خواوو کي شتون لري ، دمغز کیڼ اړخ د منطقي خبرو او اندونو مسؤولیت په غاړه لري ، ددې سره کېدای سي چي یو شمېر نارینه هیښ اوتعجب سي چي کله یو منطقي بحث ښځو ته وړاندي کوي ، ښځینه سمدستي احساساتي کیږي ، دښځو هم کیدای شي دا هیښتیا پر ځای وي چي چي نارینه حتی په یوه احساساتي بحث کي هم کولای سي خپله سړه سینه ( خونسردي ) وساتي او په خپل منطق سره کولای سي مخ ته لاړ سي .
داسي عاطفه او احساسات دي چي شعر ته غزوني کوي همدا مغز او ذهن دخلاقیت (پنځونو) سرچینه ده البته له دې چینې څخه چي کله څکه کیږي او خوند یې کتل کیږي ، سمدستي یې خوږوالی ، تریخوالی او تریوالی باندي یې دذهني ذایقې له لاري څخه لوستونکي پوهیږي ، که وغواړو یو ټولیز او ټولنیز څار وکړو ، په ځانګړې توګه هغه سړي چي بریالۍ مېرمني لري ، کېدای سي په دې تېروتنه کي ولویږي چي مېرمن یې دبریالیو ښځو په کتار کي راځي چي کولای سي خپلي چاري په ښه توګه سرته ورسوي ځکه نو  د دوی په اند نور عاطفي ملاتړ ته تاړتیا نه لري خو دښځو ارواپوهان د دې برعکس نظر وړاندي کوي ، تر دې چي هغه مېرمني چي ټولنه کي د نارینه و په کتار کي جدي او لوړ موقف ولري ، پر ځان هم ټینګه باوري وي بیا یې هم دا هیله ، میل او خوښه وي چي د خاوند په وړاندي ښځینه او عاطفي چلند وکړي او دخاوند له میني او ملاتړ څخه برخمنه و اوسي .
د ښځو ارواپوهان دا هم وايي چي ښځینه دخپلي عاطفې په لرلو سره ځیني وختونه په خپلو خبرو کي له مبالغې څخه کار اخلي ، کله چي دوی وایي : هيڅکله ، همېشه ، بهترین ، بدترین ، ټول او یا هیڅ واقعاً منظور یې په دقیقه توګه دا جملي او الفاظ نه وي .
نارینه بیا منطقي فکر کوي او ویني چي څه ډول یې مېرمني وايي دا ډول نه وي هغه دی چي ژر ور سره په یوې بې پایلي شخړي کي ښکیل کیږي .
خبره دښځینه عاطفې ده زموږ پښتنه شاعره مرسل احمدزۍ (حبیبي) خور هم خپل ښځینه عواطف او احساسات د خپل یوه ښکلي خپلواک شعر دایینې په حافظه کي داسي زموږ مخي ته ږدي :
هغه زه چي وم ماشومه
مور به دوې څوټۍ را وکړې
ایینې ته به یې زه کړم مخامخه
ویل وګوره چي لور مي ښه ښکاریږي
قناعت به مي دمور په سینګار وشو
ایینې ته به موسکۍ سوم ترې به لاړم
ایینې سره په دغه پټ پټوني کي رالو شوم
هم شوم ناوې په همدغه ایینه کي
(شعر : دایینې حافظه)
پورتنۍ شعر وینو چي له پښېله (قافیې) او ردیف له زولنو څخه خپلواک دی خو شعري تخیل او انځور یې دومره لوړ مقام لري چي موږ ته د ښځینه عاطفې رښتنې جوله راښیي او د مورنۍ او لورنۍ میني تر منځ د عاطفي تړاو تدریس را کوي دې پورتنیو څو کرښو کي شاعرې د نیم انساني عمر مزل کړی دی ، موږ مورتوب او ماشومتوب ته بیایي ، ایینې ته کښېناستې ده او خپله ماشومانه څېره او ښکلا یې په کښي لیدلې خو بیا هم شک او شکایت لري چي ایینه یې حافظه نه لري ځکه دې پکښي عاطفي او رواني ښکلا ونه لیدل هغه چي له پلازمېني زړه څخه يې وړانګي انعکاس کوي .
قناعت ، موسکا ، تسکین او له هنداري سره راز ، نیاز او په وړاندي یې پسول یو اني انځور ښيي (نه) دروني او رواني ، ایینه ځکه بې حافظې وي چي موږ وینو چي انساني حافظه هم ملموسه نه ده ، هنداره هم یوازي ملموسات ساتي تر ډیره له ظاهري تحرکاتو پېښې کوي ، له درونې او رواني پوهاوي څخه عاجزه ده .
شاعره وايي :
وایي دوی چي ایینې بې حافظې دي
بیا نو ولي مخامخ چي ورته ګورم
بلا ډېر کلونه مخکي تصویرونه را ته سپړي
(شعر : دایینې حافظه)
رښتنې او پاکه هنداره درواغ نه وايي هر څه چي ور سپارو امانت مو نه خیانت کوي ، دزمانې هنداره همدا ډول کیف لري د ډیرو لیرو او تیرو کلونو- کلونو تصویرونه راته راکوي نو وایو چي همدا وخت او زمانه ده چي حالات بدلوي او حالات انسان ! بل دا چي دې ځای کي زموږ شاعره پر بې باورۍ باوري سوې ښکاري او وخت به لا دا باور په لاس نه وي ور کړی .
انسان جایزالخطا دی حتمي ده چي خطا به کوي خو زموږ شاعرې خطا نه ده کړې بلکي تعبیر یې کړی دی ، ساده ژبه او لوړ خیال یې کارولی دی .
نیابتي عاطفه :
مرسل خور ځینو ځایونو کي د ځوان ښځینه قشر په استازیتوب له یو ډول نیابتي عاطفې څخه کار اخلي ، هغه عاطفه چي هره لحظه د دودیز ظلمت په اور کي سوځي . بېلګه یې راسره ولولئ :
نجونې وايي پردیسي کولای نه شي
راشه وګوره زما په دې وطن کي
څومره ښځي دي په خپل کورکي پردیسي
پردې لور په نوم په خپل کور کي یادیږي
(شعر : پردیسي)
بیا هم دمرسل خور د دې دووبیتونو سره یو غوره ښځینه عاطفه تړلې ده ، شاعره په ضمني ډول د خپل دودیز اوسپنیز دیوال په منځ کي ښځینه قشر بندیوان احساسوي له کور او پیغور ، مږور او پیغور ، لور ، خور او پیغور څخه سرټکې ده ، تر یو ځایه یې ګیله پر ځای ده ، په ټولنو کي چي د الهي احکامو پرځای دودیز او عرفي احکامو ته ترجیح ورکول کیږي ، دودیز احکام حکم فرما وي په خرپ چلیږي او پلي کیږي ، هغه ټولني دستونزو کروندو او دنفرت تخمو نیولي وي.
څرګندیږي چي زموږ دشاعرې دژوند چاپیریال یې دتخلیق آیینه او هنداره کرښي کړې ده .
له بله پلوه دښځو رواني حساس او احساس دومره باریک لید او نازک لید دی چي ارواپوهان يې هم په تعجب کي اچولي دي ، د اراپوهني پلارفرویډ وایې : هغه پوښتنه چي دارواپوهانو په منځ کي تر اوسه ناځوابه پاتي ده او ما هم ونه کړای سوای چي دخپلي دیرش کلني تجربې او مطالعه سره – سره هغه ته ځواب پیدا کړم دادی چي د  " ښځو غوښتني څه دي ؟"  فروید هم کېدای سي دا وینا دښځو د ډېر حساسوالي ، نازکخیالۍ ، عاطفې او بې شمېره هیلو او غوښتونو په وجه کړي وي .
د مرسل شعري ګام او پام :
زموږ پښتنه شاعره پخپلي شاعري نړۍ کي د ښځینه او معصومانه ، احساس ، ادراک ، عاطفې ،ژور تخیل سره مل په پام ګام ږدي او وړاندي درومي .
 دقت او پاملرنه خپله یو ارواپوهنیز آر (اصل) دی چي تل یې یو شعوري ژوندی موجود سرته رسوي ، پاملرنه د انسان د دروني اغېزو او علتو انګېرنه ده او دچاپېریال د هغو محرکاتو او خوځښتونو څخه رامنځته کیږي چي انسان يې په خپل ځان کي رانغښتی دی چي همدا یوې ټاکلي نقطې ته دیوه شخص دټولو حواسو جلب او جذب پاملرنه بلل کیږي .(رحماني:۱۳۹۱،۶۵)
شعر کي پاملرنه او چمتوالی سره بیل نه دي په دې مانا چي فرد په جسمي او رواني لحاظ د پاملرني عملیې ته چمتو کوي .
پاملرنه دوه ډوله ویشو ، لومړی ارادي پاملرنه هغه چي په ارادي توګه رامنځته کیږي ، دوهم غیري ارادي پاملرنه هغه چي بېله کوم پلان څخه انساني پام دیوه تحرک په لور اړوي ، دریم عادي پاملرنه چي د غیري ارادي پاملرني یوه پر مختللې بڼه ده ، حتمي ده چي پر پاملرنه به د بهرني او کورني عواملو سیوری پروت وي او دا درې واړه حالتونه زموږ دشاعري په شعري بهیر کي تر سترګو کیږي ، یو ځای کي خو د داسي بېلګي سره مخ کیږوچي شاعري مو پر توهین هم تلقین کړی دی او په خورا پام سره دڅوکلونو د ژوند هر ګام شمېري :
کور مي غټ واړه وربولي
د سرزوري لیونۍ او سربدالي په نوم
بیا د دالان د دربچې نه مي
ها پوري خړه پړه کوټه ولیدله
نور راته یاد شول
ما پر همدې لنډۍ لاره باندي
خدایزده څو کاله مزلونه کړي
(شعر : دعمر پرواز)
دفورم له مخي که څه هم شعر ازاد دی مګر د وزن له مخي یې دورونه څه ستونزه لري ، خو موږ یې دلته فنوني ستونزي پسې نه ګرځو او یوازي دشعر معنوي او رواني جوله راسپړو هغه چي ارزښت هم لري .
ارواپوهان دښځینه فکر او ذهن د پراخ لید لپاره دژوند ساحه ډېره اړینه ګڼي په دې مفهوم چي انسان په څومره غوړېدلي ټولنیز او وګړنیز چاپېریال کي استوګن وي ، که څه هم نالوستی وي دفکري او ذهني فعالیت په وجه یې معلوماتي ذخیره شتمنه وي ، پښتني ټولنه کي چي دودونو او رواجونو په ځانګړي ډول پر ښځو افراطي وزرونه غوړولي دي عمر يې محکومو او محرومو څلورو دیوالونو کي وخوړل سي ، حتی د درملني او قراني زده کړو لپاره هم شرایط ورته نه وي برابر.
مرسل جانې دې ډول نافرجامه حالت ته په اقتصام (بې فکرۍ) کي نه ده پاته سوې بلکي ژور لید يې کړی دی د ژوند دتړاو او کړاو جاج یې په ډېرو هنري تشبهاتو او غورو استعارو سره کړی دی ، شعري انځورګري يې نوښتیزه او ارواپوهنیزه جوله لري ، الهامي څپې يې هغه څه تیتوي هغه چي په ذهن کي يې تېریږي دې اوړند (باب پراکټر) هم دا خبره کوي چي هر هغه شی به تر لاسه کړي چي ستاسو په ذهن کي ګرځي ، که وکړای سي دهر هغه شي په هکله چي تاسو یې غواړی او هغه د غالب اند او فکر په بڼه راولی هم هغه به خپل ژوند ته دننه کړئ .(بایرن : ۱۳۷۸/۱۴)
یو مجبوره مور ، خور ، لور او مېرمن اړه وي چي دودیز کاږه قوانین ومني او وزغمي ، ځکه لږه سرغړونکې هڅه یې هم دسر په بدل ورته تمامیږي ، مرسل خور هم (پښتون ، پښتون دودیز ماحول) ته ګوته نیسي اوځیني ګیلې لري ، د اغلي خبره تر یوځایه پر ځای ده ، شاعره په افغاني ماحول ځانګړې توګه پښتني ټبر کي را لو سوې او واده سوې ده ، هر څه يې په خپلو سترګو لیدلي دي ، دا چي کوم شاعرانه انځور او تخیل وړاندي کوي تر ډیره یې بېلګه دپښتني ټبر پر ټغر ور کوي ، ولي یو څه باید له یاده ونه باسو چي د ښځو په وړاندي د ناسم چلند بېلګي د نړۍ په نورو نسلونو او ټبرونو کي همدا اوس او هم د تاریخ په اوږدو کي لیدل کیږي :
مخکي کلیسايي مذهبیان په دې اند وه چي ښځه ورستی وحشي موجود دی چي انسان اهلي کړې ده او ویل به يې چي ښځه به دجنت مخ هم ونه ویني ځکه د دوی په وینا چي دښځي دعا د الله [ج] په دربار کي نه قبلیږي ، د ترکانو کي متل دی چي " د څلویښتو ښځو عقل د یوه تور چرګ ځای نه نیسي . "
د روسانو متل دی چي وايي " چرګه چرګ نه سي جوړېدای او ښځه انسان . "
د فرانسې دیني ټولني په (۵۸۶ز) کي تر اوږدو بحثونو وروسته دې پایلي ته ورسېدل چي ښځه انسان ده خو یوازي دنارینه د خدمت لپاره ګمارل سوې ده ، یونان کي به ښځه پلیدي بلل کېده او ویل يې چي ښځه د شیطان له نسله پیدا سوې ده ، انګریزانو تر ۱۵۰ کاله مخکي ښځه دانساني ټولني له برخه نه بلل ، هغې ته يې درانیولو او خرڅولو حق نه ورکاوه مېړنو کولای سوه چي خپلي مېرمني دڅارویو په څېر وپلوري ، جاهل عربانو به ښځي ژوندۍ ښخولې او له ټولو اساسي او فردي حقونو څخه بې برخي وې ، دا یو تریخ حقیقت دی چي زموږ افغاني او بیا پښتني ټولنه کي هم دا ډول څه ستونزي سته چي ښځو ته  تر اوسه پوره حق نه ورکول کیږي هغه کي یوه بېلګه د پاتمړی ( میراث ) نه ورکول دي چي ډیری کسان يې خپلو لوڼو او خویندو ته په ور کولو کي پاته راغلي دي .

د اغلي مرسل شاعرانه افکار :
په شعر کي افکار بنسټیز اصل دی پدې هکله چارلزل هانل : وايي افکار هغه مقناطیسونه دي چي فریکونسي لري ، افکار فریکونسي جوړوي او ددغو فریکونسیو له لاري ورته موضوعات جذبوي همدا سوژې مو دژوند دانځورونو په توګه په لوري منعکس ګیږي ، هر هغه څه چي موږ غواړو په ژوند کي يې بدل کړود همدې افکارو په چینلونو او څپو له لاري هغه بدلولای سو ځګه د ذهني ځواک څپې تر ټولو حساسي او په پایله کي دهستۍ تر ټولو پیاوړي او انرژي ځواکونه دي ، د یوه غوره شعر په جوړولو سره مېرمني هم کولای سي خپلي ارماني ټولني و رغوي ، عواطف په غلبلو را ولي او له بدۍ څخه يې توبه ګار ګړي ، دټولني سمون او رغون ته باید ټولنمیشتي او ټولنپال له بیلابیلو لارو څخه را ودانګي تر څو و کولای سي دهمدې افکارو له لاري سوژې جذبي او دهمدې څپو او چینلو له لاري يې تر ټولني ورو ورسوو او هغه ستونزي چي خپله همدا موږ رامنځته کړي حل او له خپل ژوند څخه وتوږو او بل داچي  له افکارو سره سوژې ټاکل اړین دي او په ژوند کي باید لکه مخکي چي وویل سوه دغوره سوژو ټاکلو ته پام وسي هغه چي هم وګړیزه او هم ټولیزه ښېګڼه پکښي شتون ولري دې چاري او اړتیا ته تر هرچا لومړی باید پنځکر او شاعر ډېره پاملرنه وکړي تر څو دخپلو افکارو دفریکونسیو او مقناطیسونو په مټ هغه څه راجذب او بیا وړاندي کړي چي هغه کي دمنځپانګي له پلوه ژور مفاهیم پراته وي ، شعر باید د ژوندوژغورلو روغتون وي ، هغه کي د رواني درملو په مټ ژوند ژغورني ته کار وسي ، لوستونکي خپله سیمیزه ناروغي د بیا لپاره وپېژني او د وقایې لپاره يې چمتو و اوسي دې رواني درمان ته زموږ خوږي شاعري معصومانه او عاطفي کتنه کړې ده د خپلو افکارو دفریکونسیو په مټ يې ډېر په زړه پوري شاعرانه الفاظ را غونډ کړي او زموږ مخي ته ایښي دي .
بېلګه :
بېله تا یم زه نېمګړې
زه دشمعي په پلته کي
زه دهر کور په ډیوه کي
(شعر : ویايې چیرته يې ؟)
ښځه رښتیا هم دهر کور څراغ وي ، دا خبره بیا مرسل په ډېر غوره تخیل او ښځینه راز ،  ناز او انداز کړې ده دستایلو وړ یې بولو .
د مرسل شعوري شاعري :
په رواني لحاظ شعور تر ټولو اړینه برخه ده هغه چي پیښي او خاطرې پکښي ساتل کیږي ، ارواپوهان وايي با اراده کسان کولای سي خپل شعور په خپله کنټرول کړي ، لکه څنګه چي یو انسان پر خپلو کړونو او وجود پوره واک لري او کولای سي چي هغه کابو کړي ، همداسي کولای سي چي پر خپلو مغزو هم واک ولري او کوم څه چي ویني ، اوري تر ډېره وخته حتی تر مرګه یې ساتي(ځلاند : ۱۳۹۱،۲۵) ، زموږ پیاوړې شاعره هم په داسي یو رواني حالت کي ډوبه سوې ښکاري ، خپل عاطفي زړه او ښځینه ذهن کي ژوري شعري ځغلوني کوي ، پر خپلو مغزو واک لري او هر څه په باک سره وايي :
... زه یم ښځه
زه داور په منځ کي راز یم
زه اوبه اوبه وجود یم
خو زه هر اور کي اوسیږم
او هلته ایره کیږم...
پورتنیو بیتونو کي یو پیاوړی روانی انځور څپې وهي ، ږغ نه لري خو غوږونه کڼوي او دغوږنو پر دې پرېکوي ، له کرښو يې  یو ډول د سوځلو زړنو بوی تر پزه کیږي ، داور له منځه یې د نجات – نجات غلبلې اوریدل کیږي یوڅوک سوځي ایره کیږي خو د اور وژلو او ژغورلو لپاره یې له خلکو سره کاپي اوښکي نسته .
په ورستي کي وایو چي د مرسل احمدزۍ (حبیبي) خور شاعرۍ کي رښتیا هم ، عاطفه ، تلوسه ،ژور احساس او ادراک ،شعور او لوړفکري شتون لري شاعري يې دیوې ښځینه رنګ او لوړ شان او روان لرونکې ده ، د دشاعرۍ تر شا يې حقیقت کي عاطفي زړه ، عاقل مغز لوړ زغم او د ښځینه غم درد شتون لري ، زه یې له شاعرۍ خوښ یم ، دلابریاو دعا ورته کوم .
مرسل خور ښاده سې !