د ملي زغامت لپاره استعداد او سياسي پوهه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58899
سيدحسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2014-03-06


حکمتيار :
يا به زه يم يا نجيب
نجيب الله :که زه نه يم، نو تا هم څوک نه پرېږدي
قدرت درته سپارم، خو زما اندېښنه سياسي تشنج يا کورني جنگ ته ده چې پېښ نه شي، خو دوه شرطه مې دا دي چې يو به غچ (انتقام) نه اخېستل کيږي او بل دا چې د قدرت عادلانه وېش

((ومن قتل نفساً فکانما قتل الناس جميعاً ومن احياها فکانما احيا الناس جميعا)) ؛ ((لايستوی القاعدون من المؤمنين غير اولی الضرر والمجاهدون فی سبيل الله باموالهم وانفسهم فضل الله المجاهدين علی القاعدين درجة وکلا وعد الله الحسنی وفضل الله المجاهدين علی القاعدين اجراً عظيما))؛ ((ان الله لايحب کل مختال فخور))؛ ((واقسطوا ان الله يحب المقسطين)) ؛ ((اعدلوا هو اقرب للتقوی))؛ ((ولباس التقوی ذلک خير واحسن تاويلاً))؛
((حدثنا ‏ابن أبي عمر ‏حدثنا ‏سفيان ‏عن ‏عمرو بن دينار ‏عن ‏أبي قابوس ‏‏عن ‏عبد الله بن عمرو ‏‏قال ‏قال رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏الراحمون يرحمهم الرحمن ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء الرحم ‏شجنة ‏‏من الرحمن فمن وصلها وصله الله ومن قطعها قطعه الله ‏قال ‏‏أبو عيسى ‏هذا ‏حديث حسن صحيح ‏))

 

د جهاد له برکته الله تعالی موږ ته ډېر لوی وياړ او عزت راپه برخه کړی وو، خو موږ ونه شو ساتلی. احساسات يو څه او پوهه بل شی دی. زغامت او حکومتداري پر احساساتو نه، بلکې پر پوهه، زغم، ترحم وسپېڅلتيا سره کيږي چې خپلو ملي - اسلامي گټو ته ژمن.وي. ايمان واسلام او تقوی چې نه وي اسلامي حکومت او شريعت کومه گټه نه لري. په انقلابي – اسلامي، صحرايي او فاسدو محکمو ټولنه نه اصلاح کيږي

دعوت :
هلال احمد : مشره مشره حکمتياره
ستاسو هغه وینا چې د روستی ځل لپاره مو د ورسک په سیمه کی درلوده او هغه نښه د رښتیای چې له جیبه د لیک را ویست او وئیل دی دا د داکتر نجیب خط ده او له تانه ئې غوښتی چې حکومت در وسپاری خو ستاسو د جهادی وقار له مخی نه غوښتل چې په ائیتلافی حکومت ورګډشی = خو ستاسو د ستر دبیر له مخی مو د شهنواز تڼی کودتاه اغیزمنه هڅه ولیده.

د نجیب د حکومت تر سقوط روسته مو د ګلمجم ملیشو شتون نشو تحمل کولای او جنګ جنګ تا ختم ګلمجم مو ویل= شورای هم اهنګی مو ستاسو د حکیمانه تدبیر په پای کی ولیده

مشره موږ به ستا په کوم خبره نور باور وکړه داچې صلیبی ځواکونو ترسوری لاندی انتخابات نه کول او که دا حکمت چې ګډون د کلکی سپړی منا لری،محترما خدای ته وګوره خبره لا دومره نه ده سخته شوی چې تاسو فکر کوی اوسه پوری د ګفر او اسلام برید معلوم ده له ملته لاره نه ده ورکه چې ته ئې نوی ور زده کوی، موږ ټولو تاسو ځکه له ځانه غوره ګڼلای چې سنګر مو ټینګ کړی وه ، هسی خو سیاف هم وائې چې د اخرت د ورځی د پوښتنی له مخی که الله راته ووایی تاته ضرورت وه ولی کاندید نشوی نو می ځان کاندید کړ موږ ستا او دده توپیر څنګه وکړو.

http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%DA%AB%DA%89%D9%88%DA%89%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%AA%D9%85%D8%AE%D8%AA%D9%84%D9%81&article=14462

القرآن الکريم :
((قالت يايها الملا اني القی الی کتاب کريم. انه من سليمان وانه بسم الله الرحمن الرحيم. الا تعلوا علی واتونی مسلمين. قالت يا ايها الملؤا افتوني في امري ما کنت قاطعة امرا حتی تشهدون. قالوا نحن اولوا نحن قوة واولوا باس شديد والامر اليک فانظري ماذا تامرين. قالت ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلوا اعزة اهلها اذلة وکدلک يفعلون)) [النمل : ۲۹ – ۳۴]

تفسير الطبري :
حدثنا ابن حميد ، قال : ثنا سلمة ، عن ابن إسحاق ، عن بعض أهل العلم ، عن وهب بن منبه ، قال : كتب - يعني سليمان بن داود - مع الهدهد : بسم الله الرحمن الرحيم من سليمان بن داود ، إلى بلقيس بنت ذي سرح وقومها ، أما بعد ، فلا تعلو علي ، وأتوني مسلمين ، قال : فأخذ الهدهد الكتاب برجله ، فانطلق به حتى أتاها ، وكانت لها كوة في بيتها إذا طلعت الشمس نظرت إليها ، فسجدت لها ، فأتى الهدهد الكوة فسدها بجناحيه حتى ارتفعت الشمس ولم تعلم ، ثم ألقى الكتاب من الكوة ، فوقع عليها في مكانها الذي هي فيه ، فأخذته .

حدثنا القاسم ، قال : ثنا الحسين ، قال : ثنا أبو سفيان ، عن معمر ، عن [ ص: 452 ] قتادة ، قال : بلغني أنها امرأة يقال لها بلقيس ، أحسبه قال : ابنة شراحيل ، أحد أبويها من الجن ، مؤخر أحد قدميها كحافر الدابة ، وكانت في بيت مملكة ، وكان أولو مشورتها ثلاث مائة واثني عشر ، كل رجل منهم على عشرة آلاف ، وكانت بأرض يقال لها مأرب ، من صنعاء على ثلاثة أيام ; فلما جاء الهدهد بخبرها إلى سليمان بن داود ، كتب الكتاب وبعث به مع الهدهد ، فجاء الهدهد وقد غلقت الأبواب ، وكانت تغلق أبوابها وتضع مفاتيحها تحت رأسها ، فجاء الهدهد فدخل من كوة ، فألقى الصحيفة عليها ، فقرأتها ، فإذا فيها : ( إنه من سليمان وإنه بسم الله الرحمن الرحيم ألا تعلوا علي وأتوني مسلمين ) وكذلك كانت تكتب الأنبياء لا تطنب ، إنما تكتب جملا .
طبري ليکي چې نوموړې ۳۱۲ تنه مشاورين درلودل.

تفسير البغوي :
قال ابن عباس : أی : لا تتکبروا علی. وقيل : لاتتعظموا ولاتترفعوا علی. معناه : لاتمتنعوا من الاجابة، فان ترک الاجابة من العلو والتکبر.

الورقة الدعوية البطاقة ليکي چې :
ولما عظم شأن هذا الکتاب عندها وهالها أمره جمعت أشراف قومها وقالت لهم : اني القي الي کتاب فيه ((رفعة وشرف، وعزة وعلو منزلة ومکانة)) ثم أخبرته عن من أرسله.

http://library.islamweb.net/newlibrary/display_book.php?idfrom=3705&idto=3705&bk_no=50&ID=3733

http://library.islamweb.net/newlibrary/display_book.php?idfrom=1321&idto=1321&bk_no=51&ID=1331

http://www.albetaqa.com/papers/details.php?image_id=2132&sessionid=bbd2bf081d94b8127eef4ddc6c989a2b

تفسير ابن کثير، جلالين، الطبري، القرطبي او نور هم  چې قرطبي شپږو ټکو ته پکې اشاره کړې.

http://www.alro7.net/ayaq.php?aya=31&sourid=27

تر کومه ځايه چې په هغه وخت کې ويل کېدل هغه دا چې ډاکټر نجيب الله د حاجي سهارگل پر لاس يو ليک ښاغلي حکمتيار ته استولی (لېږلی) او ترېنه يې غوښتنه کړې چې که له جنگه لاس واخلي او کابل ته راشي او يو ائتلافي حکومت جوړ شي، نو زه به واک ورته وسپارم. زه د خپل ځان او کورنۍ پروا نه کوم، خو چې سوله راشي او گډوډي رامينځته نه شي او کورنی جنگ ونه نښلي، خو دوه شرطه لرم : يو دا چې :
• انتقام يا غچ به نه اخلئ
• د قدرت عادلانه وېش

له دې مخکې يې مرحوم پخواني پاچا ته هم وړانديز کړی وو چې راشي، خو هغه رانغی او ((مجاهدين)) يې ورته پلمه کړي وو چې که زه ولاړ شم، نو ((مجاهدين)) خفه کيږي. داسې ويل کيږي چې خپل اوښی نېک محمد ابراهيم خېل او د ضمير په نوم کوم بل تن هم ورلېږلي وو، خو پاچا زړه نه وه منلې.

نيلسن مانديلا :
که دوی ونه بښو، نو د کرکې او غچ يا انتقام احساس به پاتې وي. موږ وايو راځئ چې تېر هير کړو، راځئ ځانونه له اوس او راتلونکې سره وتړو، خو چې دا ووايو چې پخواني ناورينونه به هېڅکله تکرارېدو ته پرې نه ښودل شي.

علماء دا وايی چې جهاد في سبيأ الله په دوه، بلکې د دريو يا څلورو شرايطو په رڼا کې روا دی :
• يو دا چي ځای (سرپناه يا استوگنځی) به دې محفوظ وي
• دويم دا چې د يو امير يا مشر تر قيادت لاندې وي
• درېيم دا چې په دې باوري يې چې جنگ گټلی شي
• او څلورم دا چې عايد (مدارک) resources به دې خپل او که خپل نه وي، نو بايد پاک يا روښانه clear  وي او هم واک دې خپل وي

داسې هم ويل کېدل په هغه وخت کې چې مرحوم باچا خان مريض او په روغتون کې بستر وو. داسې اوازه شوه چې ډاکټر نجيب الله له عبدالولي خانه غوښتنه کړې وه او د هغه کوم ليک يې ښاغلي حکمتيار ته هم ورکړی. دا هغه وخت وو چې د پاکستان دوه تنه مشهور منطقي ملايان مولوي صاحب سيد قريش او مولوي صاحب محمدامين د باړې په دارالعلوم هاشميه کې مدرسين وو او د تره خېلو مولوي صاحب، د طالبانو د وخت د سترې محکمي رئيس مولوي صاحب نورمحمد ثاقب دولتزی د کابل د شېوه کيو او مولوي صاحب محمد يعقوب د لغمان د نيازيو هلته مدرسين وو او مدرسه په ښه جوش وخروش کې روانه وه چې په همدې جريان باچا خان وفات شو او زموږ له مدرسې نه څلور لاندې باندې ډک بسونه طالبان د باچا خان د جنازې په بدرگه کې د مولوي صاحبانو په خاطر چې جلال اباد ته يې وړله د جمروډ په تخته بيگ کې سره يوځای شول. هغوی به ويل چې باچا خان يو ستر شخصيت وو چې د هغه وخت ستر ښکېلاکگر د انگرېزانو پر وړاندې يې مبارزه کوله او ډېرې ناخوالې يې په دې لاره کې گاللي، نو تاسو باچا خان ته د يو ستر مبارز ومجاهد شخصيت په سترگه گورئ. ښاغلی عبداللطيف ((شېرشاه)) او مولوي عبدالکبير د طالبانو د وخت د ننگرهار والي او د کوټې شوری غړی او سلاکار هم په هاشميه کې شاگرد وو. دوی دواړه د مدرسې يو له ممتازو شاگردانو څخه ول.

له بده مرغه دا دی نن د اسنفديار ولي او د مېرنۍ مور بېگم نسيم ولي ترمينځ يې د بېلتون خبر په رسنيو کې خپور شو. نوموړې يوځلې همداسې د باچا خان په مقابل کې هم راپورته شوه چې هغه هغه وخت په جمرود کې د د پښتنو او ټولو قبايلو يوه لويه غونډه رابللې وه. د باچا خان دا هڅه وه که موږ د افغان حکومت او د مجاهدينو ترمينځ سوله او بيا پخلاينه وکړو. خدای خبر چې چا را لمسولې وه، خو د باچا خان غونډه يې خرابه کړه او هغه ترې خفه شو چې ضياءالحق بيا پر هغه باندې پابندي ولگوله او کمپونو ته يې نه پرېښووه. خدای شاهد دی چې ارواښاد باچا خان په هغه وخت کې زموږ بد ايسېده.

لکه څنگه چې ښاغلي هلال احمد ورته اشاره کړې او ځېنو نورو دوستانو، شنونکيو او رسنيو هم همدېته ورته څرگندونې کړي دي. ويل کيږي چې ښاغلي حکمتيار د خپلې سياسي ناپوهۍ له امله ونه شو کولی چې دغه د راز خبره پټه وساتي او دا خبره يې له څارگرې ادارې سره شريکه کړې وه. ځکه چې کله حاجي سهارگل ورته خط (ليک) ورکړی وو. له هغه يې تر سهاره وخت غوښتی وو. کېدای شي چې د شپې يې دا خبره له څارگرې ادارې سره شريکه کړې وه. په سهار يې حاجي سهرگل ته معذرت وړاندې کړی وو چې ((موږ ته اجازه نشته چې له نجيب سره کښېنو او يا خبرې ورسره وکړو)). حاجي سهرگل ته يې دا خبره کړې وه چې ((يا به زه يم او يا به دی [نجيب] وي)). او ورته يې ويلي وو چې نجيب وي زه هلته نه ورځم، نو هغه ورته ويلي وو چې ځه نو ته هم نه شې راتلای. هماغه وو چې خبره ترې خرابه او واک ترې پردی شو. واک خو لا د ضياءالحق او د جونېجو په وخت کې ترې له لاسه وتلی وو چې بيا وروسته له تڼي سره په اړيکه کې ترې خبره يوې ناکامې کودتا ته ورسېده او په دويم ځل بيا ډاکټر نجيب الله د شمال ټلوالې او د کارمليانو، شغليانو، ستميانو او جمعتيانو د يوې شريکې منحوسې کودتا په نتېجه کې له واکه وپرزېده. د شمال ټلوالې  کودتا د دوستم له برکته بريالۍ وه چې په پايله کې د مجاهدينو يو کمزوری حکومت د روحاني مشر صبغت الله مجددي رامينځته او بالاخره واک د يو سازش له لارې د نظار شوری (مسعود) ته ورسېده اوهغوی پرې بيا د مرحوم استاد رباني سره يوځای منگولې ټينگې کړې. جنرال حميدگل له هر چا بر زموږ په ارگ خونه کې ناست وو. حضرت صاحب چې کله ارگ ته ننوته، نو شمال ټلوالې ورته هماغه يو خان محمد پرېښووه او نور يې ترې ټول ستانه کړل او ورته يې وويل چې ((موږ ستا امنيت نيسو)).

ويل کيږي چې ډاکټر نجيب الله ورته د ملي روغې جوړې په سلسله کې د دې وړانديز کړی وو. په شورای تفاهم کې هم په هغه وخت کې دا د روغې جوړې خبرې تر بحث لاندې وې. د محمود مستري او بينن سيوان دواړه طرحې د همدوی (مسعود او حکمتيار) له لاسه سبوتاژ شوې چې شورای تفاهم پکې خورا سخته ضربه هم وليده او د سر سړي يې ټول ووژل شول. زما د نژدې دوستانو مرحوم ظاهر خان جبارخېل او د محمد حکيم اريوبي د خولې خبره ده چې بينن سيوان به ته راته او له نجيب الله سره يې د يو انتقالي حکومت په راميځته کولو او د يوې سوله ييزې لارې د قدرت د انتقال پر پروسه خبرې کولې.تل يې راسره د افغانستان پر راتلونکې ټينگار کاوه، خو يوځل ما له هغه څخه د خپل ځان په باره کې څه وانه ورېدل.اوس خو نه نجيب شته، نه ظاهرخان جبارخېل او نه نور شته او نه بينن سيوان شته. مجاهدين او ورپسې طالبان راغلل ان تر دې چې ټوله نړيواله ټولنه مو مېملنه شوه. نژدې يوه نيمه لسيزه د دې هم تېره شوه او لوبه لا روانه ده.

زما موخه دا نه ده چې له نجيب الله نه ننگه وکړم ځکه چې زه ورسره کومې شعوري او حزبي اړيکي نه لرم، خو موخه مې دا ده چې د الهي ونبوي ارشاد په رڼا کې د حضرت سليمان عليه السلام او د نبي عليه الصلاة والسلام دوو ليکونو ته ده چې د يو ذکر په قرآن او د بل ذکر په نبوي احاديثو کې راغلی او امام بخاري رحمه الله دا اوږد حديث راخېستی او په ((بدء الوحی)) کې يې ورته ځای ورکړی. دواړه ليکونه د انبياوو له لورې ښځينه او نارينه شاهانو ته استول شوي چې د يو ذکر په وحې جلي او د بل ذکر په وحې خفي سره شوی.

که موږ  د ليکونو نوعيت ته وگوو، نو يو خط د حضرت سليمان عليه السلام له لورې ښځينه ملکې ته د مرغه (هدهد) يا ملا چرگک په وسيله استول شوی چې له يو نبي او هم پادشاه نه يوې ښځينه پادشاه ته استول شوی. په هغې وخت کې خو لا عيسويت هم نه وو، بلکې خلکو به د لمر، ستورو او يا د اور عبادت کولو، خو انسان پکې نه دې کارېدلی او په دويم کې بيا له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه هرقل عظيم الروم د يو قاصد په لاس لېږل شوی. د حضرت سليمان عليه السلام له ليک سره ژر او د نبي عليه الصلاة والسلام له ليک سره لږ په تعطيل برخورد شوی. ځکه چې کله هرقل عظيم الروم فلسطين ته راته، نو ليک ورته وسپارل شو. بلقيس ليک رااخلي او لولي يې چې له محتوی ((رفعة وشرف، وعزة وعلو منزلة ومکانة)) نه ډک وو ورته حيرانه شوه. ليک يې له خپلې کابينې يا وزيرانو او يا خپلو مشاورينو او سلاکارانو سره شريک کړ او مشوره يې ترې وغوښته او د هغوی نظر يې ځانته معلوم کړ چي څه وايی؟ هغوی پر خپل ځان باندې د قوت او د ډېروالي له امله مغرور وو، ټينگار يې دا وو چې موږ جنگ ته تيار يو. کله چې هغې وپوښتل درست ده چې جنگ ته تيار يو، خو جنگ دوه اړخونه د برياليتوب او ناکامۍ لري. که بريالي شو، نو درست ده، خو که مات شو (بريالي نه شو)، نو بيا ؟ چې د بيا ځواب له چا سره نه وو، نو هغې ته د خپلط پوهې او تجربې له مخې دا پته وه چې بيا د شاهانو خاصه دا وي چې ((وجعلوا اعزة اهلها اذلة))، نو د خپل رعيت د ساتنې په موخه له جنگ نه تېره شوه او دا ورته پته وه که دا سړی (سليمان عليه السلام) په رښتيا پېغمبر وي، نو د پېغمبر مقابله گرانه او سخته ده او له انبياوو جنگ نه گټل کيږي. نو لومړي يې د سوغات وړانديز ورته وکړ چې کلام پاک ټوله کيسه په تفصيل رااخېستې.

راځم د نبي عليه الصلاة والسلام ليک ته چي هرقل عظيم الروم ته يې استولی وو : ((بسم الله الرحمن الرحيم : من محمّدٍ عبدِالله ورسوله إلی هرقل عظيم الرّوم، سلام علی من التبع الهدی، أمّا بعد: فإني أدعوک بدعاية الإسلام، أسلم تسلم يؤتک الله أجرک مرتين، فإن توليت فإنّ عليک إثم [الأريسيِّين])) چې هغه يې د سپيناوي لياره  او د هغه مبارک د کړووړو په باره کې له کاروانه يعنې أبوسفيانه وپوښتل چې څوک ورته په نسب کې ډېر نژدې دی، نو هغه ورته وويل چې ((أنا أقربهم نسباً، قال : أدنوه مني، وقرّبوا أصحابه فاجعلوهم عند ظهره، ثم قال لترجمانه او ژباړن ته يې وويل :
قل لهم : إني سائل هذا عن هذا الررجل، فإن کذّبني فکذّبوه،
قال : فو الله لو لا الحياة من أن يأثروا عليّ کذباً لکذبت عليه. او همداسې په دوام.

هلته بلقيس د حضرت سليمان عليه السلام پر ليک او دلته هرقل عظيم الروم څنگه د نبي عليه الصلاة والسلام پر ليک باندې ځان پوه کړ چې هلته ورسره په يوه رسمي بڼه او دلته بيا ورسره په ضمني وشخصي بڼه برخورد وشو. هلته په کابينه کې پرې بحث وشو او دلته له سوداگريز کاروانه پوښتنې (گروېږنې) وشوې چې هلته د ژباړن يادونه نه ده شوې او دلته بيا د ژباړن په وسيله پوښتنې شوي چې ژباړن او پوښتونکی په پيل کې له عقيدوي پلوه تړاو نه لري چې بيا وروسته ابوسفيان په اسلام مشرف شو، بلکې له قومي پلوه ورسره نژدې تړاو لري. خو يو شی سره له دې چې په هغه (ابوسفيان) په هغه وخت کې مسلمان نه وو، خو کريکټر، اخلاق او غيرت يې دا نه ايجابوله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په غياب کې دروغ ووايی او دا ورته عار (شرم/پېغور) ښکارېده چې څنگه د پېغمبر په غيابت کې زياته خبره وکړي، بلکې د هغه ټولو پښتنو ته يې په پوره ريښتينې توگه ځواب وويلو. کله چې سړی دا حديث همداسې ورپسې لولي، نو داسې انگيري چې ته به وای چې هغه بالکل يو مسلمان دی، خو چې د حديث اخر ته راشې او خبره پر واک تماميږي، نو بيا پر شا کيږي.

همدارنگه د ښځينه مېږۍ پادشاه کيسه چې خپلو مېږيانو ته وايی چې ((ادخلوا مساکنکم لايحطمنکم سليمان وجنوده وهم لايشعرون)) او سليمان عليه السلام يې له ورايه غږ اوري او ځان ترې بچوي. سره له دې چې هغه حشره مېږۍ وه ، ليکن الله تعالی ورته دا ادراک ورکړی وو چې انبياء څوک نه ازاروي. داسې نه چې هغوی به پوه نه شي يا خيال به يې نه وي او تاسو به دل شئ. د کلام پاک دې اعجاز ته گوره چې الله تعالی په حشره غيرمعقول مېږۍ کې د دې درک اچولی وو چې څنگه د خپلو نورو مېږيو ساتنه او لارښوونه وکړي او له بل لورې يې پېغمبر ته احوال ورکړ چې محتاط اوسي او نااگاهانه اذيت رسولو نه يې بچ کړ. دېته د الله تعالی رحم وکرم يا فضل واحسان وايی چې له يو لورې يې خپل پېغمبر له ماخوذيته وساته او له بل لورې يې خپل نور بېوسه مخلوق له اذيت او د اسونو په پښو کې له دلېدو (پايماليدو/هلاکېدو) وساته. ډاکټر صاحب نثار احمد پرې ښه علمي ليکنه کړې ده. دلته د رعيت په ساتنه کې له ښځينه ميږۍ نه د سليمان عليه السلام د لښکر د ممکنه خطر د بچ کولو په خاطر صوت (اواز) يا په ننني وخت کې د هوا څپې کارول شوي. پرته له شکه مسبب الاساب الله تعالی دی.

نو راځم دېته چې يو وخت د امريکا د هغه وخت ولسمشر رېگن زموږ يو جهادي مشر ته د ليدو بلنه ورکړې وه چې هغې ترې انکار کړی وو چې پخپله او هم يې ملاتړي پرې وياړي. درست ده چې ځه ليده يې ورسره ونه کړل او جهاد يې خرڅ نه کړ، خو که له بل لورې ورته وگورو، نو پرته له شکه چې امريکا زموږ د ټولو تر شا ولاړه. دا ليدنه خو د نظرياتو د تبادلې او يا ښکاره کولو هم راځي، نه دا چې خدای مه کړه هغه به ده ته د دې لېواله وو چې له عقيدې يې وگرځوي. فکر نه کوم چې له رېگن سره به داسې کومه پوښتنه مطرح وه. له بل لورې دا احتمال شته چې نوموړي په خپله خوښه نه، بلکې د يو فشار له مخې دېته اړ شوی چې له ليدو يې منکر کړي او دا زمينه مساعده نه شي چې امريکا سيده له مجاهدينو سره تماس ولري او فکر کوم چې تر ننه همدا پاليسي همداسې روانه ده او نه غواړي چې افغان مجاهدين سيده له بهرنيو په تېره له امريکا سره خاصي او سيده مخامخ اړيکي ولري. د ډگروال يوسف په کتابونو کې هم همدې ټکي ته اشاره شوې. له بل لورې د بالواسطه او بالذات خبرو ترمينځ څه فرق دی.


هېښنده لا دا ده چې بالذات دې بلنه نه منله او بيا د څارگرې ادارې د همدې جنرالانو او کرنيلانو په وسيله له همدې امريکايي مامورينو سره ليده کاته کول. امريکا دا هڅه کوله چې له مجاهدينو سره سيده اړيکي ولري، خو ولې ضياءالحق دا مخه ډب کړې وه او تر ننه هم ډب ده. نه يوازې ده، بلکې هر چا ته ډب ده. زما پوښتنه همدا ده چې که له امريکايي سره خبرې او ليده کاته گناه وي، نو بيا ولې مولوي فضل الرحمن او مولوي سميع الحق له برتانوي لوړ پوړو ديپلوماتانو سره کولې او ولې هغوی دوی دواړه انتخاب کړل؟ کوم شرعي ممانعت موجود وو چې افغان مجاهدين دې له امريکا او هېڅ بهرني سره نه گوري او پاکستان ته دې د دې اجازه وي ايا دا له پيله له موږه زموږ د واک وصلاحيت د سلب مانا نه ورکوي؟

بيا راځم د روسانو وړانديز ته چې مجاهدين بايد په خبرو کې سيده برخه واخلي او دوی بايد د خبرو مطرح اړخ وي چې ولې ترې انکار وشو؟ ايا کوم بهرنی فشار خو به نه وو چې نوموړي د ټولو په نماينده گۍ په زغرده له هر څه نه چورلټ انکار وکړ. روسانو هڅه وکړه چې مجاهدين بايد په مخامخ خبرو کې برخه واخلي، خو زموږ يو جهادي مشر له دې ټولو نه چورلټ انکار وکړ.  اگر چې پير سيداحمد گيلاني په هغه وخت کې يوازېنی مشر وو چې د وړانديز مخالفت يې ونه کړ. کله چې هغوی ته پته ولگېده چې له دوی سره واک نشته او نه يې څوک خبرو ته پرېږدي، نو هماغه وو چې بيا له پاکستان سره يې خبروته مخه کړه او هماغه وو چې ضياءالحق له موږ افغان مجاهدينو نه سياسي واک واخېست او زموږ ټوله کورنۍ او بهرنۍ پالېسي يې رانه په خپل لاس کې واخېسته. بيا هماغه جونېجو وو او هماغه روسان وو او هماغه عبدالرحيم هاتف وو چې په ملگرو ملتونو کې او نورو نړيوالو غونډو کې زموږ په سر نماينده گې کوله.

بيا راځم د ډاکټر نجيب الله هڅو ته ولو که هر څوک وو، ولې موږ له هغه سره تر پايه خبرو ته کښېنه ناستو او همدا يو زور مو غږولو چې نه په زور يې نيسو. ايا کوم بهرنی فشار خو به نه وو چې موږ چا له هغه سره خبرو ته نه پرېښوولو، لکه دا نن چې څوک موږ نه پرېږدي؟ کله چې زموږ د مجاهدينو، روسانواو د نجيب د حکومت خبرې په ژنيو کې روانې وې، نو مشر حضرت صاحب صبغت الله مجددي چې هلته تللی وو چې هلته د مجاهدينو نماينده گې وکړي، عبدالرحيم هاتف له ځان سره يوه لويه رسمي دوسيه درلوده چې د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې يې هلته وړاندې کړه او زموږ خواران تش لاسي وو. وړمه ورځ چې په ملگرو ملتونو کې د يوکراين د کړکېچ په سر خبرې کېدې، نو د روسانو استازي د ښاغلي يانکويچ ليکلی ليک نورو همسيالو ته وروښووه چې دا دی هغه له موږه رسمي او ليکلې غوښتنه کړې ده.

په پيل کې خو زموږ شعار دا وو چې : ((جنگ جنگ تا ختم گيلمجم، خو بيا مو له هماغه سره ائتلاف وکړ. د بهرنی فشار په نتېجه کې له هماغه مسعود سره په داسې وخت کې ائتلاف وکړ چې د کابل ښار په کنډوالو بدل شو. مياشت لا پوره نه وه چې له کابله يې ورپسې را په هوا کړ او صدارت مرحوم استاد فريد ته پاته شو او هغه يې هم نور تېری تاب رانه وړ.

کله چې پاکستان د جلال اباد په جنگ کې ماتې وخوړه، نو ولې موږ بيا کودتا ته هڅه وکړه؟ ايا دا کودتا څنگه او د چا په لمسون تر سره شوه؟ ايا دې کودتا موږ ته کومه گټه وکړه؟ ايا دېته گټه وايو چې الوتکې مو وتښتولې او تر ننه يې لا څوک نه راکوي؟ دېته جهاد وايو چې د خپلې اردو ټول اسرار مو نورو ته په لاس کې ورکړل او چې کله ورته تسليم شو، نو تر څو مياشتو پورې يې هلته له همدې حزبه پټ ساتلی نه وو؟ کله يې چې ښه وشپېلولو، نو بيا يې راخوشې کړ. موږ ته خو څوک د خپلې يوې قشلې څه چې د خپلې يوې وړې مدره گوټې اسرار هم نه راکوي. که نجيب پرچمی وو، نو تڼی خلقي وو. له هغه سره مو خبرې نه کولې او د تڼي سره بيا مو پټه کودتا کې برخه اخېسته. ايا دا خواخوږي sympathy خو به د پاکستان د خلکو گوند او د څارگرې ادارې په نتېجه کې نه وه؟

همداسې ورپسې د شمال ټلوالې د جبل السراج ائتلاف [ستميان، ماويستان وشغليان، کارمليان او د نظار شوری] چې کودتا ته خبره ورسېده او ډاکټر نجيب الله پکې له واکه راوپرځېده. د کابل ښار د خپلمنځي داسې خونړيو پېښو ميدان شو چې ان ځينو خو داسې فتواوې هم ورکړې چې ((کابل بايد وسوځول شي))، ((کابل بايد په وينو ولمبول شي))، ((قبلې يې سمې نه دي او دا بايد چې سمې شي))، ځينو خو دا ارمان گور ته له ځان سره يووړ چې د ((کابل په بلخشتي جومات کې د شکرانې لمونځ وکړي)). درست ده چې لمونځ په اسلام کې تر ټولو لوړه فريضه ده، خو په اسلام کې زيات ټينگار د حقوق الله ترڅنگ په حقوق العبادو کې شوی. گوره چې کلام پاک د يو انسان وژنه برابره خبره ده چې هر څوک وي، خو چې په ظلم او ناروا سره ووژل شي د ټولو انسانانو له وژنې سره پرتله شوې او بچونه يې همداسې د ټولو انسانانو له بچونې او ساتنې سره.

د رسنيو پر بنياد خو له پنځوسو تر اويا يا اتياو زرو پورې بېگناه خلک په کابل کې ووژل شول چې ښاغلي انجنير احمدشاه احمدزی تر دوو زرو پورې قايل دی او د حزب اسلامي مشر تر يونيم زرو پورې. ايا د يو انسان وژنه بېموجبه روا ده؟ ايا داسې جهاد چې مفضي الی المعصيت کيږي جايز دی؟ ايا موږ په دې مکلف يو چې په يو او بل نوم يا ډلې او ټپلې په نوم وجنگيږو؟ که په يو او بل نوم او يا يوې او بلې ډلې په نوم جنگيږو، نو دېته بيا څنگه جهاد في سبيل الله او يا د اعلاء کلمة الله نوم ورکړو؟

موږ که خپل ځان په هېنداره کې وگورو، نو زموږ کړه وړه او وينا سره په ټکر کې ده. موږ اسلام د ځان تابع کړی. حال دا چې موږ بايد خپل ځانونه پر اسلامي ارشاداتو برابر کړو. د الله تعالی او د رسول اطاعت پر هر څه باندې مخکې دی. په بله مانا د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم اطاعت لازم دی او د اولی الامر په هغه صورت کې چې هغه پر اسلام ارشاداتو باندې برابر وي، که نه، نو اطاعت يې لازم نه دی. که رښتيا ووايو زموږ جهادي ډلې د جهاد په نوم د نورو د گټو لپاره رامينځته شوي او د همدې لپاره پرې پانگونه شوې چې د هغوی د اهدافو لپاره کار وکړي. بل انتخاب ورته نشته. دوی مجبور ومکلف دي چې وجنگيږي کنه نو له مشکل سره به مخ وي.

راځم دې ټولو ناخوالو ته که بالفرض موږ دې سولې ته په هغه وخت کې غاړه اېښی وای او د وينو توېيدو، د دې دومره خرابيو او برباديو او خپلمنځي جنگونو مخنيوی پرې شوی وای او يا يې اوس کښيږدو او د راتلونکې نورې وينې توېيدو مخنيوی پرې وشي او هم دېته زمينه برابره شي چې دا بهرنيان ووځي او ارامي راشي، نو بدي يې په څه کې ده؟ دا به ډېره ښه و وي چې موږ د نورو لپاره ختمي وجنگيږو ترڅو د هغوی ټولې غوښتنې ومنل شي او ټول هر څه له لاسه ورکړو، نو ايا دېته جهاد ووايو چې خپل مسلم او مشروع حقوق نورو ته ورکړو؟ اسلامي ارشادات خو دا نه ايجابوي.

نور راځم دېته چې هسې بېځايه تکبر ولويي ښه شی نه دی. الله تعالی کبر نه خوښوي.  ته گوره هلته چې دواړه بلقيس وهرقل د اسلام مخالف وو، يو يې نارينه او بله يې ښځينه، خو د خپلې پوهې او تجربې له مخې يې اسلام ته بلنليکونه ناديده ونه گڼل، بلکې ځانونه يې پرې پوه کړل چې بلقيس د الله تعالی له هدايته برخمنه او هرقل ترې برخمن نه شو. اسلام موږ ته د دې تعليم (زده کړه) راکوي چې که څوک بلنه درکړي، نو تاسو يې مه ردوئ او کلام پاک وايی چې ((وان جنحوا للسلم فاجنح لها فتوکل علی الله)) ايا زموږ توکل پر الله تعالی دی او که د گاونډيو پر څارگرو ادارو؟ دا به ناپوهي او لويي وي چې ووايی ((زه يې په زور نيسم. يا به زه يم او يا به نجيب)) او له حده زياته توقع او اعتماد مو د پرديو له استخباراتو نه کوله.

که دا لاندې ويډيو رښتيا وي، نو دا خو بيا د طالب بل تصوير يا بڼه  feature راکوي چې دوی خو د غلا په تړاو د خلکو لاسونه غوڅول او يوه روپۍ چا پټولی نه شوه او دلته په دې ويډيو کې بيا د افغانستان شتمني لوټوي. درست ده چې نجيب الله به کمونېست وو، خو هغې په څه مهارت د افغانستان دا شتمني ساتلې وه چې اووه کونجيانې خپلو اوو لوړپورو چارواکو ته ورکړې وې چې څوک يې په اسانه خيانت کړي. دا طلا دا پيسې خو د ټول افغانستان د ټولوخلکو شتمني وه، نو ولې يې پرې دلته چور وتالان کډ کړی وو؟ که طالب غل نه وي، نو دا غله له کومه شول؟ که بهرنيان ول، نو بيا خو که نجيب پر دې وژل شوی وي، نو بيا خو د شهادت حکم اخلي. که څوک پر خپل مال، عزت او ناموس باندې وژل شي شهيد بلل کيږي. حسن مبارک چې د صدام حسين د اعدام صحنه وليده، نو د شهيد خطاب يې ورته وکړ او د يو عرب په توگه پرې ودردېده. سره له دې چې د هغه په مرگ کې د امريکا پخواني ولسمشر خوښه وه او مالکي ته يې ويلي وو چې تاسو له هغه سره څه کوئ؟ نو هغه ورته وويل چې موږ غواړو چې اعدام يې کړو. نو بُش خپلې دواړه گوتې جگې کړې وې او له هغې وروسته د صدام د اعدام دوسيه باندې کار شروع شو.
ترور وقتل دوکتور نجیب الله توسط شبکه تروریستی آی ایس آی
http://www.youtube.com/watch?v=DoglaPAn91Y

د محکمې له حکم پرته د هېچا وژل  جايز نه دي. کلام پاک کې درې ډوله وژنو ته اشاره شوې. مشکل دا دی چې نن موږ ټول له يوې مخې حکام او قاضيان يو. څه چې مو زړه غواړي هغه کوو. يو ځل چې څوک مړ شو، نور ورسره د چا کار نشته چې زياتی ورسره وکړي. د مړي حرمت به ساتي ولو که هر څوک وي. اگر چې يو تن د مولوي عبدالعزيز په نوم خو ښاغلي سلطان زوی ته په مرکه کې وايی چې ډاکټر نجيب الله ((سور ملا يارانه)) ووژلو، خو دا هم ويل کيږي چې د هغه په مرگ کې کرنيل امام شامل وو چې د خپلو روزل شويو له لورې سر په کڅوړه شو. د خپل ځان د خلاصون په تړاو يې غوښتنه هم کړې وه، خو لکه چې غوښتنه يې نه وه منل شوې.

موږ خو د اسلامي حکومت او د شريعت ډېرې نارې وهو، خو راشئ چې د ايران د اسلامي جمهوريت د اسلامي اخوندانو او د بنگلدېش د اسلامي جمهوريت د سيکولرې مشرې شيخ حسينه د حقوقي وقضايي محکمې پروسه سره مقايسه (پرتله) کړو.

بنگله دېش مرحوم ملا عبدالقادر اعدام کړ چې د رسنيو پر بنسټ د دوه سوو پوهانو په وژنو او تښتونو تورن وو. زه پرې دا تور نه لگوم، بلکې له الله تعالی څخه ورته اوس د بښنې غوښتنه کوم الله تعالی دې پرې ورحميږي.  کله چې هغه يې اعدامولو، نو دا حق يې ورته ورکړ او له اعدام مخکې يې له ټولې کورنۍ سره وروستي ليدل وشول او په پټه اعدام شو. الله تعالی دې يې وبښي.

په دې بله ويډيو کې چې تاند او دعوت دواړو راخېستې او بي بي سي يې هم دلته په انگليستان کې راپور تېر کړ. ما د دغې يوه نۍ (يکشنبه/اتوار) پر ورځ د مارچ دويم له خپل استاد سره هم را ياده کړه، خو هغه له ما مخکې خبر وو او چا ورته زنگ وهلی وو او دا ويډيو يې کتلې وه.

تاسوو گورئ چې هلته په ويډيو کې يو ايرانی ځوان د اعدام تختې ته په زور خېژول کيږي او هغه چېغې وهي چي ((مادرم بيار!)) چې په همدې کشمکش کې يو تن په لغته وهي او له هغې وروسته يې مرگ ته وهي او مرگونی يې پاس رسۍ ته خېژوي، نو دا زموږ د اخوندانو اسلامي شريعت دی. په داسې حال کې چې پر ايران باندې دا نيوکه کيږي چې له چين وروسته دوی ډېرې زياتې اعدامونې کوي او د اعداميانو زياته برخه يې بېلتونپال سُنيان او افغانان جوړوي. دا هم ويل کيږي چې دوی هغه افغانان چې د سوريه او يا د افغانستان جنگ ته نه راځي، نو دغسې برخورد ورسره کيږي. خدای ته به پته وي چې د نوموړي به څه جُرم وو؟ خو ولې کوم سلوک چې ورسره وشو، نو دا اسلامي صبغه نه لري.
ايرانی ځوان د اعدامولو په وخت کې د خپلې مور غوښتنه کوي :
https://www.facebook.com/photo.php?v=634178783320984&set=vb.100001866057521&type=2&theater
http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%DA%AB%DA%89%D9%88%DA%89%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%AA%D9%85%D8%AE%D8%AA%D9%84%D9%81&article=14503

تاسو وگورئ چې ايران د خپلو ملي گټو لپاره له امريکا سره د مجاهدين خلق په ارتباط زموږ د همدې جهادي مشر په سر معامله کړې وه، خو نوموړی ترې الله تعالی وساته او دا ښه شوه چې په دې معامله کې قرباني شوی نه دی. مرکه يې په دعوت کې خپره شوې. کلام پاک د عدالت سپارښتنه کوي برابره خبره ده چې له شرعي محکمې وي او که له بلې هرې محکمې. زموږ عدالت او محاکم د اسلامي ارزښتونو سره هېڅ اړخ نه لگوي. درست ده چې په افغانستان کې سخته تباهي وشوه. تر يونيم مليون پورې خلک شهيدان شول. د هالينډ محکمې خو په دې وروستيو کې د پينځه زره نورو بنديانو لېست نشر کړ چې زياتره په يو او بل نوم وژل شوي دي. الله دې ټولو ورثه وو ته د زړه صبر ورکړي او هغوی دې الله تعالی وبښي.

نجيب محفوظ : نوبل جايزه
أحمد زويل يفوز بجائزة نوبل تلاقي الإعلام طالع قايل (أحنا الفراعنة نستحق جميع جوايز نوبل في العالم لأننا أسياد العالم القديم و أحنا اللي قدمنا للعالم علم كبير جداً) ... ماشي يا عم الفرعون
نجيب محفوظ يكسب جائزة نوبل يبقي نجيب محفوظ بقي حفيد الفراعنة اللي كانوا أول الشعوب اللي دونت حضارتها و كتبت علي جدران المعابد حضارة لم يكتشف العالم الكثير منها حتي الأن ...!!!
أنا بقولها بأعلي صوتي ... (أنا مصري ... أنا مش فرعوني )
http://sacandary.blogspot.co.uk/2010_01_01_archive.html

نجيب محفوظ د نوبل جايزې په وخت کې په لوړ اواز وويل چې ((أنا مصري ... أنا مش فرعوني)). پر دې يې وياړ کاوه. فرعون هم له محکمې پرته يې څوک نه وژل. کلام پاک خو د هغه ټوله کيسه راخېستې او بيان کړې ده. د موسی عليه السلام د مخنيوۍ لپاره يې اويا زره ماشومان وژلي وو.

نتېجه :
د مخکې څلورو شرايطو په رڼا کې به جهاد څه نا څه درست وي، خو د نيمگړتيا يا د نه مراعات په صورت کې احتياط په کار دی. همدا اوس د کندز د اشرف المدارس او د ننگرهار د مدارسو حال چې په رسنيو خپور شوی د تشويش وړ دی. د رسنيو پر بنسټ خو ۴۱ تنه طالبان د ننگرهار له مدرسو ورک شوي چې دا دی اوس پکې د دوو تنو قاضي صاحبانو زامن هم وړل شوي دي او خدای خبر چې په څه کې به کاريږي؟ هېښنده لا دا ده چې دوی د دولت تنخوا هم خوري او د دې باوجود بيا د دولت پر ضد کړنې هم کوي، نو شريعت د داسې کړنو اجازه چا ته نه ورکوي او نه دېته جهاد ويلي شي.

په درنښت

د يو هوسا وسوکاله، سرلوړي او پرتمين افغانستان په هيله