ګلوباليزيشن د تاريخ جبر دی ؟ ـ (لومــــړۍ برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5891
.خ رښتيا
دخبریدو نیټه : 2006-02-25

 .خ رښتيا
نن ورځ دنړي په ډيرو پوهنتونونو، د ټولنپوهنې په موسسو، د نړيوالېی سوداګرۍ په ادارو اود آزادبازار د طرحې د څيړنې په علمي کړيو کې د ګلوباليزپشن موضوع ډيره توده طرحه او څيړل کيږي او د ورځې د دغه مهمې موضوع په هکله د نړۍ په ډيرو ژبو خورا زياتې ليکنې شوې او کيږي. دا دی په دې ليکنه کې به هم د ورځې د دغه مهمې موضوع په هکله لنډ معلومات وړاندې شي. په دې ليکنه کې به لمړی د ګلوتباليزيشن تعريف ورپسي به د ګلوباليزيشن تاريخي بڼه او ساحات بيا به د ګلوباليزيشن په هکله نظريات دګلوباليزيش ښه اوبداړخونه او په اخرکي به د ګلوباليزيشن په دوران کې د افغانستان حالت ته لنډه کتنه وشي. بايد زياته کړو چې تر اوسه د ګلوباليزيشن ټولو ته منل شوی تعريف نشته او موږ دلته يواځې د کم شمير ليکوالانو او پوهانو تعريفونه را اخلو.
د ګلوباليزيشن د څيړنې مينه وال مالکوم واترز په عقيده د ګلوباليزيشن کلمه د ١٩٦٠ کال راوروسته د تجارت په برخه کې رامنځ ته شوې ده واترز ګلوباليزيشن داسې ټولييزه پديده بولي چې په هغې کې فرهنګي او د ټوليز ژوند په اړوند نور بنديزونه کوم چې د جغرافيائي پولو له کبله د انسانانو تر منځ رامنځ ته شوي دي له مينځه ځي.
انتوني ګيدز د ټولې نړۍ د خلکو تر منځ اجتماعي او اقتصادي اړيکو غزولواو ټينګولو ته ګلوباليزيشن وائي. د ګيدز په عقيده په دې توګه داسې يو نړيوال نظام رامنځ ته کيږي چې په هغې کې په زرهاوو کيلو متره يو د بل څخه لرې پرتو انسانانو د ژوند مختلف اړخونه يو پر بل اثر ښندي.
د يو بل تعريف په اساس د ټولنو تر منځ د ارتباط په اړوند د زمان او مکان لنډيدو او په خپله خوښه په يوه نړيواله ټولنه ورګډيدوته ګلوباليزيشن وائي. او په دې هکله لاندې شرايط لازم ګڼل کيږي:
- د تګ راتګ او د مالونو د وړو راوړو لګښت ارزانه کول
- د هيوادونو تر منځ د سياسي پولو او بنديزونو لرې کول.
- د ټولنو بنسټيز (زيربنا) او مخيز (روبنا) جوړښت يو شان کول
همدا ډول د آسيا د څو مليتي کنسرن رئيس راون بوري د ګلوباليزيشن مفهوم داسې بيانوي:
((زما په نظر د ګلوبلايزشن مفهوم دا دی چې زموږ د پانګې شرکتونه هر وخت چې هر چيرې وغواړي پانګه په کار واچوي، هر څه چې وغواړي جوړ او هر چيرې چې وغواړي خرڅ ئې کړي. هر شی چې وغواړي راونيسي او خرڅ ئې کړي . د هر چا سره چې وغواړي معامله وکړي او په دې هکله ځائي حکومتونه اسانتياوې ورته برابرې او قانوني بنديزونه ئې د لاري څخه ليرې کړي. کاري او ټولنيز قوانين داسې وضع کړي چې زموږ د شرکتو په نفع وي)).
د ګلوباليزيشن په هکله د يو زيات شمير ليکنو له مخې ګلوباليزيشن کيدای شي داسې هم تعريف شي:
د نړۍ د ملکونو د ملي حکومتونو څخه په لوړه کچه د نړۍ د اولسونو تر منځ د داسې يو نظام رامنځ ته کول په کوم کې چې د ټولنې نړۍ د خلکو اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي او د ټولنيز ژوند اړوند ټولې اړيکې د يو ځانګړي قانون له مخې تنظيبم شي. د دغسې نړيوال سيستم رامنځ ته کولو ته ګلوباليزيشن وائي.
که څه هم د ګلوباليزيشن کلمه په دې وروستيو کلو کې د غربي ملکونو په ادبياتو کې راڅرګنده شوي ده خو که د بعضې ليکوالانو د تعبير په اساس ګلوباليزيشن د يو زبر ځواک د قوماندې لاندې د ټولې نړۍ اداره کول وي نو بيا ويلای شو چې دغسې هڅې او احساس د ډير پخوا راهيسې په انسانانو کې موجود وو او نن هم شته .
مثلاً د دغسې نړيوالې کونې مثالونه د ٣٠٠٠ کالو څخه د مخه د مقدوني سکندر او د مصر د فدعونيانو په دور کې هم ليدل کيږي. دغه زبر ځواکونو کوشش کاوه چې په ټوله نړۍ حکومت وکړي خو د هغه وخت د ساينس او تکنالوژۍ په توان کې د ټولې نړۍ دومره کوچنۍ کول او په دومره چټکتيا سره د نړۍ د يو ګوډ څخه د بل ګوډ اداره کول ممکن نه وو نو ځکه هغوي و نه کړای شول چې ټوله نړۍ د خپلو امپراطور يو په جال کې راښکيل کړي. همدا شان د مختلفو اديانو پيروانو کوشش کړی دی چې خپل دين په ټوله نړۍ کې خپور کړي او واحد نړيوال کلتور په اړيکه واحد نړيوال نظام رامنځ ته کړي.
رابرتسون د نړيوال کيدنې بهير په څو پړاونو کې په لاندې ډول ښيي.
١ – د ١٦ څخه د ١٨ پيړۍ په اروپا کې داسې پيښې چې نړيوال ارزښت لري لکه د ملي ټولنو اونوي جغرافيه جوړيدل د ګريګوري د جتري او (( لمرد جهان محور)) نظرئې را منځ ته کيدل.
په دې پړاو کې د نړيوال کيدنې زنې منځ ته راځي.
٢ – د ١٨ پيړۍ څخه تر ١٨٧٠ پورې په اروپا کې د يو واحد دولت د جوړيدو نظر يه ، د فرد او دولت د متقابلو اړيکو د څرنګوالي مسايل او نړيوالو معيارونو طرحه رامنځ ته کيږي.
٣ – د ١٩٢٠ – ١٧٧٠ کلو په دوران کې په نړۍ کې د بشريت واحد مفهوم او د مهاجرت په هکله د نړيوالو بنديزونو رسمي کيدل، د بشر د يووالي نړيوال غورځنګونو، نړيوالو سپورتي سياليو (لکه د المپيک ) نړيوالو جايزو (لکه د نوبل جايزه ) رواجيدل او د لومړۍ نويوالې جګړې پيښيدل د دغه پړاو په نړيوالو مهمو پيښو کې راځي.
٤ – د ١٩٢٠ – ١٩٦٠ کلو په دوران کې د دويم نړيوال جنګ پيښيدل او د جنګ د ختميدو وروسته د نړيوالو شخړو او هم نړيوالو ښيګڼو د سمبالولو په غر ض د ملګرو ملتو د نړيوال سازمان او دغه سازمان اړوند نړيوالې موسسې او نړيوال قوانين رامنځ ته شول. په دې دوران کې سوسيالستي کمپ او په څنګ کې ئې د چين اولسي جمهوريت منځ ته راغلل په ټوله نړۍ کې ملي آزادې بښونکو غورځنګونو قوت وموند ډير شمير ښکيل شويو هيوادونو د ښکيلاک ځنځيرونه مات کړل او آزاد شول دا وخت نړۍ په دوه متضادو بلاکونو (سوسيالستي کمپ او د پانګوالو په مشرۍ د سوسياليزم ضد کمپ) وپشل شوې وه.
٥ – د ١٩٦٠ کال راورسته فضا ته د انسان سفر او بيا د سپوزمۍ پر مخ د انسان کوزيدل د ساړه جنګ حتميدل او د امريکا په مشرۍ د ليبرال د موکراسۍ د نړيوال کيدو پر ضد د اسلامي بنسټ پاله غورځنګونو رامنځ ته کيدل هغه نړيوالې پيښې دي چې بعضي همدا اوس په توديدو دي.
بعضي ټولنپوهان د کالونياليزم دوران هم د ګلوباليزيشن د تکامل په پړاونو کي شميري. په دې دوران کې د پانګوالي نظام يو شمير ښکيلاک ګرو هيوادو د آسيا او افريقا خلکو ته د فرهنګ د ورزده کولو تر شعار لاندې د دغه ملکونو خلک په زور ښکيل او د ډيرې مودې دپاره ئې وزبيښل، د خپلو فابريکو دپاره ئې د کار قوه او اومه مواد په ډيره کمه بيه راونيول او په دغه ملکونو کې ئې د خپلو مالونو د خرڅلاو بازارونه ګرم وساتل. دا چې د ښکيلاک او زبيښاک دغه بڼه ډيره بربنډه ظالمانه وه نو د کارګري او دهقاني غورځنګونو د توديدو او دسوسيالستي انقلابونو د رامنځ ته کيدو سره دغه دوره هم ژر ختم شوه. د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد په مشرۍ سوسيالستي کمپ او د امريکا اپه مشرۍ پانګوالي کمپ د ساړه جنګ ميدان ته راووتل. د ناتو او وارسا جنګي تکشيلات او د دواړو پکتونو د وسلو سيالۍ او هم د دواړو بلاکو يو د بل ضد پروپاګندې د دغه دوران مهمه مٍشخصه وه. په دې دوران کې دواړو بلاکونو د خپلو سستمونو د نړيوال کولو هڅې پيل او په ټوله نړۍ کې ئې يو د بل پر ضد تبليغات شروع کړل.
شوروي اتحاد د خپل موجوديت په لومړيو کلو کې د نړۍ د کارګري غورځنګو څحه د دفاع او د ښکيلاک او زبيښاک ضد آواز اوچتولو له برکته د نړيوالو سازمانونو او د ملګرو ملتو په غونډو کې په خپلو رقيبانو بريالی ښکاريده. خو د برژنف په مشرۍ د هنګري او چکوسلواکيه پر ضد پوځي اقدام ئې نړيوال په شک واچول، چين سره ايديالوژيکي مخالفت ئې په کارګري غورځنګونو کې ژور بيلتون راوست او کله چې ئې د سوسيال امپرياليزم په رول کې پر افغانستان تيری وکړ نو د روسي د امپراطورۍ د ړنګيدو سند ئې په خپل لاس امضاً کړ.
د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د سياسي بيرو د يو شمير غړو په امر په افغانستان باندې د يرغل د ورځې راهيسې د نړۍ د کارګري غورځنګونو پرمختګ په ټپه ددريد، د کارګري طبقې ايديالوژي بې ا عتباره شوه، د وروسته پاتې ملکونو کمونيستې ګوندونه د شوروي د چاسوسانو په نامه وټکول شول او بالخره په ١٩٩٠ کال کې شوروي اتحاد عملاً رنګ او په دې توګه د امريکا منحده ايالات د لبرال دموکراسۍ د شعار سره د ګلوباليزيشن په ميدان کې يوازې پاتې شو.
د ساړه جنک او خاصتاً د روس پر ضد افغانانو د جهاد په وخت کې پانګوالی نړۍ او ټولو اسلامي ملکونو د افغانانو د برحق جهاد ملاتړ وکړ. دا وخت د روس ماتې د ټولو خواوو شريک هدف وو، خو د افغانستان د راتلونکې په هکله د بهرنيانو نيتونه د ورايه بد ښکاريدل. د بهرنيانو د لاس وهنې له کلفته روس ضد قوتونه په پاکستان کي په اوه او په ايران کې په اته ډلو وويشل شول. په افغانانو کې د کمونيزم ضد پروپاګندې د دموکراسۍ او تمدن ضد پروپاګندو باندې بدلې شوې. اسلامي بنسټ پالنه موډ شوه. ترور په افغانستان کې رواج او د ترورستانو روزل د افغانستان په خاوره کې پيل شول. په افغانستان کي د شوروي ماتې اسلامي ډلې په ځان باوري کړې چې دوئ کولای شي د نړيوا ل ځواک په توګه رامنځ ته شي چې دې وضعې د روس ضد اسلامي بنسټ پاله غورځنګونه په نړۍ کې د اسلامي انقلابونو تازه کولو ته وهڅول. د غه غورځنګونه چې د ساړه جنګ په دوران کې د امريکا په مشرۍ د غربي نړۍ سره يو ځای د شوروي اتحاد پر ضد په شريک سنګر کې ولاړ وو د يو شمير ټولنپوهانو په آند اوس د دغه پخوانو انډيوالانو دوستي په دشمنيۍ بدله شوې خو بعضې نور سياست پوهان دغې پيښې ته د شک په سترګه ګوري.
نور بیا: