:
کله کله په افغانستان کې ډير خلک په عجايبو سر شي، ډير داسې خلک به مو ليدلي وي چې له لرې به ډير ښه درته ښکاري، خو چې نيږدې ورشې زړه ور وړې بيا دومره ښکلی نه وي، هغه تلوسه چې د يو کس په زړه کې وي له منځه ولاړه شي، هيلې په ناهيلۍ بدلې شي، خو بيا پيښماني او بيزاري ګټه هم نه کوي، ځکه هغه چې موږ ته پنډيټ ښکاري هم دې ټول منلي، له ما او تا د زينې په ډول ګټه پورته کړي وی او دې ځای ته يي ځان رسولی وي، خو وروسته بيا يوازې ځان مني او بس.
که چيرې د شته يو موټي افغانستان قومي، ژبني، سمتي او حزبي جوړښتونو ته وګورو په کړو وړو، خويونو او دودونو کې ځينې تغيرات شته دي ، خو د وطن ، ننګ، غيرت او دښمن پر ضد د دریدلو ناره ، دردونه، ستونزې او کړاوونه له ختيځه تر لويديځ او له سويلي تر شمال پورې په يو ډول دي، تل د يوې سيمې درد بلې سيمې ته او د يوې سيمې ښې ګڼه بلې سيمې ته رسيدلې.
ډير وارې افغانانو د تاريخ په تيرو پړاونو کې يي تورې د سيمو، سمتونو او حزبي جوړښتونو پر بنسټ نه دي وهلي، بلکه ددې ملت هر وګړي چې د هر قوم دی له خپل وس سره سمه يي منډې کړې او کوښښ يي کړی دی څو له يو بل څخه وړاندې وي، دا چې يو په پښو کې تيز دی، ژر ټاکل شوي هدف ته رسيدلی دی او بل تدريجي ور رسيدلی دی دا بيله خبره ده، خو منډه يو ځای پيل شوې او ټول يادې موخې ته په وخت سره رسيدلي دي.
خو نن سبا او په تيره يوه لسیزه کې بیا داسې نه ده، افغانستان په لومړي ځل له داسې تجربو سره مخ شو چې تر وړاندې يي کله هم داسې تجربې نه وې کړې، لومړۍ تجربه زموږ دا وه چې يو وار بيا مو په خپله خاوره کې غربي ښکيلاک وليده، غرب چې هرڅه کول، هغه يي وکړل او نن يي هم کوي، بله تجربه هم دا وه چې لسګونو هيوادونو دلته په بيلابیلو برخو کې خپل موجوديت وښود، بله تجربه هم دا وه چې ټاکنې وشوې، ټکنالوژي وده وکړه، ښونه او روزنه د هيواد ګوټ ګوټ ته ورسيده، ډيرو سیمو ته چې اډو لارې نه وې لويي لارې ور پخې شوې، خو د دې مثبتو ګامونو ترڅنګ مو ځينې شته ارزښتونه هم له لاسه ورکړل.
په دې ارزښتونو کې هغه څه چې ډير ستر زيان يي وليد ملي يو والی و، ملي يو والی د بهرنيانو لخوا نه بلکه په افغانستان کې د شته افغانانو په لاس خراب شو، او ياد خرابکاري داسې نه و چې دوی پخواني ټوپکمار پاتې شوي و، بلکه داسې خلک و، چې له هيواد څخه تښتيدلي و، يا يو ډول چيرې آرام ناست و، په ايران، پاکستان، اروپا او امريکې کې يي زده کړې وې او د ۲۰۰۱ کال په ترڅ کې يي هيواد ته پښې را اوږدې کړې او دلته په بيلابیلو ادارو کې پاتې شول.
دې لوستو کسانو په خپل وار سره په ډيرو برخو کې قومي تعصب ته لمن و وهله، قومي تعصب دومره ډير شو، چې اوس وړوکی ماشوم هم اول د دې په لټه کې وي چې زه په قوم څوک يم، او په شته اداره کې زموږ مشر څوک دی، دوی ځکه دا پوښتنې کوي چې دې لوستي پوړ راتلونکی نسل او هغه چې په تيرو دولسو کلونو کې لوستي شوي دي تر خپل اغيز لاندې راوستل، نورو قومونو يو څه ګذاره وکړه لږ تر لږه تر يو نوم لاندې سره را ټول شول، خو په پښتنو کې چې د افغانستان اکثريت ، د دې هيواد د ملا د تير او مشر ورور حيثيت لري، ياده ستونزه د هرې ورځې په تيريدو سره پراخه شوه.
په پښتنو کې په لومړي سر کې ستره ستونزه لوی کندهار، لويه پکتيا، لوی ننګرهار او............ ، دا ستونزه کرار کرار په يادو سيمو کې په خيلونو پسې ولاړه، دراني، غلجيي، پوپلزي، احمدزي، ستانکزي............ نن چې هيواد په ډير حساس پړاو کې دی دې خبرو پکې خپل کار کړی دی، په ټولنيزو پاڼو، عامو مجلسونو کې ډير لوستي ځوانان کوښښ کوي ځانونو ته قومي ادرس ورکړي، د هيواد تر خيره د خپل قوم مطرح کيدو او ځاني سکون ته لومړيتوب ورکوي، او د دوی خيال دا دی چې په دې کار سره به وکولای شي څوخپل موخې ته ورسيږي.
په ټولنيزو پاڼو کې زه ډير داسې ځوانان چې ان په پوهنتونونو کې استادان شوي دي، او يو ډول ځان په پښتو او پښتنو په ډيرو برخو کې حقدار بولي، نن په داسې يوه خره سپاره شوي دی چې تر ډيره يوازې د خپل قومي ادرس په خاطر د داسې يو چا ننګه کوي چې هغه اډو په پښتو نه پوهيږي او پښتو ته يي يوه زره کار هم نه دی کړی، خو دا خرځيلي لوستي تر هغو چې نالوستي دي په هيڅ نه پوهيږي ډير خطرناک دي، ځکه د دوی دا کار کولای شي، زموږ تير وياړونه هم تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه تير وياړونه، او تيرې ستونزې يو ډول په ملت پورې اړوندې شوي دي، هغه چې دې هیواد ته يي تورې وهلي دي هيواد يي ساتلی دی، ټول پرې وياړ کوي، خو داسې هم شته چې هيواد يي خرڅ کړی دی، نن هم په همدې خرځيلو کې داسې کسان شته دي چې هيواد تباه کوي، په خپلو سيمو کې د نورو قومونو مخور وژني او د نورو د سکون او پرمختګ مخه نيسي، که چيرې په قوميت پسې ولاړ شو، بيا به موږ تير تاريخ هم له لاسه ورکړی وي، هرڅوک د يو چا د ننګې حق لري، خو ننګه بايد د هغه وشي، چې هغه په ننګ، غيرت، پښتون ولي، افغانيت، اسلاميت ، شته دودونو، ارزښتونو، وياړونو او ..... باندې باور ولري.
ډيرې هڅې وشوې، چې په لومړي سر کې بايد دا د لوی نوم وروسته د خيلونو نوم له پښتون څخه لرې شي، او دوی هم د ملت داعيي ته را وګرځول شي، خو ونشوه او ياده خبره تر هغه وروسته لا پسې خطرناکه شوه، چې په کابل، ولايتونو او ډيرو سيمو کې د احمدزيو، توتاخيلو، ستانکزيو، اڅکزيو، يوسفزيو، مومندو، درانيو او....... د شوراوو لوحې پورته شوې، اول پکې له کليو را تښتيدلي او يو ډول په سيمه ايز ډول رټل شوي مشران را ټول شول او وروسته يي واګي په قومي تعصب ککړو ځوانانو ته وسپارل شو.
په دې شوراوو کې بیا هم لوستي ځوانان تر نالوستو قومي مشرانو خورا ډير دي ، که ورسره چيرې بحث کوې بيا يي دليل دا وي چې زه بايد اول ځان جوړ کړم، وروسته خپله ولسوالۍ، ولايت، بيا نورې سيمې او نور ولايتونه، دا خو ځکه ورسره ومنو چې سمون بايد له ځانه پيل شي، خو تر قومي ادرس لاندې نه، ځکه که چيرې د دوی کار ښه پايله ورکوي، د دوی شته مجربه نسخه په بل قوم کې هو به هو نشي پلي کيدای، ځکه قومي حساسيتونه دومره ډير دي چې يو قوم د بل قوم ښه خبره هم نه مني.
ډير وارې ډيرو ملګرو د يادو شوراوو مشرانو، غړو او نورو هغو ته چې په قومونو، خيلونو، سيمو او قومي ادرسونو مين دي، مشورې ورکړې، چې راشۍ، يادې مسلې ته د سیمې، کلي، ولايت يا ولسوالۍ نوم ورکړۍ، ځکه ددې کار ښه والی په دې کې دی،چې يو به ستاسو کارونو ته خنډونه کم وي، بل هغه قومي نفرت چې ستاسو په مقابل کې شته، هغه به يو څه را کم شوی وي، او که مو کار ښه پايله ولرله نو د نورو د سمون لپاره به هم ترې کار واخلو،بله خبره به دا وي چې موږ به په ډيرو قومونو کې په ملي جامه سمبال ډير ځوانان روزلي وي او بيا به په ادارو، چارو ، پروژو، سمون او ښه والي کې هرڅوک خپل ته ډيره موکه نه ورکوي، بلکه هرڅوک به ترې خپله برخه کوي، او حق به حقدار ته رسيږي.
شته قومي جوړښتونه، ولایتونو او سيمو ته باید يوازې د کور د ادرس ارزښت ورکول شي، ځکه هغه چې په پکتيا، ننګرهار، کندهار يا لوګر او هلمند کې ژوند کوي، ولايت بايد وروته دومره مهم وي چې د خپل کورلاره ترې ورکه نشي او چيرې له ننګرهاره، کندهار ته ولاړ نشي، کنه نور خو هرڅه په اسلام کې لکه لمر روښانه دي(( ان اکرمکم عندالله اتقاکم)).
خو زموږ دا لوستي ځوانان هم د نالوستو په څير په دوديز او له پلاره په ور پاتې اسلام باور لري، ځکه برنی ايت چې الهي کلام دی، ټول پرې ښه پوهيږي، خو کوښښ کوي ځانونه تير کړي، همدارنګه که چيرې دوی رښتيا د خپل ولس له غمه مړه وي ښه به چې موږ د غزني، مقر، لوګر، کندهار، ميوند، پنجوايي، سره رود،يا هم د کوز کلي، برکلي، ملا کلي، بابا کلي او يا نورو په نوم سره ځوانان منسجم کړو.
د دې کار ګټې خورا ډيرې دي، خو تر ټولو ستره ګټه يي داده چې زموږ شته ځوانان چې لا مشرتوب نه دی ور په غاړه شوی، له دغه ځايه ملي فکر زده کوي، د هيواد په هر ګوټ کې زموږ د شورا تر اغيز لاندې ځوان کار کوي يوازې او يوازې د هيواد جوړونې غم به ورسره وي او کوښښ نکوي چې په يادو سيمو کې هم پوښتنه وکړي، چې دلته کوم قومونه دي.
نو په پای کې زما وړانديز هغو ته چې په قومي، سمتي، مذهبي ادرسونو مين دي، دا دی چې نور راشۍ، تر دې ډير نفرتونو ته لمن مه وهۍ، د دې نفرتونو ډيرې را وتونکې اوبو د دښمن ژرندې ته ور توييږي، که يو قوم د سمون لوري ته حرکت کوي په څنګ کې بل يي د دښمن د شومې موخې ښکار کيږي او بيا ستاسو په مقابل کې درول کيږي او يو ورور په بل وژل کيږي.
پښتانه به هغه وخت د آرام او سکون ساه وباسي، چې دوی له قومي خرځيلۍ تير او ملت ته لومړيتوب ورکړي، نن چې ډير کم خلک پوه شوي دي او قومي ادرسونه نه مني، سبا به ټول پوه وي، خو همدا قومي خرځيلي به زموږ په منځ کې هيڅ ډول ځان ونلري،خو زما په دوی هم نه لوريږي، ځکه دوی هم زموږ وينه او زموږ بچيان دي،راشۍ د سمون،يو والي، يو بل منلو، او ملت کيدو پر لور.
څو دې وس رسي په ستر درياب کې ګرځه
په وياله کې دې زوال وينم نهنګه
پای