روایت دی چی د حضرت عمر (رض) د امارت پر مهال یو سړی پر یوه داسي ښځه میَن سو چي مېړه ئې درلود.
دغه سړي به تل دغي ښکلي ښځي ته پیغام لیږی او ورته ویل به ئې چي درباندي عاشق یم. ښځي به ورته ویل چي له خدایه وبېرېږه او زه مېړه لرم. خو سړی نه پر شا کېدی او ورپسي لېونی وو.
ښځه چي ډېره متقي او نېک عمله وه، یوه ورځ دغه سړي ته خبر ورکړ چي چمتو یم چي تا مېړه کړم او خپل مېړه ایله کړم، خو یو شرط لرم او هغه که وکړې نو زه ستا مېرمن کېږم.
سړي ورته وویل چي هر ډول شرط ته تیار یم. ښځي ورته وویل چي شرط ډېر اسانه دئ او هغه دا چي پوره څلویښت ورځي به پنځه وخته لمونځونه په امیرالمؤمنین پسي په جماعت ادا کوې او د لومړني تکبیر پر مهال به هلته حاضر یې. پسله څلوېښتو ورځو راسه او خپله مینه اظهاره کړه او زه به هم خپل مېړه ایله کړم او تا به وکړم. سړي ورته وویل چي دا خو په رښتیا هم ډېر آسانه شرط دئ او سر له همدې ننه به ئې پیل او عملي کړم.
سړي به هره ورځ پنځه وخته په مسجد کی په حضرت عمر (رض) پسي د جماعت لمونځ ادا کاوه څو چي څلوېښت ورځي پوره سوې او هماغي ښځي ته ئې خبر ورکړ چي ما اوس اصلي او حقیقی معشوق پیدا کړ او نور ستا میني او محبت ته اړتیا نه لرم چي مطلب ئې په لمانځه کي د خشوع او خضوع په لیدو سره خدای ته لاره پیدا کول وو.
په دې ډول هغه ښځه د دغه مزاحمت څخه بېغمه او د دې سړي د اصلاح سبب سوه.
منبع : د لیکوال اثر : ( د پند او عبرت قصې ـ لومړی جلد ؛ ۲۰۱۰ ) ؛ ۹۸ مخ