خ . رښتیا
د يو شمير پوهانو له نظر ګلوباليزيشن پروسه يعنې د تاريخ جبر دی خو بعضې نور پوهان ګلوباليزيشن پروژه او د زبر ځواکونو په اراده د نړۍ د تغير هڅه بولي. که د بشري ټولنو د تکامل تاريخي پړاوونه په پام کې ونيول شيي نو بيا ښه به دا وي چې دغې پوښتنې ته هر سړی په خپله جواب غوره کړي.
داسې معلړميږي چې لومړنې انسانان په شمير ډير کم او د ځمکې پر مخ تيت او خپاره وو.
د متقابلو ګټو او مرستو مفهوم يوازې د جدا جدا کورنيو په چاپيريال کې موجود و هره کورنۍ مجبوره وه چې د خپل ژوند د اړتيا توکي په خپله پوره کړي. د تاريخ په دغه پړاو کې ښکار د هرې کورنۍ ضرورت و. ښکار کول د لندۍ، غشو، تبرګيو، چاقو ګانو او د څرمنو څخه د جامو او نورو شيانو جوړول د هغه وخت د غوره مهارتونو څخه حسابيدل بيا وروسته کرهنه او ورسره ترګاڼي او پښ ګري کسبونه راپيدا شول. په لومړيو انسانانو کې مهارتونه لاس په لاس او تاريخي واقعتتونه د قصو په ډول د نيکونو څخه لمسو ته سپارل کيدل. د زمانې په تيريدو مهارتونه پاخه او زياتيدل او د ا نسانانو د فطري استعدادونو او علاقمنديو د تفاوت په وجه مختلف کشبونه او مصروفيتونه او ورپسې ماهر کسبکر راپيدا شول. که د يوې خوا د ماهرو کسبګرو د کار حاصل د دوئ د کورنيو د ضرورت څخه زيات شول د بلې خوا دغه کسبګر د نورو کسبونو څخه پس پاتې شول اود خپلو کورنيو د ژوند د نورو ضرورتونو د پوره کولو دپاره د نورو کسبګرو د کار حاصل ته محتاج شول. چې په دې توګه د کورنيو تر منځ د مالونو د راکړې ورکړې دود او د راکړې ورکړې بازار (تجارت) او د ټولنيز ژوند بنسټيز اصول رامنځ ته شول . د تولنو تر منځ د تګ راتګ او د سفرونو په ترڅ کې تجارت وغوړيد د هيوادو د خلکو د ژوند د څرنګوالي او مهارتونو په هکله د معلوماتو راکړې ورکړې امکان ورځ په ورځ زيات شو. او په دې وروستيو کلو کې د ساينس او تکنالوژۍ د چټکې ودې له کبله ، ترانسپورتي ، مخابراتي ، اطلاعاتي او د انسان د ضرورت وسايل خوا زيات عصري شول. هغه لار چې اوښ به په څو کالو کې وهله نن ئې الوتکه په څو ساعتو کې وهي او هغه خبر چې ډاکي به په څو مياشتو کې د يو وطن څخه بل وطن ته وړلو نن د تيلفون په واسطه په څو دقيقو کې د يو وطن څخه بل وطن ته رسيږي. يعنې بشري ټولني د مکان او زمان له پلوه سره نژدې کيږي.. په غرب کې جوړ شوي کالي د شرق خلک اغوندي ، په جنوب کې روزل شوي ميوې د شمال خلک خوري، په شرق کې د چرګانو او انسانانو ټغې د غرب چرګانو او انسانانوته او په غرب کې د ليونيو مالونو مرض د شرق مالونوته او همدا ډول هر ساري مرض په ډيره چټکی د د نيا د يو ګوډ څخه بل ګوډ ته رسيږي . د صنعتي ملکونو د فابريکو د کاربن دای اکسايد له له کلفته د ټولې نړۍ هوا ګرميږي او په دې توګه د نړۍ د خلکو نيکمرغي او بد مرغي په چټکۍ يو بر بل اثر کوي . د زلزلو او طوفانونو څخه زيانمن شويو خلکو سره نړيوال په ګډه مرسته کوي، د بيسوادي ، ساري ناروغيو ، او فقر سره ټول خلک په ګډده مبارزه کوي. لکه چې ښکاري ګلوباليزيشن د بشري ټولنو په دې اړخونو کې تر اوسه د کومو خاصو مشکلاتو سره ندي مخامخ شوي دا ځکه چې د هيوادونو تر منځ د تګ راتګ او راکړې ورکړې مناسبات تر اوسه د دغه خلکو متقابلو ګټو په اساس او د هغوئ په اختيار او خوښه تر سره کيږي. ګټونکي او بايلونکي پکې دومره بربنډ نه ښکاري . ټوليپوهان د بشري ټولنو د ژوند د دې اړخونو د ګلوباليزيشن په هکله دومره ليکنې نه کوي او اکثره ئې د اقتصاد، فرهنګ او سياست د ګلوباليزيشن په هکله د جنجال ډکې خپرونې او نظريات وړاندې کوي.
د اقتصاد ګلوباليزيشن: اقتصاد د ټولنيز ژوند د ارزښتونو بنسټ جوړوي. په نړۍ کې د ټولنو او په ټولنو کې د خلکو د اقتصادي اړيکو څرنګوالی په هغه ټولنو کې د عدالت ، انصاف، دوستۍ او دشمنۍ اړيکې ټاکي. جنګونه او شخړې د اقتصادي مسايلو په سر رامنځ ته کيږي او په جنګ کې لری او بريی هم تر ډيره حده د اقتصاد په ښه والي او خرابوالي پورې اړه لري . د ساينس او تکنالوژۍ وده په ډير لګښت تر سره کيږي او پر مخ تللي ساينس او تکنالوژۍ د اقتصاد د چټکی ودې ته لار پرانيزي . همدا ډول د ساينس او تکنالوژۍ د پر مختګ او د اقتصاد د لوړوالي کچه د زبر ځواکۍ د ماشين د قوت اندازه ټاکي. جورج سوروس امريکائي ټولنپوه د نن ورځې يواځينی زبر ځواک د امريکا متحده ايالاتو د اقتصادي قدرت او نړيوال چلند په هکله ليکي:
د امريکا د متحده ايالاتو اقتصادي توان د نړۍ د ټولو ملکونو د اقتصاد په پرتله زيات دی او په دې برخه کې هيڅوک د امريکا سره سيالي نه شي کولای. همدا ډول د امريکا پوځي لګښت د ټولې نړۍ د پوځي لګښت ٣٧٪ دی. نو د نړۍ يو ملک هم د امريکا سره د پوځې مقابلې توان نه لري، خو جورج سوروس د نړيوال تروريزم او د امريکا د مقابلې په هکله ليکي چې تروريزم يو ايديال دشمن دی او په سترګو نه ليدل کيږي نو ځکه د هغه ورکول هم کيدای شي په سترګو ونه وينو. جورج سوروس وائي چې تر څو لسزو پورې په نړۍ کې هيڅوک د امريکا هژموني (زبرځواکي) ته ګواښ نه شي کيدای. خو هره هژموني چې د نورو غوښتنې په پام کې و نه نيسي پر ځای نه شي پاتې کيدای . دا ځکه نور د دغه هژموني پر ضد کيدای چې لاسونه سره ورکړي. دغه ليکوال ليکي چې نن ورځ هر څه چې امريکا په نړۍ کې غواړي نه ئې شي کولای خو هغه څه چې امريکا ئې نه غواړي نه شي تر سره کيدای. جورج سوروس يادونه کوي چې امريکاد نړيوالو مرستو په ډګر کې لوی خڼډ دی. دا ځکه هغه څه چې د امريکا ټوالواکۍ ته تاوان دی امريکا ئې نه مني. د مثال په توګه د جرمنو د نړيوالې محکمې قانون، د ماينونو د شنډولو تړون، د نړۍ د هوا د ګرميدو پريکړه او يو شمير نور کانو نشنونه تر اوسه امريکا نه دي امضا کړي. خو د نړيوالې سوداګرۍ تړون ئې په سر کې امضا کړی دی. دا ځکه چې د اقتصاد د نړيوال کونه تر ټولو زيات د امريکا په ګټه ده. د نړۍ داولسونو تر منځ د متقابلو ګټو پر بنسټ عادلانه او منصفانه اقتصادي اړيکو ټينګول د نيکمرغه او انساني نړيوالې ټولنې د جوړيدو بنسټ جوړولای شي.
جورج سوروس امريکائي ټولنپوه د ګلوباليزيشن په نامه کتاب کې د اقتصاد د ګلوباليزيشن د ودې د پړاوونو په هکله ليکي:
د دويم نړيوال جنګ وروسته يو شمير نړيوال موسسات او د هغې له ډلې نړيوال بانک، د نړيوالې سوداګرۍ سازمان د پيسو نړيوال صندوق، د توليداو تجارت څو ميليتي شرکتونه هغه خورا مهم سازمانونه دي چې تر اوسه د اقتصاد د ګلوباليزيشن او د سوداګرۍد غوړيدو په لور منځ ته راغلي دي. د ريکن او تاچر د حکومتونو په دوران کې )١٩٨٨) د نړيوالې پانګې د زياتيدو خوزښت زيات شو. او د ١٩٩٠ کلو په پيل کې د شوروي اتحاد د ړنګيدو وروسته نړيوال آزاد بازارونه رامنځ ته شول. جوروج سوروس په دې باور دی چې د ملي حکومتونو په پرتله په نړيوالو آزادو بازارونو کې پانګه ژر زياتيږي دا ځکه چې په دغه بازارونو کې د پانګه والو تر منځ د سيالۍ آزادي زياته او د ملي حکومتو په پرتله بنديزونو پکې کم دي چې دغه کار د ابتکار مخه نه نيسي . او په دې توګه تکنالوژيکې نوښتو او اختراعاتوته لار پرانيزي. جورج سوروس د نړيوال کيدو منفي اړخونه په لاندې ډول په ګوته کوي:
١ – د اقتصاد د ګلوباليزيشن په خپل سرۍ کې پانګوال يواځې د خپلو ګټو په غم کې وي او ټولنيزو ښيګڼو خيال نه ساتي.
٢ – بحران د نړيوالو آزادو مارکيټونو رپښتينی ملګری دی. او د بحران له امله په ټولنه کې ناآرامي او بې ثباتي رامنځ ته کيږي. جورج سوروس وائي چې دی د اقتتصاد د نړيوال کيدو پلوی دی دا ځکه چې په دغسې بازارونو کې آزادي او ګټه زياته ده. خو په دې هکله بايد لاندې ټکو ته کلکه پاملرنه وشي.
١ – نړيوال آزاد بازارونه بايد وکولای شي چې په ټولنو کې د بې ثباتۍ رامنځ ته کيدو مخه ونيسي .
٢ – د نړيوالې سوداګرۍ او هغې ته ورته نړيوالې مؤسسې لکه د نيستۍ او لوږې ضد نړيوال موسسات بايد جوړ او تقويه شي .
٣ – هغه ملکونه چې اداري فساد او رشوت پکې زيات او خلک ئې غريب دي، د دغسې ملکونو د خلکو سره بايد مرستې وشي.
نن ورځ د ٢٠٠ زرو څخه زيات نړيوال شرکتونه منځ ته راغلي چې د نړۍ د پانګې زياته برخه په دغه شرکتو پورې اړه لري. همدا ډول د ټولې نړۍ د پانګې څلورمه برخه يواځې په درې سوه څو ميلتې شرکتو پوري اړه لري. د بعضې شرکتو کلنی عايد د يو او حتی څو ملکونو د کلني عايد د مجموعې څخه زيات دی. مثلاً د جنرال موتور امريکائي شرکت کلنی عايد د ټايلند ، پاکستان او اوروګويه د کلني ناخالصې ملي عايد د مجموعې څخه زيات دی . د اقتصاد د ګلوباليزيشن د بعضي پوهانو له نظره د بشريت د خير ښيګڼې په ګټه دی. خو د بعضې نورو سياست پوهانو له نظره د اقتصاد نړيوال کوونه د پس پاتې ملکونو د خلکوپر شا د پر مخ تلليو هيوادونو د پيټي ورځ په ورځ درنيدل ښکاري.
د اقتصاد د نړيوال کيدو مخالفين وائي چې په دې نړيوال کوونه کې کيدای شي لاندې نړيوال پرابلمونه رامنځ ته شي.
١ - د نړيوال آزاد بازارونو د جوړيدو سره د کار قوه ارزانه او پو انسان له خوا د بل انسان د زبيښاک امکانات به ډير شي.
٢ – د وروسته پاتې ملکونو خلکو چې د تعليم سويه ئې ټيټه او د ساينس او تکنالوژي سره ئې بلدتيا کمه ده نو سخت او خشره کارونه به د هغوئ وظيفه شي او په دې توګه به نړيوال اپارتايد رامنځ ته شي. د ٢٠٠٥ کال د نومبر په مياشت کې په فرانسه کې د آسيا او افريقا د ملکونو د خلکو پاڅون د دغه پيښې يو وړوکی مثال دی. او لکه چې وينو نن ورځ په ټوله پانګواله نړۍ کې خشره او سخت کارونه د اسلامي ملکونو د خلکو وظيفه ده.
٣ - دا چې په پرمخ تلليو هيوادو کې تکنالوژي ژر ژر بدليږي او نوې تکنالوژي ډيره قيمته وي نو له دې کبله لوي تجاران به عمدتاً د پر مخ تلليو هيوادو تر منځ په تجارت بوخت شي. او نړيواله پانګه به د وروسته پاتې هيوادو څخه پر مخ تلليو هيوادو ته ور وچليږي. مثلاً د ١٩٩٠ کال علمي څيړنو ښودلې ده چې په دغه کال کې د نړيوالې سوداګرۍ0 7 ٪ د پر مخ تلليو هيوادو تر منځ او يواځې ٣٠ ٪ ئې د وروسته پاتې او پر مخ تلليو هيوادو تر منځ صورت موندلی دي.
٤ - که د نړۍ د ملکونو تر منځ سياسي ، پولي او ملي حکومتونه له منځه ولاړ شي نو د نړۍ زيات خلک به د کار او ژوند کولو لپاره لويو او آبادو ملکونو او ښارونو ته جمع شي. د بلې خوا ملي حکومتونه د هر ملک د خلکو له خوا د انتخاباتو له لارې جوړيږي. هر حکومت د خلکو د رضايت او خوښۍ لپاره هڅه کوي. دلته حکومت د هغه قوانينو ساتنه کوي چې د خلکو په ګټه او د عمومي نظم د ساتلو لپاره ضرور وي. دلته صنفي اتحادئې او نور ټولنيز مؤسسات د کارګرو د حقوقو د ساتنې او د خلکو د هوسائې دپاره جوړ شوي وي. اوس که د ملکونو تر منځ سياسي، پولي او ملي حکومتونه له منځ ولاړ او پر ځای ئې د پانګوالو څو نړيوال شرکتونه راشي نو ښکاره خبره ده چې پانګوال تر هر څه د مخه د خپلې پانګې د زياتيدو په غم کې دی. که څه هم پانګوال به په آزاد بازار کې د سيالۍ او ابتکار له برکته په پرله پسې ډول ساينس او تکناولوژي ته چټکته وده ورکړي، د کار توکي او د ژوندد ضرورت کالي به ژر ژر نوي او عصري کړي او د پانګوال پانګه به ورسره ژر ژر زياته شي خو دا چې دغه پانګوال او د دغه پانګوالۍ نړيوال شرګتونه د خلکو د انتخاباتو په ترڅ کې نه دي رامنځ ته شوي نو هغوئ به څنګه او څوک د ټولنو د خلکو د ګټو ساتلو ته اړباسي. او د سرغړونې په صورت کې به څوک او څنګه دغه شرکتو ته جزا ورکړي.
د سياست نړيوال کول:
په دې هکله داسې ويل کيږي چې ګوياد ځمکې پر مخ د ټولو هيوادو تر منځ سياسي، پولي او ځائې حکومتونه به له منځه ځي. او پر ځای به ئې د خاص ډول دولت چې ځانګړي قوانين اوا ختيار ات به ولري، رامنځ ته شي. د دويم نړيوال جنګ نه وروسته د ملګرو ملتو سازمان او د دغه سازمان اړوند مختلفو څانګو ( يونسف، يونسکو، د بشر د حقوقو سازمان او نورو....) جوړيدو د سياست نړيوال کولو په لور خورا ګټور ګام دی چې تر اوسه په دې لار کې اخستل شوی دی. د دغه سازمان مختلفو تشکيلاتو تر اوسه د بل نړيوال جنګ د پيښيدو او ساري ناروغيو د خپريدو مخنيوی، د بشر د حقوقو څخه دفاع، د جنګ او طبيعي آفتو په وخت د نړۍ د خلکو سره مرستې او نور خورا ګټور انساني فعاليتونه کړي دي، چې په ريښتنې د قدر وړ دي. که د ملګرو ملتود سازمان تشکيلات او صلاحيتونه پراخه شوی وای، زما په نظر دغه کار بې شکه د ټولې نړۍ د خلکو په ګټه وو. خو لکه چې يو شمير سياست پوهان په دې وروستيو کلو کې د دغه سازمان ګړو ته د انتقاد ګوته نيسي او وائي چې د ملګرو ملتو سازمان نن ورځ په بل ځای کې نيول شوي تصميمونه اجرا کوي او د ساړه جنګ د زمانې ارزښت ئې د لاسه ورکړی دی. د اروپا د اتحادئې جوړيدل او په دې وروستيو وختو کې د هغې پراخيدل د نړيوالې ټولنې د جوړيدو په لور يو بل خورا مهم ګام دی چې اروپايان ئې ازمايي .
د فرهنګ نړيوال کول:
د نړۍ هر قوم، هر ملت او هر ملک ځانګړی فرهنګ او کلتور لري. هره ټولنه حق لري چې په خپل فرهنګ او کلتور ووياړي هغه ته په خپله خوښه وده ورکړي او تغيرات پکې راولي. خو دغه کار په زور او په تلورا سم نشي تر سره کيدای. دا ځکه چې دملتونو فرهنګ د پيړيو په اوږدو کې په طبيعي ډول جوړيږي . نو په هغې کې تغيرات راوستل هم د پيړيو خبره ده. د فرهنګ نړيوال کوونه ډيره جنجالي او د خطر څخه ډکه موضوع ده. دا ځکه چې د هرې ټولنې د فرهنګ ډيره برخه د هغې ټولنې د خلکو د ديني، مذهبي معتقداتو سره اړه لري. نو که څوک د فرهنګ او کلتور نړيوال کول دخپل دين ضد هڅه وګڼي، بيا کيدای شي چې د دغې هڅې ضد عمل وکړي او له دې امله خونړي جنګونه منځ ته راشي.
د فرهنګ نړيوال کول بهتره ده چې د هغو ټکو څخه پيل شي کوم چې د ټول بشريت په ګټه وي او د دغه ټکو نړيوال کولو په سر د نړۍ د خلکو تر منځ مخالفتونه او نارضايتي منځ ته نه راځي. د فرهنګ هغه ټکي چې د هغو په سر د خلکو تر منځ جنګونه او شخړې رامنځ ته کيږي د هغو د نړيوال کولو هڅه غير دموکراتيک عمل دی. دا ځکه چې ښه او بد نسبي مفاهيم دي. دغه مفاهيم په مکان او زمان دواړه کې تغير کوي. عين مفهوم په يو فرهنګ کې ښه او په بل کې بد وي او يا دا چې عين مفهوم پرون ښه او نن بد ګڼل کيږي: لواطت شل کاله پخوا په ټوله نړۍ کې بد عمل و. خو نن ورځ په غربي نړۍ کې نر د نر سره واده کول قانوني کار دی مګر په اسلام کې به دغه کار ته هيڅکله ښه ونه ويل شي. پورتنۍ ليکنه دا مانا نه لري چې ګويا نړيواله ټولنه او نړيوال فرهنګ رامنځ ته کيدل نا ممکن دي بلکې د دې خبرې مطلب دا دی چې په زور د نړۍ په خلکو د يو چا د خوښې فرهنګ ورتپل ډير ګران کار دی. د خلکو زور د خدای زور دی. د خلکو د معتقداتو سپکاوی د خپل ځان ورکاوی دی. په بعضي ملکونو کې بيسواده او پس پاتې خلک ساينس او تکنالوژي د خپلو ديني معتقداتو مخالف او هغه حکمت او شيطاني پوهه او د غربيانو فرهنګ بولي. نو د غربي نړۍد فرهنګ سره د مخالفت په وجه د ساينس او تکنالوژۍ د پوهې سره هم مخالفت کوي. دوتئ په دې نه پوهيږي چې د دين او وطن د ساتنې او خپل ملک د آبادونې لپاره پر مخ تللې ساينس او تکنالوژي ضرور ده . ساينس او تکنالوژي د هر چا د فرهنګ جز وو او وي به. خو فقط فرق په دې کې دی چې بعضې خلک د خدای پيدا کړی طبيعت د پديدو تر منځ حاکم قوانين درک او تشريح کولای شي. او هم د دغه قوانينو په رڼا کې د طبيعت د شتمنيو څخه د انسان په ګټه کار اخستلای شي او بعضي نور چې دغه پوهه او توان نه لري نو دغه کار ته کفر او بې ديني وائي. دغه خلک د خپلې ناپوهې او لوئې غوښتنې په وجه نه يواځې د خپل ځان بلکې د خپل ملک سره هم جفا کوي.
د ګلوباليزيشن د ښو او بد اړخونو په هکله د نړيوال کميسيون راپور :
هغه نړيوال کميسون چې د کار د بين المللي سازمان له خوا د نړۍ په ټولنيز ژوند کې د ګلوباليزيشن د تاثيراتو د ارزونې لپاره ټاکل شوي وو د دوه کلونو په موده کې ئې د نړۍ په شلو هيوادو کې د سمپوزيمونو او غونډو په ترڅ که دغه موضوع څيړلې او په ١٣٨٢ (هجري شمسي) کال کې ئې دغه سازمان ته يو اوږود راپور وړاندې کړی دی. په دغه ٢١ کسيز کميسون کې د نړۍ پيژندل شويو څيرو لکه د تانزانيا او فنلاند اولس مشرانو او د توشيبا د کنسرن دمديره هيئت رئيس ، جنوبي افريقا د کارګرې اتحادئې رئيس، د ګلوباليزيشن منتقد او د نوبل د جايزې ګټونکی تاژوف استګليس ګډون درلود. د دغه کميسون په راپور کې راغلي دې چې:
موږ باور لرو چې سم او ښه ګلوباليزيشن په شلمو او يوويشتمو پيړيو کې د ټولې نړۍ د اولسونو دښه او نيکمرغه راتلونکې ضمانت ورکولای شي. زموږ راپور چې د ګلوباليزيشن د اوسنۍ تګلارې د بدلون غوښتونکی دی يو حساس ولې مثبت پيغام دی. په دې راپور کې د وروسته پاتې هيوادو پر اقتصاد د ګلوباليزيشن منفي اثر، د بې کارۍ زياتيدل، د وروسته پاتې او پر مختلليو هيوادو د شتمنيو (اقتصاد) تر منځ د واټن د زياتيدو خبر ورکړل شوی او راغلي دي چې اوس د نړۍ ٢٢ صنعتي ملکونه (چې نفوس ئې د نړۍ د نفوس ١٤٪ دی ) د جهان نيمايي سوداګري او د نيمايي څخه زياته د نړۍ خارجي پانګه په واک کې لري. په راپور کې په نړۍ کې د بيکارانو او بې وزلو خلکو زياتبدو ته اشاره شوې او راغلي دي چې په ٢٠٠٣ کال کې د هغه خلکو شمير په شپه او ورځ کې د يو ډالر څخه په کمو پيسو ګوزارې کولو ته اړ دي ٥٥٠ مليونو کسانو ته رسيږي. په راپور کې يادونه شوې چې ګلوباليزيشن ونه کړای شول چې د نړۍ د ښځو او نارينه وو ساده او مشروع غوښتنې يعنې شرافتمندانه کار او ښه راتلونکې برابره کړي.په دغه راپور کې ويل کيږې چې فسادونه په نړۍ کې مخ په زياتيدو دي او آزادې ټولنې د نړيوالې ډار اچونې د فشار لاندې راغلي اوهم د نړيوالو بازارونو راتلونکې د پوښتنې لاندې راغلې او د نړۍ د بيکارانو شمير ١٨٥ مليونو کسانو ته رسيدلی دی. د دغه کميسون ګډون کوونکو د وروسته پاتې ملکونو څخه د مغزونو د فرار او په مهاجر مننونکو ملکونو کې د غريبو مهاجرو (خاصتاً ښځو) په غير قانوني اقتصاد کې د کارولو مسلې د تشويش وړ ښودلې دي. په دغه اوږد راپور کې د ګلوباليزيشن د اوسنۍ تګلارې د تغير او منصفانه کولو هيله شوې ده.
د ګلوباليزيشن په هکله نظريات: که د ګلوباليزيشن ټول اړخونه په پام کې ونيول شي نو د دې مسلې په هکله موافق او مخالف نظريات په لاندې ډول خلاصه کيږي:
١ – هغه څوک چې ګلوباليزيشن پروژه بولي هغوئ ګلوباليزيشن ته د ښکيلاک نوی شکل وائي. د ښکيلاک دا شکل د زبر ځواکونو د کاليو او پيسو په زور په وروسته پاتې ملکونو کې تر سره کيږي. او د نړۍ هر ملک چې د دې لارې خنډ ګرځي په دې يا هغه بهانه جنګ جوړوي او د وسلې په زور د ليبرال دموکراسۍ د رواجولو تر شعار لاندې داسې حکومت رامنځ ته کوي چې د ګلوباليزيشن د لارې خنډ نه شي. دغه خلک په دې هکله د عراق او افغانستان جنګونه مثال ورکوي.
٢ – بعضي خلک ګلوباليزيشن پروسه او د تاريخ جبر بولي. د دې خلکو په آند نړۍ لاچار د ګلوباليزيشن په لور روانه ده. د ټولنيزو علمو بعضې پوهان په دې نظر دي چې هر اړخيز ګلوباليزيشن هلته رامنځ ته کيدای شي چې مادي نعمتونه په دومره اندازه زيات شي تر څو د هر چا څخه د هغه د استعداد په اندازه او هر چا ته د هغه د احتياج په اندازه د شعار عملي کول ممکن وي. د خلکو تربيه او اخلاق دومره انساني شي چې هيڅوک د بل چا حق خوړولو ته ميل و نه لري. د انسانانو تر منځ هيڅ ډول تبعيض او يو د بل پر ضد مبارزې ته ضرورت نه وي. کار د انسان غريزه او د طبيعت تسخير کول د کار عمده مضمون او په دې لار کې سيالي د پرمختتګ اساسي محرکه قوه وګرځي. د دغه ډلې خلکو په نظر آرام انساني او عادلانه ګلوباليزيشن د پانګوالي نظام په چوکاټ کې نه شي رامنځ ته کيدای دا ځکه چې د پانګوال پانګه د ښکيلاک او زبيښاک له لارې زياتيږي او دغه دواړه پديدې ظالمانه او د عدالت نه ليرې دي نو ځکه د پانګوالي نظام په چوکاټ کې به د ګلوباليزيشن هڅې د جنګونو، شخړو او ناآراميو سره مل وي.
٣ – دريمه ډله داسې خلک دي چې ګلوباليزيشن په نړۍ کې د حاکمو ارزښتونو پر ضد توطيه بولي. دا ډله وائي چې د ګلوباليزيشن مخنيوی شونی کار دی او د هغې سره د فرهنګ او ايديالوژي په برخه مقابله ممکنه ده. د دين د بيسټ پالنې په چوکاټ کې مذهبې غورځنګونه په دغه ډله کې راځي.
افغانستان د ګلوباليزيشن په دوران کې:
د ساړه جنګ په دوران کې نړۍ د سياسي – اجتماعي نظامو له مخې په دوه متضادو بلاکونو ويشل شوې وه. هر نظام په نړۍ کې د خپل نفوذ د زياتيدو او د مقابل نظام د ورکيدو هڅه کوله. دواړو خواوو په نړۍ کې د جاسوسۍ شبکې غزولې او دواړو شبکو په نړۍ کې يو د بل پر ضد توطيې او دسيسې جوړولې او شنډولې. په ښکيل شويو هيوادو کې امپرياليستي ضد آزادي بښونکي غورځنګونه او په آزادو هيوادو کې د زبيښاک ضد کارګري جنبشونو او د کارګري طبقې د ايديالوژۍ خپريدو رواج وموند د نړۍ په اکثره هيوادو او د هغې له جملې څخه په خپله په امريکا او نورو پانګه والو هيوادو کې کمونيستي او سوسيالستي ګوندونه او په افغانستان کې د يو شمير ملت پاله او مذهبي ګوندونو تر څنګ د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند منځ ته راغلل. دا وخت د سياسي ګوندونو جوړيدل په افغانستان کې نوې خبره وه. د اکثره سياسي ګوندنو د مشرتابه په کړيو کې داسې کسان ځای شول چې د بهر ملکونو د جاسوسۍ د سازمانونو سره ئې تړاو درلود. د افغانستان بې تجربې سياسي ګوندنو خپل رسالت، د وطن او خلکو په اړوند خپل مسؤليت او د زبر ځواکونو او ګاونډيو ملکونو د دسيسو حطر درک نه کړای شول په نه خبره د حکومت ضد مظاهرې ، په خپلو منځونو کې جنګونه او شخړې د سياسي ګوندونو د فعاليت عمده ټکي وګرځيدل له دې امله په ښونځيو او پوهنتونو کې درسونه په ښارونو او فابريکو کې کارونه په ټپه ودريدل او وچکالي هم د دغې بدبختۍ سره ملګرې شوه. هغه و چې لوږه او قحطي راغله او د افغانستان د خلکو د کړاوونو او بدبختيو دوران پيل شو. د دې وضعې سره ملي حکومتونه پرله پسې کاواکه او د بهرنيو ملکونو لاسوهنو ته لاره خلاصه شوه . د وخت دواړه متخاصمو زبرځواکونو د خپلو نظامونو د نړيوال کولو په لور په افغانستان کې د مداخلو مناسبې لارې لټولې. کله چې سردار محمد داؤد د ظاهر شاه بادشاهې نشکوره او پر ځای ئې جمهوري نظام رامنځ ته کړ نو ځمکو اصلاحات او د ښوونې او روزنې په برخه کې ئې ګټور تغيرات راوستل. د هيواد د صنعتي کولو په لور ئې د افغانستان د حال سره مناسب پلانونه د لاآس لاندې ونيول او د افغاني ټولنې د زغم او هضم وړ دموکراسۍ ته ئې لاره پرانيسته. که د بهرنيو ملکونو لاسوهنې نه وای نو داود د کيڼ اړخه ګوندنو په ملګرتيا کولای شول چې د افغانستان د پرمختګ په لور چټک ګامونه پورته کړي. خو د وخت ټګمارو زبرځواکونو داود د ښي او کيڼ اړ څخه د فشار لاندې ونيو او د افغانستان د بې ثباته کولو د هڅو په لټه کې شول. دا وخت ملتپاله، مذهبي او د کيڼ اړخ ګوندونو هر يوه د داود د نسکورولو هڅې پيل کړې. په دې ترڅ کې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د مشرتابه غړي مير اکبر خيبر د وژنې او د هغې سره په تړاو کې د دغه ګوند او دولت تر منځ د شخړې توطيه پيل شوه. داؤد بې وخته د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د مشرتابه غړي بنديان کړل نو ځکه د دغه ګوند د نظامي اړخ د پاڅون په نتيجه کې داؤد نسکور او دولتي قدرت د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند په لاس ورغی. دغه ګوند دخپل حاکميت په پيل کې دوه خطرناکې غلطۍ وکړې. لومړی دا چې دغه ګوند د خپل ګوندي مرام د عملي کولو يعنې د ملک د اداره کولو د پاره د ملي متحدې جبهې چوړولو څخه ډډه وکړه او په ټول دولتي قدرت ئې خيټه واچوله د بله پلوه د افغانستان د جغرافيائي موقعيت حساسيت ته د پاملرنې پرته ئې د شوروي اتحاد سره هر اړخيزې اړيکې لا ټينګې او د شوروي ضد ځواکونو ته ئې شا کړه چې دې وضعې په داخل کې ټول بې تجربې سياسي ګروپونه او په خارج کې پاخه شوروي ضد ځواکونه د دغه ځوان حاکميت پر ضد جګړې ته ر اوبلل. شوروي ضد ځواکونو په افغانستان کې د حاکم ګوند پر ضد پراخه تبليغات او توده مبارزه پيل کړه او د افغانستان د دولت ضد قوتونو د تربيه کولو او مسلح کولو او نورو مادي او معنوي مرستو امکانات ئې برابر کړل. د بلې خوا د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند دوه يو د بل ضد ګروپونه (خلقيان او پرچميان) چې د داؤد د نسکوريدو څخه ٦ مياشتې د مخه د شوروي اتحاد په دستور يووالي ته اړ ايستل شوي وو، د دغه ګوند د حاکميت په وخت کې يو بل ته غله وو. دا چې په پوځي او ملکي ګونديانو کې د خلقيانو شمير د پرچميانو په پرتله خورا زيات وو، د دغه ګوند د حاکميت په لومړي پړاو کې په ملکي او خاصتاً په پوځي ساحه کې د خلقيانو قدرت زيات و نو ځکه دغه پړاو د خلقيانو د حاکميت په نامه ياديږي. د خلقيانو د حاکيمت په سر کې د خلکو ملاتړ او د وطن د چټکې آبادونې روحيه ډيره قوي وه. په دې دوره کې ډيرې پروژې د خلکو په رضاکارانه مرستو پيل او سرته ورسيدې. رشوت او واسطه ټيټې کچې ته راښکته شوه. خو د بهر ملکونو د لاسوهنې په وجه لږه موده وروسته د ګوند په داخل کې د قدرت غصبونې هڅې پيل شوې او په دې لړ کې د پرچميانو د مشرتابه ډير غړي په بهر ملکونو د سفيرانو په توګه وټاکل شول. شورويانو چې د خلقيانو ملت پالنه په افغانستان کې د خپلو امپرياليستي موخو په لار کې لوی خنډ ګاڼه نو لږه موده وروسته ئې پرچميان هم د خلقيانو پر ضد توطيو او دسيسو ته وهڅول . هغه وو چې د شوروي په شمول د نړۍ ټولو مغرضو قوتونو او د پرچميانو په شمول په افغانستان کې د خلقيان ضد ټولو سياسي ګروپونو د خلقي دولت پر ضد هلې ځلې تودې کړې. دا وخت د وطن او خلکو د سرنوشت خبره شاته ولويده. د دولت ضد ځواکونو د سياسي قدرت د لاسته راوړلو او خلقيانو د خلقي حاکميت د ساتلو دپاره يو د بل پر ضد وسله والې جګړې پيل کړې. چې د هغې په ترڅ کې د دواړو خواوو څخه ګڼ شمير افغانان او هم يو شمير بيګناه او بې طرفه هيوادوال مړه يا معيوب شول. شوروي اتحاد د مخکيني پلان او که دنويو رامنځته شويو شرايطو په اساس و ، پريکړه ئې وکړه چې سياسي قدرت بايد د خلقيانو څخه پرچميانو ته وليږدول شي تر څو په افغانستان کې د شوروي دپوځونو شته والي ته ضرورت او امکان برابر شي. هغه و چې تره کی او امين ئې په خپل منځ کې بې اتفاقه او يو پر بل بې اعتماده کړل. بيا ئې تره کې په امين او امين ئې په سرو لښکرو له ميځه يوړ او په دې توګه افغانستان د روسانو په قبضه کې ولويد. له ١٣٨٥ د جدي په ٦ نيټه د شوروي يرغل نه يواځې د افغانستان کړيدلي خلک د نامعلومې مودې لپاره يو ځل بيا د بهرنيانو د پښو لاندې کړل بلکې د سوسياليزم د ګلوباليزيشن پروسه ئې هم په لته ووهله او په دې توګه ئې نړيوالې ګډوډۍ او هم نړيوال تروريزم ته لار پرانيسته. د ١٣٥٨ کال راوروسته د افغانستان مسلې نړيوال ابعاد پيدا کړل او د هغې حل د افغانانو د لاسه ووت . افغانستان د نړيوالو مغرضو ځواکونو په دام کې ولويد. روس او د روس ضد ځواکونو د افغانستان په خاوره خپلې وسلې د افغان وژنې په جګړه کې وآزمايلې . د دواړه خواوو څخه په زر هاوو افغانان قتل، اقتصادي، علمي او تعليمي، روغتيايي، اداري، قضايي، او حقوقي مؤسسات ئې ړنګ او وطن په کنډواله بدل شو. د روس ضد افغاني ځواکونو تر منځ ئې د نفاق داسې اور بل کړ چې د څو کاله خپل ميځي جګړو او د عوامو د زورونې او سپکاوي په ترڅ کې د دغه تاريخي برحق جهاد لاس ته راوړنې ئې په اوبو لاهو کړې. د روس د ګوډاګي رژيم د پرځيدو وروسته د دين له موضع نه د اسلام د دين پر ضد هڅې پيل شوې. د ديني علماوو پرته د معاصرو او طبيعي علمو د پوهانو قدر او ارزښت له موده ولويد او په خلکو په زور لمونځ کول رواج شول. د سپورت په جامو کې سپورت کول، موزيک اوريدل او د ګيرې خريول د جزا وړ اعمال وګڼل شول. همدا وجه وه چې په دغه موده کې ګڼ شمير پوهان، هندوان، سکان او د نورو اديانو پيروان د وطن پرپښودو ته اړ ايستل شول. دا ټول د دين ضد هغه هڅو ته ورته و چې په منځنيو پيړيو کې په اروپا کې د کليسيا مشرانو او پاپانو له خوا د عيسويت د دين د بې اعتباره کولو او د خلکو او عيسويت تر منځ تضاد رامنځ ته کولو او بالاخره د دين او دولت د جدا کولو سبب وګرځيد. د بهرنيانو په لمسه د نن ورځې د دنيا څخه سترګې پټول او د ٢٠٠٠ کاله پخوانۍ نړۍ خيالي فلم ته کتل او کټ مټ هغسې ژوند بيرته رواجول هغه څه وو چې د غرض خاوندانو ته ئې پر افغانستان د يو ځل بيا يرغل او دې منطقې ته د راتګ بهانه برابره کړه. معمولاً کله چې بهرنيان په زور په يو ملک قبضه کوي نو په هغه ملک کې د اوسيدونکو خپلو اجنټانو څخه يو داسې ګوډاګی دولت جوړوي چې د بهرنيو ځواکونو دمستقيم موجوديت پرته په خپلو پښو نه شي دريدلای. همدا وجه وه چې په وروستيو ٢٤ کلو کې د وخت زبرځواکونو دوه ځلې د يو شمير لږکيو په ملاتړ د ډيرکيو حاکميت چپه او افغانستان ته راننوتل. بايد وويل شي چې که افغانان يو خپلواک او پر مختللی افغانستان غواړي نو دا بايد ومني چې اسلام د افغانانو د يووالي مظبوط بنسټ او د خپلواکۍ په ډګر کې د الله اکبر ناره د دوئ شريک شعار دی. خو په مستقيم او يا د منځنيو پيړيو په دود په غير مستقيم ډول اسلام تخريبول يو ضد اسلامي او ضد افغاني عمل دی. د نړۍ په ټولو ملکونو کې د مختلفو اديانو پيروان مختلف ګوندونه او ډير قومونه په مختلفو ژبو خبرې کوي خو دغه ټول خلک د وطن د آبادۍ، آزادۍ او د خلکو د نيکمرغۍ د پاره په اتفاق کار کوي. پس دا حتمي نده چې ټول افغانان دې د افغاني ټولنې د مادي او معنوي اړخونو د پرمختګ د څرنګوالي او ميخانيکيت په هکله يو شان فکر وکړي ولې ډيره مهمه خبره دا ده چې افغانستان يو اسلامي ملک دی نو د هر افغان کړه بايد د اسلام ضد نه وي او د وطن آزادي، آبادي او د خلکو د نيکمرغۍ د پاره کار کول بايد د ښه سړيتوب په تللو کې معياري کاڼی وي. تر څو چې دغه صفات د افغانيت او ښه سړيتوب په تللو کې معياري کاڼی و نه منل شي، د افغانانو تر منځ پوخ يووالی نه شي راتلای. افغانان په افغانستان کې راټوليدای او اوسيدای شي خو چې افغانستان نه وي نو د افغان مفهوم به څه وي. ايديالوژۍ ته وطن لوږی کول لويه خطا او ګناه ده. که يوه ډله افغانان پرولتاري انترنشنليزم غواړي او پانګه وال، فيوډالان او متعصب مسلمانان په وطن کې نه شي زغملای او بله ډله ئې اسلامي انترنشنليزم غواړي او د نورو عقيدو خاوندان په وطن کې نه پريږدي او دريمه ډله ئې د افغانانو حاکميت ملي ستم، د نيستۍ او غريبۍ بلا او د پردو حاکميت د ښه او بسيا ژوند کولو تر ټولو ښه لار ګڼي نو بيا دغه وړۍ نه شړۍ کيږي. په دغه صورت کې به آزاد افغانستان يو شړ ځنګل او آباد افغانستان به د پردو چوپړ او د دايمي ناآرامۍ سره مخ وي. آزادي ، آبادي، نيکمرغي او آرامي به يو ځای د افغانانو په برخه نه شي. تاريخ ښييي چې منځنۍ آسيا او هند ته د زبر ځواکونو د يرغل په لار کې افغانستان ډير وارې تر پښولاندې شوی او ړنګ شوی دی. سوال دا دی چې زبرځواکونه ولي د ايران او يا د منطقې د بل ملک د لارې په دغو منطقو يرغل نه کوي. او که په دې ځای کې افغانستان دومره زيات ارزښت لري نو افغانان ولې د دغې ارزښت نه د خپل وطن په نفع ګټه نه شي اخستلای؟ اصلي خبره خو دا ده چې دغه د زور لار د افغانانو د کمزورۍ له وجې د دوئ په کور تيريږي. د هند نيمې وچې ته د انګريزانو د راتګ او د افغانانو د لاسه پر له پسې ماتې او بيا د منطقې څخه وتلو ته مجبوره کيدل او د افغانستان په منځه ملا د ډيورند د ننګينې کرښې په نښه کول د وخت د دغه زبرځواک د قصور اخستلو هغه دروند ګذار دی چې افغانان ئې کمزوري کړي او په خپل ټول قوت يو ځای د کوتک وهلو څخه ئ ايستلي دي. د بلې خوا د روس د ظلم د لاسه افغانستان ته د منځنۍ آسيا د مسلمانو مهاجرو په منځ کې د روس د اجنټانو راتګ او په افغاني ټولنه کې قومي ناآراميو ته لمن وهل، د ايران له خوا مذهبي او ژبني تعصبات چاغول او د افغانستان د ځيرکو دشمنانو په لمسه اسلام ته د خدمت په نامه بې سواده افغانان د وطن د پرمختګ په لار کې درول نور هغه عوامل دي چې افغانان ئې کمزوري کړي دي. وايي چې غل د صحرا او بيتي د کوره. د افغانانو بې اتفاقي په خپله يرغلګرو ته پر افغانستان د يرغل کولو جراُت ورکوي. د ورستيو درې لسيزو پيښو وښودله چې افغانان د ځان او بهرنيان د افغانانو په هکله يو شان فکر نه کوي . افغانان خپل ملک د منطقې لرغونی هيواد او ځانونه غيرتي، با تهذيبه، دروند او صالح ملت بولي چې د چا ښکيلاک ئې نه دی منلی او نه هم د نورو ملکونو د نيولو هڅې کوي نو ځکه دوئ ځان د نړۍ د نورو سيالو ملتو په څير سيال او آزاد فکر کوي خو لکه چې زبرځواکونو او د افغانستان بعضي ګاونډي ملکونو ته افغانان نور سيال او آزاد ملت نه ښکاري. ګاونډيان يي د ملک په تقسيم او زبرځواکونه ئې په خاوره کې د پوځي اډو په جوړولو يو د بل سره په سيالۍ کې دي. په دغه بې خاونده ملک کې ليوان، مرغان، پردي پوځيان، تروريستان او د اپينو قاچاقبران ټول آزاد ګرځي. څوک ئې قيمتي کاڼي او کانونه چلوي او څوک ئې ځنګلې تباه کوي. چا ئې پوځي وسلې، لابراتواري وسيلې ، د کورونو کړکۍ او دروازې کباړ کړې او څوک ئې هم په سرحدي پولو کې د پراختيا غوښتنې په نيت په هغه سيمو کې پوځي عمليات کوي چيرې چې د ګاونډيو ملکونو د پوځي ځواکونو داخليدل د رسمي بين المللي قراردادونو په اساس منع دي. دا ده د سياسي ګوندونو د لارې په افغانستان که د بهرنيانو د لاسوهنې نتيجه . او دا ده ايديالوژۍ ته د وطن د لوګي کولو فايده. افغانستان د نژدې ٢٢ کلو په دې لنډه موده کې د افغانانو د بې اتفاقۍ، بې سنجشۍ او د يو کم شمير مسلکي معامله ګرو لږکيو د خود فروشۍ او بيګانه پرستۍ په وجه دوه ځلې د وخت د نړيوالو يرغلګرو زبرځواکونو د پښو لاندې غوبل او په مليونونو افغانان په دغه نابرابره او تپل شويو جګړو کې مړه او معيوب شول. لومړی ځل کله چې افغانستان د خپل شمالي ګاونډي دغه د دوست په جامه کې حيله ګر دښمن شوروي اتحاد د پراختيا غوښتنې په دام کې ولويد نو په ډيره ميړانه ئې د خپل ملک د خپلواکۍ څخه دفاع وکړه، د روس د امپراتورۍ سره د افغانستان د نښلولوپلان ئې په اوبو لاهو او په دې جګړه کي يرغل ګر دومره تاواني او وټکول شو چې دماتې د منلو وروسته د خپل ځان د راټولولو توان ئې نه درولود او ټوټې ټوټې شو. خو افغانانو ته هم د دغه تاريخي بري څه ګټه ونه رسيده. د برياليتوب وروسته افغانانو د چوکيو پر سر خپل مينځي جنګونه پيل کړل. په دې جنګونو کې ډير شمير افغانان قتل، زيات شمير پوهان او مسلکي خلک د وطن څخه وتښتيدل او د افغانستان ښارونه په کنډوالو بدل شول. د بيسواده جنګي قوماندانانو د ظلم او ناروا کړنو له امله خلکو د سياسي اسلام او حتی د جهاد د کلمو سره حساسيت پيدا کړ او په دې توګه د دغه برحق جهاد مادي او معنوي ارزښتونه برباد شول. اوس سوال دا دی چې ولې دغسې وشول؟
آيا د روس پر ضد جهاد سم کار نه و؟ او که دغه کار سم او برحق و خو افغانانو دا شايستګي او د مخکې نه پوره تياري نه درلوده چې دغه برياليتوب خپل او هضم کړي.
آيا دغه ارزونه نن څه ګټه لري؟ هو! دغه ارزونه نن د بل هر وخت نه لا زيات ارزښت لري. دا ځکه چې په افغانستان کې بهرني يرغلګر ځواکونه دي او افغانان مجبور دي چې هغوئ د خپلې خاورې څخه وباسي.
آيا د دې کار پايله به د روس پر ضد د جهاد په څير نه وي؟
هو ! که افغانان بيا هغسې بې سنجشه عمل وکړي نتتيجه به ئې دا وار تر هغه بدتره وي. د بې سنجشه جهاد په نامه افغانستان بيا په اور کې سوځول او د معصومو افغانانو په غوښو مرغان او ګيدړان مړول به د بښلو وړ عمل نه وي.
آيا پرون روسي ځواکونو او نن په دې ملک کې د غربي ملکونو د عسکرو موجوديت په ماهيت کې يو شی دی؟
هو! او نه ! هو په دې مانا چې دغه دواړه پردي يرغلګر ځواکونه دي . او نه په دې چې روسي ځواکونه د يو ملک و که دغه ځواکونه بريالي شوي وای نو د دې خبرې امکان ډير زيات و چې افغانستان دې د شوروي اتحاد ١٦ جمهوريت شوی وای. خو ننني د غربي نړۍ ځواکونه د يو ملک نه بلکې د ډيرو ملکونو او د ملګرو ملتونو په مشوره په افغانستان کې پراته دي. دغه ځواکونه افغانستان د نړۍ د کوم ملک سره نه شي نښلولای. که دغه ځواکونه خپل مقصد ته رسيږي نو افغانستان به د پاکستان په څير په منطقه کې د انګريزانو او امريکايانو يو ګوډاګی ملک وي. دغه ځواکونه په ټوله منطقه کې خپلې ګټې لټوي او د افغانستان څخه ايستل ئې هم نه يواځې د افغانانو رسالت بلکې د منطقې په ټولو خلکو پورې اړه لري. د افغانستان څخه د روس د عسکرو د وتلو موجبات درانده اقتصادي تاوانونه او انساني تلفات وو. په دغه جنګ کې د شوروي پر ضد نړيوال ذهنيت او هم د دغه جنګ پر ضد په خپله د شوروي د خلکو راپاڅيدل او تر ټولو دمخه د افغانانو د سرښندنې بې امانه مبارزه او هم په دې هکله د نړۍ د خلکو مادي او معنوي مرستې وې.
آيا دغه عوامل به د افغانستان څخه د اوسنۍ غربي نړۍ پوځي ځواکونو په وتلو کې څومره اثر ولري؟
نوموړي عوامل بې شکه د افغانستان څخه د ننني غربي نړۍد پوځونو په وتلو کې ډير زيات اثر لري. خو د نوموړو عواملو پرته د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو شکل به تر ډيره حده په عراق کې د جنګ په پايلو پورې هم اړه ولري.
نور بيا: