د (واګ) واګه وشلېده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58920
سپین سپیڅلی
دخبریدو نیټه : 2014-03-08

 


 افغانیزم شکست وخوړ او دریمه لار له خیره سره پای ته ورسېده ، افغان انسانان هریو محمدیار یار او غفور لیوال دشلومیلیونرانو په اتڼ ورګډ شول او رسما یې له زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ ، یوه تازه ګنګوسه وایي ، چې د ودان افغانستان ګریوان څيرې مجنونانو یوه اضطراري غونډه کړې او دراتلونکو ټاکنو په اړه یې خپل موقف روښانه کړی دی .
د ګنګوسو له مخې د واګوالو په غونډه کې غفور لیوال د خپل تز او انتي تز په جنګولو سره دې سنتز ته رسیدلی ، چې افغان انسانیت نور په درد نه خوري ، چې په دې څوکلونو کې مو نه په کې خیټې مړې شوې او نه په کې دکوم جای او جایداد خاوندان شوو ، ترڅوبه د ویدا ښوونځي د سړو ټولګیو غوندې دسوال په میشت ځایونو درپه در ګرځو ، دتاریخ فلسفه حکم کوي ، چې هیڅکله دزمان دجبر په وړاندې مه دریږئ ، زمان پریږدئ چې خپل طبعي مسیر طی کړي ، په اوس وخت کې چې دهیواد سیاست په بشپړ ډول دشلو میلیونرانو په ولکه کې دی ، سر ورسره جنګول عینا دتاریخ په وړاندې دریدل دي ، غفور لیوال ویلي : که څه هم زه ځان په اشعارو کې دسرزورې ابۍ زوی بولم ، چې مخ پورته به لامبم ، خو هغه یوازې دشعر لاپي دي چې د یوه ادب پوه په وینا ( اکذب او احسن اوست ) انساني عقل او فلسفه وایي ، چې له حقایقو (شلوملیونرانو ) سره ساز وکړئ .
غفور لیوال خپلو ملګرو ته ویلي چې دسیمه ایزو مطالعاتو دمرکز د پلټنو په نتیجه کې موندل شوې چې دافغانستان راتلونکی ولسمشر به د حامدکرزي کاندید زلمی رسول وي ، نو ددې لپاره چې له تاریخ سره مو غاړه وړي وي ، باید سره له اوسه د ښاغلي زلمي رسول په ګټه فعالیت او تبلیغات پیل کړو ، غفور لیوال د زلمي رسول دشمائلو بیانولو په مهال وویل چې ښاغلی رسول ښه عاجزه او کمینه سړی دی ، د مشرانو دومره ادب کوي ، چې دحامدکرزي له اجازې پرته خو حتی تشناب ته هم نه ځي ، ترټولو لوی صفت یې دادی چې دافغانستان له ټولو وګړو سره په یوه ژبه (فارسي ) خبرې کوي او په دې برخه کې هیڅ تبعیض نه مني ، غفور لیوال ویلي چې ماته دخپل مطالعاتي مرکز له برکته ډیر پخوا دا راز معلوم وو ، نوځکه مې خپل ملګري وحید عمر ته مشوره ورکړه ، چې دزلمي رسول په انتخاباتي ټیم کې شرکت وکړي .
د مجلس په پای کې دغفورلیوال لخوا محمدیار یار ته قومنده ورکړل شوه ، ترڅو دخپل دې دریځ په اړه یوه داسې مقاله ولیکي ، چې داشارې په ژبه لوستونکي وپوهوي ، چې د واګ ګوند کاندید زلمی رسول دی ، او راځئ دتاریخ دا مسؤلیت درایې په ورکولو سره اداء کړئ .
حسب أمر ، محمدیار یار هم له خپل قلمي ظرافت نه په استفاده دزلمي رسول ټیم ته دعوت لپاره یوه اوږده مقاله لیکلې ده ، چې په تاند ویب پاڼه کې تازه په تازه خپره شوې ده ، محمدیار خپلې مقالې ته عنوان ټاکلی ( له ځوان نسل سره دټاکنو په اړه دزړه خواله )
په دې مقاله کې نوموړي ډاکټر اشرف غني ، عبدالله عبدالله او نور کاندیدان یو یو رانیولې ، ښه یې څنډلې او دضعف نقطې یې په کې راسپړلې دي ، په پای کې یې دزلمي رسول په اړه ویلي چې نوموړی دحامدکرزي کاندید دی ، او حامد کرزی خو دده په باور د ۷ ولیانو کرامت لري ، چې له انسان نه توتي او له توتي څخه انسان جوړولای شي ، محمدیار صاحب ددې لپاره چې دزلمي رسول حتمي بریالیتوب لوستونکو ته تلقین کړي ، دنوموړي دملاتړي حامدکرزي خورا ډیر صفتونه یې کړي دي او له نوموړي څخه یې یو داسې خارق العادة سیاستوال جوړ کړی چې افغانستان یې بشپړ په تصرف کې دی او چې څه وغواړي هماغه کولای شي .
محمدیار یار چې په تیرځل انتخاباتو کې یې دډاکټر اشرف غني احمدزي په مینه کې تر آش کاسه ګرمه وه ، او د ټاکنیزو تبلیغاتو له پیل وړاندې یې په کندهار کې داشرف غني احمدزي لپاره کمپاین کاوو ، تر څو چې په دې لار کې یې دکرزي دپلویانو لخوا سخت وهل وخوړل او لکڼې یې ورماتې کړې ، داسې معلومیږی لکه داځل یې چې دویښتیا له بهیر څخه دروښانتیا پوړۍ ته ترفیع کړي وي ، نوځکه یې د انتخاباتي کمپاین لوری سرچپه دی .
نوموړي په خپله لیکنه کې په خپل پخواني کاندید اشرف غني احمدزې پسې خورا ډیر رښتیا او دروغ تړلي دي ، هغه داچې نوموړی دکرزي په ملاتړ غولیدلی او کاندید شوی ، دوستم هم دحامدکرزي په ریموټ چلیږي ، او هرکله یې چې وغواړي له اشرف غني احمدزي یې رابیلولای شي ، انورالحق احدي ، اکرم خپلواک او حضرت عمر زاخیلوال هم ټول دکرزي کسان دي چې دیوه خاص مقصد لپاره دډاکټر احمدزي ګروپ ته لیږل شوي دي .
محمدیار یار په خپله لیکنه کې دخپل انتخاباتي دریځ په اړه نور هرڅه ویلي خو یوازې په ښکاره یې دانه دي ویلي چې لطفا خپلې رأیې داحمدزي نه بلکې دزلمي رسول لپاره وکاروئ ، شاید ددې خبرې د پټ ساتلو وجه دهغې اعلامیې صدور وي چې څه موده وړاندې یې په کې ویلي وو چې ودان افغانستان ګوند دهیڅ کاندید ملاتړ نه کوي.
د ودان افغانستان فکر او پارټۍ د غفورلیوال له هغو شیرین بحثونو څخه عبارت دی ، چې دا څوکاله یې د ځان غوندې ځینې نور نیمه لوستي زلمیان هم پرې سرګردانه کړي ، ښاغلی لیوال چې کله له امریکا څخه راستون شو ، نو همدغه ارماني خبرې یې له ځان سره راوړې لومړی یې په روهي ویب پاڼه کې لیکوالي پرې پخه کړه او وروسته یې دګوند جوړولو هڅې پیل کړي .
ښاغلی لیوال چې ځان او خپل ملګري افغان انسانان بولي، دخپل فعالیت لپاره یې دری مرحلې ټاکلې چې دی یي ویښتیا ، روښانتیا او بدلون بولي ، دوی چې څوکاله وړاندې دویښتیا په پړاو کې وو او تانګونه یې ایستل ، شعار یې فن سالاري یا تکنوکراسي وو ، دوی ویل دافغانستان دبحران جرړه شل تنه علم دښمنه جګړه ماران دي ، چې روشنفکرانواو ماهرو کدرونو ته د سیاست اجازه نه ورکوي ، ترڅو دهلمند سیند اوبه په بکوا ورسپرې کړي او د وردګو مڼو ته په غزني کې دجوسو کارخانه جوړه کړي .
دفن سالارۍ په رڼا کې دوی ته په تیرو ټاکنو یوازې اشرف غني احمدزی لایق ، ماهر او دحساب وړ روشنفکر ښکاریده نوځکه یې ترې ټینګ ملاتړ کاوو او حتی محمدیار خو یو مخ پرې مین وو .
څرنګه چې له هر پرمختلونکي جریان څخه په انکشافي مرحله کې دنورو ښو کړنو او مواقفو تمه کیږي ، په داځل انتخاباتو کې تمه کیده ، چې دویښتیا له بهیر راپورې وتي روشانفکره واګوال به حتی داشرف غني په کاندیدتورۍ کې هم خبرې راوباسي چې ډیره موده دشلومیلیونرانو په منځ کې اوسیدلی او روښانتیا یې بایللې ده .
مګر دوی دانتظار خلاف داسې کار وکړ چې هیڅ تمه ترې نه کېده ، او هغه داچې دکارغه دروژه ماتي چم پرې وشو ، څو کاله یې په ملیونرانو پسې تبلیغات کول او اخر بیرته د ارګ میشتو میلیونرانو په اتڼ ورګډ شول .
پښتانه وایي
 اول چرسي وې اوس بنګي شوې
 خدای دي کړي خیر شرابي نه شې مینه
 واګوال چې دویښتیا په بهیر کې فن سالاران وو ، کله یې چې سترګې روښانه او په ګټه تاوان پوی شول نو دروښانتیا پړاو یې د فاسدو میلیونرانو په ملاتړ ولمانځه ، نه پوهیږو د دوی دبدلون پړاو به کوم او څنګه وي ؟؟؟