چين ته د مشرف سفر؛ د تيښتي وروستى هڅه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5893
غلام جيلاني ځواك
دخبریدو نیټه : 2006-02-25

غلام جيلاني ځواك
 پاكستان ته د حامد كرزي له سفر نه سمدلاسه وروسته چين ته د پاكستان دپوځي واكمن جنرال پرويز مشرف سفر يو دوه په ښكاره بيلي، بيلي خو په حقيقت كي نښتي پيښي دي، ښاغلي حامد كرزي پاكستان ته پخپل سفر كي په ډاګه له ترهګرو نه د پاكستان دملاتړ خبره وكړه او ويي غوښتل چي پاكستان نور خپلي دي لوبي ته د پاي ټكي كيږدي، تر دي دمخه پرباجوړ د ائتلاف دپوځونو بريد او هلته د القاعدي د لوړپوړو چارواكو مړيني همدارنګه په امريكا كي د پاكستان د لومړي وزير شوكت عزير ته د امريكايي چارواكو لخوا سوړ هركلي پاكستان ته دا جوته كړه چي نور په افغانستان كي نشي كولاي خپلي دوه مخي پاليسي ته ادامه وركړي، كيداي شي دا خبره د شوكت عزيز او امريكايي چارواكو ترمنځ هم مطرح شوي وي. څو ورځي وروسته د امريكا ولس مشر جارج بش د سيمي د سفر په ترڅ كي پاكستان ته هم راروان دي او په دي ليدنه كي به هرو مرو د ترهګري پرضد جګړه كي د پاکستان دوه مخی پالیسی تربحث لاندی راځي، نو اوس چي افغانستان له پاكستان څخه په جدي توګه غواړي ترڅو خپله دوه مخيزه پاليسي پريږدي او پاكستان به د امريكا د ولس مشرله دي سوال سره هم مخ كيږي چي پاكستان ولي تراوسه د ترهګري په وړاندي رښتني ګامونه نه دي پورته كړي، نو چين ته دپاكستان دولسمشر سفر ځانګړي اهميت غوره كوي. دترهګري پرضد جګړه كي پاكستان د نړيوال ائتلاف يو غړي دي، او په دي توګه مكلف دي چي د ترهګري په لمنځه وړلو كي هرڅه چي يي په وسه وي وكړي. خو ورځ په ورځ روښانه كيږي چي پاكستان په تيرو څلورو كالوكي له دوه مخي كار اخستي او همدا اوس هم په پاكستان د ترهګري د روزني كمپونه شته او هلته ترهګر روزل كيږي، او د پاكستان د پوځ او استخباراتو په مرسته اوملاتړافغانستان ته ليږل كيږي.
 پاكستان اوس په يو دوه لاري ولاړ دي، له يوي خوا نشي كولاي نور دنړيوالو په سترګو كي خاوري وشيندي او له بلي خوا نشي كولاي د ترهګري اوبنسټ پالني له ملاتړ نه لاس واخلي، لكه دمخه چي مي هم څو واري ويلي بنسټ پالنه او ترهګري دګاونډيانو په وړاندي دپاكستان ترټولو غوڅونكي او تيره وسله ده او پاكستان پري كلونه كلونه پانګه اچونه كړي، نو اوس پاكستان خپلي اخري هڅي كوي ترڅو وكولاي شي خپل اوسني پاليسي ته نوره هم ادامه وركړي، چين ته د پرويز مشرف سفر او پر افغانستان اوهند د بلوچستان په پيښوكي د لاس وهنو تورونه د دي هڅو يوه كړي ده، پاكستاني رسني چي شديداً د پاكستان د استخباراتواوبيا په تيره دآيي ايس آيي تر څارني لاندي دي له يوي مودي راپديخوا تور لګوي چي ګواكي هند په افغانستان كي د خپلو كونسلګريو له لاري د بلوچستان په پيښوكي لاسوهنه كوي، دا تورونه چي هيڅ كوم بنسټ نلري د پاكستان يوه هڅه ده چي په دي توګه غواړي د افغانستان د هغو ګوتنيونو نه د تيښتي لار پيداكړي چي ترهګري د پاكستان لخوا روزل كيږي او افغانستان ته راليږل كيږي. همدارنګه د چين نه د پرويز مشرف د ليدني موخه پاكستان ته دوروستيو ننګونو په وړاندي د هغه هيواد د ملاتړ لاس ته راوړل دي. د شنګهاي د لومړني كانفرانس نه راپديخواداسي هڅي رواني دي چي د روسيي، چين، ايران او پاكستان په ګډون په سيمه كي د امريكا د سياسي، اقتصادي او پوځي وړاندي راتګونو په وړاندي يو سيمه ييز ائتلاف جوړ شي.
 اوس چي پاكستان ويني نور امريكا ته هغه اهميت نلري كوم چي د سوړ جنګ پرمهال يي درلود، نو هڅه كوي د امريكا پرضد دنوي ائتلاف سره د خپلو اړيكو په ټينګولو امريكا ته خپل ضرورت يو ځل بيا رابرسيره كړي او امريكا دي ته اړكړي ترڅو بالكل يي له پامه ونه غورځوي. كه نه نو پاكستان به په ډيره آسانه د روسيي، چين او ايران د آئتلاف غيږي ته ولويږي.
 امريكا اوس هم د ترهګري او نشه يي توكو پرضد په جګړه او په سيمه كي د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو د خوندي كولو په خاطر د سيمي دټولو هيوادونو ملا تړ او همكاري ته ضرورت لري، او كه امريكا ونشي كولاي د سيمي د هيوادونو ملاتړ اوهمكاري لاسته راوړي نو د ډيرو ستونزو سره به مخ شي. په ښكاره داسي بريښي چي پاكستان به د چين دملاتړ په ترلاسه كولو وكولاي شي چي امريكا دي ته اړ كړي ترڅو د ترهګري سره په جګړه كي د پاكستان له دوه مخي پاليسي په پاكستان كي ولسواكي او دبشري حقونو د پښو لاندي كيدو په پيښو سترګي پټي كړي اوپه دي توګه به پاكستان په سيمه كي د خپلو موخو ترلاسه كولو په خاطر وكولاي شي تر يو مناسب وخت پوري فرصت ومومي.
 خو پاكستان په دي هكله څو مهم ټكي له ياده باسي، لومړي دا چي د امريكا پرضد يو سيمه ييز ائتلاف لا تراوسه يواځي يو ذهني انځور دي او حقيقي بڼه يي لا نه ده نيولي.همدارنګه په سهيلي اسيا كي هيڅ كومه ټلواله نشي كولاي هند له پامه وغورځوي او هيڅ داسي دليل نشته چي هند دي په يو داسي اتحاد كي ګډون وكړي چي هغه پاكستان ته دخپلو سيمه ييزو موخو د پوره كيدو په لار كي مرستندوي وي. له بلي خوا د چين، هند، پاكستان، ايران، روسيي او پخواني شوروي اتحاد نه آزاد شويو هيوادو ترمنځ دومره شخړي او ستونزي موجودي دي چي په دي سيمه كي د ناټو په شان ديو رښتوني سياسي، اقتصادي ا و پوځي اتحاد مخه نيسي. همدارنګه هيڅ داسي شواهد نشته چي چين دي دا مهال وغواړي په سيمه كي نيغ په نيغه د امريكا ګټي وننګوي، ترڅو چي د هند پوري تړلي ده نو دهند اوامريكا اړيكي اوس په پرتليزه توګه د امريكا سره د سيمي تر ټولو هيوادونو ښي دي. اوس د يو داسي اتحاد د منځ ته راتګ شونتيا ډيره كمزوري بريښي.نو چين ته دمشرف سفر داسي بريښي لكه يو سيلاب وړي سړي چي د اوبو ځك ته هم لاس اچوي.
 په همدي بنسټ ده چي مشرف له چين نه تش لاس راغي، او د چيني مشرتابه لخوا ورسره هيڅ كومه داسي ژمنه ونشوه چي دمشرف ملا وتړي، مشرف په دي سفر كي يواځي وكولاي شول د زلزله ځپلوسيمو د بيا رغوني لپاره يو اوږد مهالي پور ترلاسه كړي. چي دا خبره كوم لوړ سياسي اهميت نلري.
 مشرف بايد نور په دي پوه شي چي پاكستان اوس په يوه بنده كوڅه كي ايسار دي، او يواځي يوه لار لري، او هغه د ترهګري او بنسټ پالني پرضد په جګړه كي خپله دوه مخي پاليسي پريښودل دي. پاكستا بايد نور په پاكستان كي د ترهګري ټول كمپونه وتړي د ترهګرو او بنسټ پالو مالي سرچيني وچي او سياسي ملاتړ له منځه يوسي. پاكستان نه خو د خپلي دوه مخي پاليسي لپاره د كوم بل هيواد ملاتړ ترلاسه كولاي شي او نه خو په بلوچستان كي د پيښو په اړه پرافغانستان او هند تورونه يي ژغورلاي شي، دا تورونه ټولوته مالوم دي چي بي بنسټه دي، البته داسمه ده چي په بلوچستان كي د پنجابي استعمار په وړاندي پاڅون روان دي خو كومه وسله چي پاڅون كونكو سره ده هغه هماغه وسله ده چي د آيي ايس آيي د جهاد دپاليسي له بركته په ټول پاكستان كي خوره ده او هماغه وسله ده چي پاكستان يي ترهګرو ته د افغانستان پرضد وركوي اوهغوي يي بيا بيرته په پاكستان كي پلوري، وايي چي څه كري هغه به ريبي، پاكستان چي په تيرو دري لسيزوكي په سيمه كي كوم اور كرلي اوس وخت دي چي پاكستان يي پخپله وريبي. كه پاكستان نور هم خپلي همدي پاليسي ته ادامه وركړي نو هغه وخت لري ندي چي باجوړ، وزيرستان او بلو چستان نه، بلكي پخپله اسلام آباد هم د خپل لګولي اور په لمبو كي وسوځيږي.