ښه به داوى چې لومړى په يوه موضوع باندې ځان ښه پوه کړو اوټول اړ خونه ېې وڅيړو بيا ددې تصميم ونيسو چې څه بايد وکړو.په اټکل باندې ګډا او نڅا هغه هم په يوه داسې ملت کې چې ميندي، خويندې د هيواد په ټولو برخو کې هيڅ نه لري. په هر صورت اوس به راشو چې اتم د مارچ ولې د ښځو د نړيوالې ورځ په نوم ياده شوه .په ( ١٨٧٥) اتم د مارچ د نيو يارک ښار کې يوه ډله ښځې چې د نساجي په فابريکه کې ېې کار کاوه د ځينې سختو شرايطو، لږو پيسو، د کار د کموالي په هکله ېې اعتراض وکړ او باا لاخره ټولې کوڅو ته راووتې او د خپلو حقوقو لپاره ېې قيام وکړ.
په ١٩٠٨ کال دمارچ په اتمه نيټه په همدې فابريکه بيا قيام وکړ چې دا ځل ځينې زندانې او ځينې د پوليس لخوا ونيول شوې . په ١٩١٠ کال اتم د مارچ د غه ورځ په نړيواله ورځ ونوميده. چې په دې حساب تقريبا ١٣٢ کاله په نوم د برابري او ازادي لمانځنه کيږي . کمو نستان ېې په کارګري او ډلې په نوم ځان ته کشوي او د هغو په قيام او ازادي افتخار کوي بربريت يا سوسياليزم ، برابري، ازادي.
اوس به راشو هغه تاريخ به چې ژوندۍ ښځې په ګور کيدې ، هغه شيبې او ګړۍ به چې په لورانو به خلک شرميدل ، هغه حالت چې ښځې په ډاګه خر څيدلې او هغه اعمال چې د انسانيت په چوکاټ کې ېې هيڅ ځاى نه درلود له ١٤٠٠ کلن تاريخ سره ١٣٢ کاله ښه مقا يسه کړي او بيا لاړ شى او زمونږ دين کې د يوې ښځې عفت، عظمت، نيکمرغي، عطوفت، مهرباني ، مرحمت او کوم حق چې په اسلام کې ورکړ شوي، ښه وڅيړى . اوس بې له پلمې او هر ډول کرکې انصاف ستاسو په لاس چې مونږ خپل فرهنګ وپالو او که بيګانه؟ زه په هيڅ صورت د ښځو د حقوقو مخالف نه يم .
زمونږ په دين، فرهنګ ، کور ، کلي ، ښار، او هيواد کې ناموس زمونږ ګا ڼه ده. زمونږ غيرت ده او زمونږ عزت. زه فکر کوم چې ددغه قدرمن موجود شتون په يوه ورځ نه بلکې ٣٦٠ ورځو څخه هم د مور، خور او ناموس مقام لوړ دې کوم چې الهي د جنت ګټنه د مور پښو لاندې ګڼي او خداى (ج) ښځه او نر يو د بل لباس ګڼلي. داچې بيا سياست بازان ، زورګويان، او نو ر سالاران څه کوي دا بيا د هغوکونډو رنډو کار نه دى چې د يوې مړۍ ډوډۍ په انتظار شپې او ورځې سباکوي. څوک زمونږ د ناموس حقوق استثمار کوي؟
له بده مرغه زمونږ هيواد کې د يوه محدود نامعلومه سياست تر نوم لاندې بې خبرو ا ماتورانو ته چې په خپله ژبه هم نه پوهيږي دغه ورځ په لاپو او شاپو کې لمانځل کيږي.
په درناوي