افغان سيد جمال الدين

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58948
ليکوال: فرهاد داوري
دخبریدو نیټه : 2014-03-10


پدي وروستيو دوو پيړيو کې د اسلامي فکري اصلاحي غورځنګونو د مخکښانو څخه يو نامتو او ټولمنلی مخکښ افغان سيد جمال الدين دی، چې د فکري چېني څخه يې نه يوازي افغاني روحانينو او علماوو اوبه وچېښلي بلکي د ټولي اسلامي نړۍ تنده يې ورماته کړه. افغان سيد که څه هم د نړۍ په بېوزله اسلامي هېواد (افغانستان) کې وزيږيدی، خو ډير ژر يې د نړۍ پرمختللي او مخکښ اسلامي او غيري اسلامي هېوادونه د خپل فکري قوت او ذهني تيزوالي په زور باندي خبر کړل. له همدي کبله نړيوالو د افغانستان په غيږ کې دي زيږيدلي بچي ته د (شرق نابغه) لقب ورکړ. افغان د اسلامي نړۍ راويښول پيل کړه او مسلمانان يې د ويښتابه غورځنګ پيلولو ته وهڅول. ددي ترڅنګ افغان مسلمانان د اصلاح لورې ته هم متوجه کړل، چې اصلاحي افکار او هڅي يې هم ګړندۍ کړي. د افغان سيد غورځنګ هم فکري و او هم ټولنيز و، ده د اسلامي نړۍ درد ددوو شيانو څخه تشخيص کړی و، يو داخلي استبداد او بل بهرنی استعمار، چې د همدي دوو دردونو پر وړاندي يې ټېنګه مبارزه وکړه.
افغان هڅه کول، چې اصلاحي افکار د مسلمانانو په ذهنيتونو او ټولنيز ژوند دواړو کې خپاره کړې، ترڅو په اسلامي نړۍ کې اصلاحات راسي. دده مبارزه په يوه ښار، ولايت، هېواد او لويې وچې پوري تړلې نه وه، بلکي ده هڅه کول،چې ټوله اسلامي نړۍ د غربي استعمار څخه خلاصه کړې او ټول هغه خرافات چې د جهالت او ناپوهۍ له امله په مسلمانانو کې شتون لري، له منځه يوسي. له همدي کبله دده تل د سفر موزي په پښو وي او هېوادونو ته يې سفرونه کول، چې د اسيا، اروپا او افريقا لويې وچې يې څو واره تر پښو وکښلې. افغان چې به هر هېواد ته تلی په هغه هېواد کې يې د بېلابېلو ټولنيزو ډلو سره اړيکې نيولي، ترڅو د ټولني د ټولو پوړونو پر زړونو او افکارو باندي نفوذ پيداکړي، د ځېنو څيړنکو په ليکنو کې راغلي دي، چې افغان سيد د ځېنو اسلامي هېوادونو په فوځونو کې هم ورګډيدی، چې د فوځيانو او نظاميانو زړونه لاسته راوړي.
بېلابېلو هېوادونو ته د افغان سفرونه ددي لامل سول، چې نوموړي هېوادونه، سياسي رژيمونه او شخصيتونه يې د نژدي وګوري او هرڅه د نيژدي وڅاري. همدارنګه هغه څه چې په نوموړو هېوادونو کې روان وي، د هغه په اړه ريښتني معلومات لاسته راوړي. افغان سيد د خپلو زياتو سفرونو او ټولنيزو اړيکو پر بنسټ هغه نړۍ چې ده ژوند پکښي کوی، و پېژندل او د اسلامي نړۍ په هغودردونو چې ده يې د حل لپاره مبارزه کول، وپوهيدی، له همدي کبله افغان نړۍ په خپلو سترګو وليدل او روانې نيمګړتياوي يې د نيژدي وليدلي.
لکه مخکي چي مو وويل افغان سيد د اسلامي نړۍ دردونه د داخلي استبداد او خارجي استعمار له امله تشخيص کړل او ددي دوو ناوړه پديدو پر وړاندي يې د ژوند تر پايه نه ستړې کيدونکي مبارزه وکړه. ده ددي دوو فلج کونکو لاملونو د له منځه وړلو لپاره د مسلمانانو سياسي پوهاوی او په سياسي بهير کې ددوی ګډون واجب او لازم ګڼی. همدارنګه دده په آند مسلمانان د خپل عظمت او لوړوالي د لاسته راوړلو لپاره بايد لومړنې اسلام ته ستون سي، يانې هغه خرافات چې د بشريت د ستر لارښود نبي کريم (ص) د رحلت څخه وروسته په اسلام کې راغلي دي، هغه بايد له منځه يوړل سي او مسلمانان بايد يوازي د قران او سنتو پيرو وه اوسي، چې د اسلام په ريښتني توګه پلي کول به مسلمانان د عظمت لوړو پوړيو ته ورسوي. د افغان په آند بداعت پالنه او د خرافاتو زياتوالی ددي لامل سوی چې مسلمانان د زوال او لوېدني سره مخ سي.
افغان سيد مسلمانانو ته د يوالي سپارښتنه کول او د نفاق هغه ناوړه لاسونه چې د ښکېلاکي ځواکونو لخوا اسلامي نړۍ ته را اوږده سوي وه، د زړه په سترګو ليدلي وه او د هغو د بنديدو لپاره يې مبارزه کول.
هر چيري چې افغان سيد تللی ، هلته يې داسي فکري، اصلاحي او علمي انقلاب راوستئ، چې کلونه کلونه او پيړۍ پيړۍ يې اور نه دی مړ سوی او ډيري تپي تياري يې په خپلو وړانګو روښانه کړيدي. افغان سيد هڅه کول چې د بيدو خلکو په نفسونو کې سياسي شعور پيداکړي او د بشريت په جامدو وګړو کې فکري او اصلاحي غورځنګ رامنځته کړي.
افغان سيد او سُني- شعيه مذهبونه:
افغان سيد د خپلي مبارزي په ترڅ کې په اسلام کې د سُني او شعيه مذهبونو په پېژندنه او په دوی کې د نفوذ لارې چارې هم وپېژندلي، ده د سُني مذهب اغيز او رول د استعمار او ښکېلاک پر ضد باندي مهم وګڼی او سُني مذهب يې د خپل ځانګړې ارزښت پر بنسټ ارزښتناکه ګڼی، خو ترڅنګ يې د شعيه مذهب سره هم تعصب نه درلودی او د شعيه مذهب رول ته هم قايل و. که څه هم افغان سيد سُني مذهبه و، خو د شعيه مذهبه روحانينو او مخکښانو سره هم ده نا پايه اړيکې درلودي او پر زياتو هغو پديدو باندي چې پر اسلامي نړۍ باندي يې اغيز ښيندی د شعيه روحانينو مرسته غوښتل او زياتو شعيه روحانينو ته يې د ليکنو، پيغامونو او نورو لارو په مرسته د خپل زړه دردونه استول. افغان سيد بي تعصبه او د ملي او نړيوال اسلامي فکر خاوند و، نو ځکه ده ټول مسلمانان هغه که د هر مذهب او لارې پيرو وه، د يوه اسلامي چتر لاندي ګڼل او ټول يې د هغو خطرونو پر وړاندي چې اسلام ته متوجه وه، يو موټي ګڼل، دده ملي او د يوالي فکر تر دي بريده عام و، چې يو شمېر ايراني شعيه متعصبه ليکوالان په خپلو ليکنو کې افغان سيد شعيه مذهب ته مايل اسلامي مفکر ګڼې، پداسي حال کې چې افغان سيد سُني مذهب مسلمان و او  د خپل عام فکر له امله دده پر مذهبي تګلاره باندي لا خلکو شک ښودلی دی، چې دا خپله دده د فکري پراخوالي ښودونکی دی.
افغان سيد او اصلاحات:
افغان سيد د مسلمانانو د پرمختګ او اسلامي ټولني د اصلاحاتو غوښتونکی و، له همدي کبله ده هڅه کول چې مسلمانان د ديني علومو ترڅنګ په عصري او ساينسي علومو باندي هم سمبال سي. دده په آند مسلمانان بايد په ساينسي او پرمختګې علومو کې د غرب تقليد وکړي، يانې دوی بايد د همدي علومو په زده کړه او کارونه کې د غرب پيرو وه اوسي، خو افغان سيد بيا د غرب د نړۍ ليد پر خلاف و، ده نه غوښتل چې مسلمانان نړۍ او جهان ته د غرب په عينکو کې وګوري. بلکي يوازي بايد په ساينسي او پرمختګې علومو کې د غرب د تجربو او لارښونو څخه ګټنه وکړي. که څه هم افغان سيد په پرمختګې علومو کې د غرب تابع و، خو ددي پر وړاندي مسلمانانو ته يې دا سپارښتنه کول، چې د  غربي سياسي او ديني مکتبونو تابع نه سي ځکه چې اسلام خپله يو غوره مکتب دی. همدارنګه لکه څرنګه چې افغان سيد د غرب سياسي ښکيلاک پر وړاندي مبارزه کول همداسي يې د فرهنګي ښکېلاک پر وړاندي هم مبارزه کول او ددي ير غلونو سره سخت مخالف و. همدارنګه د هغو پوهانو او علماوو سره هم په ټکر کې و، چې د غرب د ليدلوري پر بنسټ يې قران او سنتو ته تفسير ورکوی.
د افغان سيد په آند د اسلامي ټولني دردونه:
افغان سيد تقريباً د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه او تر زياته بريده غيري اسلامي هېوادونه تر پښو وکښل او د هري ټولني په درد باندي يې ځان پوه کړ. که څه هم د هغه مهال د نړيوالو سياسي جرياناتو محور ښکېلاک او زبېښاک و،  او له بلي خوا پر هر هېواد باندي استبدادي واکمنان وه، چې د اسلامي ولسونو زياتره دردونه د همدي دوو لاملونو څخه وه، خو بيا هم په ټوليز ډول افغان سيد د اسلامي ټولني دردونه پر پنځو برخو باندي ويشي:
(۱)- د واکمنانو استبداد؛
(۲)- د اسلامي ولسونو جهالت او ناپوهي او د نړۍ د تمدن او علم د کاروان څخه د مسلمانانو شاته پاته والی؛
(۳)- د مسلمانانو په عقايدو کې د خرافاتو زياتوالی او د لومړنې اسلام څخه د مسلمانانو ليريوالی؛
(۴)- د مسلمانانو په منځونو کې د مذهبي او غيري مذهبي په نومونو د نفاق او تفرقي اچول؛
(۵)- غربي استعمار؛
افغان سيد د همدي دردونو د له منځه وړلو لپاره د هر ډول وسايلو لکه مسافرتونو، ليکنو، مجلو، کتابونو، بيانيو، ټولنو او نورو لارو چارو څخه ګټنه کول او حتا په ځېنو اسلامي هېوادونو کې فوځ ته هم ورګډ سوی دی. افغان سيدد خپل بي ثباته ژوند او زياتو مصروفيتونو له امله په خپل شپېته کلن عمر کې واده ونکړ او کورنۍ يې جوړه نکړه. داسي ويل کيږي، کله چې افغان سيد استاني ته ولاړی هلته سلطان عبدالحميد هڅه کول چې دی ددي نړۍ په ښکلا باندي بوخت کړي او د خوندونو په نړۍ کې يې ډوب کړي، خو افغان دا هڅي بي مانا وګڼلي او ويل يې ((ما ټول ژوند د يوه مرغه په څېر د وني په يوه ښاخله کې تير کړی دی او اوس هم نه غواړم چې د ژوندانه په وروستيو شېبو کې پدي شيانو باندي ځان بوخت کړم)). يوه ورځ يوه سړي افغان سيد ته وويل چې ولي واده نه کوي، چې صالح او نيک اولاد درڅخه پيداسي؟ کله چې هغه سړی ولاړی افغان وويل ((پدي ملت کې د فلسفي روح نه داخليږي)). ددي خبري څخه د افغان موخه داوه، چې د فلسفي تکامل د يوه ملت په نسل او اولاد پوري اړه نلري، بلکي فيلسوفانو او نابغه ګان په ملت کې په ناڅاپي او اتفاقي بڼه راځي.
(۱)- د واکمنانو استبداد:
افغان سيد د مسلمانانو د دردونو څخه يو درد د واکمنانو استبداد ګڼې، چې هغه مهال پر زياترو اسلامي ولسونو باندي ظالمو او استبدادي واکمنانو واک چلوی، له همدي کبله دی ددي ستونزي څخه د خلکو خلاصون غواړي، داچي ددي ستونزي چاره د چاسره ده او دا مبارزه بايد څنګه وسي، پدي اړه دی د ولسونو ويښتيا غواړي او يوازي ولسونه ددي استبداد څخه د خلاصون لامل ګڼې، دده په آند مسلمانان بايد په مذهبي او ديني لحاظ پدي عقيده وه اوسي، چې سياسي مبارزه ددوی شرعي او مذهبي دنده ده او پردوی باندي سياسي بهير ته وردانګل واجب ده. يوازي ويښ او خوځنده ولسونه بريالي وي او هغه وخت ولسونه خپل سياسي بهير اصلاح کولای سي، کله چې د کښيناستلو پر ځای په حرکت کې وه اوسي.
افغان سيد خلکو ته دا سپارښتنه کوي، چې په اسلام کې دين او سياست سره بېل ندي، تاسو غافله کيږي مه سياست په دين پوري تړلی دی. نو ځکه د دين او سياست په يوالي بايد وپوهيږو.
افغان سيد د مسلمانانو د دردونو د چاري لپاره داسي طرحه وړاندي کوي، چې دين او سياست بايد سره بېل نسي او مسلمانان په شرعي لحاظ پدي باندي مکلفه دي، چې سياسي پوهه تر لاسه کړي او سياسي بهير ته ورودانګي. خپله افغان هم د وخت د ظالمو واکمنانو سره په سنګر کې ولاړ و او خپلو پيروانو ته يې هم د هغوی سره د مبارزي سپارښتنه کول، تر دي بريده چې د ايران د ديکتاتور ناصر الدين شاه مرګ هم دده په سپارښتنه تر سره سوی دی( ).
(۲)- د نوو علومو زده کړه:
افغان سيد هڅه کول، چې مسلمانان د معاصرو او ساينسي علومو زده کړه هم وکړي، يانې اسلامي دولتونه بايد د ټکنالوژۍ او ساينس له اړخه هم پرديو ته اړتيا ونلري. له همدي کبله افغان سيد په خپلو بيانيو او ليکنو کې مسلمانان د غرب د پرمختګي علومو زده کړي ته هڅول. که څه هم افغان سيد پدي برخه کې هم زياتي بيانيي ورکړي او ليکني يې کړي دي خو په عملي لحاظ يې داسي کوم اقدام ندی کړی، چې ساينسي وسايل جوړ کړي او يادي خلکو ته په فني ډول زده کړه ورکړي. يوازي افغان سيد د خپلو بيانيو په ترڅ کې مسلمانان دي برخي ته هڅولي دي.
افغان سيد د بشري ټولني پرمختګ په صنعت او کسب کې بولي، دی د خپلو خبرو په ترڅ کې داسي څرګندوي، چې زموږ لپاره صنعت او کسب دومره اړين دی لکه د انسان په بدن کې چې اندامونه اړين دي، پدي اړه د افغان سيد د هغې وينا يوه برخه را خلو کومه، چې يې په آستاني کې يوه کنفرانس ته کړي وه دی وايې ((په بشري ټولنو کې هر صنعت او کسب د انساني ټولنو په پر مختګ او هوساينه کې دومره ستر رول لري، لکه چې د يوه انسان په وجودکې يې چې د جسم اندامونه لري او ځېني دندي اجرا کوي، خلاوي ډکوي او په پای کې انساني فرد د ګټو د لاسته راوړلو او د هوسا ټولنيز ژوند د تامينولو لپاره چمتو کوي)). پدي بيانيه کې افغان سيد پاچا د ارادي او تدبير د مرکز او کسبونه يې د بدن دغړو سره تشبي کړل او وه يې وويل د داسي غړو څخه به يو نيک بخته انسان جوړيږي. او همدارنګه ددي ډول صنعتونو څخه يو مترقي او پر مختللی هېواد منځته راځي او ترڅو چې يو جسم روح ونلري، ژوند نسي کولای. څنګه چې نبوت د خدای تعالي په بخشش او ډالۍ پوري اړه لري او د زيار او زحمت له لارې نه تر لاسه کيږي، خو حکمت او صنعت د فکر او پوهي پايله او محصول دی( ).
د افغان سيد د پورته خبرو څخه داسي معلوميږي، چې دی کسب او صنعت د ټولني د ډيرو اړينو برخو څخه ګڼې دی د ټولني مادي پرمختګ ته هم تر هغه بريده ليواله دی، لکه څرنګه چې معنوي پرمختګ اړين دی.
(۳)- لومړنې اسلام ته ستنيدل او د خرافاتو ليري کول:
ددي څخه د افغان سيد موخه په قران او معتبرو سنتو باندي عمل کول دي، دده په آند هغه خرافات او بداعتونه چې په اسلام کې ور ګډ سوي دي هغه بايد وپيژنو او له منځه يې يوسو؛ نو ځکه دی خلکو ته د لومړنې اسلام بلنه ورکوي، نه د هغه اسلام چې د جهالت او ناپوهۍ له امله خراب سوی دی.
افغان سيد هڅه کول چې د مسلمانانو په فکرونو کې اصلاحي تخم وشيندي او ټول هغه افکار چې د اسلام سره په ټکر کې دي او د پرديو لخوا د اسلام د کمزورتيا لپاره په خلکو کې مروج سوي دي له منځه يوسي، ده د فکري اصلاحاتو لړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې را پيل کړه، چې زيات اغيز يې د مصر او ترکي پر خلکو باندي وکړ او د همدي دولتونو زياتره اصلاحات او ريفورمونه هم د همدي ستر افغاني فيلسوف له برکته وه.
(۴)- پر اسلامي مکتب باندي باور:
افغان سيد هڅه کول، چې مسلمانان په ژوره او بنسټيزه توګه مومنان کړي او دوی پدي باندي پوه کړي، چې په نورو ايډيالوژيو او مکتبونو پسي ونه ګرځي، اسلام خپله هغه ايډيالوژي او مکتب دی، چې مسلمانانو ته ساتنه او بريا ورکوي او د خارجي استعمار او داخلي استبداد څخه يې ژغوري او بالاخره مسلمانانو ته عزت او سوکالي ورکوي. مسلمانان بايد پدي باندي ټينګه ګروهه ولري، چې نورو مکتبونو او سياسي ايډيالوژيو ته اړتيا نلري، بلکي همدا اسلام دی، چې دوی د بريا لوړو پوړيو او د دواړو نړيو خوشبختيو ته رسوي. له همدي کبله افغان سيد د اسلام پر ښېګڼو او ګټو باندي زيات بحث کوي دی وايې دين د وګړو عزت، مسؤليت، او بريا ده، دين هم علم دی او هم عمل، دين د فساد پر وړاندي مبارزه او ښيګڼو ته بلنه ده، دين جهاد دی او دين د تاوتريخوالي او زور زياتي پر وړاندي مبارزه ده...
افغان سيد پدي خبره ټېنګه ګروهه او باور لري، چې د اسلام دين د جوهري مسايلو له پلوه عام دين دی او د ټول عالم لپاره منځته راغلی دی. همدا دين د بشري ټولنو د اصلاح، سمون او پرمختګ په لاره کې کامل او بشپړ قدرت دی او اعظمي قوت لري، ځکه چې پدي دين کې روحي قدرت موجود دی او په هر پېر کې د متغيرو ظروفو لپاره مناسب او وړ دی.
افغان سيد الهي اسلامي فلسفي ته ټينګ ګروهمند و او همدا فلسفه يې تدريس کول، چې خپل پيروان يې هم د الهي اسلامي حکمت وه زده کړي ته بلل. د افغان سيد د نامتو زده کونکو څخه چې وروسته به په تفصيل سره ولوستل سي يو هم شيخ محمد عبده دی، چې د فلسفي وه زدکړي ته يې تشويق کړی و او وروسته يې د همدي افغان فليسوف د پوهي په برکت زيات کتابون وليکل او په عربي نړۍ کې يې زيات فکري او ټولنيز اصلاحات راوستل.
(۵)- د بهرني ښکېلاک پر وړاندي مبارزه:
افغان سيد د هر ډول اقتصادي، سياسي، فرهنګي... بهرني ښکېلاک پر وړاندي مبارزه کول. افغان سيد له سياسي اړخه د اسلامي دولتونو په کورنيو چارو کې د بهرنيو په ځانګړي ډول د لويديځو دولتونو لاسوهني نه منلي او پر وړاندي يې ټېنګه مبارزه کول. افغان سيد په ختيځ او په ټولو اسلامي دولتونو کې عام وګړې او دولتي چارواکي په ځانګړې ډول د انګريزي ښکېلاک څخه د خلاصون لپاره راوپارول او ډير ژر يې په ختيځ کې د انګريزي سياست غځيدلي ريښي له منځه يوړلي، خو ددي ترڅنګ يې د انګريزي ښکېلاکې ځواکونو څخه زيات زيانونه هم وليدل.
همدارنګه افغان سيد د لويديځو دولتونو د اقتصادي ښکېلاک سره چې د زبېښاک په بڼه يې د اسلامي وګړو شتمنۍ تر خېټه لاندي کولي او ددوی د خولو او زحمت ثمره يې جيب ته اچول، هم ټکر و. ده مسلمانان پدي وپوهول، چې ستاسو اقتصادي زيرمي بايد يوازي ستاسو د ګټو او د ژوند لپاره وکارول سي، مه پريږدئ چې پردي ستاسو ددي زيرمو څخه په خپله ګټه استفاده وکړي.
ددي ترڅنګ افغان سيد ټول هغه فرهنګی او کلتوري يرغلونه چې د لويديځو دولتونو لخوا پر اسلامي ارزښتونو باندي ترسره کيدل، په ډير مايکروسکوپي ډول وليدل او خلک يې د همدي يرغلونو په زيانونو باندي پوه کړه. نو افغان سيد نه يوازي يواړخيز فکر کاوه بلکي ده د ژوند ټولو اړخونو ته فکر کاوه او مسلمانان يې په هره برخه کې پياوړي کول.
افغان سيد هڅه کول چې د مسلمانانو شعور د خارجي استعمار او داخلي استبداد پر وړاندي فعاله کړي او پدي برخه کې دين او سياست سره وګنډي. نو ځکه ده همدي طرحي ته تر هرڅه لومړيتوب ورکوی.
وروسته د افغان سيد د همدي طرحي پر وړاندي ځېنو سياستوالو او مسيحي عربانو د دين او سياست د بېلتون (سيکولاريزم) آندونه خپاره کړل. دا څرګنده خبره وه، که چيري سياست په دين پوري وتړل سي بيا به نو مسيحي عربانو ته هيڅ رول او ارزښت نه ورکول کيدی، نو ځکه دوی هڅه کول، چې حکومت او دولت يوازي دنياوي بنسټونه وګڼې او د مذهبي او ديني آرونو پر بنسټ حکومت ونکړي، يانې خلک بايد په عقيدوي ډول د نوموړو حکومتونو تابعت ونکړي، بلکي يوازي د ښو خدماتو په وړاندي کولو او د غوره کړنو په کولو سره ددوی اوامر ومنل سي. د دين او سياست ترمنځ د بېلتون لپاره کمال اتاتورک زيات کار وکړي، چې په اسلامي نړۍ کې ددي لاري مخکښ ګڼل کيږي، دده سره پدي برخه کې يو شمېر مسلمان خو غرب پالونکي روڼ آندان هم ملګري وه، چې دين او سياست يې سره بېلوی. دا مسلمانان روڼ آندان د هغو واکمنانو پر وړاندي راپورته سول، چې د ديني واک څخه په ګټې اخيستني يې پر ټولني باندي ناوړه اوامر پلي کول او د کږليچونو پر خوا روان وه، له همدي کبله ځېني اسلامي ليکوالان، روڼ آندان او پوهان د دين او سياست د بېلتون په لټه کې وه.
د دين او سياست د يوالي څخه د افغان سيد موخه دانه وه، چې واکمنان دي د دين په نامه پر ټولنه ناروا واکمني وکړي، بلکي دده موخه داوه چې مسلمانان بايد په سياسي بهير کې ورګډيدل خپله ديني وجيبه وګڼې او سياست بايد په دين پوري وتړل سي، که سياست د دين څخه بېل سي داسي مانا لري لکه چې د اسلام څخه ډير مهم غړی پريکړل سي. د يادونې وړ ده، چې سياست بايد په دين پوري وتړل سي او دين بايد په سياست پوري ونه تړل سي ځکه چې سياست د دين يوه برخه ګڼل کيږي.
(۶)- اسلامي يوالی:
په ښکاره او څرګند ډول د لويديځ پر وړاندي د لومړي ځل لپاره افغان سيد د اسلامي يوالي اواز پورته کړ، ددي يوالي څخه دده موخه مذهبي يوالی نه و، بلکي ده هڅه کول، چې ټول مسلمانان هغه که مذهبي وي او که يا غيري مذهبي وي، بايد د غرب او صليبي يرغلونو پر وړاندي چمتو وه اوسي. ده مسلمانانو ته دا څرګنده کړه چې تر اوسه لاپه غربي دولتونو کې په ځانګړې ډول په انګلستان کې صليبي غورځنګونه د اسلام د کمزورتيا لپاره هڅي کوي، تر اوسه لا د اسلام پر وړاندي زيات صليبي پلانونه او دسيسي جوړيږي.
د افغان سيد په خبره غرب د آزادۍ او بي تعصبۍ ماسک اغوستۍ خو په حقيقت کې د اسلام سره د زيات تعصب پر بنسټ حرکت کوي. نو ځکه مسلمانان بايد په سياسي ډول په يوه صف کې ودريږي او ددوی په شومو پلانونو پوه سي. د افغان سيد په آند تعصب دوه ډوله دی، هغه تعصب چې انسان د ټولني څخه باسي او سړی ړندوي هغه بد دی خو هغه تعصب چې د خپلو معتقداتو او ارزښتونو د ساتلو لپاره وي هغه نه يوازي بد ندی، بلکي هغه ډير مهم دی. افغان سيد پدي اړه وايې ((لکه څرنګه چې اروپايان د مسلمانانو ترمنځ ټينګ پيوندديني اعتقادات ګڼې نو ځکه هڅه کوي، چې د تعصب په نامه ددوی ترمنځ بېلتون راولي، پداسي حال کې چې اروپايان خپله تر هر چا ډير په ديني تعصب کې غرق دي)).
د افغان سيد دا وړاندويني هغه وخت لا ښه په ثبوت ورسيدلي، کله چې اروپايې افسر د يهودي لښکرو مشر و او بيت المقدس يې د مسلمانانو څخه ونيوی او د اسرايلو صهيونيستي حکومت ته يې تسليم کړ باره يې وويل، چې اوس نو صليبي جګړې پايته ورسيدلي.
همدارنګه د ملت پالني او قوميت مفکوري چې په سياست کې ورته (نيشنليزم) ويل کيږي، لکه پان عربيزم، پان ترکيزم او داسي نور، همدارنګه د اسلامي مځکي ويشل د قومي، مذهبي او ملتي پولو پر بنسټ، ټول هغه څه وه، چې  د اسلامي يوالي پر وړاندي تر سره کيدل او د اسلام د ويشلو لپاره پلانونه وه.
(۷)- د اسلامي ټولني د جهادي مبارزي پيلول:
افغان سيد چې هڅه يې کول د مسيح په څېر اسلامي ريښتنۍ روح په مسلمانانو کې ځواکمن کړي او مسلمانان د اسلامي غيرت پر بنسټ مبارزي ته وروبولي، نو ځکه يې په اسلام کې اړين خو هير سوی رکن (جهاد) را ژوندۍ کړ، دده په آند که يهوديان او مسيحان صليبي روح ژوندۍ ساتي موږ بايد جهادي روح ژوندۍ وساتو. د عربو د سياسي آندونو د تاريخ په کتاب کې راغلي دي:
((افغان سيد انګلستان نه يوازي ښکېلاکي قدرت ګڼی، بلکي د مسلمانانو لوی صليبي دښمن يې هم ګڼی، او پدي آند و، چې د انګلستان بنسټيزه موخه د اسلام کمزورتيا او له منځه وړل دي. لکه ده چې يوار ليکلي دي، چې انګلستان ځکه د مسلمانانو دښمن دی، چې مسلمانان د اسلام پيروي کوي.  انګلستان د بېلابېلو مکاريو او چلونو پر بنسټ هڅي کوي، چې اسلامي مځکي ونيسي او نورو قومونو ته يې ورکړي. افغان سيد ددي ډول پلانونو پر وړاندي زور اړين ګڼې او پدي آند دی، چې دداسي يرغلونو مقابلي ته باي ووځو او جهاد پيل کړو)).
(۸)- د لويديځ د شومو موخو پر وړاندي مبارزه:
مسلمانان په ديارلسمه هجري پيړۍ يا په نولسمه ميلادي پيړۍ کې، په هغه څه باندي چې په لويديځ کې روان وه ناخبره وه. يوازي دوی هغه وخت د لويديځ په پرمختګونو څه ناڅه خبريدل، کله چې به يې لويديځ ته سفرونه وکړل، نو کله چې به يې د هغوی مادي پرمختګونه وليدل ډير به ځوريدل. همدارنګه دوی چې به کله د لويديځ پر مختګ او د ختيځ شاته والی وليدی نو ډير به مايوسه سول او د ختيځ او لويديځ ترمنځ يې سيالي ناشوني بلل.
داسي ويل کيږي، چې احمدخان هندي په خپل وخت کې د هندي مسلمانانو ستر لارښود و او په لومړيو کې يې د انګلستان د ښکېلاک پر وړاندي مبارزه کول، خو کله چې په ۱۲۸۴ هجري قمري کې انګلستان ته سفر وکړ، نو داسي ويل کيږي، چې هغه سفر د احمدخان هندي پر روح باندي ډير ژور اغيز وکړ. کله چې احمدخان د انګلستان تمدن، پرمختګ، او نظامي، سياسي او فرهنګي قدرت وليدی، نو دده د فکر څخه د انګلستان پر وړاندي د مبارزي فکر ووتی. وروسته دی د انګلستان او لويديځ د فرهنګ پلوی سو او د انګلستان پر وړاندي يي مبارزه ناشونې وګڼل. همدارنګه وروسته احمدخان نه يوازي د انګلستان پر وړاندي مبارزه پريښودل بلکي د هندي مسلمانانو سره چې يو وخت يې دی ستر لارښود و، هم اړيکه سسته سول، ده ته داسي فکر پيدا سو، چې ددي پر ځای چې د انګلستان سره مبارزه وسي، بايد د هغوی ملاتړ را جلب کړل سي، ترڅو مسلمانان د هندوانو پر وړاندي ځواکمن سي. بيا نو احمدخان هندی د اسلامي تبليغ پر ځای د انګريزي فرهنګ او تمدن په تبليغ باندی لګياسو. چې وروسته ستر انګريزي فرهنګه مبليغ ورڅخه جوړ سو.
خو افغان سيد نه يوازي لويديځ او انګريزي فرهنګ ځانته مات نه کړ، بلکي د هغه پر وړاندي د مبارزي ځواک يې نور هم پياوړی سو، که څه هم افغان سيد د لويديځ مادي او ټکنالوژيکي پرمختګ د قدر وړ ګڼې او کله ناکله مسلمانانو ته د هغو د زده کړې سپارښتنه کوي، خو په عقيدوي او ايماني لحاظ بيا د انګريز او لويديځ د ليدلورو او تلنلارو سره سخت ټکر دی.
کله چې افغان سيد په پاريس کې و او د (عروة الوثقي) مجله يې پر مخ بېول. نو پدي وخت کې ده هڅه کول، چې ددي مجلي د لارې  انګريز ښکېلاک وغندي او په خلکو کې يې پر وړاندي نفرت او حساسيت راپورته کړي، نو ځکه ده زياتره ليکني د انګريزي ښکېلاک د خطرونو او زيانونو په اړه کولي. سيد به ويل چې مسلمانان تر هغه د خپل دښمن د سيالۍ ندي، ترڅو چې د انګريز د اړتياوو څخه بيرون نسي او د خپلو دولتونو د اخلي استبداد ختم نه کړي. له همدي کبله ده په خپل ټول ژوند کې دا هڅه کول، چې مسلمانان د انګريز د ښکېلاک څخه خلاص کړي او مسلمانان د يوالي او اتفاق پر ټغر کښېنوي.
د افغان سيد جمال الدين آرمان:
د افغان سيد ارمان د يوموټي او اصلاح سوي اسلامي ټولني جوړيدل وه. ده هڅه کول چې نژادي، قومي، ژبني، ګوندي او نور هغه لاملونه چې د مسلمانانو د بېلوالي لامل ګرځيدل د اسلامي ټولني څخه ليري کړي او د مسلمانانو معنوي، فرهنګي او ايډيالوژيک يوالی وساتي. همدارنګه دده ارمان و، چې مسلمانان بايد د وخت او حالاتو سره سم روان، په صنعت، فن، کسب او علم باندي سمبال او د هر ډول بهرني ښکېلاک څخه خپلواکه وه اوسي. سربېره پردي ده هڅه کول چې غربي تمدن په اسلامي روح او جامه کې اسلامي ټولني ته راولي. اسلام بايد هغه لومړنی اسلام وه اوسي او هغه پاڼي، ښاخلي او څانګې چې وروسته ورسره يو ځای سويدي بايد پريکړل سي. همدارنګه په مسلمانانو کې بايد جهادي روح دننه کړل سي، چې خپل ابرو او عزت وساتي او د انګريزي ښکېلاک پر وړاندي مبارزه وکړي.