د کندهار معارف بیاهم د فساد ښکار!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58958

دخبریدو نیټه : 2014-03-12


څو میاشتي ترمخه چي د بېنوا ویبپاڼي د لاري، د کندهار د معارف ریاست د چارواکو د فساد او پرله پسې ټاکنو او منفکیو په هکله معلومات خپرېدل نو موږ ته هیله پیدا سوې وه چي ګوندي ددغه مهم ارګان چاري به د فساد څخه خلاصي سي.
خو لکه ترمخه چي ددغه ریاست د ریس او کارکوونکو پر ټاکلو د پوهني د وزارت او کندهار د ولایت مقام جنجالونه ول، چي وزارت به د ولایت سړی نه غوښتۍ او ولایت به د وزارت څخه راغلي اشخاص رخصتول، داسي فکر کیږي چي دغه جنجال لا نه دی ختم سوی خو تر ډېره ځایه زورور د کندهار والي توریالی ویسا معلومیږي.
اوس چي د کندهار د پوهني د ریس په توګه د عزیز احمد خالد په نامه یو ځوان کار کوي؛ د ویسا زور ورسره دی. لکه څنګه چي ریاستونه د ونډو او مادیاتو په مقابل ورکول کیږي نو لکه چي عزیز احمد، والي صاحب ته ونډه ورکوي.
دا خبره ځکه کوم چي عزیزاحمد  په ریاست کي بیخي په ډاډه زړه د پیسو اخیستلو او مادیاتوګټلو ته ملاتړلې ده. څو میاشتي ترمخه د مکتبونو د ترمیماتو شاوخوا څلوېښت پروژې راغلي وې، کله چي به د شرکتونو مسوولین د پروژو اخیستلو دپاره د تدارکاتو د مسوول سره ږغېدل نو هغه به موقع نه ورکوله، چاچي به غوښتل چي د قراردادونو په اصولو خبرسي نو د تدارکاتو مسوول به یې مخه نیوله او کوم ور رسېدلي اسناد او د شرکتونو نرخونه چي د یادو پروژو د اخیستلو دپاره شرکتونو ورته وړاندي کړي ول، قصدي ځنډېدلي ول. دا ځکه چي د قراردادنو مسوول، د ریس عزیز احمد د پیسو ټولولو سړی دی.  او ددغه کار دپاره یې د ځانه سره ریاست ته تازه راوستلی دی.
 دوی ډېر قراردادونه د عزیز احمد خالد خپلو شرکتونو ته ورکوي چي په څو نومونو یې ثبت کړي دي او د بایي، احمد ولي او نثار رشیدي په نومونو ، دده ملګري یې کارونه چلوي. موږته چي څونه معلومات سوي دي، ریس د ترمیماتو په کارونو کي د کیفیت په کیسه کي هم نه دی او د ډېر ټیټ کیفیت کارونه خپلو شرکتونو ته په لوړو نرخونو ورکوي.
ریس عزیز احمد د کارکوونکو او معلمینو د مقرریو په حصه کي هم فساد کوي خو په دغه برخه کي یې د څو کارکوونکو د قوله ویل کیږي چي اخلاقي فساد هم کوي، خو دغه ټکی ځکه نور نه توضیح کم چي د ځینو نورو انسانانو ژوند ته تاوان پکښي رسیږي.
نو د پوهني وزارت د درانه مقام څخه هیله کوم چي د کندهار د معارف بهیر د داسي ناوړه حالت څخه وباسي او لکه څنګه چي د لویه سره د پوهني وزیر ددغه شخص د ټاکل کېدو سره مخالف وو، هیله ده چي خپل دغه پرځای دریځ جدي ونیسي او یو سالم شخص را واستوي.

 


عصمت الله