دسقاو د زوی پوهنتون !!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58961
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2014-03-13

 

ړوند ته په وطن کې دی قحط الرجال
 هر خاین ته مشر او اولیا دی خردجال
 هر ایږ او پیل چې ټنبه یا مردار سي
 هغه زموږ د وطن سي اتل او ابدال
 له هغه خړیسو ویریږئ چې ډالرته یې
 غوړولي وي هر کنج کې د غڼي جال
 هر څوک چې هر څه کوي کوي یي
 په دې دولت کې نسته یوگوشمال
 پوه په دې دولت کې نه پیدا کیږي
 بېله نخروچال ، دلال او جولاجال
 په واکمنو کې نه پیداکیږي هیڅ څوک
 چې بنده کړې دا د ماشومانو خر و لال
 چوپر لپاره نه ورکول کیږي چاته څوکۍ
 چې مقر ر سي هغه سي دچرگانو گال
 دلته څوک آرامي او عدالت نه غواړي
 هر قاتل خوښ دی په وطن کې په جنجال
 په هر ویاړ ان دکلتور په ږیره لوبې کیږي
 هر خروان دی دلته وزیرجنرال او مارشال
***
چې دوطن له سپیر و څخه یو سي مردار
 اتومات یې قام ته تکیه کوي پارکال
 په سپینو دهغه تور دومره ښه ویل کیږي
 ان شراب اودخنزیر غوښه کړي حلال
 یو یې رهبر بولي یو یې خپل اصلي پلار
 په دې وطن کې څومره قدر لري غوړه مال
 هر نقال غواړي د شیطان ولمانځي اوبال
 چې تل عزت پاته سي په وطن کې د زولال
 دوحشي ژوو دلاسه د دې وطن دادی حال
 په دې ټول چپ وطن کې غله لري استقلال
 په خوار ملت دا د پر دو ټپل سوي بیوال
 بزرگ یې مه بوله هر یو د پردو دي ریشمال
***
دنیا وال دعالم نوم په پوهنتون ایږدي
 موږ پرې پژوال کشال، یرغمال او پیخال
 کله چې ددې ولس خدای سم کړي ا قبال
 په تروږمۍ کې ورباندې راوخيږي هلال
 کله چې الله تیر کړی دولس یو بدسگال
 یوپوهنتون دهغه په نوم کړي دابنگریوال

 یوه غونډۍ دخوار ملت یې په نامه کړي
 ته چې وایې دده دپلار دی دا بیت ما ل
 که ډلگۍ مشر وي زموږ همداسې وطنپال
 اخیر به د هیواد نوم کړي د کوم یوخیرنپال
 ډلگۍ مشره! ولي پوهنتون ،بندیخانه نه !
پر بندیخانه ایږدي څوک نوم د غلو نړیوال
 دهغه ملک چې وي پوهنتونه دغلو په نامه
 دهغه د محصلونو به څه وي ښه اعمال
 بهتره داده په خپل اولاد دهغونوم کښېږدې
 نه د وطن د اصیلو مشرانو اود خاورو پالوال
 گوره! ملت په هیڅ شی دومره نه خپه کیږي
 لکه چې تا کړه دپوهنتون په دې نومونو ملال
 ستا ثنا مي واریده ډیر سوی یې خایه مال
 سیاستوالي دی زده نه کړه سوې آخیر غسال
 تر آخیره د وطن اصیل بچی نسوې چپنکي
 ټول ملت دی خوشی کړ د یو قام سوې پوزمال
 خدا یه ژر در واخله دا دوطن دهرڅه دښمن
 رښتیا وایی نه جوړيږي شندوخاني د تور لال
 وییونه :(گوشمال) جزا ورکوونکی ؛(خرولال) دماشومانو لوبه ؛( گال) چغال ، گیدړ)؛غسال( دمړو غسل ورکوونکی)؛(ابدال ) نیک سړی ؛( پارکال ) اقتدار؛( پالوال ) وفادار؛ (پیخال ) د مرغانو فاضله؛( بدسگال) بدخواه؛(زولال) جابر؛( هلال) نوی میاشت؛ ( ریشمال) دووس؛( پژوال ) خادم؛(کشال) لانجه من؛( بیوال ) نوکر