سور رنګ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58964
عزيزالدين ((يوسفزی))
دخبریدو نیټه : 2014-03-13

  په موټر کې ناستو کسانو شور کړ،يوه چيغه کړه:
ــــ استاده! لږ ورو ځه...داڅه کوې!؟ که په ژوند تنګ يې،مونږ خو نه يو کنه..
له وروستۍ چوکۍ بل غږ کړ:
ــــ هو استاده! رښتيا وايي،لږ ايطياط کو.
دموټروان (استاد) تندی ګونځې شو،له ځانه سره وبنږېده،څوشېبې په موټر کې چوپه چوپتيا شوه،ناستو کسانو بېرته له يوبل سره خپلې خبرې پيل کړې،تر څنګ مې،ښيښې خواته دنګ،نری ځوان ناست ؤ،مخ يې ماته راواړو،په غټو تورو سترګو يې وړې سپينې عينکې وې،نري برېتونه يې درلودل،ږيره يې لنډه وه،راوړاندې شو،ورو يې راته وويل:
ــــ ډرېور ته دې پام دی!؟
 زر يې بيا وويل:
ــــ غوصه ام لا دی دی،که اوس ورنه په سړک کې دترافيکي نښو پوښتنه وکې،يوه بم جواب نکي.
ومې ويل:
ــــ بې ازموېنې يې لېسانس جېب ته کړی،څه غم يې کئ.
ځوان بيا وويل:
ــــ کاش اډه کې پرې پوه وم،که خو ورسره راغلی وم.
پدې کې مخکني کس چيغه کړه:
ــــ مخې ته وګوره استاده!!...
له چيغې سره په سړک کې دټايرونو دسولېدو غږ پورته شو،مونږ يودم په مخکنۍ چوکۍ لاسونه ولګول،د ټايرونو سوځېدونکی بوی مو حس کړ،په موټر کې شور جوړ شو،دټولو غاړې اوږدې شوې،په ډرېور يې چيغې کړې،موټر مو مخامخ ټېلرته نږدې شوی ؤ،ټېلرهم تر خپلې وسې قابو شوی ؤ خو زر ترې يو ډبل،غټ او برېتور ډرېور ښکته شو،زمونږ خواته راغی، په غوصه يې وويل:
ــــ ته ډرېور يې يا(...)!!؟
 پدې کې زمونږ ډرېور ورښکته شو،غوښتل يې چې دملامتۍ سربېره،ورسره جګړه هم وکړي،خو مخکنی کس زر ورپسې ښکته شو،دټېلر ډرېور مخ ته ودرېد،په مؤدبانه انداز يې ورته وويل:
ــــ خير دی استاده!.. ملامتي زمونږ وه،ستادې کور ودان وي چې په مونږ مخامخ رانغلې.
داځل دټېلر ډرېور له غوصې پرته وويل:
ــــ ګوره وروره! ايتاسو ټولو دمرګ و ژوند مسوليت په غاړه لري،لږ ايطياد دې وکي.
بيايې په سړک کې سپينې کرښې ته لاس ونيو او ويې ويل:
ــــ ده ته بايد متوجې شي چې بل موټر نه مخکې نه شي اوپردي لاس ته وانه وړي.
شېبه وروسته بېرته په خپل موټر کې ناست وو.
د ډرېور رنګ الوتی و،خو هېڅ يې له خولې نه وتل،يوه پرې غږ کړ:
ــــ استاده! اغه دې ندي اورېدلي چې...(ايطياد دژوند سرمايه ده).
له شاته چوکۍ نه بل غږ کړ:
ــــ استاده! که اره ورځ دې امدا حال وي؛يقين نه کوم نوره سورلۍ درسره رايشي.
پدې کې ډرېور موټر غاړې ته ودرو،په غوصه يې مخ راواړو،ويې ويل:
ــــ داخو اغه پخوانی ميلي بوس ندی چې په يوه ورځ کې بم نشو رسېدی...دې ته مرسيدس وايي،بايد تېز لاړ شي.
يوه ځواب ورکړ:
ــــ خير غواړه استاده! ار څه نه خير بېتره ده.
ډرېور بېرته موټر روان کړ،نور هېچا ورته څه ونه ويل،ځکه چې خبرو او نصيحت پرې اثر ونکړ،يواځې دا مو غوښتل چې اوس په خير ورسېږو او بس.
ترڅنګ مې ناست ځوان راباندې غږکړ:
ــــ وبښئ! يو ساعت کېږي چې خواپه خوا ناست يو،خويو دبل په نومونو نه يو خبر.
موسکی شوم،نوم مې ورته وښود او زياته مې کړه:
ــــ او ستاسو!؟
 ــــ زما نوم کريم دی.
ځوان موسک شو،بېرته يې له ښيښې دباندې سترګې سيخې کړې...لېرې غټ اولوی غرونه پراته ول،لمنې يې سيند ته ښکته شوې وې...شنې ښکارېدې،سيند له اوبو ډک روان ؤ...څپې يې سپينې اوجګې وې،د سيند دې غاړې ته ښکلي شنه پټيان ښکارېدل،کله کله به مو تر سترګو يو،دوه موټر تېر شول.
کريم خپل ورغوی له ښيښې اووېست...شېبه وروسته يې بېرته مخ راواړو،شونډې يې له نريو برېتونوسره وخوځېدې:
ــــ دوه کاله بعد مې داښکلې هوا حس کړه.
زر مې وويل:
ــــ ولې؟ لکه چې خارج کې وې؟.
کريم بېرته لاس له ښيښې راټول کړ،ويې ويل:
ــــ هو!.. په ترکيه کې وم،دطب پوهنځی وايم،په کلنۍ روخصتۍ راغلم او...
دکريم خبرې لا خلاصې نه وې چې مخکني کس چيغه کړه،له چيغې سره مو زورور ټکان وخوړ،تر غوږ مې دښيښې دماتېدو اواز اويو غټ درز شو...په ځان پوه نه شوم،په سترګو مې تياره خوره شوه.
شېبه وروسته مې په سر درد احساس کړ،سترګې مې نه خلاصېدې،خودخلکو اوموټرونو شور مې ترغوږ کېده،په ډېرې ستونزې مې سترګې خلاصې کړې،ځمکه راباندې تاوېده،هرڅه راته تت ښکارېدل،خو ورو ورو هر څه روښانه شول،دسړک په غاړې غټې تيګې ته تکيه وم،مخامخ مې وکتل...زمونږ موټر سرچپه پروت ؤ،ترڅنګ يې بل مرسيدس په بغل لوېدلی ؤ،دسړک دواړو خواوو ته ډېر موټر ودرېدلي ول،له دواړو جنګېدلو موټرونو نه خلک چارپېره تاوېدل،چا موبايل غوږ ته نيولی ؤ... او نورو به د موټرونو له منځ نه يو يو کس راووېست،په دې کې مې سترګې په کريم ولګېدې چې له ما نه لږ لېرې پروت ؤ،سترګې يې پټې وې...په تندي يې سرو وينو لارې کړې وې،له نريو برېتونو يې تېرې شوې وې،سرته يې په وينو ککړ دستمال ايښی ؤ،ترڅنګ يې دسپينې وړې عينکې ټوټې پرتې وې...
کوښښ مې وکړ چې پورته شم،خو ښي پښې مې حرکت ونکړ،نری درد يې وکړ...لاندې مې ور وکتل،پايسه مې په وينو سره وه،زر مې پورته کړه...دزنګون لاندې غوښه څيرې وه،دهډوکي سپينه څوکه ترې راوتلې وه.
په دې کې يو څوک مې ترڅنګ راغی،لاس کې يې د اوبو بوتل ؤ،زر يې راته په خوله کې راکړ،يو ګوټ مې ترې وکړ...دامبولانس غږ شو،بوتل مې بېرته ولاړ کس ته ونيو،ولاړ کس زر وويل:
ــــ اغه دی...امبولانس راغی،الله به خير کي.
له امبولانسه دوه کسانو رامنډه واخيسته... سپينې جامې يې پرتن وې، دواړو سپينه اوږده اوسپنيزه تخته نيولې وه،لومړی کريم ته ورسېدل...دواړه کېناستل،يوه دکريم غاړې ته لاس نږدې کړ...خو بېرته غلي پاڅېدل،يوه سپينه ټوټه پرې خوره کړه.
زما تر څنګ ولاړ کس راټيټ شو... اوږه يې رالاندې کړه او دامبولانس خواته يې روان کړم،پدې کې مې سترګې دسړک دغاړې په ترافيکي لوحې ولګېدې...دايروي شکل يې درلود،په دايره کې ددوو خواپه خوا موټرونو رسمونه ول...ښي يې تور،خوکيڼ لوري ته په سور رنګ کښل شوی ؤ.
پای